دخپریدو نیټه : 2013-07-14 مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ
د روژې پنځمه تحفه
نثار احمد صمد
سرچینه : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، دوهم چاپ ، ناچاپه )
عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » په همدې هیله د مبارکی روژې پنځمه ډالۍ قبوله کړئ ( ن . صمد )
د رحمان او شیطان اراده
ځيني مشایخ وايي چی الله (ج) دنیا په پنځو شیانو سره ښایسته کړې ده :
لومړی ـ د عالمانو په علم .
دوهم ـ د پاچهانو په عدل .
درېیم ـ د عابدانو په عبادت .
څلورم ـ د تاجرانو په امانت .
پنځم ـ د دروېشانو په توکل .
مګر ابلیس علیه لعنه د دغو پنځو شیانو په عوض کي پنځه نور خویونه کښېښوول :
لومړی ـ د علم پر ځای یې د عالمانو په زړونو کي حسد کښېښاوه .
دوهم ـ د عدل پر ځای یې د پاچهانو په زړونو کي ظلم کښېښاوه .
درېیم ـ د عبادت پر ځای یې د عابدانو په زړونو کي ریا کښېښوول .
څلورم ـ د امانت پر ځای یې د تاجرانو په زړونو کی خیانت کښېښاوه .
پنځم ـ د توکل پر ځای یې د دروېشانو په زړونو کي حِرص کښېښاوه .
هو ، یو عالم ویلی دي چی په بدن کي داسي رګونه دي لکه په مځکه کي چي دری سوه شپيته چينې بهيږي . ددې ټولو غړو اړيکي دزړه سره دي ، اوزړه دعقل سره تړلی دی . څرګنده سوه چي پوهه اوعقل هغه شئ دی چي دانسان په بدن کي ډير موثر کردار اداکوي ، که څه هم عقل الله تعالی پيداکړی دی ، خو څارنه يې ډيره اړينه ده . نو که څوک ګناه کوی مګر د الله رحمت او عفو هم ورسره غواړی ، معنی دا چی دغسی شخص د شیطان دوست او د الله دښمن دی .
هغه ګناه چی جنت ته دې بیایی
آیا پوهیږې چی یوه داسي گناه سته چی تا جنت ته داخلوي او يوه داسي نېکي سته چی تا دوږخ ته بیایی ؟
گناه داده چي څوک گناه وکړي او هغه گناه يې په ياد وي ، د هغې له کبله په ده کي عاجزي او پښېماني راسي ، الله ته متوجه سي او توبه وباسي . نو الله پاک په پايله کي ورڅخه راضي سي او باالاخره يې جنت ته داخل کړي .
په دې ډول یې يوه گناه جنت ته د داخلېدلو سبب سوه .
دوږخ ته داخلوونکې نېکي داده : کله چی څوک يو ښه کار وکړي ، تل يې ياد ساتي چي ماخو په فلاني وخت کی داسي ښه کار وکړ او په دې ډول ځان ښکاره کوی ( ریا کوی ) . د دې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي او غرور راځي ، ځان لوی سړی ورته معلوم سي او نورو ته په سپکه گوري یا یې خوار ګڼی ، داسی انګېري چي نورخلک په گناهونو کي لگيا دي خو زه دا دی داسي او هغسی عبادتونه کوم ، خیراتونه کوم ، دا او هغه کوم.... په دې سره الله جل جلاله ناراض کړي ، په پايله کي يې دغه عبادت جهنم ته ورسوي .
نو دا دی په ظاهره یې عبادت وکړ، خو دعبادت له کبله جهنم ته ورسېد .
هو ، د ریا څخه لوی الله ډیر بد وړی . فضیل بن عیاض (رح) فرمایلی دي چی د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه او ریا کوله . نو الله تعالی دی ټول مسلمانان منجمله افغانان د دغه خطرناکې ناروغۍ څخه روغ او خلاص کړی .