دخپریدو نیټه : 2006-08-16 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دخوسي سر
نعمان دوست
شايد لږه شېبه وړاندې به دغه سر د خوسي له تنې جلا شوى و ، خوسترګې يې هماغه شان
پرانيستې وې .
څو کسان دقصابۍ هټۍ ته ولاړ و ، قصاب په تيره چاړه دغو ښې ټوټې جلا کولې او سر په پرانيستو سترګو
دهر څه ننداره کوله .
حيران وم ، ما وې څنګه سر په چوپه خوله ، له ځانه د غوښې دټوټو د جلا کولو تماشا کوي
خ
کوته هم په فکر کې وم ، هغوى ټولو لېدل چې سر ورته مړې سترګې ګوري خو دوى په ګېډو لاسونه وهل ...
حيران وم ، شيبه
وروسته مې يو نااشنا غږ واوريد ، ځانته مې پام شو خالي اسکليت پاتې وم ، څو چاړه په لاس کسان رانه راتاو دي او
چړيې زما په هډوکو خولې لګوي .
شاو خوا مې وکتل خلک مې تماشا ته چوپه خوله ولاړ دي او په شونډو ژبې راکاږي
.
نعمان دوست
١٣٨٥ د زمري ٢٥ مه ، کابل