دخپریدو نیټه : 2013-06-21 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
اودس په اسلام اوساینس کي(۸)
اودس اودوینې فشار
(Ablution and blood pressure)
نوي ساینسي څېړنې وایی چې کله چې دیوچادوینې فشارلوړشي، نوژردی اودس وکړی چې اودس دافشارډیرژرکښته کوي، چې داپه ساینس کي یوکوټلی اومنلی حقیقت دي.
اودس درواني ناروغیودرملنه ده
اودس درواني ناروغیولپاره یوه مجربه نسخه ده،اروپایی اوامریکایی ډاکتران وهغوناروغانوته چې په رواني ناروغیواخته دي په ورځ کي دڅوڅوځلواودس کولوامراوتوصیه کوي.
اودس دسترګودرملنه ده
علامه عبدالرحمن صفوری لیکي:
نبی کریم صلی الله علیه وسلم دسترګودهرډول تکلیف لپاره یخي اوبه فرمایلي.
انجینرنقشبندي لیکي:
کله چې به حضرت محمدصلی الله علیه وسلم سهاربه راپورته شونواودس به ئې وکړ؛ اوسنی ساینس پوهان وایی کله سترګې چوخڼي وکړی، هغه نښلی اوایاوسترګوته نورتکلیف پیښ شي، نوپکارداده چې هرسهارپه اوبوپریمنځل شي، په کومه اندازه سره چې اودس دبدن دنوروغړولپاره درملنه ده په هم هغه اندزه سره وسترګوته هم پوره علاج دي.
اوبه اودبدن نجاست
دانسان څخه دمختلفولاروڅخه نجاست وځي، کله دانسان پښه، لاس اویادبدن بل غړی ولړل شی، چې په ددې ټولولپاره پوره پاکوالی دي،اوپه ګرمۍ کي دانسان دبدن دمساماتوڅخه خوله راوځی چې دبدبویی سبب ګرځی، چې اوبه ئې ښه درملنه ده.
اودس اعصاب اراموي
په ورځ کي ۱۵ ځلی لاسونه ترڅنګلو، پښې تربجلکو، ټوله مخ اودسرمسح اودمغزي مسح داټول ترسره کيږی، دانسان په بدن کي رګونه شتونه لری چې لومړی دارګونه ۱۵ ځلی په اوبولندیږی،اوبیاپه ټوله بدن کي عصبي رشتې شتون لري، چې داهم ۱۵ ځلي لندیږی اوددې په لندیدوسره ومکمل اعصابي نظام ته پوره سکون اوآرام ورکوي.
داوداسه اوبه بایدددوهم ځل لپاره استعمال نشي
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی:
داوداسه په اوبوباندی ګناوي رژول کيږی، دااوبه چټلی دي، اوددوهم ځل لپاره ئې مه استعمالوي.
اوس ساینس داثابته کړی ده چې په اوداسه کي داښکاره ځایونه لکه مخ، پښې اولاسونه پریمنځل کيږی، نوپه دې اوبوکي نه لیدونکي جراثیم شتون لري، نوکه دااوبه ددوهم ځل لپاره استعمال شي کيدای شي دپوستکي دسرطان سبب وګرځي.
پای
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر
2013، 25، می، شنبه
لمنلیکونه:
۱: نزهة المجالس ۲ ټوک
۲: کنزالعمال ، لیکوال: علامه علاء الدین علی متقی بن حسام الدین هندي برهان پوری متوفی ۹۷۵ هق.
۳: الترغیب والترهیب لیکوال: حافظ زکي الدین عبدالعظیم بن عبدالقوي المنذری المتوفی ۶۵۶ هق.
۴: صحیح بخاری
۵: حجة الله البالغه، لومړی ټوک، پاڼه ۳۸۱، لیکوال حضرت شاولی الله دهلوی رحمة الله علیه.
۶: الرسالة الحمیده اردوترجمه، ۱۰۵- ۱۱۰، لیکوال: دطرابلس نومورعالم محقق علامه حسین آفندی،
ژباړن: مولاناسیداسحاق علی صاحب مدرسه جامع العلوم کانپور
زیرنګرانی حکيم الامت حضرت مولانااشرف علی تهانوی صاحب
۷: حکمة التشریع وفلسفة، لومړی برخه، حکمة الوضوء وطهارة الاعضاء الخاصة، ۹۶- ۱۰۱
لیکوال: لحضرة صاحب الفضیلة الاستاذ الشیخ علی احمدالجرجاوي، احدعلماء الازهرشریف ورئس جمعیة الازهر العلمیه والمحامی امام محکمة النقض، ۱۹۶۱ میلادی.
۸: انسان اسلام اورساینس
۹: اسلام اورساینس
۱۰: عبادت نبوی اورساینس
۱۱: سنت نبوی اورساینس
۱۲: قرآن کی ساینسی انکشافات
۱۳: احادیث نبوی اورساینس
۱۴: بهیج طبي سیند، لیکوال: دوکتورعبدالحمیدبهیج، ۲۰۰۶
15: Islam and Medical Science /ablution
16: Medical Dictionary
17: Dorland*s Illustrated Medical Dictionary 32 International Edition< USA
18: The Secret of Worship in Islam
19: Worship and Modern Science