دخپریدو نیټه : 2006-03-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زما ښکلا
ميرويس جلالزی - کابل
ميرويس جلالزی - کابل
د چرګانو او ملايانو له ازانګو سره له خوب نه را پورته شوم او د کړکي په لور ورغلم خو دا ځل هم د ډيرو ورځو په شان په مخامخ برنډه کښئ هيڅ څوک نښکاريدل.
ناکراره غوندي شوم ، هسي چټي مي پر زړه يخ ننوت خو د ځان د تسلي لپاره مي له ځان سره وويل : ځه څي کوم پردۍ نجلۍ ده........ که وه يي به که نه وه څه غم يي کوم.
خو ټيکه مي ونشوه بيا کړکي ته ودريدم په مخامخ برنډه کښئ پردي غوړيدلي وي دا دوه ورځي نه وي شوي چه د هغوي پردي کش وي له ١٥ ورځو را پدي خواه د هغوي په کور کـښي سړه صبا وه د هغي په کور کښي به چه پخواه به شور ماشور او کلکه ناکله به هم
د لويديځو سندرغاړو د سندرو غږونه تر غوږو کيدل اوس يوه خاصه خاموشي خپره غوندي وه.
هغوي دا دري مياشتي زمونږ کورته مخامخ اوسديل ، د مکرويانو ځيني بلاکونه داسي دي چه د يو کور کوروالا کولاي سي چه د مخامخ کور غولۍ لا وويني.
زمونږ کړکي هم دغسي يو څه سره مخامخ او خورا نژدي وې.
ما چه هغه د لمړي ځل لپاره په کړکي کښي ليدلي وه ويښتان يي ږمونځول ، مخ يي نه راښکاريدو ، ورته تلوسه مي سوه بيا مي څو ورځي پرله پسي سهار وختي وختي کړکي ته کتل او بيا مي يوه ورځ وليده هسي ښکلي خو نه وه لکه د خوشحال بابا محبوبه يا لکه د حميد ماشو خيل صنم هسي عادي انسان وو خو زه يي په څرک پسي شوم.
بيا نو هر سهار وختې له خوبه را ويشيدم او بيا به ناولي مخ کړکي ته ناست وم د ګاونډي لور به مي څارله او سوکه سوکه پدي پوه شوم چي يوازي ويښتان يي له نورو جلا ښکلي نه وو بلکه ټوله بدله وه خو زما سترګي وايي تل به ډيره ښکلي ايسيده.
وروست دا هم را معلومه سوه چي هر سهار چيرته ځا تياروي.
دا هم پوهنتون ته تله د ژبو او ادبياتو په دوهم ټولګي کي وه
يوه زړه مور يي درلوده او بس.
يو وخت چي مي پام کيدو بيا د دي د ښکلا په څار کښي دوبي تللي او منې راغلي وو پاڼي تويدې ، وني لوڅي لغړې ولاړي وے او لا هم پسي لغړيدي
يو ورځ يي غلي غلي د ټولګي مخي ته ورغلم خو داسي را معلومه شوه چه دا څو ورځي پوهنتون ته هم نه وه راغلې.
اصلآ له کوره نه وه راوتلي.
ځمکه را لاندي سره وه ټيکه مي نه کيده نن يي په هر حال کي کورته ورتلم ........
حمام مي وکړ ، نوي دريشي مي واغوسته ، ته به وايي د خواښي کره ځم تر وره پوري مي لس رقمه عطر ووهل ، سل زړونه مي يو کړل او د وره شاته يي ودريدم په هغه ساعت پوه سوم چي زه او دا ګرده نړي څومره وارخطا وو......
لاس مي رپيدو او له ما سره يو ځاي زما تر پښو لاندي ځمکه رپيده
حلق مي وچ کلک شو ، ځان ته مي وکتل او ومي ويل.....هلک پښتون يي شرم ده څوک خودي وژني نه
خو وژل به هم ښايي تر دي سخت نه وې.......
څه غيرت در خپل کړه او که نن بي غيرت سوي بيا به ټول عمر لکه پاړسيوان د ګاوندي لور ته د وره تر چولي ورګوري.
له دي سره مي مضبوت موټ جوړ کړل ور مي ور وټکاوه بيا مي وتکاوه په زوره زوره مي وټکاوه
خو په کور کښي سړه ثنا وه هيڅ چا غږ را ونه کړ
خداي خبر چي ما به څنګه ورټکولي وو چي د ګاونډي کور يو ماشوم را ووت او حيران دريان يي راته وويل:
کاکا څوک دي پکار دي؟
هسي ستاسو ګاونډيان ، تاسي خبر ياست چيرته دي؟
کاکا جانه ته يوه دقيقه ودريږه چه زه مي مور ته ووايم.......
بيا يي کورته منډه کړه او له پنځو دقيقو وروسته بيرته راته راغي...
مريض لري مور مي راته وويل چه علي آباد په شفاخانه کښئ دي.
څوک يي مريضان دي نه يي خبر............؟
هلک بيا کورته ننوت خو دا وار ژر را ووت او مخکي له دي چه دروازه را کلکه کړي راته يي وويل:
يا زما مورته يي همدا ويلي......:
او بيا يي ډز سو ور يي را کلک کړ.
او زه له سلو انديښنو سره پاته شوم........
څوک يي مريضان وو.....؟
څه مريضي يي وه.......؟
څنګه به وي...........؟
او دې په ما پوري څه ارتباط درلود او که هغه خبره سي چه ما سمه پوره جاسوسي ورپسي شروع کړي څه به وايي.......؟
دا او سل نوري خبري مي يوي خواته کړي او روغتون مي په خوله ورکړ.
د علي اباد شفاخانه هم سم لوي ښار ده هلته د يوه ناروغ پيدا کول څه اسانه خبر نه وه .
د روغتون د معلوماتو څانګي ته ورغلم او ورته مي وويل:
دلته د ښکلا په نامه د چا مور ناروغه ده بستر ده..........
نرسي تري تري را ته وکتل....
څه رشته ورسره لري....؟
خپله مي ده! اصلآ زما د اکا ميرمن ده!
او هغه ښکلا ښيي.....؟
ژر مي ورته وويل هو د اکا لوري مي ده نو.....
نرسي سر تر پايه راته وکتل بيا يي ساړه ساړه راته وکتل او په لاس يي پورته خواته اشاره وکړه....
ورځه په اخري اطاق کښئ ده ....!
تر وره پوري ورغلم
ښکلا اوږده په کټ غزيدلي وه ، لکه چه د سر ويښتان يي ټول توي سوي وو د بوډيانو په څير يي سر په توره چيره کلک تړلي وو.
لکه زيړه پلاله ، سترګي يي پټي وي .
ډاکتر مي په اوږه لاس راکيښود او راته يي وويل:
ښه دي چي تاسو راغلي....
ولي ډاکټر صايبه هغه څه ناروغي لري
مه ورته حيرانيږه هغه ايدس نيولي خو دا ضرور نده چي بد اخلاق فعل به يي وو.
بيا تر اوسه چي څوک مينه را ياده کړي زما ښکلا را په ياد شي.