مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کمپيوتر

ولي شاه طبيب

 ولي شاه طبيب ليکنه
 کندهار/افغانستان
 هغه دکمپيوترشاته ناست و دکمپیوترموږک يي په راسته لاس کي نيولی و کله به يي شا اوخوا راګرزاوه اوکله به يي داشاري اويا منځوي ګوته دموږک له پاسه کښيکښل او کليک کليک به یی دوړي کوټي چوپتيا ماتوله،اودچايودغوړپ کولوسورهاري به يي دکمپيوتردکليک کليک ږغ په ځان کښي ورک کړ .دسهار راهيسي یي ښايسته ډيرکارکړی و.اوډيرکارونه لاورته پاته ړددفترامردتيرودرومياشتوراپورځني غوښتی ړچه په کمپیوترکښي يي داخل کړي .دادجانان لپاره لوی ازمون و هغه دانوکري په ډیرو ربړواوزحمتولاس ته راوړي وه دنوکري يوشرط داو چه جانان به پسله وخته دريس صاحب زوی اولورته کمپيوتر ورزده کوي ،پسله رسمي وخته به دريس صاحب کورته ورځي او دوه ساعته به نيلو او زمري ته دکمپيوتر درس و کوي ،دکاردشروع يي ډیري لږي ورځي تيري سوي وي کوښښ يي کاوه چه په کارکښي هيڅ کمۍ نه وي .مخکنی کمپيوترکارټول ددفترکمپيوتري اسناد وران اويا داسي کنګل کړي وه چه بل چا هغه ته لاره نه سوای پيداکولای ،نوجانان غريب به ټول کاغذي اسناد يو په يو کتل اودهغه څخه به يي ارقام اوشميري راټولولي اودهغه څخه به يي مياشتني راپورونه جوړول .
 ايله چه ددوومياشتو راپوريي برابر کړی ړ اولګيا ړچه ددريمي مياشتي راپورهم جوړکړي .دالماري نه به يي په خاورو اودوړوککړي دوسيي رااخيستلي اودهغوڅخه به يي لازم معلومات راټولاوه. دوسيه يي پرله اړوله چه دکوټي دروازه خلاصه سوه اوددفترچپراسي راننوت اوپه داسي حال کښي چه دنصواروډبۍ يي په لاس کي سره اړاوه جانان ته وويل ياره ريس صاحب غوښتی يي ،ورسه، بي خاره نن دريس صاحب طبيعت ښه دی . جانان لاسونه په دستمال پاک کړه ، ستوني يي راکښته کړه ، وړه کتابچه ورسره واخيستل اودريس کوټي ته ورننوت ،جانان څه تلولی ړ سلام يي وکړ ريس چه په تيليفون لګيا ړ دسرپه اشاره دجانان سلام ته جواب ووايه اومقابل طرف ته وويل انجينير صاحب ته يو سم ټيکه دار راپيداکه چه دغه زما مارکيټ ګي راجوړکي ، کوچنی مارکيټ دی دري منزله دی ،ما خوډيري پروژيت تاته درکړي دي نواوس ستا واردي ،ريس دمقابل طرف دخبروداوريدولپاره يوه شيبه چوپ ړ،بيايي وويل ښه دی خو زه غواړم چه داما کيټ ژرجوړسي ،تاته خومعلومه ده چه دحکومت چوکي نن سته سبا نه سته اوبياشخصي کارډيرښه دی ،نوري خبري په تي يفون نه کيږي سبا شپه ډوډي ته راسه پوره مجلس به وکړو دخدای په امان ،ريس صاحب ګوشي کښيښوده او جانان يي داسي مخاطب کي :هلکه داسي سخت نوم دي دی هيرمي سو وايه نوم دي څه دی دانو خدای ج ته ښکاره ده چه رشتيا يي ويل او که يي قصداځان ناګاره اچاوه چه ديو ادنا مامورنوم ډيرژر زده کړي ، جانان وروړاندي سو اوويل چه صاحب نوم مي جانان دی ، ريس وويل چه راپورڅنګه سو ؟ جانان اوس جواب ورکاوه ريس موقع ورنکړه اوويل چه په دروورځوکښي راپورغواړم او ددي لپاره مي راوغوښتي چه زه کابل ته راپوردځانه سره وړم اوهلته يي په پروجکټرپه لويه جلسه کي ښکاره کوم ،فکردي ونيسه چه وزيرصاحب هم هغه جلسي ته راځي اوښه ښه ګرافونه جوړکه ،هغه دکندز ريس داسي ښه رنګارنګ ګرافونه جوړکړي وه داغسي ګرافونه به جوړوي هغه دايروي ګرافونه دي هير نه سي ،او بل زمری اونيلو څنګه دي کمپيوترزده کوي که نه؟ جانان موقع غنيمت وګڼل غوښتل يي چه ووايي چه هغوی تراوسه واړه ماشومان دي ،دوي بايد په دي سن کښي يوازي دښوونځي درس ووايي خوريس دده خبره په خوله کي وروچه کړه وويل مهرباني مهرباني ځه ورسه کاروکړه ، جانان همداسي راووت، کله چه کوټي ته راغي دکوټي ملګری يي هم راغلی و هغه مسن سړی و په مامور اغا مشهوره و پخوانی م امورړ اوښه ټايپيست هم ړ خو دکمپيوتر څخه يي بدراتلل جانان يی هم ترسترګوښه نه ايسيدي او کله کله به يي برملا ويل چه داداوس زماني ځوانان داسي دي لکه کبان که دي دکمپيوتره ليري کړه بس صاحبي منه ته به وايه چه مړه سوه ، که برق نه ړ دوی لاس تر زنه ناست دي .
 جانان دماموراغا ډيراحترام کاوه، هغه به هرڅه ويل خوجانان به په خنداهرڅه ختم کړه . جانان پرچوکی کښيناست او ديوڅوشيبولپاره په چرتونو کښي ډوب شو ، سترګي يي سره وموښلي اوکمپيوتريي چالانه کړ ،هم هغه کليک کليک بيا شروع ثسو.مامور اغا راولاړ سو دجانان په خواکښي همداسي چپ ود يد ،لاسونه يي پرځيګريوتربله سره تيرکړي وه او کمپيوترته يي کتله ،جانان دايکسيل پاڼه خلاصه کړي وه او اعداد يي داخلول ،ماموراغا پوښتنه وکړه چه ته اوس ماته ووايه چه ته څه کوي ،جانان ورته وويل چه په دغه جدول کښي څومره اعداد دي ،داته په څومره وخت کي جمع کوي ،ماموروويل ياره په لس دقيقي کي به وسي ،جانان ورته وويل چه ګوره په دايوه کليک داټوله اعداد جمع کوي ،ماموراغا وليدل چه رشتيا هم همداسي ده ،ژر يي کلکوليتر دجيبه اويوست اودامتحان لپاره يي يوستون جمع کړ درست همداسي حاصل جمع يي ورکړ ،جانان ورته وويل چه ګوره زه اوس تاته ښيم چه زموږددفترفعاليت په تيرودوو مياشتو کي څه ډول دی ،په ګرافو خوبه پوهيږي . ماموراغا چه دکمپيوترت اغيزي لاندي راغلی ړ وويل هوياره دبودجي پلان ما دګراف په ډول جوړاوه پنسل ،رنګه قلمان اوپنسل پاک به مي کار کاوه ، جانان ورته وويل ګوره په یوه کلپک ګراف جوړوم ،ماموراغا وليدل چه څه ډول ښکلی ګراف په کمپيوترکښي جوړسو ،ماموراغا وليدل چه دبودجي مصرف په فيصدي په هره مياشت کي په ښکاره ډول معلوميږي ،دبودجي بلانس اونو جزيات ښکاري ، جانان څه نوري اساني مانوري ورته عملآ ښکاره کړي .نورنو دماموراغا باور پرکمپيوترپيداسوی و او جانان ته يي هم نيت سم سوی و .
 جانان پوهيده چه راپور خوبه جوړوي او بيابه هغه وريس ته تشريح کوي ځکه هغه په کمپيوتر نه پوهيده اوهغه بيا داټول راپوردوزارت په عمومي جلسه کی تشريح کوي، دجانان لپاره دراپو جوړول ګران کار نه و بلکه دريس پوهول ډیر ورته ګران و ځکه هغه حتی دکمپيوتر په اساساتو هم نه و خبر . دبلي خوا کمپيوتر هم پخواني و او چټک نه ړ کوم نوی کمپيوتر چه دفتر ته راغلی ړ هغه ريس صاحب کورته وړی و . جانان مجبوره و چه داټولي سختۍ‍ او ناخوالي پرځان يوسي ،ځکه چه دادجانان لمړي نوکري وه او غوښتل يي چه ثابت قدمه اوهوډمن واوسي .
 هرماسپښين به دريس صاحب ماشومانو ته تلی او هغوی چه دښوونځۍ په دريم او څلورم ټولګۍ کي وه دکم پيوتر درس ورکاوه ،خودبده مرغه هغوی دکمپيوتري لوبوسره زياته مينه لرله ، جانان کوښښ کاوه چه هغوی ته څه زده کړي.
 بالاخره جانان ددرومياشتوراپور جوړکړ .اوس دکارسخته اوګرانه برخه پاته وه هغه دريس پوهول وه . ریس ته ورغی پسله سلامه يي ورته وويل صاحبه راپورتياردی . ريس وويل ډيرښه ماسپښين چه ددرس لپاره راځي ماته يي تش يح که . جانان کوټي ته راغی او راپوريي په فلش(دمعلوماتودساتلو وړوکي اله) کي کافي کړ، اوماسپښين دريس کورته ورغی لمړی يي ماشومانو سره کار وکړ ، ريس صاحب ته څو ميلمانه راغلي وه . مازديګر مهال ړ چه ريس دميلمنو څخه فا غه سو ،مستقيم دماشومانو کوټي ته راغی ،جانان ورته ولاړسو سلام يي وکۍ .ريس دسرپه اشاره وعليک کۍ اوماشومانو ته يي وويل چه کور کښي لوبي وکړي ،جانان مخکي له مخکي فلش کمپيوتر سره پيوندکړی و څوځله يي کليک کليک وکړ او اپور يي دکمپيوترپرمخ راووست،ريس ته يي تشريحات شروع کړه ،هره پاڼه يي ورته تشريح کړه خو ريس بيچاره به په هيڅ نه ړپوه ،دري ځله يي ټوله راپورورته په زور اوزيرورته ووايه اوهمدارنګه يي دممکنه سوالونو جوابونه هم و ته وويل ،ريس ټول مهم ټکي وليکل ،اوجانان ته يي رخصت ورکړ ،جانان ډير خوشحاله ړ چه بالاخره يي راپورجوړکړی و،يوازنۍ انديښنه يي داوه چه راپوريي په کابل کي قبول سي ،اوريس هغه په درست ډول شرحه کړي .څوورځي وروسته کله چه راورسيدی نوډيرخوشحاله و ځکه چه وزيرصاحب ورته دښه کارکولورسمي تصديقنامه ورکړي‌‌ وه .
 خواري اوزح متونه جانان يوړل امتيازات دجناب ريس حق دی. 
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery