٢٠٠٦- مى-١ حسن امين "شوب"
يو سپور ګړندى په مخامخ غونډۍ وخوت چې په ګردونو خړ پړ ؤ، د يو څه ځنډ لپاره د غونډۍ پر سر تم شو او د غونډۍ نه لاندې يې دوه ميله وړاندې يو لوى ښار ته په ځير وکتل چې د ښار مخکنۍ څنډي ورته پوره او وروستنۍ څنډي يې تتي او په وريځو کې پټي ښکاريدي، د سپور ستړيا دا ښوده چې ډير اوږده مزلونه يې کړي، د ښار نه يې سترګې واړولې، او د ښار تر څنګ يې د نيم ميل په اندازه لري يو کلي ته پام وکړ چې کلى ده ته پوره نه ښکاريده، د کلي په ليدو دده په زړه کې خفګان راغى، سترګې يې راډکې شوې، دغه د پوخ عمر خاوند چې تر اوسه پورې پوره مضبوط و خپلې اوښکې يې پاکې کړي او د اس قيضه يې ورو راکش کړه، د غونډۍ نه چې ښکته شو نو اس يې د لوى ښار په لور پونده کړ.
د ښار دروازي ته چې کله ور لنډ شو نو په شاوخوا سيمو کې دا چغې خپرې شوې: "ضمعون راغى!...هغه راورسيد!..."
تر لږ ځنډ دغه خبر د ښار ګوټ ګوټ ته رسيدلى و، اکثره خلک د ښار په دروازه کې راټول وو، ضمعون او اس يې ستړي وؤ مګر ويې نه غوښته چې د ښار په دروازه کې ودريږي نو اراده يې وکړه چې نيغ شاهي ماڼۍ ته ولاړ شي. د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره وه، ضمعون پکې لاره وويسته او د څو کوڅو مزل نه وروسته شاهي م اڼۍ ته ورسيد، څو تنه ساتونکي راوړاندې شول، ضمعون د اس نه راښکته شو وې ويل: "زه غواړم همدا اوس ټولواک سره ووينم".
يو ساتونکي يې د اس جلب ونيوه او وې ويل: "ته په ميلمستون کې انتظار وکړه، ډوډۍ هم وخوره او جامې دې بدلې کړه، دا ډيري شکيدلي او زړي دي".
ضمعون څه پام وروانه ړاوه او د روانيدو په حالت کې يې وويل: "مونږ م سکينانو ته د جامو بدلولو ضرورت نشته، وخت مه ضايع کوئ، زه ټولواک سره ګورم".
پاچا د يوې قوې تنې خاوند و، ږيره يې لږه سپينه وه او په زرين تخت ناست و، يو څنګ ته يې يوه پيغله ناسته وه او د طاوس په لويو بڼو يې پاچا ته پکى واهه، او بل څنګ ته يې يو عمر خوړلى سړي چې قد او قامت يې ډير ښه و ناست و، دا لوى وزير "آزون" و،او په نور د بار کې نور وزيران او درباريان ناست وو.
په دې ځنډ کې د ماڼۍ يو ساتونکى راننوت د دربار د ادابو د پرځاى کو و نه وروسته يې وويل: " معزز ټولواکه، د مسکينانو د ډلې نماينده رارسيدلى، غواړي چې ستاسې په مقام کې حاضر ي".
ټولو درباريانو ساتونکي ته وکتل، پاچا په حيرانۍ وپوښتل: "څوک!، ضمعون!؟"
ساتونکى: "بلي بادا ه".
پاچا: "راېولئ".
ساتونکي د احترام په دود سر ټيټ کړ او ووت، پاچا لوى وزير ته وکتل او وې ويل: "څه فکر لري چې هغه به څه پيغام راوړى وي؟"
لوى وزير: "زما فکر هماغه پخوانى فکر دى چې ستاسي په حضور کې مې وړاندې کړى و، دا مسکين خلک چې ونه شړو ته په ارامه پاچاهي نه شي کولى، دوى دې هيڅ کوم کار ته نه پريږدي، باغي او سرکشه خلک دي، زه خو وايم چې دوى ټول قوم ووژنه، خو چې تاسې دا کار مناسب نه ګڼئ نو بيا يې د خپلې پاچاهۍ نه وشړئ".
پاچا لوى وزير"آزون" ته وکتل او بيا يې سر ټيټ کړ.
په دې ځنډ کې ضمعون دربار ته راننوت، دى د دربار د ادابو په مراعت نه پوهيد، پر ځاى د دې چې په حيرانۍ اخواديخوا د دربار سينګار شويو ديوالونو او خلکو ته وګوري په ډاډه زړه لاړ او د پاچا په مخ کې ودريد وې ويل: "مونږ ستا د ټولواکۍ نه وتل غواړو".
ټولواک په حيرانۍ ورته وکتل، ده فکر کاوه چې دغه مسکين خلک چې يو څه موده مخکې يې ده ته سوال او زارۍ کولې چې مونږ بې پناه خلک د خپلې پاچاهۍ نه مه شړه، نن څنګه وايې چې مونږ ستا د ټولواکۍ نه وتل غواړو!.
لوى وزير "آزون" چې دا ټوله لوبه جوړه کړي وه، او پاچا يې په دې تير ايستى و چې د دې خلکو په شړلو به ستاسي پاچاهې نوره هم ښه شي، ښاريه او بازاري خلک ستا په قدر ښه پوهيږي، زر يې وويل: "ضمعونه!، د ټولواک په وړاندې داسې ګستاخي د مرګ سزا لري، ترې بښنه وغواړه".
ضمعون په جرأت سره وويل: "اى آزونه!، پوهيږي ته چې چيرته ناست يې دا ځاى د چا په وينو جوړ شوى!، ته پوهيږي ته چې څه خورې او عيش پرې کوي د چا د اوښکو او خولو حاصل دى!، او ته په دې هم پوهيږي چې ته خداى ته خپله بده او پليته سا ورکړي نو څوک به دې د ځمکې خاورو ته سپاري!، او خواري به درسره کوي!، دغه سينګار شوي ځايونه، دغه قصرونه او م حلونه او دغه ښار زمونږ د بې وزلو مسکينانو په وينو جوړ شوي، زه دا بحث نه اوږدوم، يواځې دا غواړم ووايم چې مونږ خپل پلرنى کلى تاسو ته کله وسپارو".
پاچا د بې وسۍ په حالت کې په فکرونو کې ډوب و، لوى وزير چې پاچا د ضمعون د خبرو د اثر لاندې وليد، نو زر يې وويل: "ضمعونه!، دا فکر مه کوه چې ښاغلى ټولواک به ستاسي کلى ستا غوندې د يو سپک سړي نه ستا په لاس اخلي، ټولواک تاسو ته ضرورت نه لري او نه ستاسو دوه ګوتي کلي ته، د ده په خزانو يواځې ستاسو کلى ډکيږي، ځه ورک شه! او د کلي د ټولو اوسيدونکو سره زمونږ د ټولواک د ټولواکۍ نه زر تر زره ووځه!"
پاچا بيرته د لوى وزير د اغيز لاندې راغى، ضمعون په بې وسۍ پاچا ته وکتل او روان شو، درباريانو په ځير ضمعون ته ليدل، خو دى چې کله دروازې ته ورسيد نو پاچا پري غږ وکړ: "ضمعونه!، تاسو چې زما د پاچاهۍ نه ووځئ نو چيرته به ځئ؟"
ضمعون مخ راواړوه او په غمجنه لهجه يې وويل: "دا تاسې پورې څه اړه نه لري چې مونږ به چيرته ځو، خو د تير وخت د يو سپاهي په څير دا ځواب درکوم، مونږ مصر ته روان يو، هلته د مصر ټولواک ستا په څير د خدايې دعوه کوي، خو د هغو سيمو په شاوخوا کې د يو قوم يو تن د هغه مخالفت کړى، او د مصر پاچا ته يې دا پيغام ورکړى چې خداى يو دى او زه يې استازى رااستولى يم، او ته بايد زما دين ومني ګني خداى به دې ونه بښي، خو د مصر پاچا دا د ځان لپاره عار ګڼې چې د خپل د يو غلام خبره ومني".
پاچا: "ته د مصر پاچا ته پناه وروړي؟"
ضمعون: "نه، زه د خداى استازي ته".
پاچا: "تا هغه په خپله ليدلى".
ضمعون: "هو".
پاچا: "ايا هغه رښتيا هم د خداى استازى دى؟"
ضم عون: "هو، هغه د حق دين راوړى، هغه داسې دين دى چې پاچا او مسکين په يو کرښه دروي..."
لوى وزير يې خبره په ډي ې غوسې ور پري کړه: "چوپ شه مکاره!، ته اوس په دې هم نه شرميږې چې خپل پاچا ته د خداى په نظر نه ګورې!، وځه! باغي انسانه!"
ضمعون غوښتل څه ووايې خو يو ځل يې پاچا ته وکتل او بيا د دربار نه ووت.
الله تعالى د مصر په ويه ساره کې د نيل د سمندر تر څنګ د بني اسرايلو په قوم کې يو تن وزيږوه 1[B1] ، د دغه انسان د ماشومتوب دوره الله تعالى د مصر د پاچا فرعون په کور کې تيره کړه، دغه انسان د انسانيت يوه ستره مجسمه وه، د عمر په تيريدو سره چې کله الله تعالى دى د خپل دين د نافذولو لپاره ټاکه او حالاتو ورته يو وهم ور تر زړه کاوه نو فرعون سره به يې خړي ورو په ورو زياتيدي، د ځينو واقعاتو په اساس چې موسى(ع) قبطي وواهه او هغه مړ شو، نو فرعون موسى(ع) د قصاص پاره ور وغوښت چې يو تن موسى(ع) ته خبر ورکړ: "فرعون ته غوښتى يې، او غواړي ودي وژني، ښار پريږده او وتښته!"
هماغه وه چې موسى(ع) د ښار نه ووت او د مداين په لور ولاړ، هلته دى د شعيب(ع) سره استوګن شو 2[B2] ، او د شعيب(ع) ور سره تر واده وروسته چې ده د لسو کالو د رمې پييلو شرط منلى و، په تر سره کولو يې بوخت شو او د شعيب(ع) رمي يې څ ولې.
لس کاله وروسته د موسى(ع) دوه بچي شوي وو، مګر د شرط د منلو نه وروسته چې کله اته کاله تير شو نو موس (ع) شعيب(ع) ته وويل: "زه هيله لرم چې که کور ته تللى او بني اسرائيل مې ليدلى واى نو خوښ به وم، مګر دوه کاله بايد نور هم تم شم چې ستاسو مراد در پوره کړم".
شعيب(ع): "زه به په نيز د هر پسه چې سږ کال به ډيريږي، سر يې سپين او تنه يې توره او بل کال چې سرونه يې تور او تني يې سپيني وي، تا به وبښم".
د الله تعالى رضا وه او هم اغه ؤ چې سږ کال د پسونوسرونه سپين او تني يې توري او په بل کال يې سرونه تور او تني يې سپيني وي، شعيب(ع) وپوهيد چې موسى(ع) په حقه دى او رښتنى پيغمبر دى.
پس موسى(ع) د خپلې ښځې او بچو سره د مداين نه د مصر پاچاهۍ ته روان و. د سفر په پنځمه شپه چې موسم ښه نه ؤ، بريښناګاني کيدي او خړي وريځي په اسمان خپري وي، موسى(ع) د الله تعالى س ه خبرې وشوې او بيا ورته الله تعالى د امسا معجزه وروبښله. مصر ته لا نه و رسيدلى چې موسى(ع) هارون(ع) ته ځواب و يږه چې زه د خپل بال بچ سره خپل کور ته در روان يم.
هارون(ع) چې کله خبر شو نو خپل د ورور د استقبال لپاره د مصر نه راووت. کله چې سره مخ شول او يو بل يې وپيژندل نو موسى(ع) هارون(ع) ته وويل: "الله تعالى له ما سره خبري وکړي، او فرعون ته مې ليږدوي، زه يې خپل پيغمبر ګرځولى يم، او ته يې هم راسره شريک کړى يې".
هارون(ع) ترې پوښتنه وکړه: "الله تعالى تاته د ثبوت لپاره څه درکړي؟"
موسى(ع) ورته خپله امسا وښوده او د امسا صفت يې و ته بيان کړ، د هارون(ع) زړه ډاډه شو او بيا مصر ته روان شول.
په مصر کې تر ډيره وخته موسى(ع) د دين دعوت کاوه، بني اسرائيل يې تر شا ولاړ وو، مګر قبطيان ورسره مخالف وو، فرعون يې چې کله وويروه نو هغه جادوګران اوغوښتل او موسى(ع) ټولو جادوګرانو ته ماتي ورکړه، بيا هم فرعون موسى(ع) ته تن کينښود.
ضمعون چې کله د خپ و کليوالو سره د ظلم د پاچاهۍ نه راووت نو د مصر په لور روان شول، ضمعون سره خپل ښځه "شايعه" او يو زوى "زُاعا" هم و، دا قافله او کاروان ورځ په ورځ کميده، لوږي، تندي او بربنډتوب ډير زور کړى و، کله چې دوى مصر ته د ورسيدو نيم ه لار ووهله نو ټول څوارلس تنه پاتي و، د ضمعون زوى هم په دښتو کې سا ورکړي وه، ورځي په اونيو، اونۍ په مياشتو بدلي شوي ، ښځه او خاوند په غمجنه توګه د خپلو کليوالو سره په سفر بوخت وو.
د غرمي په سرې ګرمۍ کې دوى د مصر د لوى ښار څنډو ته نارسيده وو، که مخي ته يې په لويو دښتو کې لويې لويې غونډۍ نه وي نو امکان وو چې د ښار په م خکينيو څنډو يې سترګې لګيدلى واى، ناڅاپه څلورو تنو په ضمعون پټکي پيل کړي، يوي يې په غوسه ورته وويل: "تا له م ونږ سره دوکه کړي!، ته مونږ کوم مصر ته وړي!، ته زمونږ پنا چا ته ور وړي!، چې خپل وطنوال رانه کرکه کوي نو د مصر قوم به مو په سهي ډول ښه راغلاست وکړي؟!، ضمعونه! الله به دې هيڅکله هم ونه بښي، د يونيم سل تنو خون ستا په غاړه پروت دى!".
بل يې هم په غوسه وويل: "ستا وژل روا دي مګر ناموس دې بي ځايه پاتي کيږي!، مونږ بيرته ګرځو، شايد بيرته تګ مونږ ته د مصر د لوى مزل نه کم ثابت شي، او هلته به د خپل ټولواک د پښو پاکولو ته تيار شو".
بل يې په غمجنه لهجه وويل: "که هغوئ مونږ پريښوداى نو ولې به دا ټوکې کيدي، خو اوس هلته تګ زمونږ لپاره د مصر د غلامۍ نه ښه دى".
ضمعون تر اوسه سر ځوړند ولاړ و، لومړي تن ور وړاندې شو او يو مضبوط سوک يې په مخ ورکړ او وې ويل: "ته لا تر اوسه زمونږ په مخ کې ولاړ يې!"
ضمعون په سرو او تودو شګو لږ لرې پريوت او بيا يې د راپورته کيدو هڅ ه ونه کړه او په بې وسۍ يې اسمان ته کتل.
دغه څلور تنه بيرته وګرځيدل، اوس وړوکي ډله د لسو تنو نه تشکيل وه، ضمعون په غمجنه توګه د ټولو نه مخکې روان و، ښځه يې چې تر اوسه د حُسن او وقار يوه ښکلې مجسمه وه ور وړاندې وه او ورته يې وويل: "تا ويل چې د دې غونډيو نه چې واوړو نو د مصر لوى ښار به مو تر نظره شي".
ضمعون په غمجنه لهجه ورته وويل: "شايعې، که ما له خپلو کليوالو سره مينه نه لرلى نو ولي به داسې کيداى".
شايعې ورته په ډاډ وويل: "مګر الله پاک ته خو دې غاړه خلاصه ده، او بله دا چې تا په کوم پيغمبر ايمان راوړى هغه ته ور روان يې، د جهالت نه ځان او قوم رايستل غواړې، د هغه په مذهب کې ځان ور شريکوې، نو طبعاً به دا ستونزې ګالې، زما باداره زه نه غواړم چې تا په انديښنه کې ووينم".
ضمعون ورته وويل: "شايعې، بيا ما ته بادار ونه وايې، ستا بادار يواځې يو خداى او يو ذات کيداى شي، او هغه هم د موسى(ع) خداى، زه ستا په څير يو انسان يم، او مونږ ټول د هغه لوى ذات بنده ګان يو، شايعې، ته چې د هغه نبې وينا واوري نو دا فکر به درشې چې هغه انسان نه دى هغه به درته يوه معما ښکاره ي".
شايعې په معصوميت وويل: "تا د هغه وينا اوريدلي؟"
ضمعون: "هو شايعې، هغه هر چا ته وينا کوي، هغه ير مهربانه دى، له هغه سره يې تل يو بل ورور هم وي".
شايعه: "ولې به نه وي ور سره، بختور ورور يې د الله پيغمبر دى".
ضمعون په موسکا وويل: "نه شايعې، د دې لپاره ور سره وي چې د موسى(ع) ژبه لږه لږه نښلې".
ايعه: "ولي؟"
ضمعون: "د بني اسرايلو يو تن ما ته وويل چې دى په وړوکي والې کې د مصر د پاچا په کورکې اوسيده، د هغه پرې شک راغى چې دى کله رالوى شي نو له ما نه به پاچاهي ونيسي، او خپله خدايې به اعلان کړي، مګر د مصر د پاچا ښځي دا خبره رد کړه او د مصر پاچا ته يې وويل چې دا يو ماشوم دى، په هيڅ نه پوهيږي خو دوى پريکړه په دې وکړه چې په يو لوښي کې به انګار ږدي، او په بل کې لوښې کې به نقره (سره زر) ږدي، که موسى(ع) انګار اوچت کړ نو دى به يو عادي انسان وي، او هيڅ به نه شي کولى، او که نقره يې اوچته کړه نو دى به ضرور د مصر د پاچا پر خلاف غږ اوچتوي، ک ه يې چې دا مواد برابر کړه نو موسى(ع) نقري ته لاس ور وړاندې کاوه چې جبرائل (ع) په بيړه د هغه لاس انګار ته ور سم کړ، هغه انګار اوچت کړ او په خوله کې يې واچوه، نو ځکه يې ژبه وداغل شوه، او اوس يې ژبه لږه لږه بنديږي".
ايعې په حيرانۍ دا خبرې واوريدي، او وې ويل: "په الله سوګند که دا پيښې حقيقت ولرې نو دا رښتينى پيغمبر دى، او پرې ايمان راوړل په مونږ فرض دى، که ما هغه وليد نو زه به يې ضرور لاس ښکلوم".
ضمعون په موسکا وويل: "په دې کار کې به درته زما د اجازې ضرورت نه وي".
دوى په خپلو کې سره خبرې کولې چې له شانه پرې يو تن غږ وکړ: "ضمعونه، دا دى د غونډۍ سرته به اوس ورسيږو، که اوس هم د مصر نښې مونږ ته ښکاره نه شوي نو مونږ اتو تنو پريکړه کړي چې بيرته به ګرځو".
ضمعون: "کلعا تاسو ته ما د مصر لويې نښې د مصر اهرام ښودلي و، زما باور دى چې د دې غونډۍ د سر نه به هغه اهرام ښکار شي".
کلعا: "هغه رښتيا هم ډير لوي او لوړ دي؟"
ضمعون: "لږ ځنډ وروسته به يې په خپله ووينئ، خو سترګې به مو باور ونه کړي چې انسان هم دومره لوى ساخت جوړولى شي".
لږ ځنډ وروسته چې دوى کله د زيړو شګو د غونډۍ سرته ورسيدل نو په حيرانۍ يې يو بل ته وويل: "څومره حيرانونکي دي!، ضمعونه تا رښتيا ويل، ته چې د کوم پيغمبر خبره کوې شايدهغه هم رښتيا وي".
ضمعون او شايعې چې تر اوسه تود لمر لوږې او تندې خراب کړي وو، او په ډير مزل کولو يې پښې شلې شوې وي، د مصر د اهرامو په ليدو يې ستوماني لري شوه، په خپلو وچو شونډو يې ژبې راتي ې کړې او په شونډو يې موسکاوې راغلې، ضمعون په ګردجن لاس خپل تندى پاک کړ او تندى يې هم په ګردونو او شګو ککړ و.
رښتيا چې د مصر اهرام هر انسان او هر ليدونکې ته دا ورښوده چې انسان د عزم او ميړانې خاوند دى، انسان د فکر او تدبر خاوند دى او انسان هغه څه کولى شي چې څه نه کيدونکي او نه کيدونکي وي، دغه قوت الله تعالى انسان ته وربښلى نو د الله پاک قوت به څومره وي، دغه فکر الله پاک انسان ته وربښلى نو د الله تعالى فکر او تدبر به څومره وي، دغه پراخه ځمکې الله تعالى انسان ته وربښلي نو د الله تعالى ځمکې او کونونه به څومره وي، د ټولو په ځواب کې يوازې انسان ته دا دوه لفظه پاتې کيږې، "لاپايه او لاسنجشه"، رښتيا چې هماغه واحد ذات دى او رښتيا چې هم اغه پالونکى ذات دى.
د مصر لوى ښار دوى ته لږ او ډير ښکاره شوى و، ضمعون چې دوى هيله من وليدل نو د الله پاک د استازي صفات يې ورته بيانول، خو دوى د دې هر څه نه د هغه د امسا نه چې واوريدل نو ډير زيات متاثره شول، او په وار وار يې ويل چې مونږ به يې لاسونه ښکلوو.
په غونډۍ راښتل دوى ته سخته وه خو د غونډۍ نه ښکته کيدل ورته ډير اسانه وه، د غونډۍ نه چې ښکته شول نو په لويو دښتو يې بيا سر شو، ګرمۍ او تندي وهلي کسان زنګيدل، او چې يو څه مزل يې نور وکړ نو درې تنه په ګرمو شګو پريوتل يو تن ضمعون را اوچت کړ او تکيه يې ورکړه، کلعا بل ته تکيه ورکړه، خو هغه بل لږ همت وکړ او بيرته پاڅيد يو تن ور وړاندې شو چې تکيه ورکړي خو هغه ايسار کړ او په خپله روان شو، دوى مزل لږ ورو کړى و، په لويو دښتو کې د شين بوټي او د ونو هيڅ سيوري نه ښکاريدل، دغه شاړي سيمې د لمر په شدت ډيرې ګرمې وي.
مصر ته د دوى د رسيدو درې ورځې تيرې شوې وي، بيا دوى د بني اسرايلو د قوم سره اړکي ټينګې کړي، هغوئ ورته دعوت ورکړ، کله چې دوى بني اسرايلو ته روان شول،نو شايعه ډيره خوښه وه، له هغې سره درې نورې ښځې هم وي، هغوئ ته يې په موسکا وويل: "کله چې زه هلته د الله پاک پيغمبر موسى(ع) وګورم نو لاس به يې ښکلوم".
يوې يې ورته وويل: "تا په هغې ايمان راوړى؟"
شايعي ورته په ډاډه زړه وويل: "په دې کې هيڅ شک ونه ګورئ".
بلې يې وويل: "تر دې خو به دې انتظار کړى وى چې بني اسرايل ته رسيدلى وى، بيا به مونږ ټولو پرې ايمان راوړى وى".
شايعه: "په نيک کار کې غفلت نه وي په کار، او ضمعون ويل چې هر هغه څوک چې انسانيت پيژنې نو د هغه په ليدو به په زړه کې ضرور يو څه احساس کړي، او دا به ووايې چې دى رښيتا چې هم نورو انسانانو سره توپير لري".
درې واړو ښځو په پټه توګه شايعې پورې خندل او يو بل سره يې ګونګسې کولې چې يا خو شايعه ليونۍ شوي او يا ضمعون په خبرو دوکه کړي چې تګ ته ورسره تيا ه شي".
او بيا بني اسرايلو ته ورسيدل.
کله چې ضمعون او نورو کليوالو يې خپل کلى پريښود نو د قوم د پاچا ډيره موده سعادت، عيش او عشرت په نصيب نه شو، لوى وزير "آزون" خو د دغې قوم د پاچاهۍ اميد په زړه کې ساتلى و او په دې پوهيده که دى کومه پلمه جوړه کړي او په پاچا حمله وکړي نو ډير زر به شاوخوا کليوال او قبايلي سيمي بغاوت ته تيارې شي، نو د دې لپاره لوى وزير "آزون" د کليوالو خلکو شړل لازمې وګڼل، او هماغه وه چې د پاچا په لاس په يوې خاصي پلمې يې د خپلو سيمو څخه وشړل، د ضمعون دوى په څير يې نورې ډيرې سيمې هم خالي کړي، څه قبايل يې د شام پر لور او څه قبايل يې د ايران پر لور ورسم کړل، او ځينې نور يې په مختلفو لورو وشړل.
کله چې لوى وزير قبايلې سيمو نه ډاډه شو نو د وخت په تيريدو يې په ښار کې په پټه توګه خپل رضاکاران راپاڅول او په يوې نوې پلمې يې کار پيل کړ، د لوى وزير د پاچا د يو بل وزير سره چې اُضعا نوميده جوړه نه وه، د دربار نور ټول وزيران د لوى وزير آزون س ه لاره نيولې وه او په دغې دسيسې کې ورسره شريک و، لوى وزير آزون نورو وزيرانو ته ډيرې تمې ورکړي وي، نو ځکه خو هغوئ ورسره موافق و، مګر لوى وزير آزون د اُضعا نه ډاډه نه و نو ځکه د هغه له منځه وړل ورته پاتې و، هغه ته يې هم يوه پلمه جوړه کړه، او يو څه موده وروسته يې پاچا ته وويل: "له دې ځايه شل ميله لرې زمونږ جاسوسانو يو لوى پوځ يدلى او د تعقيب نه يې وروسته دا معلومه کړي چې هغوئ زمونږ د ماتولو او د ښار د نيولو لپاره راپاڅيدلې".
پاچا: "دا څنګه کيداى شې چې هغوئ تر شل ميلو رارسيدلي وي او جاسوسان مونږ ته اوس خبر راکړي؟"
د ښار ناظم چې هم د لوى وزير سره په پلمه کې شريک و، وويل: "معزز ټولواکه، جاسوسان خو په همدې وځنډيدل چې د هغوئ لارې وڅ اري او په مطلب يې ځان وپوهوي".
پاچا او اُضعا په ژورو سوچونو کې ډوب شول، بيا پاچا وپوښتل: "د هغوئ شمير به څومره وي؟"
د ښار ناظم: "جاسوسانو ويل چې زمونږ د پوځ نه تقريباً شپږ چنده زيات دي".
اُضعا په انديښنه وويل: "دا څه معنى لري چې شپږ چنده زيات دي، مونږ به تر اخري سلګۍ پورې وجنګيږو".
لوى وزير: "د پاچا ژوند دومره بې ارزښته نه دى چې ستا غوندې د يو تنګ نظري انسان په خبره عمل وکړي، زه ستا مخالفت نه کوم، مګر په داسې ح الاتو کې بايد ډير فکر وکړو، نه دا چې زر او بې مفهومه پريکړه وکړو". پاته په دوهمه برخه کي