دخپریدو نیټه : 2013-04-24 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د لرګی کاسه
نثار احمد صمد
سرچینه : د پند او عبرت قصې ، لومړی ټوک
یو کمزوره او بوډا مجبوراً د خپل زوی کور ته ولاړ تر څو د زوی، مږور او څلورو لمسیانو سره واوسېږي. د ده لاسونه رېږدېدل، سترګو یې سم نه لیدل، ګامونه یې سم نه سوای اخیستلای او په غوږو هم دروند وو. ټولو ډوډۍ یو ځای خوړله. نو کله چي به خواړه پر دسترخوان کښېښوول سول بوډا به کله اوبه چپه کړې، کله به یې د غاب څخه خواړه توی سول، او کله به یې د کوم بل شي څخه لاس وموښت او هغه به یې چپه کړ.
زوی او مږور به یې په تریو تندي ورته وکتل او بڼهاری به یې وو. خو بوډا نه هغوی سم لیدلای سول او نه یې هم د هغوی پُسهاری اورېدی. څو چي یوه ورځ دواړه بې حوصله سول او کله چي یې د اوبو ګیلاس چپه کړ او ټوله ساحه یې لنده کړه نو دواړو په لوړ ږغ او ډېر منت سره قهر پر وکړ، چي سمه ډوډۍ خوره، هره ورځ ټوله مځکه ولړې او هر شی ګډوډ کوې.
بوډا بیچاره خپل کوښښ کاوه خو زوړوالي او کمزورۍ مرسته نه ورسره کوله او هره ورځ به یو شی ورڅخه چپه کېدی یا به ماتېدی. څو چي هغوی هم بالاخره د ده لپاره بل دسترخوان تهیه کړ او د لرګو په کاسه کي به یې خواړه ورکول تر څو هغه د نورو شیانو سره د ټکر له امله ماته نه سی ...
د بوډا به سترګي د اوښکو څخه ډکي وې او خواړه هیڅ نه ورپوري کېدل او حیران به وو، چي څه وکړي او پر کومه خوا ولاړ سي.
خو د دوی یو څلور کلن زوی به هره ورځ دا صحنې په دقت او معصومیت سره کتلې. یوه ورځ دغه کوچنی په خونه کي لګیا وو، زیاتي کوچنۍ تختې یې ورته ایښي وې او کوښښ یې کاوه چي دغه ټوټې په سریښو سره ومښلوي. دا مهال یې پلار راغی او په ډېره مهربانۍ او خوږه لهجه یې ورڅخه وپوښتل چي ګرانه زویه! دا څه کوې؟
زوی یې هم په هماغسي پسته لهجه او مظلومانه انداز سره ورته وویل چي ستا او د مور لپاره د خوړو لرګیني کاسې جوړوم. پلار یې په تعجب سره پوښتنه ځني وکړه چي څنګه د خوړو کاسې؟ ماشوم ورته وویل چي کله زه غټ سم، نو په دغو کاسو کي به تاسي ته ډوډۍ درکوم. هلک وخندل او په عادي توګه یې خپل کار ته دوام ورکړ، مګر پلار او مور چي یې دا طبیعي ځواب واورېد نو سترګي یې له اوښکو ډکي او زړونه یې د موم غوندي نرم او سرونه یې یو دم خلاص سول او د غرور د آسمان څخه خاوریني مځکي ته راکښته سول. زوی یې په غېږ کي ونیوی او داسي یې انځور کړه لکه هغه چي اوس غټ سو او دوی بوډاګان سول او هلک کټ مټ هغسي رویه ورسره کوي لکه دوی چي یې د ده د نیکه سره کوي.
د بوډا زوی او مږور ورغلل بوډا یې په غیږ کي ونیو او توبه یې وکړه او بوډا ورته وویل چي لطفاً د قرآن د اسراء سورت درویشتم او څلیرویشتم نمبر آیتونه ولولئ چي هلته د والدینو حقوق خدای څنګه درباندي فرض کړي دي. نو هغه وو، چي ټولو بیرته یو ځایي او په ډېره مینه او الفت سره خواړه پر یو دسترخوان باندي شروع کړل او که به هر شی چپه سو، یا به مات سو، هیڅ مشکل به نه وو بلکی په خوښۍ سره به یې صاف کړ او پر کور هم صمیمیت او برکت نازل سو.
مأخذ : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ؛ لومړی ټوک ؛ ۲۰۱۰ کال ؛ ۱۷۳ ـ۷۴ مخونه )