مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-08-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سلام مې وايه !دغازي امان الله خان ديوې تاريخي خاطرې په لمن كې

پروفيسر خالق رشيد- نوى ډيلى

دزمري د (۲۸) په وياړ ،
دهغې ورځي په وياړ چې په آزادۍ پيل شوه او په غلامۍ ودريده ... (خالق رشيد)


دغازي امان الله خان ديوې تاريخي خاطرې په لمن كې (كيسه )
سلام مې وايه  !
لكه دپخوا په شان نن هم سهار وختي پورته شو. دهغه عادت و چې سهار به كله وختي له خوبه پورته شو، دسالون په برنډه كې به يې ترډيرو په سپورت باندې ځان بوختاوه .دوې ورځې كيدې چې دچا خبره چرت يې برابرنه و، ځكه هغه بله ورځ چې دروم دښار په مركزي برخه كې هغې ميلمستياته تللى و ، هلته يې  ددوو وزيرانو دميرمنو دغه خبرې اوريدلې وې :
_ دغه ښاغلى چې زموږ په خوا كې ولاړدى پيژنې ؟
_ نه ، داښاغلى څوك دى ؟ ميرمن يې هم خورا ښكلي مالوميږي ...
_ دا افغان واكمن امان الله دى ... هغه يې ميرمن ده ، دهغې نوم  شريا (ثريا) دى ...
_ ومې پيژاند داخورا لوى انسان دى ،افغانستان همدغه لوى انسان له انګريزانو خپلواك كړ، هوهمدغه لوى انسان ...خوافسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ...اوس دلته مساپردى اوپردېس ...
دې خوا ته ده داګردې خبرې يوه يوه واوريدې ... ملكې ثرياهم واوريدې ...
خودده په ذهن كې دغې خبرې چې :
_ افسو س چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، يوبل شان اوچت خوځورونكى انځو ويوست ، له ډيره درده ده هم  دوه ځلې هم دغه خبره له ځان سره په درد اوسوز تكراركړه :
_ هو، افسوس ، چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، نشته ... هو، افسوس ... افسوس ...
نوريې د روم دښار دهغې ښكلې شپې ښكلا، سازونه اوښكلودنڅاوودنازونونرم اونازك شرنګهارنه كتى شو اونه هم اوريداى ، ځكه يې ملكې ته سترګې ور واړولې ، په خپلوخپلو كتوكې يې  يوه اوبل ته حيران حيران وكتل ، ملكه ترده په زړه  زړوره وه سمدلاسه يي ورته وويل :
_ اگه پشت ايي گپا بگ ديم ازي گپازياد ميشنويم ...خې چاره چيس ؟
ده بياهم ددغو خبرو ټول دروندوالى دصبراوزغم پراوږو ورواچاوه ،ځان يې دڅوشيبوله پاره آرام ونيو ،  هرڅه يې ليدل ، سازونه،ښكلاوې ، دنازكونڅاګرو سره اوسپين ...
خوده داننداره  يوازې په رڼوسترګو ليده اوبس ،دزړه پرسريې هم هغه يوه خبره وه اودهغې انګازه :
_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...
همدغې خبرې يې په رښتياهم چرت ورخراب كړى و. په دغه ورځ هم چې كله له سپورت كو ورابې غمه شو، مخامخ هغې كوټې ته ورننووت چې هغه به ده (وطن) بلله، هو، وطن ! ځكه ده په دغه خونه كې وطني شيان ، انځورونه ،كتابونه ، دوطن خواږه اوترخه يادګارونه ايښي وو. كله به چې دى دغې كوټې ته ورننووت نوساعتونه ساعتونه به يې په هغې كې يې دخپلوتيروشپوورځوخاطرې اومنظرې كتې اوپه هغه كې به داسې چې تا به وې نوې يې ليدلې او م وندلې دي ډوب و.په هغوكې به يې وطن ، دوطن په سپينوواورو پټ غرونه، كابل اوښكلي كندهاراوپه هغه كې به يې (كندها ۍ  اروا ) چې دپاهۍ وروستۍ خاطرې يې دهغې دننګ په سترګوكې هره شيبه برمونه اوپرتمونه وې ترسترګوسترګوكيده ...
اعلحضرت په دغه ورځ ترډيرو پورې په خپله خونه ياني وطن كې ناست و.نن يې هلته ترنورو ورځوزيات ځنډ وكړ،هلته هم چرت وړى و، هلته  بياهم  د روم دوزيرانودميرمنوخبرې اترې اودهغوشرنګا يې په نري نري ښځينه غږ كې ترغوږو شوې وه ...
_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى ...
ده همدغه سوچ ترهمدغه ځايه بدرګه كړى و چې خدمتګار ور ورپرانيست :
_ اعلحضرته ! دانتطارپه خونه كې يوايرانى ليكوال غواړي تاسې وګوري ...
سوچ يې همداسې په نمايي كې پاتې شو.څوشيبې يې په مړاوو اوستومانه سترګوكې خدمتګارته وكتل ، بيايې ورته وويل :
_ بي بي ته دې غږ وكه ...
يبه لانه وه تيره چې ملكه راننوته ،هغې ته يې هم ستړي ستړې وكتل  خوهغه ورته موسكۍ شوه :
_ راځه چې كوم ايرانى ليكوال راغلى ، غواړي له تاسره وګوري ...
اعلحضرت په داسې حال كې چې دتګ تلوسې راوهڅاوه ، داخبره يې هم ترخوله اووته :
_ ايرانيان عجب خلك دي ، داڅووم ايرانى دى چې دلته راځي ، نه پوهيږم چې دوى په ماكې څه ليدلي دي ؟
م كي داعلحضرت دكتنې له پاره تيارى ونيو، خړه دريشي يې ظاهرآ په بدن كې بده نه ښكاريده، دواړه دسالون اوانتظا خونې په لور ور روان شول .خدمتګار ور پرانيست اودوى دميلمستون په لويه خونه ورننوتل .
اعلحضرت اوملكې له يكوال سره په لاس روغبړوكړ، په خپلوځايونوكې په عادي توګه كيناستل ، خوايران ليكوال چې ځان يې (نامدار) و وپيژند لاپه خپل ځاى ولاړو، اعلحضرت هيله وكړه : 
_ مهرباني وكړئ كينۍ خوشاله يم چې تاسې وينم .
او احمد نامدار خپلې خبرې پيل كړې ، هغه په فارسي خبرې كولي ، ددوى له پاره په هغه رنګين روم كې داهم  يوښه تسل و چې چا به له دوى سره د دوى په ژبو خبرې كولي .د دوى په ژبو په ښكلي پښتواودري ... هوښې پرې لګيدې ، خوږې پرې لګيدې  ځكه يې دخبرو په وخت كې هم زيات وخت مخامخ لوري ته وركاوه .
احمد اعلحضرت په  ۱۳۰۷ كال كې په ايران كې ليدلى و، خواوس هماغه چا  اوهماغه پرتم ته مخامخ  ناست و اوهغه ته يې په ځيرځيركتل ، په سترګوكې يې دده هماغه دبدبه ، هماغه له پرتمه ډكه افغاني څيره ، دخپلواكۍ هنګامه اودنړۍ ديوه ستراوظالم ځواك په مقابل كې دده پاريدنه سره اوښتل او را اوښتل ، باوريې نه كيده چې ګواكي اوس دهغې لويي څيرې اوهغه لوى پرتم په وړاندې ناست دى ...
په سالون كې آرامه آرامي وه ، هلته په مخامخ كنج كې يوګلدان ښكاريده چې يوه زيړګل يې دكتونكي پاملرنه په خورا بې پروايئ سره په خپله خوا وكښله .له لرې داسې ښكاريده چې ګواكي هغه يومصنوعي ګل دى ، په دې چې په دغه شيبه كې دومره دپامل نې وړراښكون نه درلود .خودليكوال سترګې دهمدغه مخامخ ګل په دنياكې ډوبې شوې وې چې خپلې خبرې يې پيل كړې :
_ اعلحض ته ! زما هغه ورځ كله هم له ياده نه وځي چې ته ايران ته راغلى وې ، ستاهم هغې لويي او زموږ دخلكو هغې مينې چې له تاسره يې تراوسه پورې لرې زه وهڅولم چې په دغه ښكلي روم كې ځان ستا په درګاه درپيښ كړم ، هو، ماته هماغه ورځ اياديږي اولكه دهماغې ورځي په شان ته اوس هم ماته يولوى انسان اودآزادۍ يولوى پرتم ښكاريږئ ...
امان الله خان آرام ناست و ، دده خبرې يې اوريدې ، سريې كراركرار ورته خوځاوه ، داسې ښكاريده چې ددغو خبرو په ترڅ كې هم دى اوس د ته نه و. همداوجه وه چې كله كله خوبه ملكې دده پرځاى ليكوال كتل اودده پرځاى به يې هغه ته ځواب وركاوه .
دوى اغږيدل ، لايې هم خبرې روانې وې  چې خدمتګار چاى راوړ، پياله دهرچا مخې ته كيښودل شوه ، لايې يويوغړپ هم نه وترې كړې چې ليكوال له اعلحضرته دژوند په ځانګړو پوښتنو پيل وكړ:
_اعلحضرته !  ميلمستون موهم ډيرښكلى نه دى ؟
_ اعلحضرت (په موسكا)
_ څه ما اويازما خلكوخوماته نه دى جوړكړى نه دې دي اوريدلي چې :
( دربيابان كفش كهنه نعمت است )
نامدار ورته موسكى شو، داسې چې ګواكي داعلحضرت دخبرې په وړاندې يې نورڅه دويلونه درلودل .زريې بله پوښتنه ترې وكړه :
_ ولې ستړى معلوميږې ، كيداى ستا دژوند په دغه راز باندې پوه شم ؟
_ ولې نه ، هو، ستړى يم ، په اروپاكې اوږدمدتې استوګنې خورا ستړى كړى يم ...
_ دختيززياتره لويان په لويديزكې ژوند دآرامئ اونيكمرغئ پيل بولي تاسې ولې ناخوښ ياست ؟
_ دزړګي سره ، هغوى چې داسې فكركوي ، هغوى ياناپوه دي اوياداچې دځان په باره كې فكرنه شي كولاى .زه رښتيادرته وايم  زه نه يوازې داچې دلته خوښ نه يم ،بلكه همدا ژوند مې دلته خورا زيات ځوروي هم ،هو روحآ ...
احمددرنګ شيبه آرام و. داسې ښكاريده چې تابه ويل داعلحضرت دخبرې په باره كې فكركوي ، خوداسې نه وه ، زريې بيا پوښتنه ترې وكړه :
_ ستاسې په نظر ددې لامل څه دى چې تاسې دومره نارام شوي ياست ، اوس خوكارتركا تيردى او اوبه هم ترورخ تيرې ...
امان الله خان سوړ اوسيلى وكيښ ، په نرمه ژبه يې خپله خبره ورته راغبرګه كړه :
_ وطن ډيرګران وي ، زه نه پوهيږم چې كوم سحرپه منځ كې دى ، اوكوم ځواك دى چې دوطن خاوره كه څه چې زياته خواره وي اوياډيره لرې هم وي  انسان بياهم خپل لوري ته وركاږي ...زه فكركوم چې چيرې انساني روح په انساني بدن كې ځاى نيسې ، دغه روح په خپله نه غواړي چې هغه ځاى اوهغه سيمه چې دا له كالبد سره هم غاړه كيږي له ياده وباسي ...
په ليكوال داعلحضرت دغې خبرې له ورايه خپل ژوراغيزوښانده ځكه يې په څوشيبوكې څوڅوځلې ده اوملكي ثرياته  سترګې ور واړولي اوراواړولې ، يوازې  به يې اعلحضرت ته په بېواكه توګه ترخوله راووتل : 
_ ته ډيرلوى انسان يې اوپه ښتياهم اوچت انساني صفات لرې ...
داعلحضرت په سترګوكې د اوښكوغوټۍ لاهم پورته اوكښته كيدې ، دچاى پياله يې په رامئ سره پورته كړه ، خولې ته يې نژدې كړه چې يوځل يې ناببره بيرته پرميزكيښوده اوخبروته يې ځان جوړكړ:
_ وطن  ، وطن دى ، زه چې كله له وطنه راووتم ، زمافكرته يوه پښتو لنډۍ راغله ، هغه مې دزړه دتسل په خاطر په هماغه مهال دزړه  له كومي ټولوته وويله چې :
دخداى پامان دې وې وطنه     كه زيړى ګل شوم مخ به نه دراړوم ه ...
فكركوم چې هغه مې دزړه له كومي ويلي وه ، اوس دادى دهرې ورځې په تيريدو سره په دغه ښكلي روم كې زه زيړى ګل كيږم ، قسمت دښكلي روم په زړه كې داوږدومياشتواوكالوله پاره ديره كړم .زه اوس هم كله كله دوستانوته وايم چې :
 زه په افغانستان كې پنډيتوب په ايتاليا ، هو، په دغه ښكلي ايتالياكې ترپاچاهي اوچت بولم ...
اواعلحضرت خپله پياله خپلې خولې ته داسې چې اوښكې يې په سترګوكې لاهمداسې سرګرداني سرګردانې كيدې ورپورته كړه ،لايې هم زړه ك و، لايې دپرديسي ژوند پرديس دردونه په خوله وو، چې ليكوال يې هم دومره خواشينى كړى و ، چې نه پوهيده ددعه ست انسان د دردمن  زړه اولوى پرتم په وړاندې څه چاره وكړي ؟ اوڅه ورته ووايي ، په څه شان يې تسل وكړي  ؟  هيڅ  !
دروم  په ښكلي ښاركې ورځ په نيمايې ور اوښتې وه ، چې داعلحضرت اوملكې خوږې خودردمنې خبرې هم پاى ته ورسيدې .ليكوال وغوښتل چې ترې ولاړشي ، هغه يې تردروازې پورې د خداى پامانى په خاطر بدرګه كړ : بدرګه ...كله يې چې خداى پامانى سره كاوه داعلحضرت وروستۍ خبره ليكوال ته داوه :
_  سلام مې وايه !
ليكوال سره له دې چې ورته موسكى شو ژړا ورغله :
_اعلحضرته ، پرچا ؟
اواعلحضرت په غيږ كې كلك ونيو په نيولي آوازكې يې ورته وويل :
_ پرهغوى چې ژوند لري ،پرهغوى چې هيوادلري ،پرهغوى چې مينه لري اوپرهغوى چې خپلواكي يې دغلامى په وړاندي وينه اومينه وي  ...
اعلحضرت ليكوال په ډكو سترګو په خداى وسپاره ، درنګ شيبې يې په هغه پسې كتل اودهغه لنډقدمونه يې له هغه سره دمينې په نامه يويوڅاره اوپه هغه پسې يې كتل...
 لايې له سترګوپناه شوى نه و چې له جيبه يې دسمال راويوست اوهغه يې سترګوته ونيو ... ! ؟

پروفيسر خالق رشيد- نوى ډيلى

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery