دخپریدو نیټه : 2013-04-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دیوې سوډانۍ مېرمنې الحیاءدسوالونو په ځواب کي(۳)
۴:په بایبل کي بی معنا، غیرمعقولی،دعقله لیری اوپوچی خبری بی شماره دي.
دبیلګې په ډول سره:
خراوبهاڼ ئې راوستل هغوی خپلی قباګانی پرواچولی اوعیسی پری سپورشو.(متی ۲۱: ۵)
اوس که یوڅوک ورته وګوری نودابه ورته جوته شی چی څنګه امکان لری چی یوسړی دی پردووحیواناتو باندی سپورشو، داله عقله څخه لیری خبره ده.
اوپه هغه ورځ خدای دخریلوپه ماشین چی دفرات دسنددهغه خواڅخه ئې په کرا یه راوړی ؤداسُوردپاچا دسراوپښوویښتیان ئې وخریل اوحتی ژره ئې هم ورکوچنی کړل. (یسعیا۷: ۲۰)
اوس تاسی دڅه وخت لپاره پکښی فکروکي، لومړی خدای داسی کمزوری دی چی دسرتراشۍ ماشین ئې دسینددبلی غاړی څخه په کرایه راوړ، اوبیایی دپاچاسراوپښې وروخریلې اوژره ئې هم ورکوچنی کړل یعنی که په لنډوکي داسره راټول کړونوبایبل دخدای څخه سرتراش جوړکړاوهغه هم کمزوری چی هرڅه نلری اوپه کرایه یی راوړی په دې ایاتونوکی حضرت عیسی علیه السلام نه ښئ بلکې لوی لایزال واحداولاشریک خدای جل جلاله ښئ. (نعوذبالله من ذالک)
دده دخدای دسږموڅخه دودراووتی اودخولې څخه اورچی دډبروسکاره ورباندی بلیدل (۲ سموئیل ۲۲: ۹)
اوس که ودې ته ځیرشونودخدای پاک څخه ئې څه شی جوړکړیدی، نعوذ باالله من ذالک، څومری پوچه، مالایعنی اوبې هوده خبره ده.
اوهغه (شمشون) دخره دزامې تازه هډوکي پیداکي اوپخپل لاس کي ئې واخیستی اوزرکسان ئې په وواهل اوشمشون وویل چی مادخره په دزامی په هډوکي سره ۱۰۰۰ کسان فناه کړل .(قضات، ۱۵: ۱۵)
نواوس به قضاوت کووچی یوسړی راولاړیږی اودخره دزامی په هډوکي سره زرکسان وهی اوټوله وژنی داڅنګه عقل منی؟؟؟ که دازرکسان یواځی پرده باندی ناړی توکړی نودی به له منځه ولاړشی خودازرکسان وده ته ولاړوه اوده ټول په هډوکي وواهل اوده مړه کړل، څومره بی اساسه اوپوچه خبره؟؟!!
سمسون (شمشون) ۳۰۰ ګیدړی ونیولی، اوشمعې ئې راوړلی اوددوی لکۍ ئې سره وتړلی اوددولکيو په منځ کي ئې یوه شمعه ورکښیښودل اودوی ئې دفلسطینوپه کښتونوکي خوشی کړی اودفلسطینیانو کښت کروندی باغونه اودزیتون وني ئې ټوله وروسوځلې. (قضاة ۱۵: ۴- ۵)
اوس که یوڅوک دعقل په سترګوورته وګورئ نوپریکړه به عقل وکړی، چی یوځل ۳۰۰ کيدړی پیداکول، اودټولولکيانی سره تړل اوبیاشمعه پکښی ایښودل داڅنګه امکان لری؟؟؟
داخوئې یوڅوبیلګې وی اوهمداسی په زرهاووپوچی، بیهوده اوبې ثمره ویناوي ډیري پکښې شته.
۵: بایبل ستاسوپه آند(۴۰) لیکوالانولیکلی دی.نوځکه دخدای کتاب نه دی.
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر
نوربیا