دخپریدو نیټه : 2006-09-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
توره واوره
محمود نظري - لندن
محمود نظري
د کوټی دروازه ورو ورو په ګوتو
وټکېده او بیا ورو پوري وهل شو، د وره دزګیروی سره د یوې سپین سرې سر کوټې ته دننه شو او له کټه بینو
ینکو د ښېښو نه یې د کټ خوا ته وکتل او په خوشالۍ یې وویل :
احمدوف! ستاسو په هیواد کي رژیم بدل شو او مشر م
و ویل موږد خپلو بندیانو پوښتنه او بازخواست کوو او هغوی راغواړو.
د دی خبرې سره سم احمدوف اریان د
یان ودرېد په بد ګمانو سترګو یې پورته وکتل او ژړغونی شو ، دیوې ترخې موسکا څپه یې بر شونډو خپره شوه. په
بدن یې بریښنا ننوتله او بند بند یې ور وریږدوی، د زړه د رباب تارونه یې وترنګېده او له ځانه سره یې غم غم وو. په
کوټه کي په ګرځېدو راګرځېدوشو ، مځکې ځای نه ورکاوه، نه پوهېده وخاندي که وژاړي، ناببره یې په زوره زوره وژ
ړل خو ژر په خندا شو او له سترګو یې اوښکي توی شوې.
کښېناست ګوتې یې سره کښېکښلې زړه یې سخت درزېدی او دچورت په
سمندر کې لاهو وو په سترګو کي یې د خوشۍ اوښکې خوټېدی لکه ګل چي نوی وغوړېږی تازه شو، مخ یې سورخي پیدا کړه
مور او د هغې پستې او خوږې خبرې یې ورپه یاد شوﺉ
هغه یې څو واري په خوب کي لېدلې وه هغې ورته وی
:
ولي نه راځې؟
او ده ورته ویل : دا دی راغلم.
کوچنۍخور او ورور یې په یاد شول
هغه ۲۵ مني او
ژمي دلته په نهېلۍ تیر کړی وو ا ن خندا او ژړا ترې هیره شوې وه
نور یې د سترګو چینې وچي شوي وې دا لومړی ځل
وو چي بیا یې په سترګو کي اوښکې او په شونډو کي یې موسکا را پیدا شوه خو دا حالت یې تر ډېره پاته نه شو
ژربیا د کونځو چپه یې پر تندي خپره شوه او له ځانه سره یې ورو وویل :
مور به مي اوس مړه یا سپین سرې وي
، ورور او خور به مي اوس خدای خبر چیري وي ؟؟ د هغه په چورت کي هغوی اوس هم واړه وه ،
اوس به هغوی ما
څنګه وپیژني؟!
په هکله یې چرت واهه او ژر یې له ځان سره وویل:
زه به دا خپله غاړه له ځان سره
یو سم او ورته و به وایم زه احمدوف یم ! احمدوف!
خپلو پښو ته يې وکتل سترګې یې تنګي کړې او ژړ له کوټی نه بهر
ووت یو موټ واوره یې د پښو پر دانو ټینګه ټینګه وموښله او هغه یې په سرو وینو ولړله بیا بیرته کوټې ته ننوت
یوه کوچنۍ هینداره یې چي هلته پرته وه را واخېستله د لاس پر شا یې پاکه او په هغه کي یې وکتل، د سپينی ږیری
په لیدو یې جټکه وخوړله او د ژبې لاندي یې ورو وویل: هغوی به ما وپيژني؟!
سر یې بیاکښته وځړاوه شونډي یې
ورپېدې پر څیره یې بیا د خواشینۍ چپه وغزېده اوله ځان سره یې وویل:
د هغو به اوس هېر یمه! سترګې یې غټي
وي او ویې ویل: د هغو نومونه به ورته واخلم ستار ، جانان د بابا زوی... د کوڅې نوم د ماجد د ملا نوم، د اکا د
زامنو نومونه، د کوڅې د دوکاندار نوم....
بیا یې ژر سر وځړاوه او له ځان سره یې وویل :
هغوی به ټوله مړه
وي وي ؟!
نن یکشنبه د رخصتی ورځ وه هغه خپل کالی پرېمنځلي وه د بخارۍ لپاره یې لرګي م
ات کړي وه بیا یې ځان ته سورکرم پوخ کړی وی خو اوس یې اشتیا بېخي تښتېدلې وه تر ماښامه کوتې ته تی او
اتی او چي ستړی شو بیا پر چپرکت پریوت یوه سترګه یې خلاصه او بله یې بنده نیولې او په اندېښنو کي ډوب وو
او د ډول ډول سوچونو سره لاس او ګریوان ..
نوره هوا تیاره شوې وه، الکین یې ولګامه یوه شېبه وروسته
یې هغه بیرته پوه کړ او ځان یې په بړستن کي ونغښت لټ په لټ اوښت راوښت، بیا پړ مخي پرېوت او به زوره ز وره یې
چیغي کړې، لکه مار چیچلۍ خوب نه ورتۍ او تاو تاو کیده، بیرته کښیناست الکین یې ولګاوه خپله هغه غاړه یې چي د
راتګ به وخت کي اغوستی وه یووار بیا لاس تیر کړ او سر یې شا لوري ته کوږ کړ او په سوچونو کي ډوب شو کرۍ
شپه یې په همدې سوچونو کي تېره کړه...
« روسانو د د وی کور ته ننوتل هر شی یې لوټ او مات کړل دده یې سترګې
وتړلې او د ځان سره یې بوت د مور ساندي یې تراوسه په غوږو کي آزانګې کولې بیا یې په الوتکه کي واچوی دنورو
ږغونو او زګیرویو په منځ کي يو ږغ ورته آشنا ښکاره شو تر ننه یې هغه پیدا نه کړ چي هغه د چا ږغ وو بیا څو
تنه په هوا کي دالوتکي نه لاندي ټېل وهل شول او ورسره هغه اشنا ږغ هم ترې تم شو. بیا يې د اتکړۍ او زو
نې سره دې سپین زندان ته راوست. لس سپیان ،ګاډۍ او د صندوقونه وړل راوړل یې لوړي غونډۍ ته دنده
وه.
یو وار یې چي هغه وخت اجمل هم ژوند ی وو، د تښتي هڅه وکړه خو لاره ترې و رکه شوه ،په هره لور کي
سپینه واوره وه، دوی بې هوښه شول او د همدې سپين سری زوی د سپو په مرسته دوی پیدا کړل او هغې ورته
وویل :
ښه دی چي لېوان نه دي در باندي راغلي. نور نو ده دخپلي هېلي دروازه تړلې لېدله، بیا اجمل د ډېرو
دانو نه مړ شو او دی تکي تنها پاته شو. اجمل ده ته څو نښانې پرښودې چي مور ته یې یوسي
همدې
سپين سري کله نا کله یو نېمه د راډیو خبره ده ته کوله
یوه ورځ یې خپل خوب ورته و وایه : چي د روس رهبران
په یو هوایي بېړۍ (کوزموس) کي سپاره وي او هغه پر مځکه را لوېږي او ټوله اور اخلي .
او د ده نه یې
وپوښتل :
ته پوهېږې داڅه مانا لري ؟
خو ده هغه جاسوسه ګڼله او یوازي د نه په چم سره یې شونډې ورته بوڅې کړې
،خو اوس یې باور راغلی وو چي هغه ښه ښځه ده.
د احمدوف په جوله کي د خواشينۍ او درد نښي
ښکارېدې خو په شونډو کي یې موسکا خپره وه او منتظر د کوټې مخ ته ولاړ وو د ده په نظر ورېځې په ګډا ګډا یوې
خوا بلې خواته روانې وې سارایي ا لوتونکې یې لیدلې چي تر لېرو لېرو الوزی
یوه دسکشه یې له لاسه
ایستلې اود اجمل نښې یې په لاس کي ټینګی نیولي وې ، په سپینه واوره د کوټې مخ ته تی راتی .د پښو
اندي یې وار ې کېږ کېږ کاوه .
ده تر لېري لېري بېله دې چي باڼه ورپوي سترګې لغړولې خو نا
ځواني سپیني واوري به یې د سترګو نور ترې یووړ
دا پنځه کاله کیږي لامنتظر دی هره ورځ په پړسیدلو
سترګو د یوې ګړی لپاره سترګې نه تړي لاره څاري تر لېرو لېر و پوري ښې او کیڼ پلو ته ګوري تر هغه چي یې د ستر ګو
دید نا ځوانه واوره یوسي، سترګي پټي کړي څه هوا له خولې وباسي او ژر بیاسترګې خلاصي او لاره څاري
.