مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سيد اغا

فریشته جلالزی ، پراګ
فریشته جلالزی ، پراګ
 خورا زيات کلونه وشول چي سيد اغا په خارج کي اوسي دي لا هلکي وو چي په افغانستان کي جنګونه شول . داڅرنګه چي له مکتبه ووت د عسکري له ډاره يي کورني سل خطره ومنل او د پاکستان له لاري يي جرمني ته وليږو. لکه څرنګه چي خپله سيد اغا وايي په اروپا کي ژوند په اوله کي دومره اسان او اسوده نه وي چي فکر کيږي او خو د وخت په تيريدو بيا هرڅه ورو ورو سم شي.
 سيداغا چي مي هره ورځ د افغانانو په کوم عمومي مجلس کي ليدلي تر غوږو نشه يي او د هغو ترخو وختونو قيصې کوي چي کله ده په سلماني کي ويښتان جارو کول.سيداغاپدي خوشحاله وو چي که ښي ورځي نه پاته کيږي بدي ورځي هم تيريږي.اوس يې روزګارښه دي د ريل او د موټرو په ايستګاه کي اخبار ويشي.
 
 په هغه ورځ چي غاښ مي درد کاوه دي هم شفاخاني ته راغلي وو غاښو ته يي د وسپني قالب ورکاوه چي سيخ او يورنګه شي.داروپا د هواشکايت يي کاوه چي لمريي کم دي ځکه دانسان غاښونه خرابوي
 په زړه کي مي ويل چي اوس د ٥٠ يا ٥٥ کلونو يي اوکه دعمر په حساب وي نور دي د غاښونو د وتلو وخت و ته ومي ويل
 ..... اغا صيب څه ته دومره زحمت په ځان تيروې پريږده يي
 اغاصيب سترګي د عينکو شاته غټي غټي کړي او راته وي ويل
 ...... ډاکټر وايي ژر به سيخ شي ٦ مياشتي زحمت ده بيا نو عادت کيږم او يوکال وروسته دا الب بيرته باسي
 بيايي سوکه په خپلي لڅي ککري لاس تير کړ
 ... سبا مي له ډاکټر سره اپاينتمنت اخيسي و ځم چي ويښتان را وکري نور صحي معاينات مي هم کړيدي واکسينونه ماکسينونه مي تکميل کړل د سترګو د عمليات لپاره مي هم خبري کړي
 يو څه راباندي راټيټ سو او يوڅه سوکه يي راته وويل
 .... ورکي که عينيکي په وطن کي ښي نه ښکاري اخر له ډيرو کلونو وروسته ورځم چي پوزيشن خو سم شي
 سيد اغا لا خبري نه وي تمامي کړي چي د ډاکټر نوبت ورته راورسيد په عجله يي خداي پاماني راسره وکړه خو مخ کي تردي چي معايني خاني ته ننوزي بيرته يي ماته م خ راواړاوه او په لوړ اواز يي را ږغ کړ
 ..... عمرخو هسي هم تير دي ،که په ځان لاس و نه وهي والله که څوک لو درکي بيا دوطن ساده ګي نجونه د چا سويي ته نه ګوري قواري ته ګوري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery