دخپریدو نیټه : 2012-10-01 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
له عائشې رضي الله عنها سره د رسول صلی الله علیه وسلم واده
سلطان محمود صلاح
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي نوې خبره نه ده، له کله نه چې د الله تعالی دغه عظیم بنده په نبوت مشرف شوی، د غرض او هوس بندګانو یې په خلاف خولې خلاصې کړې او تر ننه لګیا دي پخپلو ناولو ګوتو د هغه لمر د پټولو نامراده هڅې کوي چې د وړانګو له برکته یې دا دنیا ودانه ده.
محمد صلی الله علیه وسلم چې د الله تعالی له لوري د بندګانو له بندګۍ نه د انسان د آزادۍ پیغام راوړ، هغو یې په خلاف د جنګ اعلان وکړ چې د انسانانو په وینو او خولو یې د خپل هوس باغونه خړوبول او دا یې نه شوی زغملی د ټولنې عادي او د دوی د غرض په ځنځیرونو تړل شوي وګړي آزاد فکر او د خپلې خوښې ژوند ولري، نن هم همداسې ده، هغه جابران د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خلاف د پیل شوې جګړې لمبې بلې او غوړې ساتي چې د نړۍ هر څه د ځان بولي او غواړي ټول انسانان یې پیروي بلکې غلامي وکړي!!
په غربي نړۍ کې له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره د دښمنۍ په لړ کې د روان کال د سپتمبر په اوومه نیټه په امریکا کې جوړ شوی داسې رسوا فلم نندارې ته وړاندې شو چې د کائناتو سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې له حده زیاته ګستاخي پکې شوې. پر لویدیځ واکمنې کړۍ چې نور یې طلمسونه په ماتیدو دي او پخپل زور، زر او تزویر سره د آزادۍ بښونکي اسلام مخه نه شي نیولی، په اسلامي نړۍ کې ویښتابه او په غربي هیوادونو کې د اسلام چټکې ودې ویرولې، هڅه کوي د خپل ناروا تسلط د دوام په موخه، خلک په هغه نبي صلی الله علیه وسلم باندې بې باوره کړي چې د لارښوونو په مټ یې څوارلس سوه کاله مخکې حبشي غلام (بلال رضي الله عنه) له قریشي سردار امیة بن خلف نه خپله آزادي تر لاسه کړې او د خپل آزاد فکر او سوچه عمل له برکته د کائناتو سردار رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل اهل بیت کې شامل بللی دی.
پدې رسوا فلم کې چې د «مسلمانانو بېګناهي» نومیږي، پر نورو چټییاتو سربیره، یوه احمقانه هڅه دا شوې چې له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها سره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم واده د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم پر عظمت د تیري وسیله وګرځوي او خلکو ته دا وښيي چې ګویا د کائناتو سردار پدې واده سره هغه قانون تر پښو لاندې کړی چې هغو امریکایانو جوړ کړی چې نور خو لا څه ان د امریکا د اصلي اوسیدونکو (سرو هندوانو) نسل یې ورک کړیدی!!
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د پیرو په توګه مې دنده درلوده د اسلام او بشریت د دښمنانو ددې ډول بریدونو مقابله وکړم، او ایله دا مې له وسه پوره شوه چې له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره د عائشې رضي الله عنها د واده په اړه څه داسې حقایق په پښتو ولیکم چې هم د مغرضو دښمنانو خولې پرې پټې شي او هم د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پیروانو اذهان لا رڼا شي.
صحیح روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لا مدینې ته هجرت نه و کړی، چې له عائشې رضي الله عنها سره یې د عثمان بن مظعون د میرمنې خولة بنت حکیم رضي الله عنهما په وساطت کوزده یا خِطبه وکړه او عقد تر سره شو، دغه مهال عائشة رضي الله عنها اوه کلنه وه، وروسته چې مدینې ته هجرت وشو او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هلته ځای پر ځای شو، نو دا مبارک واده ترسره شو او د واده په مهال عائشه رضي الله عنها نهه کلنه او رسول صلی الله علیه وسلم له پنځوسو زیات و..
نن ورځ د اسلام دښمنان د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم همدا مبارک واده د همدې زمانې د ځانګړیو ټولنو پر ځانګړیو معیارونو تلي او د خپلو وضعي قوانینو په حکم یې تر پوښتنې لاندې راولي، د زور واده یې ګڼي او پر ماشومو نجونو تیری ورته وایي!! دا مغرضه ډله او په مرداریو د ککړو اذهانو خاوندان اقلا دیته هم نه ګوري چې هغه مهال په پاخه عمر کې له کم عمره نجونو سره ودونه دود وو، دا محمد صلی الله علیه وسلم او اسلام نه و چې دا ډول ودونه یې ایجاد او رواج کړل، بلکې دا د هغو خلکو پخوانی دود و چې د اسلام له راتګ وروسته یې هم دوام وموند.
که د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دا واده د ټولنې د دود او دستور خلاف وی، نو کم له کمه هغو کفارو او مشرکینو خو به د اعتراض او انتقاد ګوته ورته نیولې وه، چې ان د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مرګ تږي وو، د هغې زمانې دښمنانو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر سپیڅلي شخصیت او عظمت د تیري هر ډول وسیلې کارولې دي، خو یوه یې هم له عائشې رضي الله عنها سره واده د تبلیغاتې وسیلې په توګه نه دی کارولی، نه یې اعتراض پرې کړی او نه یې د هغې زمانې له رواجونو مخالف عمل بللی.
له کم عمره ښځو سره د زیات عمر د خاوندانو ودونه نه یوازې د هغې زمانې د مشرکینو له نظره د اعتراض وړ عمل نه بلل کیده، بلکې د مدینې یهودانو او شاوخوا سیمو نصرانیانو هم له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره د عائشې رضي الله عنها واده د عجیب او اعتراض وړ عمل په سترګه نه دي کتلي.
امریکایي یهودان او ملګري یې که نن ورځ له عائشې رضي الله عنها سره په نهه کلنۍ کې د کائناتو د سردار محمد صلی الله علیه وسلم واده د «ښځې د حقوقو» خلاف او د دوی په ژبه جنسي تیری بولي، ولې پر هغه تورات اعتراض نه کوي چې مخې ته یې پروت دی او په (۵۵) وصیت کې حتی له دری کلنې سره واده روا بولي او وایي: «یهودي ته روا ده له داسې نجلۍ سره واده وکړي چې عمر یې دری کاله او یا زیات نه زیات دری کاله او یوه ورځ وي»(۱).{neusner, the Talmud of babylonia, vol.xx111B,tractate Sanhedrin 1984, 150, see also vol,x1x A tractate qiddushin 10 a 1992,33)
همدا راز په پاخه عمر کې له کم عمره نجونو سره واده تر دې نژدې وخته په اروپا کې هم دود و، ان د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له زمانې نه پنځه شپږ پیړۍ وروسته د اروپا واکمنو او عامو خلکو په زاړه عمر کې له وړو نجونو سره ودونه کول. د مثال په توګه بیزنطي امپراطور دویم الکسیوس له آته کلنې انیاس سره واده وکړ، ورپسې دری کاله وروسته پنځه شپیته کلن اندرونیکوس پر واکمنۍ قبضه ولګوله، الکسیوس یې په زور بې واکه کړ او میرمن یې (انیاس) چې ایله یوولس کلنه وه ځانته واده کړه(۱). (William of tyre, history of the deeds done beyond the sea,134;p wirth, wann wurde Kaiser alexios 11 geborn byzantinsche zeitschirft, 49 (1956) 65 – 70)
لدینه دا جوتیږي چې هغه وخت به په اروپا کې شپیته کلنو، اویا کلنو سړیو له کم عمره نجونو سره ودونه کول او دا د هغې ټولنې له نظره ناوړه او ناخوښ عمل نه بلل کیده.
اوس به دا وګورو چې ددې زمانې په مختلفو سیمو کې د جنسي اړیکو ټینګولو قانوني سن (عمر) څومره دی. لندن میشته (Avert) مؤسسې پخپله انټرنټې پاڼه کې د نړۍ د ټولو هیوادونو د جنسي اړیکو ټینګولو قانوني عمر ښوولې، چې د نمونې په توګه ددې هیوادونو نومونه یادوو:
جاپانیان کولی شي په دیارلس کلنۍ کې په قانوني توګه جنسي اړیکې ټینګې کړي، په کاناډا کې تر ۱۸۹۰م کال پورې په دولس کلنۍ کې د جنسي اړیکو ټینګولو قانوني جواز درلود، په مکسیک، پاناما او فلیپین کې دولس کلني او په هسپانیا، قبرص، جنوبي کوریا کې دیارلس کلني او د امریکا په یو شمیر ایالتونو لکه ایوا، میسوري او جنوبي کارولینا کې څوارلس کلني د جنسي اړیکو ټینګولو د جواز لپاره قانوني موده ټاکلي شویده. همدا راز په امریکا او انګلستان کې تر ۱۸۸۵ م کال پورې د جنسي اړیکو ټینګولو قانوني موده یوولس کلني وه، ستیون رابرتسون پدې هکله داسې لیکي: « په ۱۸۸۵ م کال کې یعنې وروسته له هغې چې د (the maiden tribute of modern Babylon) کتاب مؤلف «ستید» په لندن کې په وړو نجونو د سوداګرۍ کیسه رسوا کړه، د انګلستان پارلمان اړ شو د جنسي اړیکو ټینګولو قانوني موده له لس کلنۍ نه شپاړس کلنۍ ته پورته کړي او لدې پریکړې نه په تأثر سره امریکایانو هم ورته ګام واخست.
امریکایان بلکې ټول غربیان دې دا هم نه هیروي چې له نن نه ۱۲۰ کاله مخکې د امریکا په نیلاویر ایالت کې نارینه او ښځو په اوه کلنۍ کې د جنسي اړیکو ټینګولو قانوني حق درلود. دا هم له چا پټه نه ده چې د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې هم ان د اروپا په زړه کې کم عمره نجونې واده شوې، د مثال په توګه د رومانیا نوم یادولی شو، چیرته چې د واده قانوني موده شپاړس کلني ده، خو شهزادګۍ «انا ماریا Ana Maria» په دولس کلنۍ کې واده وکړ.
بله مهمه خبره دا چې په کار ده د ماشومانو د جسمي ودې په هکله د خبرو او پریکړې په صورت کې اړینه ده د اوسیدو ځای، شرایط او اقلیم هم په پام کې ونیول شي، د ګرمې، خوارې، د ژوند او زمانې له نعمتونو بې برخې افریقا نجونو ته دې د سړې، مړې او عیش وعشرت له رنګینو ډکې امریکا او اروپا د نجونو په سترګه کتل نه دي په کار، د ګرمو سیمو ماشومان د سړو سیمو د ماشومانو په پرتله زر او په کم عمر کې بالغیږي، د خوار سړي لور په آته کلنۍ د ژوند دومره دروند پیټی اوچتوي چې د ماړه سړي آتلس کلنه لور یې هم له پورته کولو عاجزه وي.. نو که همدا حقیقت په نظر کې ونیسو، څوارلس سوه کاله مخکې ولاړ شو او د هغې ګرمې او د اوسنۍ زمانې له ټولو نعمتونو بې برخې عربي جزیرې حالات په سترګو کې راتاو کړو چې عائشه رضي الله عنها پکې زیږیدلې او لویه شوېده، پوه به شو چې له نهه کلنې عائشې رضی الله عنها سره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم واده له هیڅ پلوه د اعتراض، تعجب او حیرانتیا وړ نه دی او څوک چې د هغې زمانې نجونو ته د شلمې او یوویشتمې پیړۍ د نجونو په سترګه ګوري او د څوارلسو پیړیو مخکني حالات د نن ورځې پر حالاتو قیاسوي، د هغوی هره پریکړه به نه سمه وي او نه منصفانه. انګریر مستشرق (R.V.C. Bodlely) له عربي جزیرې نه له لیدو وروسته داسې لیکي: «عائشه رضي الله عنها د نورو عربي میرمنو په څېر په کم عمرۍ کې لویه شوې وه، او واده یې د هغه آسیایي دود مطابق و چې تر دې نژدې وختونو پورې یې په شرقي اروپا، هسپانیا او پرتګال کې هم رواج درلود».(۱) (R.V.C. Bodlely The messenger, p129. (Arabic version))
هغه خوله دې هم له خاورو ډکه شي چې له عائشې رضي الله عنها سره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د واده سبب شهوت بولي!! دا تور زړي هیروي چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لومړنۍ میرمن (خدیجه رضي الله عنها) د واده په مهال څلویښت کلنه کونډه وه او ترڅو چې هغه ژوندۍ وه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بل واده ونکړ، د خدیجې رضي الله عنها له وفات وروسته یې هم لومړی له سوده رضي الله عنها سره چې خاوند یې په حبشه کې د هجرت په مهال وفات شو واده وکړ. سوده رضي الله عنها بې سرپرسته وه، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خپل ترحم، او له کونډو سره د نیکۍ د امر د تعمیل په حکم واده ورسره وکړ. [ددې واده په حکمتونو د پوهیدو لپاره دې زما کتاب امهات المؤمنین رضي الله عنهن ته مراجعه وشي]. دا هم له چا پټه نه ده چې له عائشې رضي الله عنها پرته د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ټولې بیبیانې رضي الله عنهن کونډې وې او له عائشې رضي الله عنها سره یې هم پداسې وخت کې واده کړی چې د سپیڅلي ژوند پنځمه لسیزه یې پیل شوې وه، نو په رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پورې د دا ډول تورونو تړونکي دې پخپله ووايي چې د شهوت ودونه همداسې او په همدې عمر کې وي؟!
بل حقیقت دا دی چې له عائشې رضي الله عنها سره واده خپله د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وړاندیز او غوښتنه نه هم وه، بلکې دا د یوې قدرمنې مؤمنې میرمنې چې خولة بنت حکیم رضي الله عنها نومیده وړاندیز و، غوښتل یې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او نژدې ملګري ابوبکر رضي الله عنه تر منځ اړیکې لامضبوطې کړي، خولة رضي الله عنها پوهیده چې ابوبکر رضي الله عنه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته څومره نژدې دی، زړه یې دا و چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دا نژدې ملګری د دوستۍ په مزي هم ورسره وتړي، وړاندیز یې وکړ چې له لور عائشې رضي الله عنها سره یې واده وکړي، طبیعي ده چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له ابوبکر رضي الله عنه سره د مینې او ملګرتیا په حکم دا وړاندیز نه شوی ردولی، همغه وه چې د خولة رضي الله عنها وړاندیز یې ومانه او عائشه رضي الله عنها یې د خپلې میرمنې په توګه قبوله کړه.
که د خولة رضي الله عنها پدې وړاندیز کې غور وکړو، نو دا راته جوتیږي چې هغه مهال دا ډول ودونه دود وو، او پدې عمر کې واده ته هیچا هم د اعتراض او انتقاد ګوته نه نیوله، او که دا ناخوښ او ناپیژندل شوی کار وی، خولة رضي الله عنها به یې وړاندیز نه کاوه. ددې حقیقت بل شاهد دا دی چې له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره له واده نه مخکې د مکې یوه بل مخور مشر مطعم له ابوبکر رضي الله عنه نه غوښتي وو چې لور یې عائشه رضي الله عنها دده زوی جبیر ته په نکاح ورکړي. د عقل او انصاف خاوندان دې غور وکړي او د هغو ځواب دې ورکړي چې له عائشې رضي الله عنها سره واده د کائناتو د سردار محمد صلی الله علیه وسلم پر عظیم شخصیت د تیري وسیله ګرځوي او غواړي پدې ډول نامراده هڅو سره د هغه صلی الله علیه وسلم سپینه لمن داغداره کړي!!
د انصاف خاوندان دې د عائشې رضي الله عنها پوهه، ذهني ځواک او ځيرکتیا هم له یاده نه باسي او پدې دې پوه وي چې همدې قدرمنې میرمنې د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارښوونو ډیره برخه امت ته په پوره امانت سره رسولې او ساتلې ده.