مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-06-24   مخپرونکئ : رحيم ګل څاروان

وفاداره پیشو

رحیم گل څا وان-دوحه قطر

 

                                          &nbs p;                   وفاداره پیشو

حاجي ملنگ دجگدلي دغره یوه کمره ته ډډه وهلې وه، دغره ددې کمره بل لورته دمجاهدینو لوی غونډ وه، دغونډ قومندان فیصل نومیده خورا تکړه قومندان وه هر چېرې به چې غزا ته لاړ بریالی به راستنیده هر ځل به یې پر روسانو رڼا ورځ توره شپه کړې وه.

له قومندان فیصل سره پدغه غونډ کې شپږ سوه شاوخوا مجاهدین نور هم ول دحیرانۍ خبره خو دقوم ندان فیصل په اړه داوه چې عمر یې شلو کالو ته رسیده په عمر ډېر تنکی ځوان بلل کیده.

مجاهدین پدغه ورځ له قومندان فیصل سره یوځای وریښمین تنگي ته تللي وه او حاجي ملنگ یې یوازې په غونډ کې دڅو خیمو او غونډ ساتلو لپاره پریښی وه په غونډ کې دوه لوې څمڅې هم وي دا څمڅو ددوی  پاره دډیپوگانو بڼه درلوده.

حاجي ملنگ لوښي له پخلنځي نه بهر همدې کمره ته راوویستل  او په وینځلو یې بوخت شو چې له شا خوا نه یې دیو شي دخرپ او ترپ اواز تر غوږو ورسید ناڅاپه یې وانگیرله چې گوندې څوک څمڅې ته دننه شو کلا شینکوف یې راواخیسته او په یوه ټوپ سره یې ځان څمڅې ته ورساوه په ډېر پام سره یې دڅم څې پرده لرې کوله چې له شانه دخیمې له غولي نه دپیشو دمیو میو اواز اوچت شو لږ ډاډه غوندې شو چې گوندې دښمن خو ندی خو حیرانۍ په مخه کړ چې دا پیشو څنگه تر غونډه رارسیدلې.

دپیشو له څنگه تیر شو او دپخلنځي خونې ته ورننوت په یوه دیگي کې بیگانۍ غوښه پاتې وه غوښه یې په ډوډۍ کې ونغاړله او پیشو ته یې واچوله پیشو هم چې غوښه ولیده له خوشحالۍ یې ورته ټوپکې ووهلې لکه دڅو ورځو چې نهاره وي پیشو غوښه ټوله وخوړه بڅرکی هم ترې پاتې ن و.

په همدې کې وه چې مازدیگر شو ټول مجاهدین له سنگر نه راغلل حاجي ملنگ دخوراک لپاره اخلی پخلی کړی وه خو دا چې مجاهدین لوږي په تنگ کړي وه نو هر څه چې حاجي ملنگ تیار کړي وه په زیړي مازدیگر یې وخوړل.

پیشو هم ښکته او پورته کیدله دماښام تیارې خورې وې  په څم څه کې قومندان له نورو ملگرو سره یوځای دشیطان څراغ رڼا ته ناست وو چې پیشو غلې څمڅې ته ننوته پښې یې مخ ته وغزولې سر یې په پښو کیښود سترگې یې بړقې بړقې نیغې قومندان فیصل ته ونیوې دقومندان فیصل هم ورته پام شو په حاجي ملنگ یې غږ وکړ دا پیشو له کومه راغلې؟

  حاجي ملنگ وویل ښایي له م هاجرو به پاتې وي.

مجاهدین دماسخوتن له لمانځه وروسته ټول ویده شول او حاجي ملنگ ته یې دپیرې دنده وسپارله دشپې تر نیمایي پوره به غونډ ساتي حاجي ملنگ کلاشینکوف را واخیسته او له څمڅ ې باندې دگزمې لپاره بهر ووت نیم ساعت به یې گزمه نه وه کړې چې خوب پرې زورور شو او په ژور خوب ویده شو لا به دحاجي ملنگ یو ساعت خوب نه وه پوره شوی چې ناڅاپه دپیشو چېغې شوې دپیشو چېغې دومره په زور کې وې چې دغونډ ټول مجاهدین يې راویښ کړل  ټولو خپل ټوپک اواخیستل هر یو له څمڅې بهر شو گوري بهر رڼا ورځ ده روسۍ چورلکو په غونډ رڼايي اچولې او چورلکې عسکر په غونډ دحملې لپاره پلي کوي قومندان فیصل په ډېره چابکۍ مجاهدینو ته دغونډ دپریښودو امر وکړ لږ وروسته گرم ه جگړه ونښته څو مجاهدین په پرلپسې ډول شهیدان شول دډزو او گولیو اوازونو په اسمان کې شور ماشور جوړ کړ جگړه اوږده شوه او تر سهاره وغزیده.

 سهار وختي لا لمر نه وه راختلی چې روسۍ چورلکې بیرته لاړې قومندان فیصل م جاهدینو ته وویل چې دجگدلي غونډ دې نن پریږدي او دحصارک غره ته دې ځانونه ورسوي په حصارک کې هم څمڅې وې. م جاهدین به ځېنې وخت هلته ورتلل ماښام خپلې تیارې خورولې لمر هم زیړې وړانگې لویدو ته په مخه کړې وې چې مجاهدین دح صارک څمڅو ته ورسیدل لږه شیبه غلي ناست ول ټولو دتیرې شپې دجگړې په اړه سوچ کاوه قومندان فیصل دنورو مجاهدینو دسوچ لړۍ ورغوڅه کړه وې ویل زه فکر کوم دتیرې شپې دجگړې گټونکې پیشو وه زمونږ د ټولو ژوند یې را وژغوره که نه نو یا به روسانو ژوندي نیولي وو او یا به یې هم شهیدان کړي وو.

یوه مجاهد حاجي ملنگ ته مخ واړاوه ورته په تونده لهجه یې وویل تر تا پیشو غوره جهاد وکړ ته خو هسې په نوم مجاهد یې.

بل دڅمڅې له کونج نه سر له چیرکي بسترې اوچت کړ قومندان فیصل ته یې وکتل قومندان صیب هغه پیشو ډېره تکړه وه ما ولیدله یوه روسي په تا دکلاشینکوفې نښه ایښې وه که پیشو نه وای نو هغه روسي په تا ډزه کوله خو پیشو ورمنډه کړه اودروسي په مخ یې شوگارې ولگولې د وسي سور مخ یې په وینو سور کړ.

هر یوه له تیرې جگړې خاطره اوروله قومندان فیصل غږ کړ چې پیشو بیا څه شوه؟

حاجي ملنگ چې تر دې وخته ملامتۍ غلی کښینولی وه خپل ستونی یې پاک کړ دقومندان صیب پوښتنه یې ځواب کړه پیشو بیچاره گۍ خو له مونږ هملته پاتې ده لا دحاجي ملنگ ځواب نه وه پای ته رسیدلی چې دهماغې پیشو دم یو میو اواز له څمڅې دباندې پورته شو.

قومندان پخپله باندې ووت او پیشو یې له هغه لوري په غيږ کې نیولې څمڅې ته اوړه.

دوه ورځې مجاهدین په حصارک کې پاتې شول دریمه ورځ سهار وختي قومندان فیصل دمجاهدینو دکتار مخ ته ودرید دجهاد پر گټو یې خبرې وکړې او دا پریکړه یې وکړه چې دماهیپر تنگي په لور به خوځیږي او که خدای کول نو ډېر زر به له عملیاتو وروسته بیرته دحصارک غونډ ته راستنیږي قومندان فیصل وویل زما خوښه ده پیشو هم له ځان سره یوسو خو نورو مجاهدینو خوښه ورنکړه نورو ویل پیشو به همدلته پریږدو هسې هم زر بیرته راستنیږو.

پیشو غلې دیوې تیگې خواته ناسته وه لکه هر څه چې څاري قومندان فیصل پیشو ته نیږدې ورغی دپیشو په سر یې لاس کش کړ او په لوړ اواز یې وویل دافغانستان په جهاد کې خدای پاک له مونږ سره حیوانات هم ملگري کړي که بیرته را وگرځو نو خامخا به دپیشو قدر کوو.

له خبرو وروسته دمجاهدینو لوی کتار دماهیپر په لور وخوځېد پیشو هم تر یوه ځایه مجاهدینو سره یوځای لاړه خو بیرته وگرځیده.

پو ه ټوله ورځ مجاهدینو پلی مزل وکړ شپه پخه وه چې مجاهدین دلته بند دگزک کلي ته ورسیدل دگزک کلی نیم ساعت دماهیپر له بریښناکوټ نه لرې دی له کلي کلیوالو پخوا کډه کړې وه کورونه ټول تش ول  مجاهدینو شپه په همدې کلي کې تیره کړه سبا سهار وختي دگزک دکلي په تنگي تیر شول دماهیپربریښناکوټ ته ورسیدل خو قومندان فیصل م جاهدینو ته وویل چې دبریښناکوټ سیمه پریږدي او دکابل په لور په سړک وخوځیږي همداسې وشول قومندان فیصل ته له پخوا خبر ورغلی وه چې دماهیپر په همدې لار دروسانو لوی نظامي کاروان جلال اباد ته تیریدونکی دی نو ځکه خو قومندان فیصل دداسې ځای دلټون هڅه کوله ترڅو له روسانو نره جگړه وکړي.

دوی دپاخه سړک په لار کې وه چې ناببره دروسانو کاروان په مخ ورغی.   رڼا ورځ توره شپه شوه له هر لوري دډزو، گولیو او داخ اوخ اوازونه اوچت شول مجاهدینو کې چا دسړک نه لاندې په سیند کې سنگر ونیوه او څوک غرونو ته وختل قومندان فیصل په لوړ اواز دتکبیر چغه وکړه او په روسانو اور بل اعلان یې وکړ جگړه سخته شوه دروسانو ټانگونو یو په بله پسې اور اخیست له روسانو هم لوری ورک وه نه پوهیدل څه وکړي یبه وروسته روسۍ چورلکې سیمې ته ورسیدلې او په مجاهدینو یې سختې بمبارۍ وکړې جگړه څو ساعته اوږده شوه روسۍ چورلکې او دنظامي کاروان څه ټانگونه بیرته دکابل لور ته ستانه شول مجاهدین هم ستړي شوي وه.

دخپلو پاتو شهیدانو په راټولولو بوخت ول حاجي ملنگ دجگړې په مهال دقومندان فیصل شهادت او وروستۍ سلگۍ لیدلې وې په ژړا ډک اواز یې نور مجاهدین دځان لورته وروبلل او دځوان شهید فیصل جسد چې په وینو لا لوند وه په گډه په اس تړلي کټ ته لوړ کړ.

 دفیصل په څیر زړور او تنکي ځوان مجاهد قومندان ته دهر مجاهد سترگې له اوښکو ډکې وې تر دې چې  اس ورته ژړلې دشهید فیصل ناواده شوې ښځه هم نوره کونډه وه.

دڅو ساعت مزل وروسته دشهید فیصل جسد دده پلرني کلي یخې چینې ته ورسید هر لورته چغې وې دژړاگانو تریخو غږونو غرونه په لړزه راوستي وه هر چا به ویل فیصل شهید شو.

ح اجي ملنگ دشهید شوي ځوان مشر په تابوت سر ایښی وه او له ډېرې ژړا نور سربداله معلومیده سر یې له تابوت لوړ کړ سترگې یې ښکته پورته کړلې او په لاسونو یې ومښلې دتابوت لاندې یې په یو شي سترگې خښې شوې لږ ځیر شو گوري هماغه پیشو ناسته ده دپیشو له سترگو داوښکو سیند بهیږي دپیشو شنې سترگې سرې شوې وې رنگ یې الوتی وه دمیو میو له چیغو وتې وه.

 لږه شیبه وروسته دشهید جنازه وشوه مرحوم جسد یې په کټ کې واخیستل شو او کیندل شوي قبر ته ورسیدل دحاجي ملنگ پیشو ته پام وه کله به دجنازې له کټ نه مخکې شوه او کله به اته لاړه.

  دمرحوم شهید جسد په قبر کې کیښودل شو مجاهدو ملگرو یې په قبر خاورې واړولې او دوعا یې دمرحوم روح ته وکړه.

حاجي ملنگ لا پیشو ته کتل دپیشو له سترگو هماغسې اوښکې تلې، پیشو غمجنه وه دشهید خاورو ته سپارلو نه وروسته حاجي ملنگ بیا پیشو په خپلو سترگو ونه لیده.

 

                              &nbs p;                               & nbsp;                         رحیم گل  څاروان-دوحه قط

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery