بېګانه له خپله نه سي سمېدلاى
د پردو په مخكي مه ترټه خپلوان دي
كه عزت غواړې د خپلو پرده پوش سه
د خپل كور خبري مه كوه دباندي(1)
له سړو اوبو يې زهر بهتري كړي
برابر مه سې پر كور د نامردانو
د ګيدړ تر ناز څيرل د زمري ښه دي(2)
خداى دي مه لره محتاج د ناكسانو
دلته خولې ته كتل كيږي چي د چا ده
وينا هم تلله كيږي په لوټونو
نه خبره د غريب ملا څوك اوري
نه روژه يې ماتوي په آذانونو(3)
نن يې مه ګوره چي وژني يو له بله
دا خروړي سبا بيا سره جوړيږي
و فقير ته ده يوه سلا د ټولو
كنه سپي خو كور په كور سره غپيږي(4)
هره چاره د تدبير په ژبه كيږي
كله زور لره محتاج سي تدبيرونه
كاږه تيكي ته كږه توره جوړيږي(5)
كږې خولې لره په كار دي ټينګ سوكونه(6)
د پرديو په سوغات مسته مغروره
ړندې سترګي به دي كله بينا كيږي
بېهوده د ناكسانو لاس نيوى كړې
د خپل كور پير كله چا ته معلوميږي(7)
دا خبره د هوښيارو د جرګو ده
چي د غار خولې ته مار ورسېږي سم سي(8)
ډېر مو وليدل كاږه په خپل انګړ كي
په بهر كي مستقيم لكه قلم سي
چي پرون يې هديرې په اجاره وې
نن يې دوړي د ځوانۍ پر مزار ګرځي
دا دستور د زمانې دى نه بدليږي
په دنيا كي چي بد غورځي بد به پرځي(9)
توريالي بوډا زامنو ته ويله
توره سره ښه ده خو نه د ورور په وينو(10)
كه په كور كي او په ګور كي عزت غواړئ
يو تر بل سره جارېږئ زما زامنو
نه ثمر به يې څوك وخوري نه به ښاد سي
دا خبره په ګومان د چا كښېوزي
د بې بختي كونډي دوه غوايي په برخه
يو دننه نه ورځي بل نه راوزي(11)
چي د تخت په هوا ځي تخته يې ځاى وي
له تقدير سره جوړ نه دي تدبيرونه(12)
چي كوهي چاته كيني پكښي به لوېږي(13)
نه رسېږي تر مزله كاږه بارونه(14)
له ازله يې ښه ورځ ليدلې نه ده
په پرون او پرونيو پسي ژاړي
دا نصيب دى د بدبختو افغانانو
تل زاړه كفن كښان له خدايه غواړي(15)
كه د خپل كاله امان غواړې له خدايه
له لمبو ژغوره نيژدې ليري كورونه
له انګار سره خپلوي د هيچا نسته
وچ لانده سوځي چي اور واخلي ځنګلونه(16)
هر فرعون لره موسى دى پيدا سوى(17)
غشي مه ګوزاروه د چا پر زړونو
كه سوكونه دي پېرزو پر سينه نه وي
ګوره څوك چي آزار نه كړې په نوكونو(18)
پردى كټ تر نيمو شپو دى بختوره(19)
پكښي نه كېږي درانه خواږه خوبونه
چي په كلي كي دي نه پرېږدي وګړي
د ملك په كور كي مه تړه آسونه(20)
شيخه موږ دي د دعا په تمه راغلو
ستا له كوره بوى راځي له شرابونو
له رستمه يې سل نوم بهتر دي(21)
ډول د ليري ښه لګيږي پر غوږونو(22)
چي په كور كي د كورګي جوړول غواړي
مركه ده د ابليس او د زامنو
دوه به جوړ سي كه دريم يې تر منځ نه وي(23)
دا مو زده كړه له ملګرو ملتونو
څه خبر له خپله زوره ځناور دى
يوه بل ته چي په سرو سترګو خښمېږي
دوه غوايي چي ښكر په ښكر سي په پټي كي
زيان يې بوټو او يا كاڼو ته رسېږي(24)
يوه ورځ به د فلك په دام كي ګير سې
چي نن سره منګول ورځغلې پر خوارانو
د لندو خټو نرى باران پلمه وي(25)
خونه ولي ورانوې د غريبانو
د آسمان بې انصافي ده كه دي خپله
چي بدل دي جواهر كړل په ډبرو
د حساب سترګي په لپو لپو ژاړي
قدر تل وي د زرګر سره د زرو(26)
په مزلونو ورځي ستړي سوې شپې سپيني
د كاروان غبار پټ كړي رباتونه
يا ساروان په زړه كافر يا انصاف نسته
اوښان نه ژاړي لا ژاړي يې بارونه(27)
هره ورځ خو په دې ښار كي غټان نه مري
دا خيرات كله نا كله پيدا كيږي
په تلوار اوګره چا نه ده سړه كړې(28)
ملا پام كوه نن صبر په كاريږي
په اتڼ كي يې نومونه نه ياديږي
رنګ بدل سو د كيسو او د نكلونو
په اول كي به مړانه په سيالي وه
اوس سپيتانه په سيالي سوه د مېړونو(29)
د رويبار خوله ماتوئ ژبه يې پرې كړئ
په دې مېنه كي اوس داسي باتوران سته
چا چي دا خبره كړې ملامت دى
چي ايلچي لره نه مرګ او نه زندان سته(30)
خپل سوړسك د بل تر وريجو غوښو ښه دى(31)
خپله خونه د پرديو تر قصرونو
باز چي خپله ځاله پرېږدي او روان سي
د پاچا منګول يې ځاى سي تر عمرونو(32)
سرې غوټۍ سوې د خزان د چپاو شومه
لا چاغېږي د اغزيو درمندونه
د پلرو هره خبر د زرو تول دى
بد بانجڼ ته نه رسېږي آفتونه(33)
تر ورخ تيري اوبه بيرته نه جاروزي(34)
هسي نه كور دي ځالۍ سي د غمونو
بدي ورځي لره بد تربور په كار دى(35)
تېغ دي ليري كه د ورور له مړوندونو
چا به ډيري ككرۍ وي رژولي
خو لا مېنه له مېړونو نه ده توره
ټيټ نظر يې په جونګړه باندي مه كړه
وېش چي كړې برخه وېشه مړونه ګوره(36)
د كوچ ږغ ته يې غوږونه په هوا دي
موږ له هر څه لاس پرېولى دى تيار يو
دا باقي هستي درواخله نوش جان دي
سپي درګرځوه له خيره دي بېزار يو(37)
په سنګسار يې نيمه خوا كړې هغه وني
چي ښاخونه يې كاږه وه له بارونو
بې مېوې وني ته نه غورځي ډبري(38)
نه يې تمه څوك لري له نعمتونو
له پخوا راته كېدله دا خبره
چي پردي خواړه يا پور دي يا پېغور دي(39)
نه د پور نه د پېغور غم ورسره دى
دا بې ننګه مېلمانه د چا د كور دي
چي پرون به يې خمتا په وس كي نه وه
نن د تخت دپاسه ناست دى بختور دى
وران قصرونه چا ليدله او ويل يې
بې له شكه پردى غم نيمى اختر دى(40)
نن كاري ګوزار كوه وارى دي خپل دى
چي سبا بدله نه كړې خپله رايه
پښتون سل كاله پس وار اخلي لا وايي
په بدل كي مي تلوار وكړ بې ځايه(41)
په نصيب يې لويه برخه نه وه كښلې
نن لويېږي واړه خلك په بدلو(42)
يوه ورځ به يې خپل ږغ له خولې راوزي
ګيدړ نه دى د خپل ځان د ټينګولو
په قسمت كي يې تيارې په نصيب سوي
د افغان پر آسمان لمر نه دى ختلى
له بارانه سي ولاړ ناوې ته كښېني(43)
بخت يې كور ته په ژوند نه دى ورغلى
په يوه زين كي دوه تنه نه ځايېږي(44)
نه ځايېږي يوې تيكي كي دوې توري(45)
د زينونو او آسونو په تلاښ كي
ډيري خويندي سولې وراري ميندي بوري
څو دي خپلي مټي نه وي آزمېيلي
د دښمن چي درته جوړي پلمې نه كړې
دواړي غبرګي د بايللو په شماره دي
خپلي پښې چي له كمبلي اوږدې نه كړې(46)
په مرداره باندي وژني يو له بله
چا ويل چي دا ټولۍ ده د بازانو
باز چي هر څومره سي خوار چنګښي نه خوري(47)
دا بچي دي د كارګانو كرګسانو
هې توبه يې له وحشته له هېبته
چي د ژبو پر ځاى توري سره ورسي
وايي زور چي په هر ځاى كي زورور سي
عقل كوچ وكړي له ځايه مرور سي(48)