دخپریدو نیټه : 2013-02-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دحرمينوهنداره (دري دېرشمه برخه)
قاضي محمد حسن حقيار
دحج يونليک
چهارشنبه يا دذولحجې په ٤مه مې مشر شيرزمان ته ټېليفونوکړ ويې ويل چې دحرم په دوهم پوړ کې طواف کوي زه هم ورغللم ځاى مو نښه کړ،له موندلو وروسته زه هم ورسره په طوافکې ملګرى شوم، دهغه دوهم دور و له طواف وروسته د باب الصفا په برابر يې په دوهم پړاو کې کېناستو شېرزمان ،تکړه،ويښ او داسلامي نړۍ په درد دردمند،مجاهدمسلمان دى، سلفى ندى، خو سشعوري موحد دى ،هغه ملايان چې په ختمونو،خيراتونو،جنازو،دم او تعويذ متکي وي غندي ، او د خوړين نوم ورکوي، له طواف وروسته مو د اسلامي نړۍ پر ستونزو بحث پيل کړ، په همدې کې وو چې درې انجونې مو څنګ ته راغللې يوه پکې غنمرنګه چاغه (څوربه)مسته او ښکلې پېغله وه، زموږ څنګ ته ودرېده په خپل بلک بيري موبايل يې دبيت الله عکسونه واخستل کله چې زموږ ترڅنګ کېناستلې نو زما ژورنالستيک حس راوپارېد لومړى مې په سلام او ستړي مشي په خبرو راوستلې دې پېغلې خپل مبآيل راوويست اخستي عکسونه يې کتل ،اړول او را اړول، دموبايل مينوته ورغلله دومره ګړندى کار يې کاوه چې تابه ويل دامبايل همدې جوړ کړى دى همدلته يې دعکسونو په ايډيټ پيل وکړ،ماترې هيله وکړه چې زما په کيمره زما او د شېرزمان عکسونه واخله، اوکعبه پکې رڼه راولي ،دستي راپاڅېده،کيمره يې واسخته دعکس ورغلله انځوري (wev)ښه برابر کړ،بيايې له هر اړخه له کعبې سره زموږ څو عکسونه واخستل،ماورته وويل چې په خپل فون کې خپل اخستي عکسونه را وښيي سمدستي يې ټول راواړول راواړول تر مې دځان راپېژندلو هيله وکړه،ويل يې چې نهال نومېږي او دسوډان دعبه ښار اوسېدونکې ده،يوه ملګرې يې نفيسه نومېده،هغه هم دهمدې وطنداره وه، دجغرافيې او رواني وضعې په اړه دومره معلومات ورکړل چې دېر افغان لوستوال يې هم د افغانستان په اړه نلري، ما نهال ته وويل چې راشه زما په کيمره ته او نفيسه له ماسره ګډ عکسونه واخلۍ ،ويې خندل ويل يې چې عکسونه خوبه واخلو خو زما په مبايل نهال ډېره خوږه او صميمي پېغله وه، ډېرې خبرې مو وکړې تر مازيګره ناست وو، هغوى لاوت وکړ ماله ځان سره دفقهې کتاب وړى وو هغه مې ولوست، له لمانځه وروسته مو هم زړه نه کېده چې له يو بل نه بېل شو.
دلته مو له يونايجريايي سره هم بنډار وکړ په ګده ماته انګليسي مې ورسره دنايجريا اوافغانستان په حالاتوخبرې وکړې،د تامبر په نوم يو مترع مصرى هم را سره کيناست، هغه همدلته اقامه درلوده خو ويل يې چې هېوادوالويې دحکومت ته له ٤٠تر٥٠زره جنيه چې ٤_٥زره ډالر کېږي ورکړي او حج ته راغلى دى ده داپسې ډېرې زياتې بللي ،دولي په نوم دده بل مصرى ملګرى هم زموږ سره کېناست پر ايمن الظواهلري ډېر وغږېدو ماورته وويل چې زه هم د القاعده وو دهېواد يم حسنى مبآرک مو ښهوټکاوه، دوى ويل چې که دامريکا وېره نه وي نو ډېر هېواونه به په افغانستا ن کې جهاد رسمي تائيد کړي.
دهندوستان دراجستان ايالت يوتن نوى ځوان اوسېدونکى هم له خپلې مور سره راغلى وو هغه ويل چې دحج داخله يې د هرتن په سر ١٢٦٠٠٠هندۍ کلدارې کړې ده،ډوډۍ يې هم پرحکومت ده او دوه زره بېرته هم ورکوي،دانرخ دمصريانو له نرخ ډېر ښکته اودافغانانوله نرخ هم ښکته دى،خودمصر يانوعمارې حرم ته دومره نږډې وې چې نور ترې حرم ته نږدې بل څوک نه وو،ځينې يې دارالتوحيدکانټينټل سره نږدې دې په لوکسو هوټلونوکې اوسېدل.
موږ هم حرم ته نږډې وو خو بياهم کله به چې راباندې ناوخته شوه نو چې له دوه ريالو به تېر شو په جماعت لمونځ مو نيولى شو.
موږته ويل شوي وو چې اب زمزم بيروبا ډېروي او بوشکې ډکول وخت او زحمت غواړي سره لدې چې څه کم يوه مياشت وخت نور په مکه معظمه کې درلود خو نه پوهېږم ولې رابآندې دوارخطيۍ پيريان کېناستل د جمعې په ورځ د ذولقدې په شپږمه دشپې درې نيمي بجې زه ډګروال سميع او برات چې اصلاً ترکاڼ او دکابل دميرويس ميدان اوسيدونکى وو حرم ته روان شو، دزمزم لپاره مو يوه ورځ وړاندې بوشکې اخستې وې،په بوشکه لس ليتره ليکلي وو خو يولس نيم ليتره اوبه يې اخستلې ،دابوشکې په عادي وخت کې په درې رياله وې خو اوس په لس رياله پلورل کېدلې.
ماله پلورونکي سره ټوکه وکړه هغه دابراهيم عابد ټوکه مې په عربي ورته وکړه چې وايي چهل ستون ته روان وم او ټکسي رانه څلور سوه افغانۍ وغوښتې ماورته وويل :اوه اوه يوستون په لس روپۍ؟ماهم ورته وويل او ه اوه ليتر په يو ريال،با لاخره په اته رياله مو وپېرلي، داب زمزم اصلي ځاى مو په پوښتنه پيداکړ،موږ ويل ډېر بيروبا به وي خو د شيطان غوږونه کاڼه (هلته هسې هم کاڼه وي) بيروبار نه وو، د زمزم پايپ مو په بوشکه کې کېښود به څو ثانيوکې بوشکه ډکه شوه،دزمزم اصلي چينه چې اوس ډېر لويې او ژورې ساګانې په کې جوړې شوي دي ،همدلته ده،دلته له څو اوږدو نلونو څخه لسګونه پايپونه بېل شوي چې په اسانۍ سره ترې بوشکې ډکېږي،خو دبيربارپه وخت کې بياهم دلته دبوشکوډکول سخت وي،او انتظار غواړي ،دزمزم څاګانې د رسول الله ص د زېږېدوځاى او دابوجهل کور خو په خوا پراته دي،بوشکې مو واخستې را روان شو د طواف وخت نه وو،بوشکې مو له ځان سره مطاف ته وړلې هم نه شوى ،دحرم په صالون کې دباب الصفا خواته کېناستو،ما تهجد پيل ړل،زه په لمانځه وم چې يوې ښحې له سميع اوبرات څخه زمزم وغوښتل ،خوهغوى ورنکړل،هغې ښځې بيا ورته زارۍ وکړې ويل يې تږې يم،خودې ظالمانو بياهم ورنکړې،زماپام دوى ته واوښټ دلمانځه حضورمې هم خراب شو ډېر خفه شوم،له لمانځه وروسته مې ورته وويل چې ظالمانو يوګيلاس اوبه به مو ورکړې وې،يوګيلاس زمزم خوهرچېرته په حرم کې پيداکېږئ بېرته به مو ډکې کړې واى،درته موپه لمانځه څنګ ته دسيده زينب دکاروان اړونديوه ښکلې لبنانۍ په لمانځه ودرېده،ماويل شيعه به وي خوپه لمانځه کې يې رفع اليدن کاوه.
له لمانځه چې فارغ شو له حرم څخه وتلو چې په يو څلور ټايره بايسيکل کې مويوناسته ښځه وليده څوتنه ترې راتاو وو يو تنکي ځواب په تونده لهجه ورسره غږېده اوپټکې يې پرې کولى،لامل مو وپوښت ،دې ځوان راته وويل چې د درې سوله ريالو په بدل کې يې دې ښځې ته طوف ورکړى اوس چې داجورې ورکولو وخت شونو ددې ښځې زوى ځان نادرکه کړ، داچې ددېښځې زوى به رښټياه م ځان پټ کړى وو اوکنه څنګه اوموضوع نه څه وه الله ج خبر دى،موږهم داجرئت ونکړچې درې سوه رياله ورکړو،اولانجه حل کړو هلک ته مې نصيحت وکړ او روان شوخوپه زړه کې مې وويل چې توبه توپه په حرم کې هم د مزدور مزدوري سمه نه ورکول کېږي