له ښکلا مجلې څخه
ليکنه د (
پوهنمل محمود نظري )
نن بيا لکه د پسرلي نوري د جمعې ورځي د بابا صاحب د زيارت د غره په شنه
او سمسوره لمن کي د سپېدارو، ولو، اکاسييو... غټو غټو ونو تر سا يې ﻻندي مېله وه ، د ښار له هرې لوري
زاړه، ځوانان اوهلکان دې خوا ته رهي وه ، چي ورځ دلته په خوشالۍ تيره کړي.
دلته بيا د طبيعت هر
بڅرکی اخته وو د خلکو د خوښۍ لپاره يې يو څه کوله : د ارغنداب د سيند د غړمبار او مستيو نه را پيدا سوي نرۍ وږ
مو د شنو باغو د شګوفې د مشکو او عنبرو بوی د ونو ﻻندي شيندۍ اود اوبو د ډکو لښتيو شور اوشرشربيا
د ارغنداب د سيند د غړمبار سره په ګډه يوه د سازنغمه جوړوله.
د ونو پاڼي بيا له پايزېبو سره دې خوندوري نغمې
ته زړه له اخلاصه تاو را تاواو نڅيدې او خپل يويو اندام به يې ريږدوۍ او يوه يوه بهﻻ له مستۍ نه له ښاخو
جلا او بې خوده سوه او په هوا کي به نڅېده.
چوغکي، بلبلان، څوڅوکۍ، چورندوکانو.... بيا غزلي او قوالۍ ورسره وي
ې.
ګڼه ګوڼه، بانډارونه، لوبي، خنداوي، ټوکي ټکالي، خوشالۍ، شور او زوږ د رنګارنګ پيتو( کسيټ) ږغونه، د
باب نغمه او له ليري نه د شپيلۍ ږغ بيا د اوبو د ډکو لښتيو د شور او د ارغنداب د سيند د غړمبار له
نغمې سره په ګډه يو لوی خپور آرکيسترجوړوی.
د کټوو، کبابو او تيينو بوی بيا د رنګارنګ ګلونو او شګوفو د بوی
سره يو ځای دعطرونو بکس خلاصوۍ چي يوه زړه کښونکي خوشبويي يې خپروله.
د ځوانانو تر مينځ خوسی، غيږي، توپ ډن
ه، پټېډونکۍ، ځغاستي... بيا دنڅېدونکو پاڼو سره يو دستجمعي اتڼ جوړوي.
رنګارنګ ګلونو بيا د ډول ډول خلکو سره
چي د چا لونګۍ، د چا لنګوتې، د چا د مريو رغچيني، د چا خامکي غاړي، څوک لوڅ سر، څوک له سدرۍ او پټو سره بيا يوه م
نظره جوړوله.
څوک ناست، څوک وﻻړ، يو يوازي ، يوه ډله، يو د وني ﻻندي، څوک پر کمبلي، څوک په غالۍ ،څوک پر
پټو او څوک ﻻ پر مځکه ناست ،چاکتوي باندي کړي ، چا پيتو ته غوږ نيولۍ او څوک پتي کوي، چي دې ټولو بيا د منظرې
نګونه جوړوله.
نن بيا جمعه وه، بيا مېله وه، بيا مستي وه،بيا جم وجوش وو بيا بيروبار وو. د کبابو، تيينو او
چايو خرڅونکو تجيرونه وهلي وه، د هغو دود او بويونه په ګډا-ګډا د خلکو سږمو ته ځان رسوی اوهغوی يې خپلي خوا ته
راکشوله.
په دې جم وجوش کي نا ببره سپاهيان کربين توپکونه پر اوږو په مېله ګډ سول، خلک هېښ پېښ پاته سول، م
يله يې پريښودله او د سپا هيانو پسې يې کتله چي دوی بيا څه کوي؟ او سپاهيانو بيا د مېلې هر سړي ته ځير ځير کتل
او يو يو به يېﻻ تر ﻻسه ونيوۍ او هغه لوی عسکري خېمې ته چي هلته وﻻړه وه بېوی او هلته بيا وهل او ټکول...
د څ
و تنو د نيولو وروسته دوه سپاهيان يوې ډلي ته چي د درختي ﻻندي ناست او د شنو چايو پيالې ورته پرتې او د اغاګي
پيتې ته يې غوږ نيولۍ وو ودريده يوه ته يې چي اوږده شمله يې وه اشاره وکړه:
را وﻻړ سه ځوانه کومندان صيب دي
غواړي!
هغه ځوان هم بېله دې چې څه ووايي وﻻړ سو، يو سپاهي تر مخ او بل تر شا د لويي خېمې خوا ته کوږ کوږ رهي
سو.
هلکانو لوبي پريښودې او خېمې خوا ته يې رش يووړ او هڅه يې کوله پوه سي څه خبره ده. خو سپاهيانو هغوی په لښتو
له خېمې نه ليري کوله.
(نايب الحکومه غنی خان د امنيې کومندان ماد اکبر خان ته امر کړی وو چي د بابا صاحب په ﻻ
ه کي څو لوچګانو خلک په عذاب کړي: د يوه نه يې په زوره هيندواڼه اخيستې ده او له يو بل نه يې په زوره له پښو چوټي
ايستلي دي.... نو ژر دا لوچګان پيدا کی!
د امنيې کومندان بيا د جنايي امر لومړي څارن اسلم ته دنده ورکړې وه چي
بابا صاحب ته وﻻړ سي ، نو هغه دلته خېمه وهلې وه او د اوږدو شملو واﻻپسي ګرځېدله).
جنايي امر اسلم په عسکري
خېمه کي پر چوکۍ ناست او لښتي يې په لښتي کي ايښي وې او هره لو شمله واﻻ يې بې پوښتني را چپه کوﺉ او لښتي به يې و
ته ونيولې، ځينو به د دوو- درو لښتو وروسته په زاريو او ژړا سوه، د هغه د ژړا سره سم به امر جنايي په چاقو د هغه
شمله ور پرې او لنډه کړه، وار چي د دې ځوان سو هغه خپله سدرۍ وايستله پوړ مخي پريوت، امر جنايي بېله پوښتني وهل
روع کړه، د لس – دولسو لښتو وروسته يې هغه ځوان ته وويل:
اقرار وکه!
ځوان چوپه خوله وو او هيڅ يې و نه ويل،ام
ر جنايي ﻻ په غوسه سو او هغه ته يې وويل:
که ما په تا اقرار و نه کۍ زه خپل نوم اړوم!
او بيا يې لښتي ورته بندي
کړې
امر جنايي د څو لښتو وروسته بياپه غوسه ورته وويل:
اقرار وکه چې دا کارونه تا کړي!
ځوان اوږې پورته او
ونډان ورته بوڅ کړل.
امر جنايي بيا لښتي ور ته ونيولې....
ستړی سو ، سا يې ونيوله او بيا يې هغه ته ووي
:
اقرار وکه! نور دي نه وهم
هغه په ځواب کي يوازي خپلي اوږې تر غوزو پوري يووړې ﻻندي شونډه يې رامخته کړه او
سر يې ورو وښوراوه
امر جنايې بيا لښتي ورته ونيولې، يوه لښته د ځوان په پلستر سوي ﻻس ولګيده او وينو پلستر
ته سوررنګ ورکړ، ځوان وه پلستر ته وکتل د ځان سره يې وويل: کوتنه واﻻ! او په چورت کي وﻻړ:
( دی د ګرشک په هډه کي
د يو سماوار په تخت ناست وو او چاي يې کولې يو ځوان چي پتلون يې اغوستۍ وو هلته د ده مخي ته تو کړه. دی ور
وﻻړسو هغه ته يې وويل:
ماخستن ميا صاحب زياته بزاتره!
هغه هم ورته وويل: سمه ده زياته که پوهېږې!
ده ټوله
په په ميا صاحب کي ورته تيره کړه خو پتلون واﻻ رانغی، نو ده هلته له ډيره خښمه ځان خپله په چاړه وواهه
نو د
هغه راهيسي يې پتلون واﻻ ته څه نه ويل ،که به هغه ښکنځل هم ورته وکړه پر ده بد نه لګيده نو په موسکا به يې له
ځانه سره وويل: کوتنه واﻻ دی او په زوره به يې هغه ته وويل: زه له کوتنه والو سره جنګ نه کوم!)
امر جنايي په
وهلو ستړی سو په چورت کي وو چي د ده سره څه وکړي؟!
په دې وخت کي د جيپ موټر د دريدو ږغ سو ټول سپاهيان يو ه ليکه
ورته ودرېدله، موټروان له موټره تا سو او دروازه يې خلاصه کړه، محمد اکبر خان کومندان له موټره تا سو، اسلم
امر جنايي په چټکۍ يو ګام ور مخی ته سو پښې يې سره وواهلې او راسته ﻻس يې تندي ته يووړ او يو څه يې ورته وويل
اوبيا دواړه د مېلې خوا ته رهي سوه. اکبر خان مخي او امر جنايي ورپسې سو، اکبر خان کومندان څه ويل او جنايي امر
صيب صيب ورته کوله،محمد اکبر خان کومندان دوري هوري وګرځيد او بيا د خېمې خوا ته راغی او په خېمه
ننوت ، پر چوکۍ کښيناست، خو سترګې يې پر هغه چهارشانه ځوان چي شا يې په ډېرو وهلو تکه شنه سوې وه پوړ مخي پروت او د
ماتو لښتو کوټه ورته پراته وه ولګېدې په اريانۍ يې سر وښوراوه وروﻻړسو د هغه خوا ته ورغی هغه يې پر شا وټکوی او
ورته يې وويل:
وﻻړ سه نامي!
ځوان هم وﻻړ سو خپله لمن يې کښته کړه.
محمد اکبر خان کومندان مخ د امر جنايي
خوا ته کړ او ويې وويل:
دی نه پېژنې؟ دا پايلوچ کپه نظر ماد دی، هره ورځ کومنداني ته د امضا لپاره راځي( اکبر
خان ټول پايلوچانو ته حاضري اچولې وه هغوی هره ورځ راتلل او مهر يې لګوی) ټولو سپاهيانو او امر جنايي هغه په
غټو غټو ستر ګو سر تر پايه تر نظر تیر کړ:
په قد ګردی اوچهار شانه ځوان وو، غټو غټو تورو سترګو او تاوتاو
پنډو برېتو يې مخ ته يو خاص درونوالۍ او مېړانه ورکړې وه، د اوږده د لس- پنځلس ميتره ټوکر نه جوړ سوی چوڼ چوڼ پ
توګ نه يې د پښو بجلکي ښکارېدې. ترخيصي اوږد کميس يې وو او غټه لنګوټه يې چي په مخ يې لکه سايبان سايه کړې وه
پر سر وه او تر ملا يې خردوم تړلۍ وو.
کومندان اکبر خان کپه ته وويل:
تا ولي امر جنايي ته ونه ويل چي ته نظر م
اد يې؟
کپه وټوخل، پزه يې کش کړه ، موسکا يې پر شونډو خپره سوه، امر جنايي يې سر تر پايه تر سترګو تېر کړ او په
خاص غرور يې وويل:
ما يې شوق نه ورماتوی هغه ويل که مي اقرار درباندي و نه کۍ زه خپل نوم اړوم او کټ کټ يې
وخندل
اکبر خان ورته وويل:
ځه نامي رخصت يې!
کپه خپله سدرۍ واغوستله، پټو يې له يوه کونجه ونيوی او کش يې کۍ
او چې د پټو کونج يې تر اوږې ورسيدۍ نو کوږ کوږ رهي سو
اکبر خان و امر جنايي ته ورو وويل:
د کندهاريانو سره په
خبرو کي پام کوه!
اسلم امر جنايي خپل د غوږو شا وګروله او له شرمه يې سترګې پر مځکه وګنډلې پر تندي يې د خولو
ليکه راښکاره سوه
کپه په ﻻره کي ودريد شا ته يې وکتل سر يې وښوراوه له ځانه سره يې ورو وويل: کوتنه واﻻ او
ورو ورو د باڼدار ځای ته رهي سو
سبا ته امر جنايي ځان له کندهاره تبديل کړ.
سهار د سپېدې
چاودو مهال چي ﻻ د ﻻس ګوتي سمي نه مالومېدې په سماوار کي يوه ځړېدلې کڅوڼه وښورېده او د يوه کرک ږغ پورته سو:
م
يو ميو ټک پرک. ميو ميو ټک پرک ...
د دې ږغ سره نوري ګڅوڼې هم په ښوريدو سوې:
ميو ميو ټک پرک .ميو ميو ټک پرک ..ږ
غونه راپورته سوه دا ږغونه د سوال او ځواب ډول کاوه، يوه به سوال کاوه څو به ځواب ورکاوه يا څو به سوال کاوه
يو به ځواب ورکاوه دې نارو د سهار چوپتيا ماتوله او زړونه يې خوشاله وله او تيز ګامه ﻻروي به يې لږ ټکني کړه.
د ناني کاکودسماوار مخي ته پيروی واﻻ د ډکو سطلو اوکاشينو ، ﻻسي ترازو څو کاڼو او ماتو خښتو سره ناست وه.
د سماوار شاګرد په جارو او د مساپرو د بسترو په ټولولو اخته وو، يوه په ګډوه اودس تازه کاوه ، دوه بيا په داسې
حال کي چي په پټو يې ﻻسونه او مخونه وچوله په تلوار د ماجد خوا ته رهي وه. د يوې ريکشا ږغ چې مساپر يې د بسو هډې ته
رسوله له ليري اوريده کيده او چوپتيا يې نوره هم خرابوله. په مېوو او ترکاريو بار د بوداګانو د غاړي د زنګولو
ږغونه ښار ته وار په وار را نژدې کېدله.
ټپين ستار پر خره سپور د ايخ ايخ په ويلوسره راورسيد ،له خره تا سو
بيله دې چي د پېروي بيه وپوښتي د پېروي ډک سطلونه يې په خپل سطل کي چپه کړل او ويي ويل:
څو سوې؟
پېروي واﻻ په
ګوتو شمېرل پيل کړه: دوه سوه....
ټپين ستار بيله دې چې د هغه خبرو ته معطله سې د هغه په لمن کې يې ښه ډيري پيسې و
واچولې. پيروي واﻻټپين ستار ته په اريانۍ سره وکتل او له ځانه سره يې په خوشالۍ په پوټه خوله وخندله
ټپين
ستار له څنګ ډوډۍ خرڅونکي نه څو تودې ډوډۍ چې پر ميخو ځړيدې رانيولې بيرته پر خره سپور او د ايخ ايخ په ويلو په
تلوار د باغ په لور رهي سو.
هلته په باغ کي توره چايجوشه د ده په انتظار ايشېده.
(برايي شپه دلته په ميرزا م
اد خان کلا چې د اغا جان په باغ کي بيا د پايلوچانو بانډار و د باغ د مېوو د خرې( ټولولو) په ځای کي کمبلي اواري وې
د اليکينو ړنا ته يوه ډله ناسته وه او يوه - يوه به په وار د چلم د سر خانې سکروټه تازه کوله او ورسره نک
ونه هم شروع وه.شپه کرار- کرار پخېدله، سپوږمۍبه د تورو اوريځو شا ته يو وار نيامه او بيا به ښکاره سوه،د نغري
دود د باغ فضا ډکه کړې وه. د مادرزوميانو او پېريانو کيسې وې د شپې په پخيدو سره بيا دا کيسې ﻻ توديدې.
داود
ويل زه يوه شپه ناوخته پر آس له ماله جاته سرپوزې ته رهي وم په لاره کي مي يو وری وليدي چي بع بع يې وه ما له ځانه
سره وويل:
دا به د چا له کوره راوتلۍ وي ګيدړي به يې مړ کړی، نو ورتا سوم هغه هم په دې نيت چې سبا به د هغه د
مالک پوښته کوم، وری مي تر شا پر آس وتړۍ او رهي سوم دوه باغ ﻻ نه وم تير سوی چي د آس ستمی او زګيروی مي تر غوږو
سو، ښه هغه ته ځير سوم، هغه سا په اوږو شړله او نفسک يې واهه غوږونه يې ځړيدله، کرار کرار لکه په خټه کي چي خيژي
تۍ ﻻس مي په غاړه ورتير کۍ په خولو کي لوند خيشت وو، زه اريان سوم چي دا ولي؟ خو د کوم شي د کشېدو ږغ زما دا ا
ياني نوره هم زياته کړه، ديخوا هاخوامي په وارختايي وکتل ، يو شی راپسې څکېدی. چي وري ته مي وکتل د هغه
پښې اوږدې سوي وې او پر مځکه راپسې څکېدې ،د بدن ويښتان مي جګ- جګ ودرېدله، ﻻسونه او پښې مي سوست سول او زړه مي ډوب
سو، ﻻره رانه ورکه سوه، نو سترګي مي پټي کړې او بسم الله مي کړه او په دواړو ﻻسو مي وری له آس نه ﻻندي وغورځوۍ،
آس وششنېدی د مخ پښې يې پورته او ټوپ( خيز) يې وواهه او په ځغاسته سو . ما سترګي خلاصي کړې کلمه مي وويل بيا مي تر
ا نه دي کتلي ، خوشاله سوم خود نوشجان له ويالې لږ تير سوم چې د يو باغ له مورۍ نه بيا د يوه وری بع بع
سوه آس ودريد او شا ته يې زور واهه په ډيرو واهلو مي هغه د مورۍ له مخي تېر کړ، له شا نه چا زما نوم په پوس
پوسي ياداوه:
داوده!، داوده! او داوده!...
د بانډار ناست کسان چي تر اوسه يې په غټو- غټو سترګو او خلاصه
خوله غوږ غوږ وه په ښورېدو سوه ، يو يو به ﻻ د باد رېزه مېوو په رالوېدوسره د مخ بڼه والوته ، جټکه به يې وخوړله
او ورو به يې له سترګو له کونجو بغلو او شا ته وکتل او د پښو د ستړيا په پلمه به لږ نور را مخته سو.
کپه
نظر په دوو ګوتو ناست ځنګونونه يې پورته درولي وه او د اوږد کميس لمن يې پر راکش کړې وه او ﻻسونه يې پر ځنګونونو
را څر خولي وه، توره غټه لنګوټه يې تړلې وه چوپ او بې حرکته ناست وو او غوږ يې نيولۍ وو.
داود زياته کړه:
ويښتان مي پر بدن جګ- جګ ودرېدله، له هره باغه چي تېرېدم په پوس پوسي او خندا يې وويل:
چش - چش
داوده...
لږ چي نور وﻻړم بيا د يوه وري بع بع سوه آس ودرېدۍ ،وهلو فايده نه کوله، هغه همداسي شا ته زورنه
واهله او پر شا تی ، زه له آسه تا سوم په پټو مي د هغه سترګي او غوزونه وتړله د کيزې مي ونيوۍ او د موری مي تير کۍ
او په چټکو چټکو ګامو له باغو نه ووتم د آس سترګي مي ور خلاصي کړې ، پر سپور سوم او هغه هم په ځغاسته سو.
بوچ ک
يم وويل : هغه بله جومه شپه په بانډار کي شوړ سليم مخ انډوالانو ته کۍ اوويي ويل هر چا که همدا اوس چي نيمه شپه
وه وﻻړۍ او ميخ تويله يې د مومن خان په قبر وه ټکواهله زه سبا دې ټولو انډيوالانو ته تر مړيدو پوري د اجي( ح
اجی) احدد پالودې مېله ورکومه!
ژړ ولي وﻻړسو او ويل يې زه ځم زياته بزاتره!
بيا يې له باغ له مينځه يوه مېخ
تويله راويستله پټو يې کش او له باغه ووت، د مومن خان غونډۍ نژدې ده، خو ژر ولي بيا له شپې را نغلۍ سهار مو دوه
تنه واستول چي ورسي حال مالوم کي، هغو وليدله چي ژړ ولي ميخ تويله پر خپله لمن ټک واهلی وه او د وﻻړيدو په وخت
کې يې زاره چاودلې وه او مړ پروت وو.
چوک بصير ،پک زمری او چټک سيدو په خندا سول او له خندا يې ځانونه مړه کړل. م
حمد ي هغو ته وکتل او ويې ويل ډير مه خاندﺉ که رښتيا ناميان ياست بيا راځۍ يو شرط وکوو: بيا يې د رانجو کڅوڼه او
سلايي پر کمبله واچوله او ورسره يې وويل:
که هر يوه د غره په شامۍ( پخوا به يې په هديره کي دقبرو په ځای يوه
ويه زير خانه جوره کړه او هلته به يې مړي څنګ تر څنګ پريستله چي دا زير خانه به ډکه سوه نو د زير خانې د
وازه به يې وربنده کړه) د ټولو مړو سترګي توري کړې هغه نامي دی.
يو ګړی چوپه چوپتيا سوه او ټوله په سوچونوکي
وب سوه، چا مځکې ته کتله، چاپه ګوتو لوبي کولې چا ﻻ خپل څټ ګروﺉ...
محمدي زياته کړه: آ وه نو زور غواړي
زياته! د مړو د سترګو تورول د ښامار زړه غواړي، هر چا که دا کار وکۍ زه هغه ته خپله خور ورکوم او که يې ونه کۍ خپ
ه خور به را کوي!
هيچا څه و نه ويل، سرونه ځړيدل او سترګې په مځکي ګنډل سوي وې، مشکل کار وو او دروند شرط، د و
ځي چا جورت نه سواي کوﻻی شامۍ ته يوازي ننوزي دا خو ﻻ نيمه شپه وه....
چا سر نه خلاصوه او سرونه کښته
ځړيده .
محمدي بيا دا وړاندیږ تکرار کۍ هر چا که دا کار وکۍ زه هغه ته خپله خور ورکوم او که يې ونه کۍ خپله خور
به را کوي! او زياته يې کړه :لکه چی کوم نامي نسته؟!
کپه سر راپورته کۍ او محمدي ته وويل: ولي کندهار بې ناميانو
دی زويه زياته بزاتره ، زه ځم را که هغه د مور د... سلايي دي،
له ځايه وﻻړ سوخپل پټو يې وڅنډۍ هغه يې له يوې څ
نډي ونيوۍ او کش يې کۍ او چي د پټو څنډه يې تر اوږې ورسيدله نو کوږ- کوږ يو بغله رهي سو. محمدي خپل ورور ستار ته
سترګه ټينګه کړه او هغه هم د کپه په ډاډ وﻻړ سو.
کپه نظرد باغونو په تنګو او کږو وږو کوڅو کي د شامۍ خواته
هي سو د لنډو ﻻرو پسې ګرځېدۍ د باغ له مورۍ نه لکه مار وتۍ او له نخرو نه لکه غرڅه اوښتۍ له کوشنۍويالو نه
غورځيدۍ او له غټو ويالونه د لرګونه په جوړ سوو پلونو او تيرونو تېرېدۍ او له يوه نه بل باغ ته لکه تارو الوتۍ .
سپوږمۍ د اوريځو شا ته پوټه وه ، نری باد چلېدۍ له کنډوالو نه د بومانو آوازونه په باغو کۍ ازانګې کولې، او د
چنګوشو قور - قور نارې اوريدل کېدې، له غټي هديرې نه د تېريدو په مهال يې يوه يوه ګيږکه لېدله چې ځغلي ،
دده په ليدو به سنجابونه له يوه ښاخه بل ته په ګغ - ګغ سره ټوپونه کړله. کپه سيده رهي وو دېخوا هاخوا يې نه کتله
او هله- هله ځان يې د شامۍ خولې ته ورسوۍ
سا يې ونيوله، يوه پټه ﻻندي ورتا سو کرار يې د شامۍ کوشنۍ دروازه پو
ي واهل د دروازې د خلاصيدو د زګيروي ږغ او غونجا لکه له خوبه چې راکښينستلې وي پورته سوه تا به ويل چي مړي ته څه
وايي او خبر ورکوي.
کپه د سدرۍ له جېبه د اورلګيت کوتۍ راويستله يوه خاشه يې ولګوله د هغه په ړنا کي يې
ديخوا هاخوا وکتله بله او بله خاشه يې ولګوله کښېناست په مځکه يې ﻻس وټپوۍ او يو شی يې په ﻻس ورغۍ بله خاشه يې و
ګوله او شيتان څراغ يې ولګاوه، هغه يې په ﻻس کي ونيوۍ او د زير خانې و اخير ته وﻻړۍ، هلته يې د يوه مړي څنګ ته
ګونډې ووهلې.
هلته ډير بد تيز او توند بوی وو، د زير خانې د زېم، د مړو، د کاپورو او مړو مږو بوی انسان خپه
کاوه ، کپه پزه په شمله وتړله او د لومړي مړي کفن يې خلاص کۍ سترګي يې ورکش او په سلايي ورتوري کړې د هغه
کفن يې بيرته وتړۍ او يو بغل ته يې کۍ بيا دوېم ته کښېناست همداسي درېم او څلورم ته په دې وخت کي اووم مړۍ وښو
يدۍ سر يې راپورته کۍ او په زګيروي يې کپه ته وويل:
ژر کوه زما سترګې را توري که!
کپه بيله دې چې مخ ورواړوي او
هغه ته وګوري هغه يې يوه ټينګه چپلاخه وواهه او ورته يې وويل:
وده چي وار دي راسي!
هغه مړی هم ټوپ کړل او
له شامۍ ووت او د هغه په غورځېدو سره شيتان چراغ هم مړ سو. کپه بيا خاشه ولګوله او شيتان چراغ يې ولګاوه او د نو
و مړو سترګي يې په وار سره ورتوري کړې. شيتان چراغ يې پوه کړ او له شامۍ نه راووت او بيرته د باغو په خوا رهي سو
او چي باغ ته ورسيدۍ محمدي د خپل خور تار او ستن مخي ته ورته کښيښوله.
کپه ورته وويل:
ستا خور په دين او
دنيا زما خور ده، پر ځای يې موږ ته د نن سهار د پيروي مېله راکه!
نو هغه وو محمدي خپل ورور ستار ته اشاره وکړه
او هغه چې د مخ يوه خوا يې سره وه د پيروي پسې له باغه ووت.
کپه لکه تل غټه لنګوټه چي پر
مر سوځلي مخ يې سايه اچولې وه په سر، خردوم تر ملا، پر آس سپور او دوه پاپيانو يې د آس پسې ځغستله د مهر لګولو
په خاطر د کومنداني خو ا ته رهي وو، خلکو په پوټه يو بل ته ښودۍ:
هغه دی کپه نظر! کوم يو؟ هغه پر آس سپور
يادوم.
د وﻻيت و مخي ته ډير خلک را ټول وه او هره خوا ته سپاهيان د خپلو پنځه ټکه توپکانو سره وﻻړ او د
ديوالو له سره يې د وﻻيت دننه نښان نيولی وو ،پر بامو هم سپاهيان پراته او د توپک ميلونه يې د وﻻيت خوا ته
نيولي وه، کپه له ځانه سره وويل:
بيا څه خبره ده؟
د کپه په رانژدې کېدو سره خلک سره ليري سوله او ﻻره يې
ورکړه، يو سپاهي د کپه خوا ته ورغۍ هغه ته يې عسکري سلام وکۍ او په ادب يې ورته وويل:
صيب کومندان صيب دي
غواړي!
کپه په برېتو کي وخندله او له آسه تا سو، د آس کيزه يې و سپاهي ته ورکړه او د کومندان
خوا ته چي د ډيرو نورو صاحبمنصبانو او درو توريستانو په مينځ کي په چورت کي وﻻړ وو ورنژدې سو ، د تو
يستانو په مينځ کي يوه ښځه هم وه کپه د هغې په ليدو تر شا سو او سترګي يې کښته واچولې او ويې ويل:
سلام صيب!
کومندان له روغبړ وروسته ورته وويل:
د دې توريستانو يو پرانګ چي له هلمند نه يې راوستلۍ وواو غوښتل يې هغه
جرمني ته يوسي، خو دلته له قفسه وتښتېد او وﻻيت انګړته ننوت، د دې لپاره چې هغه خلک و نه داړي موږ غواړو هغه
وولو. خو دا توريستان زارﺉ کوي چي هغه مه وژنۍ هغه ژوندی ونيسۍ، نو ونيسه نامي که دي ورته ونيوۍ!
کپه بېله دې
چي څه ووايي د وﻻيت له ديواله ورپورته سو او د وﻻيت انګړ ته دننه وروغورځيد،دباندي درختو په ښاخو ناست او
ځړېدلي هلکانو،يو د بل په اوږو سپاره او په لوړو دېوالو او بامو ناستو خلکو، په سړک ، په ﻻريو او سرويسو
اوپه ليړيو وﻻړو سيل بينو، سا نيولې وه چي څه کيږي. د آرګ د سړک په دواړو غاړو ناستو خرڅونکونارې وې:
د شور
اندام پټاټې درواخلۍ، تازه تربوچه، نيم ګزی درواخلۍ زړه په يخ کۍ. د بابا حلوا وخوری، يخي - يخي شولمبې د زړه
زنګ مو ليري کوي، تور بانجڼ...ږغونه کرار - کرار لږېدل او خلک د وﻻيت خوا ته رش راوړی ان د چارسو، ښکاپور ،
هرات او کابل بازارونه خلک په چټک ګامو د وﻻيت خوا ته را مات او هلته به په سا نيولي ټوګه غوږ - غوږ سوه.
کپه
د وﻻيت په غولي کي سترګي ديخوا آخوا په احتياط لغړولې، موچڼي يې د ديوال يو کونج ته کښېښولې، سدرۍ يې
وايستله هغه يې کرار کت کړه او د موچڼو پر سر يې کښيښوله همداسي يې خردوم له ملا نه خلاص کۍ او د سدرۍ
ﻻندي يې کښيښوی، او په کرار يې لسټونی راونغښتله، پټو يې په ﻻسو کي ونيوۍ او څو ګامه مخی ته وﻻړ، بيا يې سترګي
ولغړولې خو پړانګ يې تر سترګو نه سو نود حوض تر څنګ درختو خوا ته کړوپ - کړوپ او کرار کرار ورغۍ، يو
ناچاپه يې پام سو چي پړانګ د توت په درخته کي و بريد ته چمتو وﻻړ دی. ده هم بې له ځنډه خپل پټو په ﻻس کي ورته
وښوروۍ او د سترګو په رپ کي پرانګ په ده باندي ټوپ کړ او دواړه لکه دوه پهلوانان سره غيز په غيز سول اوح
ملې يې سوې ، له مځکي خاوري او دوړي هوا ته پورته سوې
هغه چا چي دوي يې لېدله سا يې په سينه کي بنده کړې وه او په
ړدو - ړدو سترګو ګوته په خوله يې ورته کتله، او يوه - يوه به ﻻندي خلکو ته د مسابقې ګزارش و
کاوه:
کپه پورته دي . هغه دي، هغه دي، پړانګ پورته سو. آ آ ...
خلکو د انسان او پړانګ پهلواني په نکلو کي او
ېدلې وه خو اوس يې په خپلو سترګو لېدله نو سا يې په کوګل کي ايساره کړي وه او پهلواني يې څارله. يو وار به يو کښته
سو بيا به بل ، د پړانګ غوړمبی وو ځينو له وېري سترګي پوټي کړي وې او د چا چا ﻻ شونډان ښورېده
.پړانګ به چي پو
ته سو نو وبه غوړمبيد او کپه به چي پورته سو د زويه زويه نارې به سوې
. د پهلواني ميدان وو يوه هم نه غوښتله م
ات سي ، د هر يوه د ماتېدو سره هغه له مينځه تلۍ، د خاورو خاکه کېدۍ ،نو ځکه زور وهل، اوښتل رااوښتل، غوړمبۍ ، نارې
او دوړي وې...
لس – دولس دقيقې وسوې چي کپه ﻻندي او پړانک يې پر سرپروت او غوړمبی يې وو خوله يې په وينو لړلې او
مونګاچي يې اچولې، دوه – درو سپين ږيري پټو سترګو ته ونيوۍ او له بامه تا سول، توريستانو چي سا يې په کوګل کي
بنده کړي وه په سترګو کي يې اوښکي لغړيدي نو کومندان ته يې وويل:
تاسو کوﻻي سۍ په پړانګ ټکان وکۍ!
کومندان هم
امر وکړ چي ټول سپاهيان دي مرمۍ تيري او نښان دي ونيسي، سپاهيانو هم مرمۍ توپکو ته ورتيري کړې او له هري خوا يې
نشان ونيوۍ. خو پهلوانانو ښه ټينګ سره نيولۍوه.
خلک نور نامينده سوه خو يو ګړی وروسته د کپه د زويه زويه
ږغ پورته سو او پر پړانګ راواوښت، د خلکو په سترګو کي له خوشالۍ نه اوښګي ولغړيدې او د ځينو ﻻ بې اختياره اوښکي
توی سوې. دواړو زورونه واهله کپه همداسې پر پړانګ پروت وو او د هغه پښې او ﻻسونه يې ټينګ نيولي وه، او ک
ار کرار د پړانګ غوړمبی او زورواهنه سوست او ارام سول ، پړانګ اوږد اوږد وغزېد ، کپه له پړانګه پورته سو ،
داسي بريښيده چي پړانګ تسليم سوی وي ،پړانګ د کپه له پښې نه خپله داړه ويستله او سر يې کښته وځراوه او لکه
اوزګړی پورته سو، ځان يې وڅنډۍ او د کپه مخي ته په ادب ودريدۍ، د کپه په شونډو موسکا خپره سوه، خپل څ
يري څيري پټو يې د پړانګ په غاړه کي ورواچوۍ اود لونګۍ نه يې يوه ټوټه پرې اوخپله پښه يې پر وتړله ، پړانګ يې
په شا وټکاوه او ورته يې وويل:
درځه زويه زياته به زياتره!
پړانګ د کپه اغېزناکو سترګو ته په مړو سترګو
وکتل او ورسره رهي سو، خلکو په هېښتيا سره يو بل ته کتل، يو وار بيا د واه واه د نامي زو نارې او د خوشالۍ چيغې
پورته سوې او دې چيغو ټوله فضا ډکه کړه، ځينو ﻻ ژړل او له سترګو يې اوښکي بهېدي او چا چا ﻻ خپل پټوان پورته پورته
غورځوله.
کومندان اکبر خان په کالو کي نه ځايده، ،د وﻻيت دروازه خلاصه سوه، کپه د پړانګ په غاړه کي لکه دق
بالي پسه پټو اچولې او ارام -ارام او کوږ -کوږ د باندي را ووت. سپاهيانو خلک پوري وهل او ﻻر يې ورته خلاصوله،
کپه پړانګ د هغه موټر شا ته چي قفس په کښې پروت وو پورته کړ او خپل قفس ته يې دننه کړ او د قفس دروازه يې په
هغه زنځير چي هلته پروت وو وتړله، پړانګ د تعظيم لپاره سر په مځکه ورته کښېښوۍ، کپه له موټر له شا نه تا سو دده
ه تا کېدو سره سم يو وار بيا د خوښۍ نارې پورته سوې:
واه واه د نامي زو، د مور شيدې...
او ورسره د شور اندام
پټاټې درواخلۍ، تازه تربوچه، نيم ګزی درواخلۍ زړه په يخ کۍ. د بابا حلوا وخوری، يخي يخي شولمبې ...ږغونه پو
ته سول خو ځيني خلک ﻻ وﻻړ وه او د وﻻيت خوا ته يې په حيرانۍ سره کتله.
توريستانو له ډيري خوشالۍ خندله، اکبر
خان کومندان دوې لونګۍ او يو پټو کپه ته ورکړه، کپه په خپل ډول لونګۍ وتړله، يو سپاهي د هغه سدرۍ، خردوم او
موچڼي ورته راوړې کپه سدرۍ واغوستل، موچڼي يې په پښو او خردوم يې تر ملا وتړۍ
يو توريست له جېبه د لوټو يوه
بنچه راويستله او کپه ته يې ونيوله، کپه بيه دي چي و هغه ښځي توريستي ته چي له خوشالۍ يې غوښتل کپه په غيز کي
ونيسي وګوري،هغه توريست ته وويل:
دا د دي سيا سري پوړنۍ دی .
. کپه د خپل آس خوا ته رهي او په سپور
سو
اکبر خان کومندان ورباندي ږغ کړل:
وايه څه غواړې نامي؟!!
کپه د هغه خوا ته مخ ورواړوۍ دغوږ شا يې وګ
وله او ويې ويل:
دا ازيري( حاضري) مازيري دي درګرځوه!
او د ښکارپور دروازې خوا ته يې آس چو کړ
د تو
يستانو سترګو تر هغه چي دی تر سترګو نيامېده هغه بدرګه کاوه.
دا کيسه لمړﺉ ځل په ښکلا مجله او
بیا په بېنوا ويبپاڼه کي خپره سوې ده ( پای )