دخپریدو نیټه : 2013-02-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دحرمينوهندار( دحج يونليک)
قاضي محمد حسن حقيار
يودېرشمه برخه:
ددوشنبې په ورځ دذولحجې په دوهمه له غرمې مخکې حرم ته روان وم ،سيدنصير دعمارې په مخ کې په دوکان کې ناست وو پر مايې غږ کړ،(استاد جان کجاميرى)ماورته وويل چې حرم شريف ته روان يم ،ويې ويل چې ته خوتيار روان يې دلته زموږ څوتنه حاجيان نوي راغلي دي ،عمره يې نه ده کړې،که ته ورسره مرسته وکړې ثواب به دې وشي،ماورته وويل ولې نه ،ورته غږ کړه،زه يې له ځان سره بيايم،هغه هم څلور تنه بادغيسي سپين ږيري له خونو را ووېستل ورته يې وويل چې دا استاد به درسره مرسته وکړي، اوعمره به اداکړئ،دوى احرام هم سم نه ووتړلى ټينګار يې داوو چې حرم شريف ته دتللو او د حرم دزيارت پرمهال يې که له احرام سره پګړۍ تړلې نه وي نو خولۍ خويې بايد هرو مرو پرسر وي،ماورته داحرام په حالت کې دسرپټولو فقهي حکم واوراوه،خو ددوى دليل داوو چې څنګه به دخداى کورته لوڅ سر ورځي،په داسې حال کې چې ددوى په آند په لوڅ سر لمونځ له سره کېږي نه.
په ډېر ټينګار او ستونزومې دوى قانع کړل چې له پګړۍ اخولۍ تېر شي کله چې حرم ته روان شو نو پرلار مې دوى ته وويل چې په حرم کې بيروبار ډېر وي ،حرم ډېر پراخ دى اوڅو دروازې لري بايد ډېر پام وکړي چې له خپل ملګري بېل نشي،پر لاره مې څو څو ځايه ور وښودل چې نښه يې کړي،اوخپله لار اوعماره پيداکړي،زموږ پر لار غټه نښه دابن لادن مسجد وو چې زموږ عمارې ته نږدې او ډېر مشهرو وو،پر دې مې هم پوه کړل چې ستاسو په لاس کې پردې سمې ستاسوپوره شهرت او دعمارې (استوګنځى)ادرس ليکل شوى اوپر غاړه ځوړند کار ت کې مو هم ستاسو او ستاسوداستوګنځي او اړوند ګروپ اوشرکت شته چې که نادرکه شوى نو له خلکو مرسته غوښتلى شئ،حرم ته چې ورسېدو نو عمارې ته تللى سړک مې ورته په نښه کړ زموږ عمارې ته پر تلونکې سرکړ ډېر ې روښانه اوسترې نښې درلودې دحرم له سالون څخه به چې سهيل ختيځ ته وو تلې نو يو سړک ترمنځه وو دپول په پيل کې دابن لادن شرکت څو لوړ پوړيزې ودانۍ پيل کړې وې ددى،ودانيومخ ته دسړک پرسر يوډېره لويه د اعلاناتو لوحه وه چې سارى يې نه ليدل کېده، او ترپايه هماغه پورې علانهم پرې خپرېده ،داڅومتريزه لوحه شپه اوورځ روښآنه وه ،زموږ ډېرو حاجيانوهما نښه کړې وه.
په حرم کې مې هم دروازې ور وښودې ،دحرم لوى ساعت دساعت کوچني برجونه ټول مې ورته وښودل،دبېلېدلوپه صورت کې د بيا يوځاى کېدلو ځاى مې ور وښود،دطوف ضروري مسايل او داچې پر دوى په لومړييو درې شرطو(دورو)کې سعې او رمل ده او اوځله له حرم څخه تا وېږي ټول مې ور وښودل ،څه کم يوولس بجې طوف ته مطاف ته ورښتله شو،ورته مې وويل چې پر يوبل لاسونهکېږدي او زما اوږه هم ونيسي،چې له يوبل څخه بېل نه شو،په مطاف کې د بېلېدو په صورت کې مې با ب العفا ورته وښوده چې له طواف وروسته به دلته رايوځاى کېږو،طواف موپيل کړ،بيروبار ډېر زيات وو زه مخکې اودا څلور واړه سپين ږيري چې نورالدين ،عبدالقدوس،ميراجان اوعبدالله جان نومېدل راپسې وو،يوتن يې زماپر اوږه او نورو يې يودبل په اوږو لاسونه ايښي وو هره شېبه مې ورته وکتل پردوى سعې او رمل لازم وو خو دمنډې امکان بيخي نه وو ځکه چې بيروبار ډېر وو خو ورته مې وويل چې اوږې خو مو پورته پورته اچوۍ خو دېر وخت به داکار هم ترې هېر شو،دوى سپين ږيرو ي هموو او بيروبار هم ډېر وو نوځکه به يو شرط ډېر وخت نيوه ،اوله سړي بۀ رمل هم هېر شو.
کله چې زموږ درې شوطه(دورې)پوره شوې نو عبدالله جان مخ راواړوه، راته يې وويل ځه چې و ر ځو زه نور ستړى شوم نور طوف نه شم کولاى ،ماورته وويل چې طوف خو دادى چې اوه ځله له دې کوټې (بيت الله )تاو شو اوس خو زموږ څلور دورې پاتې دي،نوڅنګه ووځو؟
ده اصرار کاوه چې نه نور بس دى نور مې له لاسه نه کېږي، ماورته وويل چې ستړى يې ځه غاړې ته ووځه اب زم زم وڅښه او دمه دې هم جوړه کړه او بېرته راشه طواف پيل کړهو خو دده همداخبره وه چې نور بس دى،په دېر ټينګار مې چمتوکړ چې طواف پوره کړى .
له طواف وروسته مو زمزم وڅښل اودوه رکعته لمونځ وکړ.
کله چې څوک طواف کوي نو د ډېرې ګرمۍ له کبله يې بدن خولې خولې وي،په بيروبار کې چې معمولاً دحج په ورځوکې ډېر وي په مطاف (دبيت الله غولى چې مقام ابراهيم او حطيم هم پکې دي)کې طوف هغه د چاخبره دمېږي په پښوتلل دي، په يوه طواف کې به دې شل ځله پښه د نورو تر پښ؛و لاندې کېږي او د شل نورو قدم به ستا تر قدم لاندې راځي،نر اوښځې به يو په بل پورې داسې نښتي وي ته به وايي چې دواړه يې له يوبل سره سنجاق کړي دي،ډېرې ښځې او انجونې پکې بې سيرته شي ،که څوک هغه څومره ځان وساتي خوبياهم هرو مروبه له انجونوسره لګېږي کله خوپه ډېل کې يوپر بل ور ولوېږي آن ښځې تر پښولاندې شي له طوف وروسته چې د انسان سخته ګرمي پکې شوي وي اوښه ستړى شوى هم وي نو يخ زمزم هغه هم په مړه خېټه ډېر زيات خوندکوي،مزمزم اوبه ډېرې خوږې او خوندورې دي دومره خوند ماخوبه چې هرڅومره ډېرې وڅښلې نو خېټه مې ورسره نه پړسېدله ډېر وخت به يې دډوډۍ کار هم کاوه،زمزم به مې تنده او لوږه دواړه خړوبول ماته به په حرم شريف کې دابيت راپه زړه شو:
ساقي ټوله ميکده دې ترې قربان شي
پښتنه چې لاس راتاوکړي له منګي نه
مابه ويل چې دونيا ټول شراب او ډول ډول شراب دي د زمزم له يوه ګيلاس نه ځار شي،داددين تر اغېزې لاندې ديني جذباتي دعوه نده ،په رښټيا له زمزم څخه مو ډېر خونداخست،دززم په اړهبۀ په تفصيل سره وروسته بحث وکړو.
له طواف وروسته د ماسپښين د لمانځه وخت شو ،باب الصفا ته موږ دې ځاى پيداکړ او لمونځ ممو په جماعت ااکړ کله چې لهبادغيسي سپين ږيرو سره زموږطواف اولمونځ پاى ته ورسېد نو ورته مې وويل چې ستاسو د صفا اومروه تر منځ سعې وکړئ او زه به درته کېنم ځکه چې پر ما سعې نشته ده ،خوباور مې نه وو چې دنظري تشريفاتو دې دوى پوه کړل شم،نو لازمه مې وگڼله چې يوځل ورسه په عملي توګه د صفا اومروه تر منځ سعې ګڼم، او په عملي توګه يې ښه وپوهوم،صفاته مې وخېژول مخامخ بيت الله ته مې ودرول د عامو وکړه،مروه ته روان شو،دشنو راډونو رمنځ مومنډه وکړه مروې ته مې چې ورسول ورته ومې ويل اوس ستاسو يو ځل پوره شو،په مروه مو هم دعاوکړه بېرته صفاته را روان شو ،دشنو راډونو په منځ کې مومنډه وکړه کله چې صفاته ورسېدو نورورته مې وويل چې ستسودوه ځله يا دوه شوطه پوره شول، اوس درته پنځه نور پاتې دي تاسې خپله سعې وکړئ اوزه به درته لته کېنم، زه دصفا بېخ کې په مسعې (دسعې په ځاى )کې په مرمرين ديوال کېناستم او دوى خپله سعې پيل کړه،دوه درې ځله مې يويو وليدل،چې سعې يې کوله خو نور رانه ورک شول، ټول سعې کوونکى زماله نظره تېرېدل ځکه چې لاره کې يې ناست وم زه هملته منتظر يم چې اوس به راځي اوس به راځي خو درک يې ونه لګېد، وارخطاشوم،ماويل لکه چې لاره يې ورکه کړهوزهلته له څو ښځو سره برابر شوم چې ښه بندآر مو وکړ وروسته ددې بندډار تفصيل ته ورځو