دخپریدو نیټه : 2006-05-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زرغونه جنډه
اجمل سوله مل
زرغونه جنډه
په خولو او اوښكو مې مخ لوند سوې وو، جامى مې لندې خيشتې
په ځان پورې نښتي وې ، ساه مې بنده بنده كيدله او ستونې مې وار په وار خپه كيدې .
په ټول توان او قدرت مي هڅه
كوله چې خپل مټى او لاسونه د هغو دوو كسانو څخه چې زه يې ټينګ نيولي وم او دريم كس هم خپل څادر زما غاړې ته اچولې
او شاته يې كشولم خلاص كړم . ورو ورو مې د بدن ټوله غړې مړه كيدل، په دغه كشمكش كي دوو كسانو زما پلار تر لاسو
نيولى وو ، پداسى حال كې چې هغه خپل د كړې ګناه او د دوې د دغې كړنې لامل ځيني پوښتې خو هغوې به خپل د ټوپك د كُنداغ
په وهلو او كشولو سره په لوړ او د خښمه ډك ږغ زما د پلار ځواب داسې وركړ : موټر ته وخيژه بيا به په خپل ګناه پوه
سې .
د دې صحنې د ليدو توان مې نه درلود اوحتي هيڅ كله مې دا په ذهن كې هم نسو انځورولاي چې زما سپين ږي
ې پلار ، هغه كس چې په ټوله ژوند كې يې حتى يو ميږې او خزنده هم نه وو زورولې او په داسې نړې كې چې خداى انسان ته د ا
رف المخلوقات مقام او منزلت ورپه نصيب كړې داسې چال چلند كيږې ؟!
پر سترګو مې توره تياره خپره سوه ، څادر
مې په ستونې كې ناست وو آواز مې په ډيره سختۍ د ستوني څخه وتې .
ټكنده غرمه وه اوښكو او خولو مې پر مخ لارې
جوړې كړې وې خو خپل د پلار سره مې هيڅ مرسته نسوه كولاى ، خلاصه پدې سوځنده جهنمى ګرمۍ او د خداى پدې بيكرانه هستۍ
او مخلوقاتو كې هيچا زموږ چيغې او فرياد نه اورېدل .
څو ګامه وړاندى د دغو شپږو كسانو(پيك اپ) موټر چالانه
او آماده ولاړ و ، ډريور پر جلو ناست وو د موټر شاتنۍ دروازه يې پرانيستې وه او په بيړه او وارخطايي يې خپل ملګ
و ته وويل : ژر يې راولې ، راكش يې كړې دى خو خپل په رضا نه راځې .
ډريور سمدلاسه د موټر څخه را كښته سو او د
سوكانو او د ټوپك د كُنداغ په بي رحمه ګوزارونو يې زما پلار موټر ته وخيژاوه .
زما نور هر څه د لاسه وتلي
وه سترګې مې تكې سرې راختلى وى او د ستونې د خپه كيدو له امله مې په پرله پسې ټوخي پيل وكړ، داسې فكر مې كاوه چې زما
هم د ژوند وروستۍ سلګۍ په ختميدو دي .
پدې حال كې ډريور سر د موټر د كړكۍ څخه دباندې راويستې او خپل ملګرو ته
ېې په قهر ووېل : هغه خوشي كې زوې مړيانو، ژر ځانونه راوباسې .
دهمدې ږغ سره يې زما لاسونه هم خوشې كړل ، څادر
مې لا هماغسې پر غاړه را تاو سوې پاتې وو چې هغه درو كسانو خپل د (پيك اپ ) موټر پر لورې يې منډه واخيستله او د حركت
په حال كې د موټر باډۍ ته ور وختل .
په مړو او كښاندو پښو مې موټر پسې منډه كړه خو ډير نا وخته وو او هرڅه
پاي ته رسيدلي و .
لوى ګړنګ مې وواهه پر ځاې نيغ كښينستلم ، د سترګو ديد مې كمزورې سوې ووګومان مې كاوه چې د
يدو د نعمت څخه هم خداى بى برخي كړم .
سترګې مې په مكرره توګه وموښلې او يوه شيبه وروسته مې وليدل چې په تو
ه خونه كې د شكيدلي ټغر پرڅنډه پر يوې نغاړكۍ ناست يم او د خوني هرڅه خپل پر ځاى دي .
د لاس په شا باندې
مې خپل د تندي خولې پاكې كړلې او د خوني د وره پر لور ور روان سوم . ځنځير ته مې لاس كړ او ور مې پرانيستې ، دباندي د
سراى په هر ګوټ كې لكه يو لوى ماتم چې تير سوې وي چپه چپتيا خپره وه شاه او خوا ته مې كتله ، غوښتل مې چې خپل اعصاب
قابو كړم ، اما په زړه كې مې يو ډول مرموزه غوغا خپره وه .
په لوڅو پښو د سراى د لوى وره پر لوري روان سوم ،
پښې مې د سراى په تيرو او تودو ډبرو چې د ځمكې پر مخ ښخې سوې وې سيځل كيدې ، د سراې لوې ور مې پرانيست او په ځير ځير
مې د كوڅې تر آخره وكتل ، نه هغه سور (پيك اپ ) تر سترګو كيدې نه هغه څو كسان او نه هم زما سپين ږيري مظلوم پلار .
بې واكه روان سوم او د سراې دالان ته چې بام ته د ختو لار هم پكښې
را خلاصه وه ځان مې ورساوه او د
جګو ، تنګو ځينو له لارې په چټګۍ سره دبام سر ته وختلم ، هلته د ساړه باد او ټوښ وږمو د سراى تر څنګ د باغچي وني
ځنګولې او يوه شيبه وروسته مې د باغچې سل متره وړاندې پر ټيټه غونډې باندې زرغونې جنډې ته پام ور واوښتې چې پر يوه
نوي حضيرې باندې باد په كړس كړس رپول .
هوكې ! دا نوې حضيره هغه مينه وه چې څو ورځي مخكې زما پلار خپل د
خواږه ژوند ټولې هيلې او ارمانونه د دې بې بقا دنيا څخه د څو ګزه سپني خاصې سره خپل ابدې كور ته په ميراث وړې
وه