دخپریدو نیټه : 2013-12-19 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د غریبی ښاپیرۍ قیصه
روغوال
مینه په بی علمه خلکو کښی اور دی
زمونږ په کلی کښی دوه کورنیو ژوند کولو- چی یوه کورنۍ په قام دورانی او دغه بله کورنۍ په قام تیلیان وه - دواړو کورنیو په کلونو کلونو سره په یو کلی په اتفاق او مینی ژوند کړی وه ۰د دورانیو په قبیله کښی یو هلک چی زیاراحمد نومیده - او د تیلایانو په قبیله کښی یوه جلۍ چی ښا پیرۍ نومیده– زیاراحمد په ښاپیرۍ باندی مین شو – څرنګه چی ښاپیرۍ د زیاراحمد د کلی په یو کور کښی همسایه اوسید له – اود بلی خوا کلیوالی ساده ژوند وه – هلکانو او جنکیو به سره یو ځای غوایان پسونه او رمي څرولی – په کرار کرار سره زیاراحمد د ښاپیرۍ زړه په لاس راوړلو– څرنګه چی د زیاراحمد کورنۍ په قام دورانی زمیندار ه بیسواده دهقانان وه– خپل ځانونه یی د تیلیانو څخه ډیراوچت ګڼل– تیلیان چی ډیرعریبانان مګرښه دینداره خلک
وه- د زیاراحمد او ښاپیرۍ مینه ورځ تر د بلی زیاتیده – یوځای به د واړو سره مالونه او پسونه پوول – یوه ورځ د واړو یو د بل سره ټوکی او ټکالی کولی – چی اخر ښا پیرۍ د زیاراحمد د مزاکواو ټوکو څخه ډیره تنګه شوه- او په خندا سره یی زیاراحمد ته وویل – چی نن ورځ ستا دلاسه ستا مشر ورور ته شکایت کوم- او تا پری ښه غرابوم – په همدی وخت کښی تصادفًا د زیاراخمد مشر ورور ګل محمد راغللو- او د مزاقی په ډول ښاپیرۍ ګل محمد ته وویل- چی ستا ورورزیاراحمد نن ورځ زه ډ یره په تکلیف کښی کړی یم – او ما زوروی– ګل محمد چی مطلق بی سواده او بی اد بی دی معاف وی- د خره څخه څو ورځی مشر وه – سمد ستی خپل ورور زیاراحمد یی
اسمان ته پورته کړلو- اوپه ځمکه یی را نسکوره کړو– او په ګیډه ورته کښیناستلو – او لکه د وږی زمری پشان یی په یوه دقیقه کښی د لاده باده وویستلو– ښاپیرۍ چی خپل مین زیاراحمد په بد حال کښی ولید لو– سمد ستی خپل د مالونو د څرولو ډانګ چی پسوونو ته به یی پری پاڼی څنډلی لاس کړو– او د ګل محمد اوږو ته یی ونیولو – اوخپل زړه یی د ګل محمد په وهلو سره ښه تش کړو- ګل محمد چی خپل ورور خوشی کړو - او ښاپیرۍ ته یی مخ کړو- چی اول دی را باندی خپل ورور وواهه – او اوس ته د هغی ننګه کوی– ښاپیرۍ ګل محمد ته وویل- چی ما د خپل مین سره ټوکی او مزاقی کولی– او ته ددی د وهلو او ټکولو لپاره د ومره وږی اوتږی وی– لکه څوک چی د خپل پلاردسرد دښمن وینو ته تږی وی– چی بی چاره زیاراحمد دی
دومره وواهه– چی د اخ او پخ څخه دی وویستلو – چی خوراکی دی بی هوشه کړو- نا پوهه ګل محمد د دی واقعی څخه خپل پلارچی خان محمد نومیده خبر کړو – د هلک پلار چی مطلق بی سواده زورور او تیز سړی وه- په قهراوغوسی سره د ښاپیرۍ د پلار کورته ورغلو- او په بی چاره او غریب تیلی باندی خپل قهر سوړ کړو -– بی چاره تیلی ته چی په دی کلی همسایه وه – د کلی د پریښود لو امر وکړو– چی بیدون د چون او چرا څخه به سبا ته دا کلی او کور پریږدی- ښاپیرۍ اود ښاپیرۍ پلارچی هر څومره خان محمد ته وویل ۰چی مونږ دواړه د یوادم علیه السلام اولاده مسلمانان اویو رنګه انسانان یو – خیر دی که ته زمیندار او زه عریب او ستا په کلی کښی همسایه یم ۰پر ما رحم وکړه ۰ اوما ددی کلی څخه مه شاړه۰او داسی ډیرغذ رونه یی ورته وکړل– خو خان محمد د هغوی فریاد و نه وانه اوریدل– او په بیچاره
ښاپیرۍ دبد بختیو خونړی څپی را ښوری شوی – خان محمد د خپل زوی ریشته په ډیرعاجلانه ډول سره د خپل یو قومی د لورسره چی نوموړی جلۍ په یوه سترګه ړنده په غوږو درنده اود یوه متر ژبی لرونکی وه - چی هیڅ د زیاراحمد نه خوښیده – نکاح یی ورسره بسته کړه – او زیاراحمد د ژ وند په کړاونو اخته شو– هر وخت به یی د خپلی ښځی سره دعوی دنګلی او جنګونه شول- نو زیا راحمد چی کله نا کله به یی دغمه یو نیم شعرویلو– نوهرکله به یی چی د خپلی ښځی سره دغوه دنګله راغله – نوپه جنګ کښی خپلی ښځی ته یی دا شعر همیشه همیشه ویلو– چی ددی خپل مور او پلار ته هم پکښی ایشاره وه – چی مقطغ یی په دارنګه وه –
په غبرګو دی ړانده شی جلۍ ته یی خو ښولی –
مور او پلار دی په دوزخ شه چی ته یی ما ته راکولی –
مور دی تعویض کړی وه زما په مور پلار–
نو ځکه یی راته راکړی د اوږو می شولی بار–
دا خپل تندی به مات کړم په نصیب می رسید لی-
مور او پلار دی په دوزخ شه چی ته یی ما ته راکولی-
او همداسی نور شعرونه یی هم ویلی دی - چی ما دا څو بیتونه د نمونی په قسم راوړلی دی – د د واړو یو بی خونده او بی مزی غوندی ژوند روان وه - اوس بیرته د ښا پیرۍ بیچاره د ژوند قیصی ته راګرزو – د ښاپیرۍ کورنۍ خواران او بی چاره ګان مجبور شول – چی د کامی اولسوالۍ ته هجرت وکړی - او هلته هم د سیمی د زمیندار سره همسایه شول – هلته هم غمازانو په کرارسره پری نه ښود ل – اود کامی خلک یی پری په ښاپیرۍ بی چاه راخبر کړل– ښاپیرۍ تش د پاکی مینی په تور په داسی اور کښی چی دود یی نه معلومیده- او سوځول یی کول- سو ځیده – ځوانانو هلکانو خو د ښا پیرۍ واد ولو ته زړه نه ایښود لو – او ښاپیرۍ ته به هر چا د یارانی پیغورونه ورکول – او په کورکښی ورسره هم د خپل او خپلوانو چال چلند او سلوک صحیح نه وه – پلار یی اخر یو داسی سپین ږیری او کونډ سړی ته په نکاح کښی ورکړه – چی په خوله کښی یی یو غاښ موجود هم نه وه - د غم سپین ږیری په ځان کښی خو یو ځای جوړ هم نه وه- خو یوازی خوله او ژبه یی جوړه وه – ښاپیرۍ ته به یی د تیر ژوند پیغورونه ورکول – ښاپیرۍ د خپل او پرد یو د پیغورونو څخه دومره تنګه شوه – چی د ډ یرو پیغورو او خفګان دلاسه په نری رنځ اخته شوه – د سختی تبی په وجه ورته جړقی پیدا شوی – او جړقو په وخت کښی چی هوش به یی په سر کښی نه وه – د زیاراحمد نوم اخستلو – چی نوموړی کار یی د میړه او د میړه د کورنۍ په زړونو کښی اور نور هم تازه کړو – نو په همدی سبب د ښاپیرۍ مریضی یی د میړه کورنۍ ته کورنۍ ته د مینی مریضی ښکاریدله – اودوی ټولو به ویل چی ښا پیرۍ د خپل یار پسی مریضه شوی ده- - د ښاپیرۍ مریضی ډیره اوږده شوله – اخریی میړه یو نا پوهه د مګړی ملا ته بوتلله – د مګړی چی دښاپیرۍ د میړه څخه د مریضۍ پو ښتنه وکړه – د ښاپیرۍ کم غقل میړه د مګړی ته د ښاپیرۍ د مین توب قیصه شروغ کړه – د مګړی ورته وویل- چی اوس د ښا پیرۍ تداوی زما څخه واخلۍ- او د ښا پیرۍ میړه ته یی وویل - چی په ښاپیرۍ باندی د مینی پیریان ناست دی – نوموړی به څلویښت ورځی په توره تیاره او یخه کوټه کښی واچوۍ – حال دا چی موسم هم د ژمی وه - ښاپیرۍ په توره تیاره یخه کوټه کښی بنده کړه – او دا یی هم ورته وویل - اوبه اوډوډۍ به ورته د د ریمڅی د لاری ورکوۍ – ښاپیرۍ چی هر څومره خپل میړه ته وویل- چی زه مریضه یم - ټوخی اوتبه کوم – خو هیچا دهغی بی چاری خبره نه منله – بی چاره ښاپیرۍ یی په یوه یخه توره تیاره کوټه کښی بنده کړه – حالت یی ورځ تر بلی خرابید لو– اخر ورته د مرګ پریښتی راغلی- او د بی چاره ښاپیرۍ څخه یی ژوند واخستلو – اوددی فانی د نیا سره یی خدای په امانی وکړه – میړه یی د ښاپیرۍ مړی د هغی پلارګنۍ ته وسپارلو- پلارګنۍ یی د خپل لور مړی خپل ابایی هد یری ته چی د دورانیو او تیلانو د قبیلو یوه مشترکه پخوانۍ وقف شوی هدیره وه – د ښاپیرۍ جنازه یی راوړله – د کلی او اولس خلک یی د لر اوبر څخه جنازی ته راغلل – اود ښاپیرۍ جنازه یی وکړه- او په بی چاره ښاپیرۍ یی د خاورو ډیرۍ ورجوړی کړي – خطیب دښاپیرۍ پر قبرباندی واغظ کولو- چی پدی وخت کښی زیاراحمد د ښاپیرۍ مخلص مین چی خدای (ج)خبرکوم غماز خبر کړی وه - په ناڅاپی او په چغو سر پداسی حال کښی خپل عقل او شغور یی د لاسه ورکړی وه- د ښاپیرۍ قبر ته راغلو– پدی وخت کښی خطیب د ښاپیرۍ په قبر واغظ کولو- زیاراحمد دا بیت په جیګ اواز سره وویلو- چی مقطع پدا رنګه وه –
مینه اور دی مینه اور دی
چا چی کړي ځای یی ګور دی
ددی بیت په ویلو سره بی هوشه د ښاپیرۍ د قبر خوا کښی پریوات - اود ښا پیرۍ دقبر
په خواکښی خپله ساه د لاسه ورکړه – خلک ټول حیران پاتی شول – اخر ټولو په د سته جمعۍ سره تصمیم ونیولو ۰ زیاراحمد ورته د ښاپیرۍ په خوا کښی قبر وکیند لو- غسل یی ورکړو- او د ښاپیرۍ د قبر په خوا کښی یی ښخ کړو – د هلک اوجلۍ پلارونه چی دغم څپو اخستی وه – یو بل ته ورغاړی وتل- او داسی چغی یی وهلی -چی مونږ د واړه د خپل الاود نو قاتلان یو – ای اافغاان اولسه !ء مونږ خو خپل بچی د پاکی مینی د کولو په وجه د لاسه ورکړل- چی دا ددوی مسلم حق وه - خو تاسی زمونږ دا خبره په یا د وساتۍ – چی تاسی زمونږ پشانی داسی بد کاراو عمل ونکړۍ – چی خپل بچیان پخپلو لاسو د اجل کندی ته واچوۍ – او د واړو په خپلو سرونو خاوری بادولی- او ژړاګانی یی کولی - د زیاراحمد پلار لږه موده ورسته لیونی شو- اوپه هر ځای کښی به یی د خپل زوی دا بیتونه تکرارول چی ء
مینه اور دی مینه اور دی
چا چی کړي ځای یی ګور دی
مینان د مینی اور کښی
سوځیدلی رنګ یی تور دی
د پتنګ حالت وګوره
د ډ یوی خوا کښی نسکور دی
او په بی علمه جامعه کښی
رښتیانۍ مینه پیغور دی
د لته مینه ګناه ښکاری
لګید لی پری سا نسور دی
ای (روغواله) ځان تری ساته
د ما رانو د لته کور دی
دا وه د دوه ریښتینی مینانو قیصه
روح دی ښاد