دخپریدو نیټه : 2006-11-06 مخپرونکئ : رحيم ګل څاروان
دګناه جبيره
ډاکټر تکل
عبدالرحيمزی
هغه وخت چې دکوټې د دروازې له کوچني سوري څخه مې ورکتل،ددوی خب
ې مې ډېرې ښې اورېدلې چې) برايټن (خپل ملګري )توماس بريو( ته ويل:
(داسړی بېخي بې ګناه دی،دئ بايد نور خوشې کړای
شي).
توماس بريو ځواب ورکړ:
(زه هم پوهېږم چې دئ څه ګناه نه لري خو دده ګناه همدا ده چې دی بې ګناه دی).
خدای
(ج) شته ددې خبرې په اورېدلو مې له حلقه ايله لاړې تېرې شوې او له زړه څخه مې ددې اندېښنې جرړې ووتلې چې زه به يې په کوم
تور کې راوستی يم؟ په دغه يو کسيزه تنګه کوټه کې مې درې شپې نورې هم په همدې ډول تېرې کړې او هر وخت به مې د دروازې له
کوچني ستَو (سوری) څخه د باندې حالات څارل. نن مې زړه ډېرتنګ و او بيا دخپل ځان په اړوند د مبهم سوچ څپو پرمخ
اخېستی وم چې د دروازې ګړب مې د سوچ دکېږدۍ مراندې وشکولې او نېغ ولاړشوم،هغه انجلۍ چې هره ورځ به يې راته درې وخته
وډۍ راوړله نن يې په ځير ځير زما لورته کتل او سترګې يې زما په سترګو کې ګنډلې وې دډوډۍ د تالي له اېښودلو وروسته يې
پرشونډو لکه د برېښنا د څرک په څېر نرۍ خندا وغزېدله او بيا يې په ګړب دروازه پورې کړه نن لکه د (فريشتې) د روې په څ
ېر په غرمنۍ ډوډۍ کې هم ډاګيز بدلون برېښېده.د فريشتې د روې او دغرمې ډوډۍ بدلون مې په زړه کې بله نوې اندېښنه
اوټوکوله اود سوچ نيلي مې په دوه بېلابېلو لارو د تګ لپاره اماده ګي کوله دايوه عجيبه شېبه وه چې په يوه وخت کې
مې ذهن ته هم د ژوندون اوهم د خپل ژوند د پای د شېبې مبهمو سوچونو لاره کوله،لابه مې د ډوډۍ مړۍ نه وه تر خولې
کړې چې بيا دروازه په درب راخلاصه شوه اوبيا نېغ ولاړشوم داځل نو فريشته نه وه دوه کماندوي عسکر چې دوی هم زما
سترګو ته نېغ نېغ کتل،يوه ښه شېبه يې راته وکتل،د بدن رېږده مې وار په وار زياتېدله،په لاس کې نيولې وچه ډوډۍ مې له
لاسه وښويدله او په خوله کې پرته مړۍ مې همداسې په خوله کې پاتې شوه د دروازې ښۍ خواته ولاړ عسکر لکه چې په اشاره کې
ورته وويل چې خېر ده پرې ايږده چې مړۍ وخوري خو چپ لاس ته ولاړتن په دې ټينګار وکړ چې بايد له ځانه سره يې بوځو ، له
دواړو مټو يې ونيولم اود خپل مشر خونې ته يې وروستلم ،د خونې د دروازې له پاسه يې په انګريزي ژبه کښلي وه (دټول م
ر خونه) اوس نو له رېږدې سره سره زما په بدن نرۍ خوله هم راماته وه خونې ته له ننوتلو سره سم دواړو کماندويانو
خپل مشر ته سلامي وکړه او په احترام ودرېدل داچې زما رېږده ډېره زياته وه نو ټول مشر خپل څنګ ته ولاړې انجونې ف
يشتې ته وروکتل او زما په لور يې اشاره وکړه او بيا دواړو سره وخندل له خندا څخه وروسته ټول مشر دخپلې چوکۍ څخه
راپاڅېده او زما پر لور يې يو څوګامه راواخېستل بيا يې په لاس کې نيولې خپله عسکري لښته زما دکاليو په لور ونيو
ه لښته يې زما له سرڅخه نيولې ترپښو پورې له پورته لوري ښکته کړه او په انګريزۍ کې يې وويل: ( داخلک ولې نه پوهېږي
موږ يې دعصرېيت په لور راکاږو او دوی هماغه دجهالت دود او دستور ته ترجېح ورکوي) بيا يې فريشتې ته وکتل،( تاسو
دده داکالي وګورۍ دا به زيات قيمت لري او که ... ؟ خو دوی جاهلان نه پوهېږي چې د دوی لپاره کوم واره ناک پرې
ووځي،بس دا وار يې همدومره سزا بس دی او که بيا مو دا جاهل بې سواده ونيولو نو سم به يې پوهومه او دا به ورته
ښييم چې زموږ له قانون نه سرغړونه څومره ګناه اوڅومره غټه سزا لري) دده دخبرو په اورېدو مې زړه راټول شو رېږده
او خوله دواړه مې په کمېدو شول او پخپله ګناه پوی شوم .دی لږه شېبه غلی و او بيا يې فريشتې ته وويل: ( دی پوی کړه چې
څه وکړي؟) فريشته زما څنګ ته رانژدې شوه او په ډېره نرمه لهجه يې راته وويل: ( برادر افغانم! دريشي تان رابپوش که
ګناه تان جبيره شود) ماهم ورته سر وخوځاوه او موسکی شوم، او اوس زه هم د خپلې ګناه سزا ته غاړه ږدمه.
د زم
ي ٤مه/١٣٨١ هجري لمريز کال
جمعه ،نوی ښار ، کابل، د ځوانانو مرکز