دخپریدو نیټه : 2006-10-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وړيا نسخه
امرالله امېد
شپېته كلن ډاكټر دناروغې له مټه د فشار آله خلاصه كړه، دسر په
ښورولو يې وويل:(( ولې سودا كوې، فشار دې داسې دى، لكه دشپاړس كلنې پېغلې، دزړه ټكان دې نورمال دى، سږي دې هم تكليف
نه لري، اوس وايه چې له څه شي شكايت لرې؟))
ښځې لا خبرې ته ځان جوړاوه، چې تر څنګ ولاړ كس يې وويل: (( ډاكټر صېب! په
سور يې نه پوهېږو، بس خوب خندا ورباندې حرامه ده، مدام يې روح اروا الوتې وي..))
ډاكټر خپلې عېنكې پر پوزه راټيټې
كړې، ويې ويل: (( ښاغليه! تاسې پرېږدۍ چې پخپله له ناروغې كيسه واورو.))
دا وخت يې پنځه ديرش كلنې مېرمنې ته دځواب د
انتظار په نېت په ځير، ځير وكتل، كه څه هم د مېرمنې تندى تريو او د ناراحتۍ احساس يې كاوه، خو بېشانې ښكلا هغه د
ښايست په جنت كې كېنولې وه. مېرمن له سترګو د لېمو چتر پورته كړ، يو ځل يې په ناهيلي انداز خپل مېړه ته وكتل، بيا يې
دزړه په زور وويل: (( ډاكټر صېب! سر مې مدام راباندې دروند وي، لكه چا چې ورباندې غر تړلى وي، زړه مې تنګ دى، وايم
چې وژاړم او چغې ووهم، دخوراك او څښاك په خوند نه پوهېږم...))
هغه كس يې خبرې ورپرې كړې: (( ډاكټر صېب! مېرمن مې رښتيا
وايي، دوه وړو ماشومانو يې خولق په تنګ كړى، ورته وايم، چې په وړكتون كې يې داخلوم، راسره نه يې مني، هغه په
ښتيا چې دواړه ډير شوخ او بې سره دي.))
ډاكټر بيا خپلې عېنكې پر پوزه ښكته كړې، ويې ويل: (( وروره بښنه غواړم، پ
ېږده چې ستا مېرمن په خپله خبرې وكړي، لږه اجازه راكړئ.))
بيا يې ناروغې ته وويل: (( ويلى شئ چې زړه مو ولې
خپګان كوي؟ ))
هغې تندى تريو كړ، لكه همدا اوس يې چې دبدن كوم غړى نا راحته وي ويې ويل: (( نه پوهېږم، خو زړه مې
خپه دى، څو ځله مې وويل چې دموږكانو دوا وخورم او دتل لپاره له خپلو اوږو د ژوند دستومانېو بار ښكته كړم...))
م
ېړه يې په بيړه وويل: (( ډاكټر صېب! لږه يې پويه كړه، داڅه وايي؟ كه داكار وكړي ټول كور به مې تباه شي، برباد به شم
، له همدې وېرې كور ته زهري درمل لكه دملاريا ګولۍ او نور نه شم راوړلاى، آن تر دې چې په كور كې مې د غټو مږو او موږ
كانو اتڼ جوړ وي، خو ددې مېرمنې له وېرې كور ته درمل نه راوړم...))
ډاكټر بيا پر پوزه عېنكې ټيټې كړې او د خپلو
سپينو ببرو وروځو تر چتر لاندې يې نوموړي ته وكتل او ويې ويل: (( بښنه غواړم، تاسې اجازه راكړئ، چې ستاسې دمېرمنې
كايت واورم، تر څو په درمل يې پوه شم.
يوه دقيقه خاموشي وه، ډاكټر مېرمنې ته دنصيحت په ډول وويل: (( ناهيلې كېږ
ه مه، ژوند لوى نعمت دى، په انسان هر حالت راځي، هر څه به خداى اسانه كړي.)) بيا يې له مېرمنې وپوښتل: (( دشپې ارام
او خوب لرې؟ ))
مېرمن د انكار په ډول سر وخوځاوه، بيا يې وويل: (( دشپې مې خوب نشته، بس ټوله شپه مې په سر درد وي،
كه دورځې كومه شېبه سترګې پټې كړم، نشم ويلاى، ځان مې خوږېږي ...))
مېړه يې بيا خبرې ورلنډې كړې: (( ډاكټر صېب! داخداى
وهلې لكه دنجوم عالمه ټوله شپه ويښه وي، ته به وايې چې شاعره ده او د شعر ليكلو لپاره فكر كوي آن تر دې چې كله
واړه ماشومان وژاړي، زه يې كراروم، دا خداى بښلې يې په كيسه كې هم نه وي، بس چې مياشت دوه پس كور ته راشم، هغه
په راباندې غم وي.))
ډاكټر خپلې عېنكې له سترګو لرې كړې، وېې ويل: (( ښاغليه! ولې خپلې مېرمنې ته وخت نه وركوئ، چې خپ
ه كيسه پخپله وكړي، بښنه غواړم، اجازه راكړئ، تاسې لږ خاموشه شئ.)) له دې سره يې عېنكې سترګو ته كړې او له مېرمنې
يې وپوښتل: (( داسې شى شته چې تر لاسه كول يې ستا لوى ارمان وي او خوا دې ورته ځورېږي؟))
مېرمنې د ځواب په اړه فكر
كاوه، چې مېړه يې وويل: (( ډاكټر صېب! په دونيا مې ورته يو ارمان هم ندى پريښى، تاسې وګورئ، چې پر غاړه يې دلسو زرو
الرو نه د زياتو پېسو دسرو زرو امېل او زيورات پراته دي، شكر دى كور مې خپل دى، موټر او نوكر لرو او...))
ډاكټر
سوړ اسوېلى وكړ، عېنكې يې بيا پر پوزه ټيټې كړې ورته يې وويل: (( بښنه غواړم، بښنه غواړم، پرېږدئ چې همدا خبرې مو مې
من وكړي، تاسې لږ خاموشه شئ.))
ډاكټر مېرمنې ته مخ واړاوه، هغې وويل: (( ډاكټر صېب! هر څه شته، نه پوهېږم، چې اروا
مې ولې او په څه پسې ځورېږي.))
ډاكټر دناروغې مېرمنې سترګې وكتلې، سترغلي يې پرې كېښكاږل، تر څو پوه شي، چې دبدن
وينه خو به يې كمه نه وي،په زړه كې يې وويل: دا د[ډپرس]ناروغي ده، دغه شان ناروغان ډېر دي، خو كه د احمق مېړه خوله
يې بنده شي، نو په څو پوښتنو كې يې د ناروغۍ علت معلومولى شم.
دا وخت يې له مېرمنې وپوښتل: (( معمولاًٌ څه خورئ؟ م
قصد مې دادى چې دسهار ناشته مو له څه سره وي، غرمه او ماښام دخوراك لپاره څه انتخابوئ؟))
مېرمنې وويل: (( دهر څه
پرېماني ده، څه مو چې زړه وغواړي اشپزې ته يې وايو چې پاخه يې كړي.)) مېړه يې غبرګه كړه: (( ډاكټر صېب! سهار كوچ،
وده، پېروى، پنېر او شات خورو، غرمه بيا كوم شل رقمه خوراكونه تېار وي، دماښام ډوډۍ هم همداسې درواخله، پېسې ډې
ې دي،زړه پرې نه سېزو، هغه ستونزه نشته چې ګوندې زما مېرمن به په شيدو يا مستو پسې ځورېږي.))
ډاكټر لږه شېبه نوم
وړي ته دحېرانتيا په انداز وكتل، بيا يې مېرمنې ته مخ واړاوه ويې ويل: (( عمرونه خو مو سره يو شان ښكاري، كه دا
اته ووايې، چې واده مو په خپله خوښه شوى كه دمور او پلار په خوښه؟))
مېرمن لا دا شېبه دډاكټر د پوښتنې پر ځواب
فكر كاوه، چې مېړه يې بيا راغر وهل: (( ډاكټر صېب! زموږ واده خو دخپلې خوښې او رضا واده ؤ، يو له بله سره مو مينه وه،
زما خو هوسۍ خوښېدله، خو داځوانيمرګه راپسې سمه لېونۍ وه، آن تر دې چې په يوه ورځ يې راته درې ليكونه استولي وو، چې
يا به راسره واده كوې او كه نه نو ځان وژنه به وكړم او يا به ځان ته اور واچوم، هماغه ؤ، چې واده مو سره وكړ.))
هوسۍ خپل مېړه ته بد، بد وكتل، داسې برېښېدله چې نه يې غوښتل دخپل مېړه له خولې يې دا وروستي چټيات اورېدلي وا
.
ډاكټر هم له غوسې سور اوښتى ؤ،په زړه كې يې وويل: څه دګل غوندې ښايسته ښځه په يو احمق او لوده سړي واده ده،
اوس دومره وخت نه راكوي، چې ددې مېرمنې دناروغۍ په باب پوښتنه وكړم.
دا وخت يې دښځې څښتن ته وويل: (( ښه نو ته چې
دهرې پوښتنې ځواب پخپله راكوې، پكار ده له تا وپوښتل شي، ويلاى شئ، چې څه كاره يې؟ يعنې څه مصروفيت لرئ؟))
هغه
خپلې تڼۍ ته ګوتې وروړې او له افتخاره په ډكه لهجه يې وويل: (( ډاكټر صېب! سوداګر يم، شكر دى، له سرو او سپينو سره
وبې كوم، په مياشت كې دچا خبره لس هېوادونه ګورم))
ډاكټر يې خبره ونيوله ورنه يې وپوښتل: (( دا راته ووايه چې په
مياشت كې څو ورځې په كور او څو ورځې په صحرا يې؟ ))
هغه موسك شو، پر خپل خريلي مخ يې دغوښن لاس ورغوى تېر كړ، ويې
ويل: (( تاسې ته معلومه ده، چې كه سوداګر هر څومره شتمن هم وي، بيا هم لالهنده وي، زه په مياشت كې دوه يا درې شپې
په كور يم، كله داسې هم وشي، چې دوه درې مياشتې كور ته رانشم، بس ژوند دى، چېرته چې رزق حواله وي، سړى لكه مرغه و
پسې الوزي...))
ډاكټر د اطمنان په انداز سر وخوځاوه، لكه كومې نتيجې ته چې رسېدلى وي، ناروغې مېرمنې ته يې وكتل،
ونډې يې بوڅې كړې او دسترګو په مهربانو حركاتو يې هغې ته ډاډ او تسل وركاوه، په زړه كې يې وويل: اوس يې دناروغۍ علت
معلوم شو. بيا يې دښځې څښتن ته وويل: (( ستا ښځه به ژر جوړه شي، خو كه ته له ماسره يوې ژمنې كولو ته تېار شې!))
هغه په
حېرانتيا په يوه ساه وويل: ((ډاكټر صېب، ډاكټرصېب! دا ته څه وايې، زه سلو، بلكه زرو ژمنو پوره كولو ته هم تېار يم،
راته امر وكړئ، كومه ژمنه درسره وكړم.))
ډاكټر موسك شو،په داسې حال كې چې څه يې پر شونډو له ځانه سره تكرارول
دنسخې پر ليكلو بوخت ؤ، بيا يې نسخه د معمول پر خلاف په يوه پاكټ كې بنده كړه، نوموړي ته يې وويل: (( ښه نو چې ژمنه
دې راسره وكړه دا درواخله، په دې نسخه كې دې دمېرمنې درمل دى، چې كور ته لاړې دا پاكټ به څيرې كړې او ليكلې نسخه به
ولولې، دا درمل په درملتونوكې نه پېدا كېږي، دا په ډيره اسانه لاس ته راځي،يوازې دژمنې په پوره كولو سره!!))
ډاكټر لا هم موسك ؤ، بند پاكټ يې نوموړي ته وركړ او ورنه يې په پاكت كې دليكلې نسخې د عملي كېدا ژمنه
واخېسته.
ښځه او مېړه دواړه پورته شول، لږه شېبه يې دډاكټر دخبرو د معما په اړه يو بل ته حېران، حېران وكتل، بيا
يې دډاكټر پر مېز دهغه فيس كېښود او دمننې په كولو سره له كتنځي ووتل.
ډاكټر په نسخه كې ليكلي وو
: (( ستاسې مېرمن
ستاسې مينې ته اړتيا لري، سره، سپين، خوراكونه او قصرونه د مينې ځاى نشي نيولاى، ستا نه موجوديت هغې ته روحي
ناروغي پېدا كړې، دهغې دناروغۍ يوازينى علاج دادى چې تاسې هره شپه خپل كور ته راوړئ او بل ځاى پاتې نه شئ.))
بيا
يې دټينګار په ډول ليكلي وو: (( كه غواړئ، خپله دګل غوندې مېرمن خوشاله، هوسا او ارامه ووينئ، نو دغه وړيا نسخه
خامخا عملي كړئ.))