مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ياقوت لالا

ولي شاه طبيب/کندهار

 ياقوت لالاچي دمنځني وني خاوند و همداډول په عمرهم دڅلويښتو پورته ښکاريد ، ښه اوږده شناوۍ ګڼه ږيره يې درلوده ،تندی به يې هميشه دګونجوډک و ،دمخ پر راسته باړخويې دکالدانې داغ لکه دافريقا نقشه دورايه ښکاریده ،مغزی يا اورميږ يې ډير لنډ وو ته به وايې چي سريې په اوږوپوري نښتی دی، کله کله چي به يې وخندله نوژړاوږده غاښونه به یې ښکاره سوه ،که څه هم مسواک يې ډي کاروۍ خونصواريې هم ډير خولې ته اچول . ياقوت لالا  دښارپه يوه بازارکي دوکانداري کوله ،دې بازار ته زيادتره داطرافو خلک دسودااخيستلو لپاره راتلل ،ياقوت هم دپاخه ښکاري په شان په خپل دوکان کي ډول ډول شيان ايښي وه ،دکالو دټوکرڅخه نيولي بياتر واسکټه ،کلوښي ،لونګۍ ، ټغراوکمبلو پوري موجودوه ،خ يدارچي به یوځل دياقوت په لومه بندسو نوبيا خلاصيده يي نه وه ،ياقوت داسي خوږه ژبه درلوده چه درانيونکي پام رنه به يې سمدستي ځان ته راواړوله .ښه ټينګ روغبړ به یې ورسره وکی ،هغه به يې مجبوره کی چي دوکان ته راوخيجي ،ک ه چي به خريدار دوکان ته راپورته سو نودياقوت لالا ښکار به تيار و اوپه زړه کي به يې وويل چي په لاس خو راغی هسي مفت خوولاکه څخه خلاص سي  ،بیا نو یاقوت ددوکاندارۍ مختلفي نسخي کارولې ،داط افي خلکوسره به يې داسي راسه درسه کوله ته به وايې چي همدا اوس هم په کلي کښي ناست دی .

نن يې همداسي يو ښکار دوکان ته راخېجه ولی ؤ او داسي يي ورته وويل :
 هغه حاجي دغه  اوهو.. نوم يې راڅخه هيرسو عجبه ښه نوم يي دی ، په کلي کي باغ هم لري  خوراغښتلی سړی دی ،په دي ډول کليوال بيچاره به دکلي ديوه کس نوم واخيستی چه حاجي به هم - و او باغ به يي هم درلودی .

- هغه حاجي پيرو اکا ښيي ؟

- هو دبلا دي هير سي زموږسره ، هغه زما تردوکان نه تيريږي هرڅه چي يي په کورکي ويني ددغه دوکانه يي وړي دي ، حال داچه داټول به چل اوول ؤ او دخريدار راټينګول ؤ،ياقوت دورځي څلورپنځه داسي بيچاره سپين پوښه داطرافو کسان په لومه بندول .

خصوصاَ دروژې دمبارکي مياشتي په اوږدوکي به نو ياقوت لالا ټول تاکتيکونه په کار اچول ،دسړک په ها خواکي به يي په خريدار پسي کتل . په دې نېکه مبارکه مياشت کي به يي خپل ټول دکلوکلوبيکاره اجناس وچلول .

داننیی خريدار يې چي دوکان ته راپورته کړی ؤ داسي يې وبوله چه نور نو دياقوت دمنګولو څخه نه سوای خلاصيدای ،ياقوت دهرچا لپاره نسخه درلوده دښار دخلکولپاره جلا نسخه او داطرافي لپاره بيله نسخه.

ـ آ ښه حج ته تللی يې ؟

ـ يا نصيب مي نه دی سوی .

ياقوت ډيرخفګان ښکاره کړ ، وويل ياره ت دي خريداری خودي حج ضرور دی ،دادنيا خوبقا نلري ولي خطاوتلی يې .

خریدار به چرت وواهه چه ياره پرعجبه مومن پيښ سوی يم اودابه يي  دځانه سره پريکړه وکړه چه ټوله سودا به ددي مومن ياقوت لالا څ خه اخلي ، ياقوت به خپل ښکار ته ښه متوجه ؤ چه ايا نسخي کارکړی دی که بله نسخه په کار واچوي .

 ـ آ ښه نو چي سوداکوي راته ووايه چه څه شي اخلي ؟

اطرافي بيچاره و ته وويل چه داختر دپاره کالي زما اودزامنو لپاره ،دري داني واسکټه ، لونګۍ ، دوي دانې سطرنجي اوڅه نور ميده يان اخلم .

ياقوت لالا چي زړه يې باغ باغ کيدی وویل چي ښه دی هرڅه سته مه وارخطاکيږه ،اوس مي نو دغاړي سوې په هرډول چه وي ستا کار درکوم ته دادعاکوه چي هغه زما زوی رانسي چه هغه ډير بې انصافه دی ( حال داچه ياقوت زوی نه درلود) ، پر ما دي يوغيران حرام دی ، رشتیاهم  غيران خواوس رواج هم نه  ؤ  اودده لوړه هم پرځای وه  اوبیا ياقوت خو به داسي خپل ژړ غاښونه دخريدارپه غوښوښخ کړي وه چي يو په يوه ګټه يې نه وای کړې زړه يې تورؤ.

 ـ هاښه اول به دي دکالو غم وخورم ،دلته مي يوټوکر پټ ساتلی دی ،هم ستا وړدی هم دي دزامنو ، په داسي حال کي چه هغه ټوکر کوم چه دکلونو راهيسی پروت ؤ او خریدار يې نه درلود اوخيست .

پوهيږې دالکه هغه کابلی ميکس چي هرڅونه يې مينځي نور هم سميږي ، ددوستۍ درته وايم که نه پرما حق نه ل ي چي درته ووايم په هره جوړه کالوکي يومتر اظافه واخله  ،داښه ټوکر دی ننوزي .

اودادرته وايم چي هرشی چي ته رانيسي په خپل اصلي بيه درکوم دروژې په خاطر ګټه نه درباندي کوم ،اخرت لرم ، مسلمان يم اودخدايه بيريږم.

ياقوت لالا به نو فلزي متر په ټوکره کي واړوی راواړوی ، او دهرمتر په اړولو به يې خپله يوپه يو ګټه سنجوله .

دټوکره وروسته يې دستي سطرنجي ورته راوخيسته ،خريدارته يې وويل ونيسه دايوسريې ته ونیسه ،بل سر يې ياقوت ددوکان پای ته کش کړ او سطرنجي يې  ورته خلاصه کړه اوویل :داد اګريي سطرنجۍ په کمه نه ده ،زما په کورکي هم داغه سطرنجي هواره ده ، نه دوړه اخلي او نه يې رنګ ځي .

درې سطرنجۍ يې پر پيچاره په لوړه بيه خرڅي کړې ،په داسي حال کي چي سطرنجۍ يې ورکتولې،کليوال ته يې وويل چي دنصوارو عمل لرې؟

ـ هونصوار کوم

ـ اوس خوروژه ده دانصوار دي زما دبلي ته واچوه داحتماَِ لاسي نصوار دي دادبازار نصوار خوهيڅ شی نه دي ،اطرافي سړي  هم خپل ډبي دياقوت په ډبي کي ورخالي کي ، پراطرافي خريدار يې لونګۍ اوکلوښي هم خرڅي کړې . هغه دخلکوخبره داطرافي سړي کوريې په دې مبارکه مياشت کي و خراب کړ .دخدای په امانۍ په وخت کي يې ورته وويل چه بخښه به سره کوو دعاوي راته کوه .

ياقوت ډير يوکنجوس سړی ؤ ،په خلاصه خوله کي  دده پردوکان ډيرنادره چای دمېدلې ،کله چي به يې دهمسايه دوکاندا انو داشتوپ پوښهاری واوريدی نو به دچای دپيالې سره بيا ولاړؤ ، ويل به يې داستاسو عجب ښې چای دي داچيري رانيسی ؟ همسايه دوکانداران دکنجوس ياقوت سره بلد و،ورته به يې وويل چي چای دې واخله ته داچای نه سې رانيولای ،داووايه چي دخريدار پرهډ دي چاړه ودرول اوکه دي څه ورپرېښول ؟ ياقوت به ورته وخندل اوژړکاږه غاښونه به يې اښکاره سوه او دګرموچايوپياله به يې دوکان ته يوړه .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery