دخپریدو نیټه : 2006-05-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
يوه سترګه
محمد رئيس
ژباړه محمد رئيس"نوراني" مزار شريف
زما مور يوه سترګه درلود له، ما خپله مور نه خوښوله
هغه زما دپاره يو شرم وه.
زما مور په شپي ځاي کي دښوونکو او زده کوونکو لپاره خواړه تيارول.
د ښوونځۍ په مخ کي ولاړ وم چي مور مي راغله او پرما يي سلام واچاوه،ما نه غوښتل چي ملګري مي مور و پيژني او هغي ته مي په تريو تندي کتلو سره د تللو جواب ورکړ او تري روان شوم.
په سبا ورځ مي ملګرو پرما ملنډې وهلي اوماته يې پيغور راکوه چي ستا مور يوه سترګه لري،و مي غوښتل چي خپل ځان مړکړم او يا خپله مور دمخي لري کرم.
په هغه ورځ مي مور ته مي وويل چي ته زمالپاره يو خجالت يي ملګري مي په ما ملنډي وهي نه پوهيږم چي څه وکړم نوره بايد زما دمخي ورکه شې زه چي ډير غوصه ووم ديو ساعت لپاره هم چوپ پاته نه شوم،مور مي هيڅ ځواب رانکړ او ولاړه.............
دهغي خفګان زما دپاره کومه د افسوس خبره نه وه؟
نور مي د هغي سره يو ځای اوسيدل نه غوښتل په همدې فکر کي ووم چي د کوره وتښتم، سره دډيره خفګانه مي خپل درسونه په کاميابي سرته ورسول، او دلوړو زده کړو لپاره دسينګاپور ښار ته لاړم
هلته می واده وکړ،او کور مي واخیست، دبچو خاوند شوم او خو شحاله ووم.
چي یوه ورځ مي مور د لیدلو لپاره سينګاپور ته راغله، هغې زه دډیر وخت لپاره نه ووم لیدلی او نه یې خپل لمسي لیدلي وه. د غولي منخ ته په رارسیدلو سره ماشومانو د هغی پرسترگی پوری وخندل او وروسته يي د بيري غږونه پورته کړل.
ما د ډیره قهره چیغي کړي او ومي ویل چی تر څو ما نه وی غوښتلي ته ولي راغلې. تا زما ماشومان و ویرول ژرشه ددې ځای څخه ووځه!!!!!!!
مور مي وویل وبخښه چی ما خپله لاره غلط کړی وه.
او د ځای نه ورکه شوه.
ډيروخت وروسته دکلي دښوونځي دټولني د بیا ټاکني لپاره وغوښتل شوم, خپلي ښځي ته مي درواغ وویل چی د یو تجارتي سفر لپاره خپل وطن ته روان یم.
د ټاکنو څخه وروسته د خپل کور دلیدلو دپاره لاړم.....
گاونډیانو راته وویل چی هغه مړه شویې، ا و ویل چې مور دي ډیر یادولي،
ما يوه اوښکه هم تويه نکړه او یو خط یې راکړ.
لیکلی یې وه..... چي
زما گرانه بچیه
زه تا هر وخت یادووم د هغې لپاره چي سینگاپور ته درغلې ووم بخښنه غواړم او ستا ماشومان مي ویرولي وه.
د کلی ښوونځۍ ته دراتلو په اوریدو ډیره خوشحاله شوم.
خو دکټ نه په نه جیگیدلو سره کیدای شي تا وه نه گورم
او دهغی لپاره چي ته په ما شرمیدلې او نوی ځوان وی بخښنه غواړم.
اوته پوهیږې،،،،، کله چي ته وړوکئ وې د موټر په ټکر کي دي یوه سترګه دلاسه ورکړي وه ،،،،،،. د مور د ډیري میني په وجه مي نه شو کولای چی تا په یوه سترگه ړوند وگورم
نو ما خپله یوه سترگه تاته درکړه !!!!
خوشحاله ووم چي زوی په سترگه زما لپاره ټوله دنیا گوری!!!!!!!!!!!!!
په مورنۍ مینه ، ستا مور