د انګړ ور بيرته شو او د جهانزيب دوه ملګري په بيړه راننوتل او وې
ويل:
جهانزيبه، جهانزيبه!
جهانزيب په حيرانتيا سره وويل: ولې څه خبره ده, بيا په تاسو څه چل وشو؟
يو ملګ
ي يې ځواب وركړ:
پرمونږ هيڅ چل هم ندى شوى، چل خو به تا كيږي...!
_ دا څه وايې؟ په ما به څه چل كيږي؟ زه خو
وغ او جوړيم...!
هغوى په يوه غږ وويل: خو ددې خبرې په اوريدو به هرو مرو ناروغه شې.
جهانزيب پداسې حال كې چې د م
ور له څنګه په بيړه راوچت شو، هغوي ته يې وويل:يو خو تاسې هيڅكله هم ماته د خيركوم خبر ندى راوړى، اوس نو زر شئ
ووايې چې څه خبره شوې؟ هغوى بيا په غبرګ غږ وويل: خبريې كه نه؟ بيا كډې باريږي...!
څه!؟
_ هو! بيا كډې باريږي
_ د چا كډې باريږي؟
_ د همغې، نن ځي روان دي
_ دا څه وايې: هغې خو ويلي وو چې سږكال مونږه نه ځو او همد
ته به اوسيږو، نو اوس يې څنګه كډه باركړې.
هغه مور ته مخ واړاوه او ويې ويل: مورې وچه ډوډۍ شته؟
_ نه زويه و
ې؟
_ ښه نو پيسې راكړه چې له كوچيانو تروې راوړم او كه تروې نه وې بيا به ماسته راوړم چې تروې ترې جوړې كړو.
_
زويه نن څنګه پخپله وايې چې وچه ډوډۍ شته اوكه نه؟
_ هيڅ مورې، زه لږ وږى وم، ما ويل تروې به رواړم، نو سبا نارى
به ورسره وكړم.
_ زويه وګوره كه ټوكرۍ كې وچه ډوډۍ وي، نو ښه ده او كه نه وي نو راشه روپۍ به دركړم.
_ ښه مو
ې، مورې وچه ډوډۍ شته، خو لږه ده
_ ښه راشه زويه دا روپۍ هم واخله او ولاړ شه.
جهانزيب له كوره په
بيړه وځي او مخ په كيږديو راونيږي.
يوې اّشنا كيږدۍ ته نژدې په زړې كوچۍ غږ كوي:
_كوچۍ ترور تروې شته؟
_هو،
زويه راشه!
جهانزيب چې ورنږدې شو، نو سمدلاسه يې پوښتنه ترې وكړه:
_ ترورې تاسو رښتيا هم كډه كوئ نن؟ جهانزيب
په ټيټ ورميږ وويل:
_كوچۍ ځواب وركړ: هو زويه، نن مازيګر مونږه نيت كړى چې كډه وكړو.
_ ترورې تاسو خو ويلي
وو چې مونږ سږكال نه ځو، نو دا اوس څنګه ځئ؟ _زويه مونږه هر كال ځو او بيا څو مياشتې وروسته بيرته راځو، خو ته ولې
پوښتنه كوې؟
_هيڅ ترورې!
د سپوږمۍ دوى كډه همدا نن مازيګر په رښتيا هم باريدله، جهانزيب زر زر تروې كورته
اوړې او بيا مازيګر مهال بيرته لاړ، ترڅو سپوږمۍ يوارې وګوري ده هم ورسره كډه بار كړه او سپوږمۍ ته يې هم
كتل كډه يې بار شوه او روان شول. سپوږمۍ په تلو تلو كې جهانزيب ته په زړه سوي وكتل او ويې ويل: مه خفه كيږه مونږه
بيا راځو، تاسو خو به له دې ځايه كډه نه كوئ؟ هغه ورته ځواب وركړ چې نه كډه خو نه كوو. بيا سپوږمۍ ورته د م
يو نه جوړه شوې ګوتمۍ، چې خپله يې جوړه كړې وه وركړه او اوښانو پسې روانه شوه.
جهانزيب ګوتمۍ په جيب كې واچوله،
سپوږمۍ تر اّخره پورې جهانزيب ته كتل، ترڅو چې له غونډۍ نه پناه شوه.
جهانزيب بيرته كور ته راغى ډېر خپه و او
دسپوږمۍ په انديښنو كې ډوب پروت وو.
څو مياشتې تيرې شوې او بياپسې كلونه خو سپوږمۍ دوى بيرته رانغلل. هغه به
د مكتب نه وروسته هر مازيګر د هماغې غونډۍ پر سرناست و، او د سپوږمۍ د راتلو انتظاربه يې ويسته چې سپوږمۍ دوى
به نن خامخا راځي خو اخر به ماښام شو. د لمر وړانګې به له غره نه پناه شوې، تياره به خوره شوه نو نا اميده او
خواشينى به كورته راغى.
ورځې او شپې په همدې ډول تيريدې اّن دا چې كلونه تير شو. او بالاخره جهانزيب پوره ځوانۍ
ته ورسيده او په ټول كلي كې يې د ښكلا او ميړانې اوازې خپرې شوې.
جهانزيب سپوږمۍ تر اوسه هم نه وه هيره كړې، په ك
ي كې ډېرې نجونې وې، خو د هغه يوه هم نه خوښيده، هميشه به يې په ذهن كې د هغې د وړوكوالي تصوير تاويده راتاويده،
او د هغې د پيغلتوب تصوير به يې په ذهن كې هميشه جوړاوه چې سپوږمۍ به اوس داسې ښكاري، داسې به يې ويښتان كونڅۍ
كړې وي، يابه يې اوس خلاص پريږدي، خو په وړوكتوب كې به يې مور ورته وړې وړې كونڅۍ كولې او پرشابه يې پرتې وې. يوه ورځ
ماښام ته لږ وخت پاتې وو چې د اوښانو يو كاروان د برې غونډۍ پرسر راښكاره شو،
د جهانزيب زړه يو درز وكړ او
ه خولې نه يې چغه وخته لكه چې سپوږمۍ دوې راغلل، سپوږمۍ دوى راغلل...
جهانزيب د غونډۍ نه راښكته شو او پر هغې
لارې ودريده، ترڅو چې راورسيدل، خو ګل مير اكا اوس له دې كډې سره نه وو او كوچۍ ترور وه د كوچۍ ترور شاته يوه نجلۍ
وه چې مخ يې پټ كړى و او ورسره دوه سړي او درې هلكان نور هم وو چې له مخې يې تير شول.
دا يوه نجلۍ او يو هلك خو يې
وپيژانده چې سپوږمۍ او ورور به يې وي، خو هغه دوه سړي او دوه هلكان يې ونه پيژانده چې څوك وو خو په همدې فكر كې
چې سپوږمۍ دوې راغلل ډېر خوشحاله شو، هغه نور كه هر څوك وي زما يې څه! جهانزيب له ځان سره وويل.
جهانزيب ټوله
شپه په همدې فكر كې تيره كړه چې سپوږمۍ به څنګه ګورم, ملا اذانونه وكړل, نومور يې غږ وكړ چې زويه پاڅه غرمه شوه م
ونځ درنه قضاكيږي. جهانزيب پاڅيده او جومات ته لاړ لمونځ يې وكړ او كورته راغى, مورته يې وويل مورې خبره شوې؟
_
نه زويه له څه نه؟
_هغه كوچۍ ترور دوى بيرته راغلل.
_ كوچۍ ترور!؟
_ هو كوچۍ ترور، نه يې پيژنې، د سپوږمۍ مور
درته يادوم، ما به چې هميشه ترينه تروې او ماسته راوړل،
ښه ښه پوه شومه. كوچڼه يادوې، كله راغلل؟
پرون
اغلي مورې وركره ورځې نه ؟!
مور يې وويل: ولې نه ورځم.
ترغرمې وروسته مور يې د سپوږمۍ دوى كره لاړله او تر
تير مازيګره پورې وركره وه، ماښام كيدونكى و چې مور يې بيرته كورته راغلله.
جهانزيب چې د مور د راتلو لاره څا
له په بيړه مخې ته ورپاڅيد اوويې ويل:
_ مورې ستړې مه شې!
_ ژوندى اوسې زويه.
_ مورې كوچۍ ترور ښه وه.
_ هو
زويه، ستا پوښتنه يې هم رانه وكړه چې اوس به زلمى شوى وي،
_ مورې سپوږمۍ دې وليده.
هو زويه هغه هم ښه
وه، زما يې ډېر قدر كاوه او...
_مورې سپوږمۍ څنګه وه؟
_ زويه درته مې وويل چې ښه وه.
_ نه مورې زما مطلب دى!
؟
_ ستا څه مطلب دى زويه؟ كه ستا مطلب داوي چې ستا پوښتنه به يې رانه كړې وي، خو داسې نه ده
_ مورې، زما مطلب
دادى چې هغه څنګه ښكاريده؟
_ ښه ښه اوس پوه شوم، داسې ووايه چې سپوږمۍ ښايسته ده او كه نه؟
څنګه زويه ډېره دې
كه چې خوښيږي!
نه مورې، د نجونوڅه كمى دى چې زه به سپوږمۍ خوښوم.
په همدې خبرو كې وو چې دروازه وډبيده او د ګلي
غږ راغى: جهانزيبه! زر راوځه چې ځو، هغه هم څادرپر اوږه كړ او له كوره ووته.
په لاره كې ګلي ورته قيصه شروع كړه
چې د ظفرګل په نوم يو هلك ميدانۍ ته راغلى او ټول هلكانو ته يې ويل چې كه زه هرچا وپرزولم، نو خپل خون ورته بخښم
ه، نو احمد ګل ورسره غيږه ونيوله، خو په يوه لاس يې راڅملاوه، احمد ګل راته وويل چې زر لاړشه او جهانزيب له ځان
سره لاس نيولى راوله.
_ رښتيا وايې؟
هو!
څوك دى؟
ولاكه يې پيژنم، خو ډېر قوي ځوان دى، له تانه يې هم قد لږ
اوږد دى او هم لږ غټ ښكاري.
هغه دى، هماغه خولۍ يې چې په سرده هماغه هلك دى.
كله چې دواړه نږدې شول، نو جهانزيب
په ډېره سړه سينه وويل:
_ سلام عليكم!
_ وعليكم سلام!
_جهانزيب مخ نوموړي ځوان ته كړ او وې ويل: ښه نو ته دلته
خپل زور خلكوته ښايې چې ډېر زورور يې.
هغه وويل: زورور، خو خداى دى، خو زه هم زلمى يم او له ځوانانو سره مې خپل
زور ازمايه كه ستا زړه هم غيږې ته كيږي نو دا ګز دا ميدان.
جهانزيب ورته وويل: نه غيږه خو درسره نه نيسم, ځكه چې
اوس تيار نه يم, نو ټولو هلكانو ورباندې وخندل چې جهانزيبه لكه چې وويريدې, مونږ ته خو تكړه يې اوس ټينګ شه ورته
چې څټ دې ماتوي او كه نه, هغه بيا هم څه ونه ويل, خو ظفر ګل غږ وكړ چې مور لا داسې زوى نه دى راوړى چې زما مخې ته ود
يږي, نو ته لاڅه يې؟
لنډه دا چې ډېر يې د جهانزيب اعصاب خراب كړل، خو ده ورته څه ونه ويل. جهانزيب پوه شو چې ظفر
ګل د سپوږمۍ مشر ورور دى ولې چې د ظفر ګل په لاس هم هماغسې يوه د مريو ګوتمۍ وه، كومه چې ورته سپوږمۍ په وړوكوا
ي كې وركړې وه.
جهانزيب ځان غلى ونيوه او ظفر ګل ته يې وويل: وروره منم دې چې تكړه ځوان يې، نور څه وايې او ترې روان
شو.
په لاره كې احمد ګل او ګلى دواړه ورسره روان شول او تركوره پورې يې د ده ماغزه وخوړل چې دادې څه وكړل، كله چې
د كور په كوڅې تاويده، نو ګلي او احمد ګل ته يې مخ راتاو كړ او وې ويل: ليونو دا د سپوږمۍ ورور و، ځكه مې ورته څه
ونه ويل.
_ ښه، ښه اوس پوه شو چې خبره څه ده.
كله چې جهانزيب د كور په دروازه ننوته په موركۍ يې غږ وكړ:
_ م
ورې ډوډۍ تياره ده او كه نه؟
_ هو زويه دغه دى اوس درته ډوډۍ راوړم، لږ تم شه چې كتغ په كاسه كې درته واچوم.
_ م
ورې ستا د لاس ډوډۍ ډېر خوند راكوي.
_ راته ښكاري زويه چې بيادې له ماسره كوم كار پيښ شوى دى؟
_ نه مورې اوس به
څوك د زړه خبره هم نه شي كولاى چې...
_ زويه ووايه څه خبره ده؟
_ هيڅ مورې ما وويل چې هغه سپوږمۍ!...
مورې په حي
انتيا سره وويل: سپوږمۍ!
جهانزيب چې وارخطا غوندې شو او هم وشرميده، نو خبره يې ژر په بله واړوله.
_ هو د
سپوږمۍ مور ډېره ناروغه ده.
څه وايې؟ هغه خو هغه بله ورځ روغه رمټه وه، اوس څه پرې شوي.
_ هو مورې لكه څ
نګه چې مې وويل هغه خواركۍ ناروغه ده.
كله چې د غرمې ډوډۍ وخوړل شوه د جهانزيب مور د ماسپښين ترلمانځه وروسته د
سپوږمۍ دوى كره لاړه، يو ساعت وروسته چې بيرته راغلله نو ډېره په غوسه وه.
او په چټكو قدمونو د جهانزيب
خواته ورغلله او په قهرجنه لهجه يې وويل:
جهانزيبه خداى دى ځوانيمرګ كړه، ته اوس ماته دروغ هم وايې، كوچڼه خو
روغه جوړه ده، كه خداى دې په ټوپك سورى سورى كړه او بيا يې تر شونډو لاندې وويل: دښمن دې...
جهانزيب ورته ډېر
وخندل چې مورې ماخو ټوكې كړې وې، تا رښتيا وګڼله.
په ظاهره خو به هر وخت د جهانزيب خوله له خندا ډكه وه، هر
چا سره به يې ټوكې كولې، خو دننه زړه كې ډېر غمجن و، زړه يې ډېر بې قراره وو چې سپوږمۍ به څرنګه ګورم، د هغې د
يدو تلوسه به يې وه، مور سره به يې چې د سپوږمۍ بحث كاوه نو هغې به هم خبره اخوا ديخوا كړه او ويل به يې چې تاته به
زه په خپل زړه جينۍ خوښوم.
جهانزيب به چې كله هم سپوږمۍ ورته ياده كړه، نو ويل به يې چې سپوږمۍ مې ډېره بدې
اځي هغه ډېره وچه ده او هغه د كور نازولې هم ده، كه درته يې وكړم، نو بيا به هم ټول كارونه په ماوي، لاس به مې پرې
سپك نه شي او داسې نورې ډېرې خبرې به يې كولې.
خو د جهانزيب زړه ته به يې نه كتل چې هغه څه غواړي, هميشه به يې د
سپوږمۍ د ليدو تلوسه وه, او له ځان سره به يې وويل: كه مخكې مې نه شواى ليداى, نو هغه وخت خو دلته نه وه اوس خو په
يوه كلي كې راسره ده, زړه يې نه صبريده, حيران وو چې څه وكړي...؟
يوه ورځ يې ډېر زيات زړه تنګ شو او د ګودر په لور
يې مخه كړه، ګودرته نا رسيده د چينار يوه غټه ونه وه او هملته پټ ودريده، ترڅو د سپوږمۍ د راتلو انتظار
وكړي، بالاخره د يو څو شيبو وروسته يو څو نجونې د ګودر په لور راغللې. جهانزيب هم ځان د چينار تر شا پټ
كړ، ټولو نجونو خپل مخونه په پلو كې پټ كړې وو، خو چې ګودرته لنډې شوې، نو ټولو مخونه لوڅ كړل. جهانزيب هم يو
څو قدمه ورمخكې شو او نجونو ته يې كتل، د هغه سترګې صرف د سپوږمۍ په لټه كې وې چې سپوږمۍ به په دوى كې وي او كه نه، خو
چې كله نجونو پخپل مينځ كې خبرې شروع كړې، نو يوه نجلۍ چې مخ يې لا تر اوسه هم پټ كړى و، غلې ناسته وه چې يوې بلې نجلى
ور غږ كړ: سپوږمۍ مخ دې لاتراوسه هم پټ كړى دى، دلته نورڅوك نشته، مخ دې لوڅ كړه.
د سپوږمۍ د نوم په اوريدو سره
جهانزيب زړه په لړزيدو شو داسې حالت پرې چيرې هم مخكې نه و راغلى، سترګې يې د سپوږمۍ په لور نورې هم ورښخې كړې.
سپوږمۍ پلو له مخه لرې كړ سپوږمۍ رښتيا هم سپوږمۍ غوندې ځليده، د اّسمان سپوږمۍ كې به ډېر داغونه ښكاريده، خو ددې
سپوږمۍ په مخ هيڅ كوم داغ نه وو غير د خالونو څخه چې يو يې پر تندي وو او بل يې پر زنې، له جهانزيب څخه هرڅه هير
ول، سپوږمۍ د جهانزيب د تصور د تصويرونونه هم زياته ښكلې وه، دا غټې غټې تورې سترګې د چينار غوندې اوږد قد
دا دنګه غړۍ داتور اوربل يې چې پر نيم مخ خور و نو ما ويل چې سپوږمۍ نيمه په وريځو كې پټه ده جهانزيب د هغې فكر كې
ډوب شوى و چې بيا د چا غږ شو: سپوږمۍ منګى دې پورته كړه چې ځو.
جهانزيب هم ټكان وخوړ او ځان ته يې پام شو چې
زه چيرته يم.
سپوږمۍ له نورو نجونو سره روانه شوه، خو د يو څو قدم اخيستلو نه وروسته جهانزيب وليدل چې سپوږمۍ
بيرته د ګودر په لور راستنه شوه، يوې نجلۍ پرې غږ كړ: سپوږمۍ چيرته ځې، سپوږمۍ په ځواب كې وويل چې غاړه كۍ او ګوتمۍ مې
پاتې شوه، هغه راخلم، نجلۍ وويل چې ښه زر راځه مونږ به ورو ورو ځو...
د ده زړه هم نور تاقت ونه شواى كړاى او د
سپوږمۍ مخې ته ورغى، د سپوږمۍ سترګې چې پر جهانزيب ولګيدې نو اّه يې كړ، اول خو يې مخ زر پټ كړ او بيا روانه
وه،جهانزيب پرې غږ كړ: سپوږمۍ لږه شيبه ودريږه زه دلته تاته سترګې پر لاريم، زه جهانزيب يم.
سپوږمۍ د دې نوم
په اوريدو سره ځاى پرځاى ودريده او منګى يې له غيږې پريوت او مات شو.
د سپوږمۍ په غوږ كې همدې غږ انګازې كولې:
سپوږمۍ مخ دې راښكاره كړه، زه جهانزيب يم ستا د وړوكوالي ملګرى. سپوږمۍ غلې وه هيڅ يې هم نه ويل په داسې حال كې
چې جهانزيب ورته خپل ځان ورپيژانده چې زه جهانزيب يم، خو د سپوږمۍ يقين نه راته چې دا به هماغه جهانزيب
وي. خو بالاخره يې ورته ګوتمۍ وراوښوده. او ورته يې وويل: سپوږمۍ دا ګوتمۍ خوبه پيژنې.
د ګوتمۍ په ليدو سره سپوږ
مۍ يو څوقدمه ورلنډه شوه او له سترګو نه يې اوښكې روانې شوې، او په ژړه غونې غږ كې يې ورته وويل: جهانزيبه! دا دوم
ه موده چيرې وې، تا زما پوښتنه ولې نه كوله؟ جهانزيب موسكى غوندې شو او ورته يې ويل: ګرانې كاشكې چې ستاسو ځاى
اته معلوم واى، زه به سل ځله درغلى واى د يو څو خبرو اترو نه وروسته د سپوږمۍ پام منګي ته شو او بيا يې خپلې
ګوتمۍ اوغاړه كۍ ته چې د مريو نه يې جوړه كړې وه د مخ مينځلو او د غاړه كۍ د مينځلو په وخت كې ترې پاتې شوې وه، ګوتمۍ
او غاړه كۍ يې راواخيسته او د منګي يو څو ټوټې يې هم راواخيستې او بيا يې جهانزيب ته مخ كړ چې دا ستا د لاسه، او
نوره ترې نه روانه شوه...!
جهانزيب ورغږ كړ: بيا چې راځې نو داسې نازك منګى له ځان سره رانه وړې چې زما په ليدو هم
ماتيږي، او سبا چې راځې نو دوه منګي له ځان سره راوړه، كه يو مات شي نو بل خو به درسره وي. سبادې بيا په انتظاريم
چې حتماٌ راشې سپوږمۍ چې يو څو قدمونه اخيستي وو بيرته يې مخ راواړوه او د سر په خوزيدو يې جهانزيب ته
ايشاره وكړه چې نه نه نه!
او بيا يې ورته وويل چې بيامې منګى مات شي دايې وويل او نوره روانه شوه.
سپوږمۍ خو ترې
لاړه، خو د هغې د بيا راتلو انتظار له همدغې ساعت نه شروع شو، تر ډېره پورې په ميدانۍ كې و او ماښام چې كورته ولاړ
خپل كټ ته يې ځان ورساوه، مور يې غږ وكړ، زويه ډوډۍ وخوره بيا ويده شه.
جهانزيب وويل: نه مورې زه موړ يم، او بيا
غږ ونكړې زه ويده كيږم.
خوښه دې زويه، مور يې په ناميدۍ سره وويل.
خوب چيرې وو دا هره شيبه ورباندې لكه د كال
غوندې تيريدله هغه د وړوكوالي نه د سپوږمۍ تر ليدو پورې انتظار يوه خوا، او دا انتظار بلې خوا ډېر ورته ګران
و.
سپوږمۍ په خيال كې وو چې بيا ګودرته لاړ او سپوږمۍ سره كيناسته جهانزيب سپوږمۍ ته كتل او هغې دې ته كتل
په همدې خيال كې تلى وو چې له خولې يې دا لنډۍ ووتې:
مخ دې اوربل كې داسې پټ شو
لكه سپوږمۍ چې تورو وريځو منځ
كې شينه
اوربل دې لرې كړه له مخې
چې د شين خالې سپوږمۍ وكړم ديدنونه
دا شين دې خال شين دى منګى دى
تورې دې ست
ګې زما زړه قلموينه
زما دې څنګه زړګى يوړو
د سپوږمۍ خورې اوس به تل شوګير كومه
يوه ورځ جهانزيب ګلي او
احمد ګل سره په ميدانۍ كې ناست و چې ظفر ګل هم راغى او ټولو هلكانو ته يې ويل چې كوم يو تاسو كې نر شته چې له ماسره
غيږه ونيسي، نو ګلى ډېر شوخ و د ريشخند نه يې ورته وويل: زما ديو لاس زور نه لرې او خلكوته وايې چې تاسو كې څوك
نرشته. داته ډېر نر ښكارې، ځه چې بيادې دلته ونه ګورم ظفر ګل له غوسې نه تور او سپين شو او ګلى يې له منځ نه راوويست
او يو څو سوكه يې ووهلو. د ګلي په وهلو سره جهانزيب هم غوسه شو او ودريد چې ګلى له ظفر ګل څخه خلاص كړي، ظفر ګل چې
جهانزيب وليد نو فكر يې وكړ چې جهانزيب ما پسې راوچت شو، نو سمدلاسه يې پرې ورمنډه كړه او پر هغه باندې يې وارونه
شروع كړل جهانزيب ترې نه لاس ونيوه او ورته يې وويل: ګوره ظفر ګله، جنګ مه كوه جنګ ښه شى ندى، ظفر ګل ورته د پلار
او مورسپكاوى وكړ چې زه دپلار دې لا....
پدې باندې جهانزيب هم بې حوصلې شو او له ظفر ګل يې لاس چاپير كړ او
پر مځكې يې ويشت او راوې پرځاوه، پدې كې د كلي خلك ډېر شول جهانزيب او ظفر ګل يې راخلاص كړل.
ظفر ګل چې كورته راغى
نو پرخاورو خړ پړ و.
مور يې چغې كړې چې ظفر ګله زويه ولې، څه درباندې اوشو؟
ظفر ګل وويل: هيڅ مورې.
بياترې
سپوږمۍ هم پوښتنه وكړه چې ولې لالا څه خبره ده؟ ظفر ګل ورته وويل: هيڅ نه، غلې كينه كه نه نو ساه درنه وباسم
او...
يو خوا د سپوږمۍ مينه او بل خوا د ظفر ګل د بدل اخيستو ضد دواړه په ډېر زور سره روان و، ظفر ګل څو څو ځلې قصد
وكړ چې جهانزيب ووژني، خو ددغه عمل لپاره يې مناسب وخت نه تر لاسه كيده.
بل خوا جهانزيب هم ډېر خپه و چې دا څه
وشول او سپوږمۍ به څنګه شي.
يوه ورځ د ظفر ګل مور ظفر ګل ته د واده په فكر كې شوه، نو په كور كې پدې اړه خبرې
پيل شوې وې چې كومه جينۍ به ښايسته وي يا به د ظفرګل كومه جينۍ خوښيږي؟ سپوږمۍ مورته د كلي ټولې جينكۍ ورښودلې چې ف
انۍ جينۍ چې مونږ سره ګودر نه اوبه راوړي. ډېره ښايسته ده، كه مونږ ته يې راكړي نوڅومره به ښه وي. په همدې خبرو كې
وو چې مور يې وويل: ظفر ګل غوندې ځوان په ټول كلي كې نشته، ولې به يې نه وركوي. د سپوږمۍ له خولې غږ ووت چې مورې
هغه ترور چې مونږ كره ځي راځي د هغې زوى جهانزيب هم خلك وايي چې ډېر ښه ځوان دى، د سپوږمۍ دا خبره وه او د ظفر ګل
ټوپك ته لاس، پداسې حال كې چې غاښونه يې له قهره چيچل وويل: د جهانزيب نوم زما تر مخ اخلې، هغه ته ماسره برابروې،
مرمۍ يې تيره كړه او سپوږمۍ ته يې ونيوله، مور يې زر د سپوږمۍ مخې ته ودريده:
ظفر ګله څه كوې اوس خپله هغه خور
وژنې چې پرتاسر وركوي، څومره پرې ته ګران يې او ته ظالم يې په نه خبره وژنې.
ظفر ګل په غوسه وويل: مورې لرې شه له م
خې مې، وايم لرې شه! دا جهانزيب څه پيژني؟
په همدې كش و ګير كې وو چې د ډز غږ شو. مورې يې چې سترګې واړولې ګوري چې
سپوږمۍ په وينو كې لت پت پرته ده، مور يې چغې وكړې: سپوږمۍ لورې، وا سپوږمۍ لورې، داڅه درباندې وشو، سترګې دې
پرانيزه.
سپوږمۍ نوره په تيارو كې ډوبه وه، ځكه هغه د خپل سكه ورو لخوا د زړه پر سر لګيدلې وه.
مور يې په كمزو
و كمزورو چغو پر ظفر ګل غږ كړ ظفره زويه ډېر ښه كار دې وكړ چې د خپلې خور لاسونه دې سره كړل راشه وګوره د خور
اسونه دې څومره ښه سره شوي. راځه زر راځه د خور دې د تلو وخت دى په ډولۍ كې يې كينوه.
مور يې هوش له لاسه وركړى
وو.
ظفرګل هم حيران ولاړ وو چې دا يې څه وكړل:
بل خوا جهانزيب د سپوږمۍ په خيالونو كې ډوب پروت و او له ځان سره
به يې ويل چې سپوږمۍ به څه كار كوي اوس به ناسته وي يابه ويده وي، چا سره به خبرې كوي، خاندي به، كاشكې چې اوس له
ماسره ناسته واى او له مينې ډكې خبرې مو كولاى، په همدې سوچونو او فكرونو كې و چې د مسجد په لوډ سپيكر كې غږ شو چې
يو اعلان ته غوږ شئ.
مور يې غږ وكړ چې زويه اعلان ته غوږ ونيسه چې څه خبره ده.
جهانزيب هم په داسې حال كې چې له
كوټې نه راوتلو دغه زړه بوږونكى غږ يې تر غوږه شو.
د ګل مير كاكا لور په حق رسيدلې ده او ټول...
په جهانزيب
دنيا قيامت شوه او په سترګو يې تيارې شوې، نو ځاى پر ځاى كيناسته. د جهانزيب مور هم د نورو په شان په بيړه بيړه د
سپوږمۍ دوى كره ولاړه ماښام تير و چې د جهانزيب مور كورته راغله، خو جهانزيب په كور كې نه وو.
مور يې د لږې
يبې لپاره غلې ودريده او څه يې ونه ويل، خو كله چې ډېر ناوخته شو، نو پريشانه شوه او د ګلي او احمد دوى كره لاړ
ه، ترڅو د جهانزيب پوښتنه ترې وكړي.
ګلي او احمد ګل د جهانزيب مورته وويل: تاسو كورته لاړه شئ، مونږه يې درته
اوس راپيدا كوو.
ګلى او احمد ټول ځايونه ورپسې چاڼ كړل، خو جهانزيب يې پيدا نكړ، او په ناهيلۍ سره بيرته
استانه شول.
د سبا ستوري په وركيدو شو، خو جهانزيب كورته رانه غى، سهار د وخته كله چې ګلى او احمد ګل دواړو
غوښتل د جهانزيب دوى كورته ورشي پام يې شو چې په هديره كې خلك راټول شويدي. دوى هم ورغلل، تر څو وګوري چې څه
پيښه شوې ده، ګوري چې د سپوږمۍ پر قبر باندې جهانزيب پروت او سايې وركړې ده...
راځه په دې دنيا كې څه كړو
چې مونږه
دواړه له يوبل جدا كوينه
سپوږمۍ خو لاړه شپه تياره شوه
اوس به سپوږمۍ تيارو كې چيرته لټومه
كه مينه
كړې دلته يې مكړه
ملك د پښتو دى، په پيسو يې خرڅوينه!