مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-08-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اکرم او صحرا

احمدجان نوزادی

 

دولسم څپرکی :
د اکرم زړه په سینه کی ټوپونه وهل، خوب یی د سترګو تښتیدلی ؤ، دسبا په اړه یی سوچ کاوه. اکرم په ټول ژند کی په جرګی او مرکی، کی نه ؤ ناست، دایی لوړی ځل ؤچی په مرکه تی او هغه هم خپل په مرکه. هيڅ نه پوهیده چی سبا به څه کیږی، تر ډیره بریده د صحرا و خبروته هیله من ؤ، نه پوهیده چی د کومه ځایه یی راشروع کړی او چیری یی ختم کړی ولی څه به یی کول، بیچاره اکرم مجبور ؤ ترڅوخپل جرګه پخپله وکړی، تر سهاره په کټ کی لټ پر لټ واوښت او شپه یی په ویښو سبا کړه.
 اکرم سهار وخته د خوبه پاڅيد، اودس او لمونځ یی اداکړه، د جرګی لباس یی واغوست او د صحرا د کور په لوریی حرکت وکړ، لمر خپلی ګرمی وړانګی تازه پر ځمکه راخوری کړیوی، چی اکرم د صحرا ددروازی مخ ته ودرید، زنګ ته یی فشار ورکړ اوانتظار یی وایست.
 د اکرم پلار په داسی حال کی چی و مارکیت ته یی دتګ اماده ګی نیول، ددروزای زنګ پرځای ودرواوه، سترګو یی ددروازی لاره څارل چی نوکر په دروازه را ننوت، او ویی ویل: د اکرم په نوم یو څوک راغلی دی او وایی چی له تاسره یی کاردی.
 د صحرا پلار چی په کراتو، کراتو یی د اکرم نوم دصحرا د خولی اوریدلی ؤ، د نامه سره اشنا ؤ، حیران په دی ؤ چی ولی اکرم غواړی دده سره وګوری او هغه هم په دی شنه سهارکی، سمدلاسه یی نوکرته وویل: هغه میلمستونه ته یوسه، چای اماده کړه، زه هم درځم.
 اکرم په میلمستون کی د صحرا د پلار انتظار ایسته، نوکرچای ورته راوړی خو اکرم لا چای ته شروع نه وه کړی، چی د صحراپلار په میلمستون راننوت، اکرم د هغه په احترام پخپل ځای ودرید، سلام یی وکړی، د صحرا پلار اکرم ته د روغبړ لپاره لاس اوږدکړ، اکرم هم یو قدم ور وړاندی شو او دصحرا د پلارلاس یی ونیو او روغبړ یی ورسره وکړ. د روغبړ په وخت کی اکرم اشتباها د صحرا د پلار لاس په دی ګمان ښکل نکړچی ګواکی د لاس ښکلول، ښاری فرهنګ نه دی، ولی اکرم په دی نه پوهیده، چی د صحرا پلار یو کلیوالی خان دی چی د ډیرو کلور راهسی په کابل کی اوسی خو خپل د خان خانی فرهنګ یی لا تردی مهاله ساتلی دی.
 د صحرا پلار لا پرځای ناست نه ؤ، مخ یی اکرم ته واړاوه او ویی ویل: ښه نوته اکرم ییی؟
 اکرم هم په ډیر زړورتیا سره وویل: هو صاحب زه اکرم یم.
خان: زما لور خو دی خورا ډیر صفت کوی، نو اوس راته ووایه چی څنګه دی په دی شنه سهار کی زه یادکړم.
 اکرم: هو، خان کاکا، تاسو خو په دی پوهیږی چی زه او صحراجانه یوځای په یوه صنف کی زده کړه کوو،
 خان: خان د اکرم خبره غوڅه کړه، او ویی ویل: زه په دی له ډیره پخوا خبر یم.
اکرم: مسکی شو او زیاته یی کړه، داخو لاښه خبره ده.
خان جدی شو‎، نور یی نه غوښتل چی خپل وخت د اکرم سره تیر کړی، سمدلاسه یی وویل، ښه زما پوښتنه داده چی څنګه دی په دی شنه سهار کی زه یادکړم؟
 اکرم سخت د خان تر تاثیر لاندی راغلی ؤ، دخان برخورد یی هم خوښ نه شو، لار او ګودرترینه ورک شوه، نه پوهیده چی خپلی خبری څنګه یو دبل سره وتړی، خو تصمیم یی نیولی ؤ چی خپل د زړه خبره به خان ته کوی، سمدلاسه یی د خولی داسی را ووتل: که ستاسو خوښه وی او تاسو ما پخپله غلامی و منی؟ زیاته یی کړه زه او صحرا غواړو یو د بل سره واده وکړو.
 خان د غصی نه سور شو، شین شو او بیا تورشو، یوه شیبه چپ شو، بیا یی په لوړاواز وخندل، دځان سره یی سوچ کاوه، په دی شنه سبا کی دداسی یوه پیغام د اوریدلو هغه هم دداسی یوچا دلوری چی نه یی خان اصل پیژندل او نه نصب، ا نتظار نه درلود، فکر یی وکړ، شاید اشتباه یی اوریدلی وی، یاهم داچی اکرم ټوکی ورسره کوی. مخا مخ یی اکرم ته وکتل او ویی ویل: ایا زما سره د ټوکو، کولو لپاره راغلی یی.
 اکرم د خان خندا او حرکت سخت په غصه کړی ؤ، حیران ؤ چی څه وکړی، ویی ویل: نه خان کاکا، خدای دی نه کوی، ولی به ټوکی کوم، په دی کی کوم ځای د ټوکو دی؟
 خان ولیدل چی اکرم جدی دی، داسی یی خپل پوښتنی پیل کړی:
پلار دی څوک دی او چیری دی؟
اکرم: هغه خو ډیر لیری په کلی کی ژوند کوی.
خان: ایاستاسوپه کلی کی هرسړی خپل د سر اور پخپله وژنی؟
اکرم: نه نه، داسی نه ده، خبره خو داده چی......،
خان د اکرم خبره په خوله کی ور وچه کړه او سمدلاسه یی بله پوښتنه داسی طرحه کړه: چیری اوسیږی؟
 اکرم: زه په لیلیه کی ژوند کوم.
خان: خان مسکی شو، خو دا مسکا د خوښی نه بلکه د قهروه، داسی یی وویل: ښه نو ته غواړی چی په لیلیه کی زما د لور سره واده کړی!!!
 د اکرم حوصله نوره تمامه شویوه، نه یی غوښتل چی د صحرا پلار خپه کړی، خو تصمیم یی ونیو چی د صحرا و پلارته منطقی او کوټلی ځوابونه ورکړی، داسی یی وویل:
 اکرم: خان کاکا، کورخو پر میرمن جوړیږی ځکه خو زه راغلی یم ترڅو خپل کورجوړکړم، اکرم زیاته کړه، د واړه نه مخکی به د کورغم هم وخورم.
 خان: پلاردی څومره پټی لری؟
اکرم: د الله نه راض یم، بس دومره کیږی چی زموږ ژوند ورباندی مخ ته لاړشی.
خان د اکرم پر حاضر ځوابی نورهم په غصه شو، نه یی غوښتل خپل وخت ضایع کړی، ودرید، اکرم ته یی وویل: چای دی وخوره او نوردی په مخ ښه، په راتلونکی کی داسی هڅه مه تکراروه، د پوهنتون محصل یی، هوښیار سړی یی، زما او ستا ترمنځ خورا لوی واټن پروت دی، ستا او زما دلورواده د امکان نه لیری خبره ده، خان ددی خبری سره یوځای اکرم ځان ته پریښوده، د کوټی ووت اودروازه یی په ځان پسی وتړل. دخان د تګ وروسته سمدلاسه نوکر کوټی را ننوت، د کوټی په کنج کی داسی منتظر شو، داسی ښکاریده چی د اکرم د رخصتولو لپاره راغلی وی. اکرم هم بیله دی چی چای وخوری، په ماتو او ګوډو بندو د خان د کوره ووت، شاته یی و نه کتل او راسا د سرویس تم ځای ته ورغی ترڅو ځان پوهنتون ته ورسوی.
 اکرم د خان پر خبرو ډیر خفه ؤ ، اعصاب یی نا ارامه وه، دخان خبرو یی په مغزکی توپان راخوځولی ؤه. د ژوند اود ژوند دتوپیرونه یی زړه شین ؤ، دخان دا خبره ( زما اوستا ترمنځ د ځمکی نه تراسمانه توپیر دی.) یی وار، وار په مغزوکی تاویده او اکرم یی زوراوه.
 اکرم په داسی حال کی چی د پوهنتون په نیت را روان ؤ، ټول هغه ستونز ی کومی چی اکرم په لومړی ورځ وړاند ویانه کړی وه، و سترګو ته یی ودریدی، په سوچونو کی لاړ، د ځان سره یی وویل: ساده اکرمه، ستا یی د عشق او عاشقی سره څه، ستا د صحرا ښکلی غوټی سره، د بزګرزویه ځان دی و پیژنه، ستا یی د ښار د ښاپيری سره څه، ځانته په غصه ؤ، ژوند ته په غصه ، هر څه یی بد راتلل. خو اکرم داسی څوک نه ؤ چی په ساده ګی د خپلی مینی تیرشی، اکرم په خواریو کی داسی پوخ ؤ، چی هیڅکله یی هم ماته نه منل، خو دا د اکرم لومړی ځل ؤ چی په مینه کی یی ماته خوړلی وه، مګر اکرم د ا ماته نه منل، د صحرا په سوچ کی لاړ او دهغی پر حال یی فکر کاوه، د حل لاره ورته نه معلومیده.
 اکرم همداسی په سوچو کی ډوب ؤ، چی کلینر ږغ پی وکړی، وروره، ته نه کوزیږی دا ورستی تم ځای دی، اکرم یی د سوچونو د ټاله را وایست، په ماتو بندو د بس نه تم شو، زړه یی د فاکولتی په لور نه تی، ګامونه یی د ځان سره په زوره کشله کول، په بی صبری سره یی خپل د مینی انتظار ایسته، غوښتل یی داهرڅه دصحراسره شریک کړی. اکرم ورو، ورو، خپل اعصاب کنترول کړه، پرځان حاکم شو، سره ددی چی د صحرا پلاریی ډیر ملامتاوه، اکرم خپل ځان ته هم ملامتی اړول، دځان سره یی ویل، زه باید هڅه وکړم خو خپله وعده باید ماته نکړم، ځان باید خپل مینی ته ورسوم، ولو، که په لاره کی ډیری ستونزی وی.
 اکرم ددی سوچوسره ځان و فاکولتی ته ورساوه، لاتر اوسه وختی ؤ، نور محصیلین نه ښکاریده، صحرا د صنف په وره کی د اکرم لاره څارله چی د اکرم نظر په صحرا ولګید، په ماتو بندو د صحرا و خواته ورنژدی شو، سلام یی وکی، دواړه مینان یو د بل و سترګو ته ځير شول، صحرا هرڅه د اکرم په څیره کی ولوستل، د پوښتنی ضرورت نه ؤ، غوښتل یی ځان ډاډه کړی، د اکرم نه یی تپوس وکړ: جرګه دی څنګه وه؟ اکرم د یون بی روح جسم په څير یوازی د صحرا سترګو ته کتل، اکرم خو د اوږدی مبارزی لپاره اماده ؤ خو په دی نه پوهیده، چی صحرا به دیوه نازک جسم په څير ددی ټولو ناخوالو سره د مبارزی توان ولری او کنه. صحرا خپله خبره تکرارکړه او داسی یی وویل: ولی داسی راته ګوری، لکه چی په ټول عمر دی نه یم لیدلی، وایه جرګه دی څنګه وه. اکرم بیا هم د صحرا په سترګو کی غرق ؤ. صحرا تکان ورکړ او زیاته یی کړه: خبری وکړه کنه، څه خبره ده.
 اکرم بیله دی چی د صحرا اصلی پوښتنی ته ځواب ورکړی، داسی یی وویل: صحرا، زما ګرانی صحرا، لږ می پريږده څو ستا ښکلی سترګو ته ښه وګورم ځان یی په لیدو موړکړم، پریږده چی دا ساده او کلیوال زلمی ستا د سترګو د لاری ستا دزړه و دهلیزو ته لاره پیداکړی، هلته د مینی یو دایمی کور جوړکړی، پریږده ستا د سترګو په ساحل کی غرق شم او محوه شم. زیاته یی کړه، زه ډاډه یم چی داښایسته سترګی به اخر ما ووژنی.
 صحرا د اکرم خبری پریکړی، مسکی شوه، ویی ویل: واه، واه، زما د پلار سره که کښینی یو څو واره، کلیوال اکرم به خامخا شاعر شی. مسکی شوه، زیاته یی کړه، ډاکټر صاحب اوس راته وایی چی څه وشول او کنه؟
 اکرم بیا هم د موضوع نه لیری لاړ، ویی ویل: ګرانی پریږده ستا په دیدن ځان موو کړم، زه ډاډه یم چی ستا مینه به اخر ما ووژنی.
 صحرا: ګرانه، شاعری پریږده، او ووایه چی جرګه دی څنګه وه؟
اکرم: هو ستا پلار می ولید، جرګه هم بده نه وه.
صحرا: څنګه ښه وه؟
اکرم: پلاردی ویل: زما اوستا ترمنځ د ځمکی او اسمان شانته لوی واټن دی، پلاردی له مانه وپوښتل: د کوم ځای یم، پلارمی څه کوی، څومره شتمنی لرم، چیری ژوند کوم او اخرکی راته وویل، زما د زوم کیدو خوب له سره وباسه، خپله ووت او زه یی ځانته پریښودم. اکرم وویل: ګرانی، ما خو د لومړی ورځي نه داخوب لیده، ددی ټولنی بدبختی زه درکولای شم، د اکرم سترګی ویوه نامعلومی لوری ته بی حرکته پاته شوی اوچپ شو.
 صحرا دداسی یوه منفی خبر و اوریدو ته چمتو نه وه، هیڅکله یی هم داسی فکر نه کاوه چی ددی پلار به ددی د مینی په وړاندی خنډ شی. ځکه حیرانه شوه، ویی ویل: څه ! څه !! څه !!! ایا ته ټوکی کوی او که جدی یی؟
 اکرم: هو صحرا، زه کاملا جدی یم، او زه ډاډه یم چی یوه ورځ به ستا مینه ما صحرایی کړی.
 صحرا مسکی شوه او ویی ویل: اوس یوازی مرګ کولای شی چی صحرا د اکرم نه بیله کړی، په ژوند خو به صحرا، هيڅکله او هيڅوک هم د اکرم نه بیله نکړی، حتی زما پلار هم. دا خبره یی خورا جدی او ټینګه معلومیدل.
 د صحرا ددی خبرو په اوریدو سره، د اکرم په دننه کی مړه شوی امیدونه راوژوندی کړه، د ځانه سره یی وویل: دا دیوه افغانی پیغلی پریکړه ده، په زړه کی یی سل ځلی وصحرا ته افرین ووایه، د صحرا په مینه وویاړید. او داسی یی وویل: صحرا، ایا ته ډاډه یی؟
 صحرا: هو زه سل په سل کی ډاډه یم، صحرا زیاته کړه: مینه زما باوردی او یوازی مرګ دا باور ماتولای شی اوبس.
 
اکرم د صحرا په غوڅو او پریکړنده ځوابونو سخت خوشحاله شو، د صحرا دپلار غوصه یی اصلا د یاده ووتل، د صحرا مینی او تړون ورته نوی انرژی ورکړیوه. دصحرا نه یی مننه وکړه او خپل تړون یی داسی نوی کړ: صحرا زه هم ستا په مینه قسم یادوم، چی یوازی مرګ به می له تانه جلا کوی او بس، زه به ستا ومینی ته د رسیدو لپاره د هر ډول ناخوالو سره مبارزه وکړم، خو کله به هم پری نږدم چی زما مینه خپه شی.
 سره ددی چی اکرم د صحرا په ټینکو ځوابونو سخت خوشحاله ؤ، د پلارخبره یی ورپه زړه شوه، څه دی کول چی پلار او نیکه دی کول، اکرمه ستا یی د مینی سره څه، پلار دی مینه کړیوه اوکه نیکه. اکرم همدی سوچ کی ؤ چی صحرا تکان ورکړ، اکرم یی د کلی د لاری نه را ستون کړ، مسکی شوه وا ویی ویل: ډاکتر صاحب وایه بیا چیر تللی وی.
 اکرم مسکی شوه او ویی ویل: نه همدلته یم.
صحرا: ښه نو وایه چی راتلونکی پلان څنګه دی؟
اکرم: زه خو چور لیونی یم، ته راته ووایه څه باید وکړم؟
صحرا: زه به می نن د مور سره خبری وکړم، ته سبا سهار بیا راشه، زه ډاډه یم چی پلار به می پر خپل کړنه پښیمانه وی.
 اکرم: د اکرم زړه د صحرا پلار ایستلی ؤ، هرڅومره چی صحرا تشویق کړ، زړه یی نه شو کولای چی سبا بیا هغه دروازی ته ودریږی او د صحرا د پلار د توهینونکو پوښتنو سره مخامخ شی.
 صحرا اکرم ته جراات ورکړ، ترڅو سبا ته بیا په جرګه لاړشی، خو، خوار اکرم ددی جراات نه لاره. صحرا ته د اکرم پر بی جرااتی خندا ورتله، په ټوکو کی یی اکرم ته وویل: ګرانه، صحراته رسیدل دومره هم اسان نه دی، خدای خبر چی نوربه څومره زما د پلار تندی خبری واوری. دواړو سره وخندل. لنډه داچی اکرم دی ته تیار شو، ترڅو سبا بیا د صحرا پلارته په جرګه ورشی. په دی ورځ دواړو اکرم او صحرا درس ته نه ولاړل، او ټول وخت یی په قدم وهلواو پلان جوړولو تیر کړ.
 صحرا چی کله کورته ستنه شوه، راسا خپل کوټی ته لاړل، جامی یی بدلی کړی، یو ساعت یی تفریح وکړه او بیا د مورخواته ورغله او داسی یی شروع وکړه: مورته یی د نن سهار داستان بیان کړ، بیا یی داسی وویل: مور، ته خو پوه یی چی زه د اکرم سره مینه لرم، دامنم چی اکرم غریب دی، خو اکرم یو باشخصیته زلمی دی، د لوړ همت خاوند دی، زه یی د کلو راپدی خوا پیژنم، کلی ته نه دی تللی، په رخصتی کی کار کوی او خپل د تعلیم مصرف برابروی، هیڅکله یی هم زما نه د یوی افغانی تقاضا نه ده کړی. د لوړ استعداد خاوند دی، د فاکولتی او پوهنتون په ماحول کی ټول محصلین او استادان د اکرم و شحصیت ته په درناوی قایل دی. صحرا خپل غوښتنه داسی راټوله کړه: مور زموږ مینه دځوانی پر احساساتو ولاړه نه ده، دا مینه د ساده احساس نه ریښه نیولی او زموږ د باور پر بنیاد یی ريښی او ښاخلی نیولی دی، د وخت په تیریدو سره دامینه دومره پیاوړی شویده چی زموږ جدایی یی ناممکنه کړیده، صحرا، زیاته کړه، که زه اکرم ته ونه رسم، نو خون به می ستا سی په غاړه وی.
 مور: د صحرا مور خپل د نازولی لور ټول خبری واوریدی، او داچی خاوند یی نن سبا یی د هغی د مین سره بده رویه کړیوه، خپه شوه، لورته یی وویل: زویه، زه ستا په ټول خبرو پوره باورلرم، زه په خپله وینه او شیدو باور لرم، زه ډاډه یم چی زما لور به کله هم داسی کار ونکړی چی زموږ د سر ټیټی باعث وګرزی.
 لورد مور خبره غوڅه کړه او ویی ویل: مور اکرم سبا بیا په جرګه راځي او زه هیله لرم چی پلار می هغه خپه نکړی.
 د صحرامور: زویه زه خو به خپل ټول تلاښ وکړم، خو ته دی پلار پيژنی، یوازی خپل خبره منی، زما وخبری ته غوږ نه نیسی. د صحرا مور لورته ډاډ ورکړ، ویی ویل: زه به خپل تلاښ وکړم، ووینو چی لاڅه کیږی.
 دوام لری..................

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery