جاويد خان اميري
عجيبه مينه وه چې تر اوسه يې لا خب
ې هم ورسره نه وې كړې. هره ورځ به يې چې د ګودر په غاړه وليدله, نو د زړه څه تسل به يې وشو. كله به چې كورته
راغى نود خيالونو يوه لويه دنياګۍ به يې جوړه كړه او له ځان سره به يې ويل چې: څومره ښكلې ده, څه ښائسته تورې سترګې
يې دي, دا سپين مخ يې په تور پيكي كې لكه سپوږمۍ چې نيمه په وريځو كې ډوبه وي, څومره ښه قد, لكه
هغه زموږ د تورګل ماما دوى د چنار ونه, د زنې او تندي خالونه خو يې سم وژل كوي, داسې ښكاري چې لكه سپوږ
مۍ ته دې خالونه ايښي وي, چې موسكۍ شي, نو لكه د ګل غوټۍ چې وغوړيږي, او خندا خو يې سم په زړه منګولې
ګوي...
او بيا به يې دا دوه درې لنډۍ له ځان سره زمزمه كړې:
په غټو سترګو دې مئين شوم
ځكه رنځور شوم اوس علاج يې نه راځينه
دا ستا باڼه دي لكه غشي
زه د ګودر په لورې تلم ودې
ويشتمه
ما يې د غيږې شين منګى كړې
چې مې له ځان سره جوړه ګودرته وړينه
د شپې به هغه
په همدې سوچونو كې ويده شو. چې سبا به څنګه بيا د هغې مخې ته ورځم...
د انډيوالانو په منځ كې به يې هم
ډېره يادوله چې دغه نجلۍ مې ډېره خوښه ده او هغه هم له ماسره مينه لري. خو جينۍ لا خبره هم نه وه چې څوك شته
چې له ماسره دومره زياته مينه كوي چې هره ورځ يې لاره نيسي او د تش ليدوپه تمه يې خپل ژوند تيروي.
د هلك
مينه ورځ تر ورځ زياتيدله او كوښښ يې كاوه چې د جينۍ مخې ته خامخا ورشي او د خپل زړه حال ورته ووايي. دا هي
ه يې بالاخره تر سره شوه. كله چې يوه ورځ له هغې سره مخامخ شو, نو ددې پرځاى چې د خپل زړه حال ورته ووايي, له هغې څخه
يې اوبه وغوښتې. هغه ډېره وارخطا شوه او په غوسه يې ورته وويل: ولاړشه په چينه كې يې وڅښه. كه مې له تاسره څوك
وويني, بيا نو د دواړو خير نشته.
دا خبرې يې وكړې او پخپله لاره روانه شوه.
هلك كه څ
ه هم ډېر بې زړه و, خو, بيا هم له خپل ځايه ونه خوزيده او تر هغې يې جينۍ ته كتل چې ترڅو يې له سترګو پناه
وه. هلك بيرته راغى او نور يې هم په زړه كې د مينې اوربل شو.
يوه ورځ يې مور ورڅخه وپوښتل:
زويه! ولې ډېر خفه ښكارې؟
په ځواب كې يې وويل:
مورې خفه نه يم, بس لږ سرمې خوږيږي.
- موردې له تانه جار شي ولې دې سرخوږيږي, دې كټ كې څمله چې ځور يې كړم درته.
غه چې موقع مناسبه و
يدله نو مورته يې وويل:
مورې! ته هغه جينۍ پيژنې؟
- كومه جينۍ زويه؟
- هغه جينۍ...!
- كومه جينۍ زويه؟
هغه...!
- هغه څوك ؟
- هغه چې هره ورځ ګودرنه اوبه راوړي.
- ګودر نه اوبه راوړي؟
هو!
زويه, ګودرنه خو ډېرې جينكۍ اوبه راوړي, ته كومه يادوې؟
مورې! زه د ډېرو خبره نه كوم.
مور: نو ته څوك يادوې؟
هلك: زه د هغې جينۍ خبره كوم چې زموږ
نه بره يې كور دى او هغه چې هره ورځ دوه دوه منګي, يو په سر او بل په غيږ كې راوړي.
مور: ښه, ښه پوه
شوم, ته ضرور هغه شين خالۍ يادوې.
هو, هو, مورې. د هغې پرتندي او زنه غټ غټ خالونه هم دي, ښه نو
هغه شين خالۍ نوميږي؟
مور: هو زويه! خو ته يې پوښتنه ولې كوې؟
هلك: هيڅ؟
م
ور: ګوره زويه د هغې نه لرې لرې ګرځه, موږ او هغوى سره هيڅكله نه جوړيږو.
هلك: هغه څنګه؟
مور: هغه داسې چې اول خو هغوى له موږ نه ډېر شتمن دي او بله دا چې هغوى دښمن داره هم دي. ټول عمر يې په
دښمنۍ كې تير شو.
زه نور په هيڅ نه پوهيږم, مورې خو هغه به ... هو هغه به...!
مور: هغه به څ
ه؟
هلك: هيڅ مورې! پريږده يې, زه لږ د باندې ځم....
سبا هغه بيا د ګودر غاړې ته د جينۍ
يدوته ورغى او ورسره مخامخ شو, نو ورته يې وويل:
ته شين خالۍ نوميږي؟
هغې وويل: هو, خو
تاته زما نوم چا درښودلى؟ ځه ورك شه, نور زما مخې ته مه راځه او نه مې بيا نوم واخلې, كه نه نو كه وروڼوته مې
ووايم هغوى به دې مړكړي.
هلك: بس بس ډېره غوسه كيږه مه, ماخو صرف ستا دا دوه سترګې ليدلې, مخ خو دې هسې
هم څوك په اّسانه نه شي ليداى, خو زار شمه له ګودر نه چې دا دومره ديدن دې په ما كوي, زه اوس ځم خوسبا به بيا
اځمه كه وروڼو ته دې وويلي نو بيا...!
سبا هلك له شين خالۍ سره بيا په ګودر كې مخامخ شو, جينۍ وويل:
تابيا څنګه زما لاره نيولې, ته لكه چې په نيمه نه پوهيږې, حيرانه يم څه درته ووايم؟
هلك وويل: ځم, ځم تاته چا څه ويلي دي, زه خو دلته صرف ستا د دو سترګو ليدوته راغلى يم او هغه مې وليدې, لاړم,
خداى په امان!
بله ورځ هغه بيا د ګودر پر غاړه پر جينۍ ورغږ كړ
اى...!
نجلۍ: څه دي
بيا؟
هلك: دا مخ خو دې لږ له پلوه راښكاره كړه چې نن خو دې لږ له نيزدې نه ووينم.
نجلۍ: زما مخ
يدونه مخ كې يو ځل خپل مخ په اّئينه كې وګوره؟
هلك: اّئينه خو موږ كره نشته, ته يې له ځان سره راوړه
چې زه يې وګورم.
د هلك په دې خبره جينۍ موسكۍ شوه او ترې ولاړه.
هلك نن ټوله شپه شوګيره كړه او
همدايې په خيال كې راتلل چې دا په موسكا كې لا څومره ښكلې ښكاريده, شپه په همدې سوچونوكې پرې سبا شوه.
سبا يې بيا هغې ته د ګودر غاړه ونيوله او چې راغله, نو ورته يې وويل: اّئينه دې راوړې چې خپل مخ پكې وګورم؟
جينۍ وويل: ښه نو تاسو كره اّئينه هم نشته؟
هلك: شته خو هغه ډېره وړه ده, زما ټول مخ په كې نه
ښكاري.
جينۍ بيا وخندل او روانه شوه.
هلك ورغږ كړ: خو اوس اّئينې ته هم حاجت نشته, ولې چې ما
خپل مخ ستا په سترګو كې ټول وليد.
جينۍ وويل: ليونى شوې كه څه؟
هلك: نه, ليونى خو لا نه يم, خو
كه ته هره ورځ له ماسره دومره خبرې وكړې او راوخاندې, نو ضرور به ليونى شم.
څومره چې شپې او ورځې تي
يدې هغومره د دوى مينه هم زياتيدله.
له ورځو نه يوه ورځ وه چې د ډهل او سرنا غږونه دي,هلك وپوښت
:
مورې! دا د ډهل او سرنا غږونه له كومه راځي؟
مور: ولې زويه ته خبر نه يې؟
هلك: نه, د
څه نه؟
مور: هغه شين خالۍ نجلۍ يې وركړه.
هلك: څه, شين خالۍ يې وركړه, چاته؟ كله يې و
كړه؟
مور: ولې بيګاه تا ډزې وانه وريدې, كه ويده وې؟
هلك چې د مور خبره واوريده, نو بې حاله شو,
پرځمكه راپريوت او چې بيا په هوش شونو د زړه له ډېر سوزه يې دا لنډۍ وويلې:
شين خالۍ لاړه د بل چا شوه
اوس يې كوه د لرې لرې ديدنونه
كه دې زړګى راكړى نه واى
خاونده ولې به پرې زه م
ينيدمه
شين خالۍ زما ده د بل نه ده
ماسره يې كړي دي تر مرګه قسمونه
زه به يې له تنه
سر جدا كړم
كه چا نوم د شين خالۍ اخيستى ونه
شين خالۍ ستا سترګو لپاره
زه به په ټولې
دنيا اور اولګومه
شين خالۍ لاس د مينې راكړه
منګى دې واخله چې جوړه ګودر ته ځونه
او
بيا يې د خيال په ژبه د شين خالۍ له خولې دا لنډۍ واوريدې:
هلكه ستا يمه زه ستا يم
كه چا جدا
كړم زه به مړه له غمه شمه
چيرې به بل ته واده نشم
جانانه ستا په سر زه خورمه قسمونه
كه ستا ډولۍ راته رانه شي
بل به مې ياره جنازه له كوره وړينه
او بيا يې مورته وويل
چې:
ته خو يو ځلې لاړه شه وركره چې د شين خالۍ مور او پلار څه وايي.
مور: زويه ما
درته اول هم ويلي وو او اوس هم وايم چې شين خالۍ تاته هيڅكله نه دركوي. او اوس خو هغه د بل چا په نوم شوه, زړه
دې ترې صبر كړه. د مور له دې ځواب سره هلك له كور وكلي ووت او د غره لمنې ته لاړ او د شين
خالۍ په غم كې يې وير كاوه, شپيلۍ به يې غږوله, ويرجن شعرونه به يې ويل, تر هغې چې هغه مازيګر هم راغى چې
كلي ته يې د شپيلۍ او سندرو غږ رانغى. د هغې شپيلۍ غږ چې د ګودر ټولې جينكۍ به يې په انتظار وې چې كله به شپيلۍ وهي او
د هغه د سندرو غږ به اوري. خو نن يې د هغه جنازه د غره له خوانه را روانه كړې وه. بل خوا په همدې ورځ د
ين خالۍ واده جوړ و, سبا يې ډولۍ وه, د يو دردمن زړه له تله دا غږ راپورته شو:
خدايه! چاته دې چې مال
او دولت وركړى وي, نو هغوى ته زړه هم وركړې او يا چاته دې چې مال او دولت وركړى نه وي, نو زړه هم مه وركوه,
هسې نه چې مئين شي.
بيا يې داشعرهم زمزمه كړ چې:
په شين خالۍ د مرګ اّواز شو
پرې لوى
توپان له غمه ساز شو
خلك يې خبر د زړه په راز شو
چې پر عجب مرګى غماز شو
سبا سهر يې
جنازه ده
په منځ كې پاتې څه شيبه ده
د شين خالۍ د واده شپه ده
د عجب خان هم بدرګه ده
دا څه عجيبه سلسله ده
د يو ډولۍ بل جنازه ده
يو خوا د عجب خان د مړي شپه وه او بلې خوا د شين
خالۍ د واده شپه وه.
كله چې شين خالۍ د عجب خان د مرګ نه خبره شوه نو, له خولې يې چيغه وخته او بې هوشه پرځمكه
راپريوته, وروسته له څه شيبې چې شين خالۍ په خود شوه نو له چاسره يې خبرې نه كولې او داسې معلوميدله لكه
ساه يې چې په تن كې نه وي.
شپه تيره شوه او سهار له يو خوا كلي ته ډولۍ راغله او بلې خواته يې د عجب خان
جنازه روانه كړې وه.
بالاخره ډولۍ له كوره راووته. هر چابه ويل چې شين خالۍ څومره خوشحاله وه چې ډولۍ ته خت
ه, بيخي يې ژړل هم نه او نه يې له سترګو اوښكې تللې , چا به څه ويل چابه څه ويل, بعضو به ويل چې خوشحاله به نه
وه, دومره غټ كورته چې واده شوه, ټول عمر به خوشحاله وي, څه يې غم دى چې وژاړي, په لاره كې يې د ډولۍ مخې ته ډهل
او سرنى غږيده او د خلكو ګډاګانې وې, تر هغې چې كورته ورسيدل, ډولۍ يې ښكته كړه, څادرونه يې ترې تاوكړل چې په پ
ده كې له ډولۍ نه راښكته شي, خو افسوس چې د شين خالۍ د پښو قدمونه پوره شوي وو, روح يې حق ته سپارلى او ځان يې له
عجب خان سره په يوه ماښام د ابدي ژوند په سفر يو ځاى كړى و.