مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-06-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اودس په اسلام اوساینس کي(۷)

 

اودس اوروغتیا
(Ablution and Health)
وانسان ته دڅولاروڅخه جراثیم راځی دهواله لاري، دځمکې له لاري، دخوړوله لاري اودهغوشیانو له لاری چې استعمالوي ئې،دانسان بدن داسی جوړدی چې دپوستکي له لاری جراثیم ورته نه داخلیږی، خواغیزي ورباندي کوي ، هغه زخمي کوی اوکه اودس وشي نوبیاهرانسان له جراثیموڅخه ساتل کيږی؛ که پرمخ، لاسونواویاپښوباندی کوم زخم وي نوجراثیم کوښښ کوي چې ځان ورورسوي اوکه ۱۵ ځله په اوبوباندی پریمنځل شي نوبیاداجراثیم هیڅ هم نشی کولای.
په اوداسه کي دوه نوراندامونه لکه پزه اوخوله دي، چې وخولې اوپزي ته دهواله لاری جراثیم راځي، خوپه اوداسه سره داټول جراثیم له منځه ځي دسترګوجراثیم هم دپریمنځلوسره یوځای ختمیږی.
داوداسه نوري ساینسي ګټی
 هغه ناروغیانې چې دپوستکي دچټلۍ له کبله رامنځته کيږي اودس دهغوټولولپاره پوره درملنه ده، غوماشه، مچان اونور... چې په چټلۍ باندی ګرځي اوپرچټل پوستکي باندی کښیني اومینه ورسره لري مختلفي ناروغۍ ورڅخه منځته راځي لکه تبه، ملاریا، خارښت اوداسی نور... که اودس وشي نوپوستکي پاک شي بیاغوماشه مچان اونور... نه ورباندی کښیني اواودس انسان له دې ټولوناخوالوڅخه ژغوري.
اودس دسرطان د رملنه ده
 په اوداسه کي ډیرې طبي معجزې نغښتې دي، کمال عبدالمنعم محمدخلیلی لیکي:
اودس دانسان پوستکي نرم کوي، چې پربدن باندی دلمرشعاوي بیاڅه اغیزې نه کوي اوبله ګټه ئې داده چې ډیرکيمیاوي موادنه پریږدی چې ودانسان وبدن ته داخل شي اوسرایت وکړي له همدې کبله دسرطان په شان دیوې مهلکې ناروغۍ څخه انسان اودس ژغوري.
په لویدیځ کي دپوستکي سرطان ډیرزیات اومخ په وده کي دی چې دادلمردشعاوڅخه ومنځته راځي اوبرعکس داپه اسلامي نړۍ کي ډیرلږدی، داځکه چې دوی اودسونه کوي اوداوداسه له کبله پوستکي نرمیږی ، بیادلمرشعاوی ورباندی تاثیرنه کوی اودسرطانه مخه نیول کيږي.
وبل لورته هره ورځ په ورځني ژوندکي دانسان پرپوستکي باندی ګرځ، دوړې اوغبارلویږی، چې دانسان دپوستکي واړه سوري (مسامات) بندوي اوددې سوریوخلاصول اړین دي اوداوداسه له کبله داټول مشکلات حل کيږی؛ اوس اودی نه یواځی دظاهري پاکوالی نوم دی بلکې باطني پاکوالی هم راولي، اودس په مجموع کي ددماغ اوډیرونورناروغیولپاره پوره درملنه ده لکه:
۱ – (Depression) ژورخفګان.
۲ – (Eczema) دپوستکي دمخ التهاب.
۳ – (Diseases of Skin) دپوستکي ناروغیانې.
۴ – (Diseases of Fungus) دچناسوناروغیانې.
۵ – (Psychological Disease) رواني ناروغیانې.
دیوه امریکایی څېړنیزمرکزڅېړنه پراوداسه باندي
 په دې څېړنوکي راغلی دي چې که دخوب څخه مخکي خوله، لاسونه اوسرپریمنځل شي اوبیایوڅوک بیده شي نودحساسیت (Allergy) څخه به خلاص شي اودتنفسي مشکلاتوڅخه به وساتل شي، چې داپردې باندی دلالت کوي چې داسلام یوعمل پرځای کول هم په دې نړۍ کي اوهم په آخرت کي څومری ګټي لري.
نوربیا...

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور
 عبدالغفارجُبیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery