مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-05-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ دپیغمبررسول الله غوره خبري

محمدسرور وکیلي

هرشی وخپل اصل ته ورګرځي .
هیڅ یومسلمان تربل مسلمان ښه والی نه لري،خوښه والی په تقواکي دی .
کاسب دالله ()دوست دی .
دهرمسلک لپاره  ()یوانسان پیداکړی .
هرچاتې الله (ج) پرخپل نیت ور رسوي .
په عصبانیت کي، که ولاړ وې کښېنه اوکه ناست وې ولاړسه .
په کارکي بېړه مه کوه،بېړه دشیطان کار دی .
د رنځور پوښتنه کوه .
د مسلمان ورور ستونزه ورخلاسه که، چي  ()ستامشکل درحل کي . صحیح البخاري ۱۱۱۵
دظالم مسلمان سره مرسته هغه ده، چي دی له ظلمه را وګرځه وې . صحیح البخاري ۱۱۱۶
هرچاچي په ظلم او زور دمسلمان ځمکه اخستې وه، اووه واره هغومري ځمکه به د قیامت په ورځ د ده په غاړه وي او دابه له ځانه سره دې خواهاخواګرځه وي . صحیح البخاري ۱۱۱۹
 غوره پال هغه دی، چي څوک له چانه ښه خبره و اوري . صحیح البخاري ۱۹۷۸
هرڅوک چي یونیالګی کښېنوي او هغه مېوه وکي اوله هغې مېوې څخه که انسان یاژوی ئې وخوري دا دهغه سړي خیرات دی . صحیح البخاري ۲۰۱۹
 هرڅوک چي پرخلکوحکومت کوي اودهغو کارسم نه کوي دجنت بوی به پیدانه کي . . صحیح البخاري ۲۲۰۱
 څوک چي صلهء رحم نه کوي، جنت ته به ورننه نوزي . صحیح البخاري ۲۰۰۹
رسول  وایي صلهء رحم په اصل کي د« رحمن » نوم دی .   وایي « څوک چي صلهء رحم کوي، زه رحمت پر کوم . څوک چي صلهء رحم نه کوي زمادرحمت څخه به لیري وي . . صحیح البخاري ۲۰۱۰
 رسول  وایي : « پهلوان هغه نه دی، چي څوک راوڅملوي، اتل هغه دی، چي دعصبانیت پرمهال خپل پر اعصابوځواکمن وو . صحیح البخاري ۲۰۴۰

 

اخځونه :
صحیح البخاري : دډاکټر عبدالرحیم فیروز هِروي دپاړسي«دري» ژباړنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery