دخپریدو نیټه : 2006-04-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مهاجرې مرغۍ
رحیم گل څاروان
دا لیکنه هغه مهال چې دلسم ټولگي زده کونکی وم لیکلې مې وه تیره ورځ دښوونځي کتابونه مې لټول نو دا لیکنه مې دکتابونو په منځ کې پیدا کړه دا اوس هم حالاتو سره برابره را ته ښکاري.
شور، زوږ، ترنم او دنښترو، چنارونو په سر ناستې مرغۍ، درودونو، رغونو او غرونو ترمنځ ښکلي او زړه راښکونکي ږغونه او نغمې، په گلبڼو کې دچنچڼو نازدانه خبرې او په کرشمو کتل، دبلبلانو سندرې او په څانگو کې دپاڼو چکچکې، څه سپرلې، څه وږمې، څه گلابونه، څه نرگس دنارنج غوړېدلي او مسکي شوي گلان، دسنځلو په بوی ښکلې شوې فضا، تکې شنې ورشو په ټولو گرځیدلې مرغۍ. دابشارو سازو ته نڅیدلې مرغۍ، ازادې مرغۍ خوشحالې مرغۍ، دنښترو چنارونو په سرونو څومره ښکلې ځالې، لیکه لیکه زاڼې څومره هسکې الوتلې.
"اخ" دژوند دتراژیدۍ څپه پرې راغله.
مرغۍ یې وځپلې اوتر اوترې شولې، دسور ښکاري په دام کې پریوتلې ځاله او کوډله یې ویجاړه شوله هغه نښتر او گلبڼونه چې دوی پرې خوښ وه هغه په لمبو وسوزیده، مستې مرغۍ بې سېکه شولې او لا ځینو یې داجل په لاره پل کېښودو، ځینې پاتې شولې.
خوشحاله مرغۍ خفه خفه دي، بلبلان ویرونه کوي، پاڼې خزان وهلي چمنونه، گلبڼونه او گلکڅونه لمبه لمبه شول، ناتارځپلې مرغۍ لاړلې پردي دیار کې تم شولې.
دنهیلیو بارانونه پرې ووریده. هورې مهاجرې شولې، هورې په نه رسا ژوند واوښتلې.
په سباوون مهال گلبڼ یادوي هورې کوربه مرغۍ تانې ورکوي او په وار وار ورته دا وایي تاسې کابلیانې یۍ ستاسو دکابل څومره ډېر اوکوب او پرتم و، مونږ ټپوسان او تور کارغان ستاسو کابلي مرغانونه څومره په ویره کې وو ان تردې چې په ځاله کې مونږ ستاسو دپرتم کیسې کولې.
ستاسو نشه نوره لاړله ماته شوله هغه لوړ لوړ الوت مو نور را ټیټ شولو له تاسو نور نه ویریږو اوس وار زمونږ دی راشئ مزدوران مو شئ دځالو او کوډلو نوکري مو وکړئ.
دا تانې زمونږ مرغانو ته ټپوسان ورکوي زمونږ ښکلي مرغان، ښکلي زاڼې، وړې چینچڼې او مست بلبلان دغمونو او او تراژیدیو بړبوکۍ دکارغي کلي ته وروستل اوس دکارغي په کلي کې دبې پتۍ، سرکوزۍ اوبې غیرتۍ ژوند تیروي.