دخپریدو نیټه : 2013-01-29 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ما بدي خلاصه کړه
نورالله غاز يار
يوه ستره وياله وه، چې ترې لاندې زموږ د ټولو کليوالو پټي وو، ددې ويالې پر غاړه چا چنارونه، چا ولې او چا د غوزانو ونې لګولې وې. موږ هم د چنارونو ډکي لګولي وو، زموږ د ډکو په خوا کې څو قدمه ځای و، په دې باندې مو د پلار له تره زامنو سره ډېره پخوانۍ لانجه وه، هغوی ويل چې دغه ځای زموږ دی؛ خو موږ دغه ځای د خپل ځان باله،پردې ځای تر اوسه کومه ونه نه وه لګيدلې. يوه ورځ زما کشری زوی په منډه راغی او په نيولې ساه يې وويل:
- لالا! غوجير دوی په وياله ډکي لکوي....
ما چې دا خبره واوريده، ژر مې د کټ له سره ټوپک راواخيست، په يوه منډه مې ځان تر ويالې ورساوه، چې ګورم غوجير او د هغه درې وروڼه لګيا دي پر وياله چنارونه لکوي، ما غږ ورباندې وکړ:
- له ويالې نه ليرې شئ، ګنې د ترخو مڼو غوندې مو کرم!
هغوی ټولو په يوه خوله ځواب راکړ:
- ځه،ځه! لاس دې خلاص توره دې ازاده....
د ټوپک بلوټ مې راکش کړ، پر ماشه مې ګوته کېښوده، ما ويل چې پښو، پښو ته ځايونه به ورته وولم، شور به جوړ شي کلی به خبر شي او معامله به يو طرف ته شي؛ خو چې ډزې مې ورباندې وکړې، د غوجير ورور شيندی څو ډزه ولګيده او پر ځمکه راپرېوت، ما ځان يوې خواته کړ، هغه يې روغتون ته يووړ؛ خو ډېر سخت ټپي و، څو ورځې وروسته يې پيښور ته ورساوه، تر لسو ورځو پورې هلته بستر و، يوه ورځ ماښام زموږ يو نږدې خپل راغی، او راته ويې ويل:
- ځان وباسئ! اوس خبر شوم چې شيندی مړ شويدی، سباته يې راوړي....
ما نو اوس مړی وکړ، بدي راپه غاړه شوه، شپه په شپه مو کډه بار کړه او په يوه داسې ځای کې مو واړول، چې زموږ خلکو بيخي پرې لاره نه وه، دغه ځای غوجير دوی ته نه و مالوم؛ خو زه بيا هم وېرېدم، رښتيا که درته ووايم، د شپې مې خوب وتښتېده. پښتانه وايي چې بدي دې وکړه، د سړي څرمن دې په ځان پسې وتړله، څومره چې وخت تېرېږي،داڅرمنه وچېږي او کړبا يې هم زياتېږي. په رښتيا همداسې وه، چې شپې به د پيشو کړپ شو؛ نو زه به بيا په کټ کې نېغ ناست وم، ټوپک به مې راواخيست او غلی غلی به له کوټې ووتم، شاوخوا به مې وڅارله؛ خو هيڅ به مې هم تر سترګو نه شول. زما درې وروڼه نور هم وو، يو مې سپين ږيری پلار و، وروڼه مې تر ما کشران وو او يو هم تر ما کره سړی پکې نه و، پښتانه خو چې خپل مړي ګټي، هغه سړی پرې وژني، چې په ټول کور کې هوښيار، زړور او د ګټې وټې سړی وي، په دې ښه پوهېدم چې وروڼو ته به مې هيڅ هم نه وايي، که وژني نو ما به وژني. وايي يو سړي سل کاله وروسته پلار ګټلی و، خلکو ورته ويل، چې بېړه دې وکړه، اوپه دې هم پوهېدم، چې دوی به زما په وژلو کې له بېړې کار نه اخلي، همداسې به مې بې اوره ويلی کوي او له کار روزګاره به مې غورځوي؛ خو بدي بدي ده، خدای دې تاسې ترې وساتي، ماته به په هر ځای او هر کونج کې غوجير د ټوپک سره ولاړ و، ما بې ټوپکه ژوند نه شو کولی، چې هر ځای ته به تلم؛ نو ټوپک به مې په ولو کې پروت و، زما پلار ډېر ساده او فقير غوندې سړی و، موږ يې ډېر په ناز ستر کړي وو او ډېر پرې کران وو، هر وخت به يې ويل: مور مو بختوره وه، هغه ده سترګې يې پټې کړې، خدای مو په ما هم مرګ ومه ګوره. پلار مې ښه ازاد ګرځيده، بې ټوپکه او بې ډاره، ده به ويل: خدای دې ما ورباندې مړ کړي، چې دا بدي مو خلاصه شي. په دې کې نږدې شپږ اوه کاله ووتل، يوه ورځ يوه ګاونډي راته وويل:
- مرجانه! پرون شپه ستاسې د کور په خوا کې دوه کسان ګرځيدل، ټوپکونه يې هم په څادرونو کې پټ کړي وو....
چې دا خبره مې واوريده، ځمکه راته له سکروټو ډکه شوه، يوې عجيبه وېرې مې ټول وجود ولړزاوه، په زړه کې مې يوه ترخه چينه راوخوټيده، د شپې به په کټ کې پروت او خواشينوونکو فکرونو به لکه توپاني سمندر په سر اخيستی وم، داسې هيڅ شی په نظر نه راتلو، چې لاس دې ورواچوم او ځان دې راقابو کړای شم. يوه شپه په کټ کې لټ په لټ اوښتم، له دې غمونو مې د خلاصون سوچونه کول، چې ناڅاپه مې يو فکر د بريښنا په څېر په ماغزو کې وځليد، ډېر کامياب فکر و، داسې يو فکر، چې زه له بدۍ پرې خلاصيدم. تر ډېره په فکرونو کې ډوب وم، هغه مې په خيال کې راشين شو، يوه يوه خبره يې راته راياده او په غوږونوکې مې وکړنګيده، د هغه اوږده سپينه ږيره مې سترګو ته ودرېده، وبوږنېدم، زړه مې داسې ودربيده، چې اواز يې ما اوريدای شو، له ځان سره مې وويل: ډېره ښه لاره ده، هغوی ته هم د اوړو پوزه ده او زه هم له بدۍ پرې خلاصېږم، همدا اوس يې ښه وخت دی، ګاونډي هم ليدلي وو، چې ستاسې له کور سره ګرځيدل. ورو مې ټوپک راواخيست، ښه وه ميرمن مې هم ويده وه، غلی غلی له کوتې ووتم، د لويې دروازې سره چې تشناب يې هم په خوا کې و پټ شوم،د ټوپک بلوټ مې راکش کړ، مرمۍ مې تېره کړه او نور غلی کېناستم، درې څلور ساعته انتظار مې وکړ، چې ګورم هغه ورو ورو راروان دی، د ټوپک پر ماشه مې ګوته کېښوده، لاړې مې تېرې کړې، هغه نور هم زما خواته رانږدې شو، زړه مې درزا پيل کړه، پر ماشه مې ګوته ټينګه کړه، څو مرمې د ټوپک له شپيلۍ ووتې او هغه لکه چينجيو خوړلې ونه ، درب پر ځمکه راوغورځېد.
سهار په ټول ګاونډ کې دا خبره د خلکو پر خولو څرخيده:
- بيګا شپه د ميرجان سپين ږيری پلار چا وژلی.