دخپریدو نیټه : 2006-04-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زوړ ګېلن
نعمان دوست کابل
ان له سهاره دقوې دراتلو اوازه وه ، دکلي پېغلې او ځوانې ميرمنې له خپلو ماشومانواو قيمتي شيانو سره ليکه – ليکه دغره په لور روانې وې .
شېبه پس کلي له ځوانو ښځو او ميرمنو تش شو . مجاهدين يو- يو له خپلو کورونو را وته او دټوپک شپيلۍ يې لمر ځلولې . چنار لاندې سره راټول شول . چا خپلې وسلې پاکولې چا شاژورونه ډکول او چا په چانټو ګوتې وهلې .
قوماندان چې دچنار ډډ ته يې ډډه وهلې وه ، په خپله ماشينداره يې غوړه لته راتېره کړه ، دوه درې ځلې لټ راکش کړ او چې هر وار ترې اخوا دېخوا مرمۍ ولوېدې نو بريتونو لاندې موسکى شو . بېرته يې شاژور کې کېښودې ، قيد يې وواهه راکټ يې له منځه راجګ کړ او بيايې وويل :
هلکو ! ماڅو کرته ويلي چې ترڅو امر شوى نه وي نو ډزې مکوئ ، خو تاسو هغه وخت په ځان نه پوهېږئ ، له قوماندې مخکې شاژورونه تش کړئ .
داځل به داسې نه وي ، اوازې دي چې قوه لويه ده ، که په تخنيک ونه جنګېږو تباه کېږو .
راکټ يې نور هم جګ کړ : او ل ډز به دهمده وي او بيا ... لايې خبره پوره کړې نه وه چې توريالى راوړاندې شو :
قو ماندان صيب ! څو کرته مې درته ويلي ، داځل چې هر څنګه وي راکټ به ماته راکوې او بيا يې خپل پنځه ډزي ټوپک ته چې په شپيلۍ کې يې سره ځونډې بند و لاس ونيو : زه نور دا اوږده بلا نه شم ګرځولای . ابله قوه کې مې څو مرمۍ ټانک پرې وويشت دکاپر زوى والله که پرې خبر و ، ترڅو ترې شنې لوخړې پورته نه کړم زړه مې نه يخيږي .
قو ماندان خپلو مجاهدينو ته مخ واړو :
توريالى له ډېره وخته راپسې دى . څو ځلې راته ويلي ، ښه زړوردي ، خو په راکټ مې زړه نه کېږي . سم راته په سُر برابر نه ښکاري .
هسې نه يا ځان ژوبل کړي او يا مو له دې يوه راکټه خلاص کړي .
توريالي سترګې سرې شوې ، ټولو ته يې بدې بدې وکتلې او بيا دستې چانټه له ټټره خلاصه کړه ، ټوپک يې کېښود او په تلو – تلو کې دګوتې په خوځولو سره وويل : يابه بې سُره توريالى نن خپل سرخوري اويا به ...
قو ماندان څو غږونه ورپسې وکړل ، خو ده يوازې راکټ دې په تاسو مبارک وي ووې او دونو په منځ کې ورک شو .
دماسپښين اذانونو ته لا وخت پاتې وه چې ، د شوبلو ډوب – ډوب غږ ونه راورسېدل .
مجاهدينو د د عا لپې پورته کړې او بيا دسترګو په رپ کې ټاکلو ځايونو ته ورسېدل .
دهغوي له رسېدو سره سم څو چورلکۍ را واوښتې او په شاوخوا سيمو يې دسکرټو باران جوړ کړ .
څو دورې يې ووهلې او بيا بېرته له سترګو پناه شوې . دټانګونو غږونه رانږدې شول ، سړک ته دنږدې کورونو ښيښې په جړقېدو شوې . توريالي هم له خپل زوړګيلن سره ځان وروسولى و او له سړک نه لاندې بوټو کې پټ و .
دکتار د اول سر ټانکونه او څو پوځي موټر تېر شول ، خو لا يو خړ ټانګ له دوه موټر و سره پاته وو ، ورو- ورو رانږدې کېدل او دتوريالي وينه هم په خوټېدو وه .
لا پناه شوي نه وو چې دراکټ ډز نږدې غره داسې په شوق بدرګه کړ تا به وې ده هم په خپله لمن کې سورمخوته يرغلګرو ته زړه ډک و .
ورپسې دماشيندارو غږونه پورته شول ، ځينې موټر به څو ګامه په يوه ډډه روان و او بيا به په ګړنګونو کې ورک شول .
له پوځي موټرو شېبه په شېبه شنې لوخړې پورته کېدې او پر سړک يې خولې ښخولې .
ورپسې ټانګانو کې ناستو کسانو چې دخپل سره انقلاب دپرمختګ ضد عناصر يې تورو کندو ته لېږل ، په سړک کې پاتې موټرکندو ته غورځول او په تېښته کې يې دپرمختک لاره ځانته اواروله .
شېبه وروسته ، دسړک دواړه غاړې له اوسپنيزو خوليو او اوږدو موزو ډکې شوې .
دګڼو ګروپونو له خوا ډزې روانې وې ، شنو لوګيو يو بل اسمان جوړ کړى و .
وروستى ټانګ زړه نازړه توريالي خواته راورسېد خو چې کله يې په هوا کې دلوګيو ننداره وکړه ، چينونه يې سست شول ، دمخې تاوولو په لټه کې شو ، توريالي حوصله بايلوله ، دتکبير له زړه لړزونکى غږ سره پرې ور وخوت ، ګيلن نه يې سر لرې کړ ، راټيټ يې کړ او بيا له اور لګيت نه پلته راوويسته .
په ټانګ کې ناستو کسانو چې له خلاص سرنه دا ننداره وکړه ، سترګې سپينې واوښتې دلاسونو په جګولو سره يې د دوست دوست چيغې پورته کړل .
توريالي چې دګيلن خوله يې هماغه شان ټيټه نيولې وه په اشاره يې ټانګ ته له سړکه نه دکوزيدو امر وکړ ، ټانګ لاندې پټيو کې ودرېد اودټانګ ناست درې واړه کسان چې لاسونه يې جګ نيولي وو له هغه سره کلي ته راغلل .
مازيګر لمر په پريوتو وو چې ډزې غلې شوې ، دقوې پاتې کسانو او موټر په تېښته ځانونه ولايت ته ورسول ، شيبه پس خړ پړ مجاهدين چې پر شونډو يې دغرور موسکا خوره وه له نوو ماشيندارو او لاس تړلو سور مخو سره راورسېدل .
د قوماندان چې په پټې کې په ټانګ سترګې ونښتې ودرېد ، راکټ پسې سترګې وګرځولې خو چې کله يې توريالى له نوو کسانو او کليوالو سره وليد مخکې راغى ، توريالى پرې غږ کړ : قو ماندان صيب ودې ليد بې سُره توريالى ؟
قو ماندان او مجاهدين هک پک وو ، ناستو درې واړو هم هرچاته شنې سترګې اړولې او لړزېدل .
قوماندان يو ځل بيا په پټي کې ولاړ ټانګ او توريالي ته وکتل او لايې پوښتنه نه وه کړې چې هغه ټوله کيسه تېره کړه .
قو ماندان نور هم ورنږدې شو : ښه نو په دې لنډ او تنګ وخت کې دې پطرول له کومه کړل ؟
توريالى له خندا شين شو ، ګيلن يې پر سر واړو او چې کله يې ترې دوه درې غټ غړپونه وکړل نو د سور مخو رنګونه لاپسې سره شول ، يوبل ته يې مړې وکتلې او سرونه يې ښکته واچول .