لنډه کيسه
محمدحسن حقيار
غمى نن بيا ځوړند سر د قوماندان صيب مخ
ته ودرېد، په بنده بنده ژبه يې ترې د خپل زوى د مړي ژوندي پوښتنه وکړه: خو هغه يو ځل بيا د (( گم شو تروريست، تمام
جانت مکروب است)) په ويلو داسې ټېل واهه چې ان پټګى يې ولوېد .
په ډېرو منډو رامنډو يې د ربړينو څ
پليو پستکي وشلېدل، نه يې زندانونوکې د قادر درک وموند او نه هم سره صليب او نه هم د بشردحقونو ادارو( ددې بشر)
کوم درک ورکړ، ان چې د ولسمشر صيب زړه هم پرې دردېدلى و او د زړه له اخلاصه يې ورسره ژمنه کړې وه چې که د مقاومت له
جبهې پرته په افغانستان کې له هر چا سره بندي وي ورته به يې راخوشې کړي .
خوب ترې کډه کړې وه، غمي اکااو ز
ينې ترور به د ژمي اوږدې شپې د شيطان څراغ لوګنې رڼا ته رڼولې، په ويښه به يې د قادر د موندلو خوبونه ليدل، نور
نو له ژونده نهيلى وو، ستره هيله يې دا وه چې کاشکې يې څوک پرې هډوکي وپلوري، چې کولمې يې ورټولې اوکم تر کمه د د
يو ځوانو نږورګانو ( مږندو ) برخليک معلوم کړي .
غمى اکا دنېستۍ څپو واخيست ، مېرمن يې اړه
وه چې ددوى دګاونډي انجنير فريدون په کورکې خدمت وکړي او دمياشتني معاش تر څنګ يې دخوړو پاتې شوني هم
کورته يوسي.
يوه ورځ چې انجنير فريدون ، انټرنېټ پرانيست نو د بنديانو پرهغه خبر يې سترګې و
ګېدې چې د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په خپل رسمي سايټ کې خپورکړى و ، او همدا چې ( د القاعده
مشرانو په اړه د انصاف دعالي محکمې پرېکړه ) تر سرليک لاندې حکم کې يې ٢٦ کلن ملا عبدالقادر د غمي خان
زوى تر سترګو شو، نو ورېږدېد، لاسونو يې کار پرېښود، ځمکه يې له پښو وتښتېده . بې اختياره يې ذهن شپږويشت
کاله شاته لاړ، د انقلاب لومړيو شپو او ورځو ته ، هغو ورځو ته چې قادر لا زېږېدلى هم نه وو، هغه وخت ته چې غمي اکا
يوازې يوزوى اوډېرې لوڼې درلودې او ده او مېرمنې يې دزوى دجوړه کېدلولپاره په زيارتونو جنډې او خپله لور په
نذر کې منلې وه ، الله ج يې سوال ومانه او د قادر له زېږ ېدو سره سم يې تره له ډېرې خوښۍ خپله لوردوه ميا
تينۍ فاطمه د هغه په نوم کړه او بيا قادر نازولى لوېېده ، نالوستى د کوڅې او بازار له هلکانو سره.، د کور
سر او سرسر دهغه و، اوهغه وخت چې پلار به يې د پېښور د اهاړ اوپشکال په ګرميو کې په شل کلدارو مزدوري کوله
خو د قادر جيب به يې تش نه پرېښود، د قادر نازولتوب او ګرانښت هغه وخت لا ډېرشو چې مشر ورور يې له
وسانو سره په مخامخ نښته کې په شهادت ورسېد،
انجنير فريدون ته هغه وختونه هم ورپه زړه شول چې
ادر لا نوى زلمى و چې غمي اکا خپله کونډه نږورډېره وهڅوله، چې له قادر سره نکاح ته زړه ښه کړي خو
هغې ځواب ورکړ چې سر سپينول ورته له قادر څخه سل ځله غوره دي . او ورور ته يې هم د هغه او فاطمې د واده خبره و
ياده کړه، خوهغه لوړه وکړه چې دې چرسي،بنګي ، بېکاره، د سپين ږيري پلار لاس ته ناست ته به هېڅکله هم خپله
ور ورنکړي . ده هم په قرض اوپور کوچيانى ولور برابراو ځوى ته بله ناوې راوسته .
د قادر د واده به لا
يونيم کال پوره نه وو چې د غمي اکا تره او تربور دخپل دود او دستور له مخې هم دغمي وروراړاېست چې فاطمه قاد
ته ور واده کړي او هم يې د هغه کونډه نږور مجبوره کړه چې قادرته کښېني، نو په يو دېګ وريجو يې قادر ته په يوه
شپه دوې ناوې راوستې .
که څه هم اوس قادر د درې ښځو خاوند شو ،خو په خوى او عادت کې يې هېڅ
بدلون رانغى، لا هم د کور فضا خړه پړه شوه، د کور لګښت ډېر شو، نور يې نو د مور پاسره هم ختمه شوه چې د هغه د چرسو
او هوس لپاره يې ورکړي، يوه ورځ چې په پيسو له مور سره ونښت، نو مېرمنې يې ورته خپله د سرو ګوته ورکړه،
خو دا پيسې هم ختمې شوې، بله ورځ بيا له مور سره د پنځو کلدارو په سر ونښت .مور ته د قادر ښکنځلود کور فضا بې
خونده کړه، درې واړو مېرمنو يې ورته ژړل ، قادر په وروستي ځل مورته له غوسې سور مخ ورواړاوه: (( د بې غيرته لورې،
ته مې نور په دې کور کې وګوره . )) ، او هماغه وو چې قادر ورک شو، درې ورځې وروسته د پېښور په ورځپاڼو
کې د قادر نوم هم د هغو کسانو په ډله کې خپور شو چې له يوه قوماندان سره د طالبانو پر ضد جګړې ته تللي وو
او طالبانو له پولې څخه د اوښتلو په دوهمه ورځ ټول نيولي وو چې بيا پوره څلور کاله د کندهار د جېل مېلمانه
و.
د قادرکورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ شوه. ،پلار به يې په سپينه ږيره ګټل او د قادر د خلاصون
لپاره به يې لګولې. خويندو به يې ورپسې ختمونه کول.
اخر هم قادر له ډېرو واسطو او منډو رامنډو وروسته له
زندان څخه خوشې شو، خو د کندهار جېل د قادر لپاره يوه مدرسه وه ، د څلور کاله بند په اوږدو کې د قادر ژوند،
فکر، اخلاق هرڅه بدل شوي وو ، دقرآن کريم تلاوت ، ليکل ، لوستل ، کسبونه يې ياد کړي وو،لمونځ اودس خو
هسې هم د طالبانو خپله ټېکه وه، اوس نو له زندان وروسته قادر هغه پخوانى چرسي بنګي او بيکاره، نه و، او
يو لمونځ يې هم بې جمعې نه کاوه.
مېرمنې يې دده په بدلون په جامو کې نه ځاييدې او آن د هغه څلور
کلن بېلتون يې هېر کړ .
خو درې مياشتې لا پوره نه وې چې دسپتمبر د يوولسمې پېښې را منځ ته شوې، امريکا په
افغانستان يرغل وکړ، پاکستان مېشتو علماوو يو ځل بيا په افغانستان کې داځل د امريکا پر ضد دجهاد فتوا
ورکړه، د شهادت د فضيلتونو، د حورو غلمانو، او دجهاد د فريضې په اورېدلو د قادر احساسات هم راوپارېدل، له ډېرو
نورو ځوانانو سره د جهاد لپاره لومړى کابل او له هغه ځايه په (( تشکيل))کې مزار ته ولېږل شو، او بيا څلورکاله ترى
تم و .
دانجينر فريدون په ذهن کې دقادر د٢٦ کلن ژوند دريکارډ دهر پړاوله تېرېدواواوس دده په اړه دمحکم
ې دحکم په ليدلو سره دهغه مخ سور اوښت، دبدن لړزه يې زياتېدله ،وارخطاشو په پخلنځي کې په دېوال پورې ځوړند د
ادر هغه بې ږيرې او سګرېټ په خوله پخواني عکس ته يې لاس ونيوه چې مور يې دخپل زړه د تسکين لپاره د خپل کارپه
ځاى کې لګولى وواو بې اختياره يې له خولې چيغه ووته: (( نه نه نه قادر ترورېست نه دى، دى دطالبانو مشر نه
دى، دى دسپتمبر ديوولسمې په پېښو کې لاس نلري ، پرده داعدام پرېکړه ظلم دى ...))
او دهمدې چيغو په اورېدلو
دزرينې ترور په لاس کې د چايو له پتنوس سره هغه هم پر ځمکه ولوېده او پر وښکي يې وينه راماته شوه
.