دلته کاختي ده دَ سکون ، وختونه سوځي په اور
دلته آثار نه شته دَ ژوند، ښکاري کور کور لکه ګور
دلته سړی سړی اویښتی دی تر ټاک دَ مینې
راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې
***
دلته په لارو زیژه کاڼي او ازغي پراته دي
دلته خو څلي په هر ګام دَ محرومي پراته دي
دلته باران ته دَ خلوص تږی دی خاک دَ مینې
راشه چې جوړ کړو په یو ستوري خپل وتاک دَ مینې
ــــــــــــــ
نظم ۴۸ ـــ ّ کورَ کی ّ
څونې به ښه وای که موږ خپله بیرته
هغه ګړۍ وای نړولی هلته
له خاورو جوړ هغه کوچنی کورَ کی
هغه زموږ دَ ناوکیانو مسکن
چې ما او تا جوړ کړی ؤ په مینه
دَ ماشوالې په تودو غرمو کې
اې دَ غریزي سیمې پېغلې جلۍ!
نو به هیڅکله ګرځېدلې نه وای
هغه ناورانه کورَ کی دَ یادو
په تا چارپېره لکه شپول دَ شپوږمۍ
او نه به ما وای سنجَولی کله
دغه ستا کور دَ ارمانون زیارت
ــــــــــــــ
نظم ۴۹ ـــ ّ ژوندۍ ادیره ّ
دا خو ګڼه ادیره ده
چا وئیل چې ښاریه ده ؟
دلته دي ټوله قبرونه
نه بازار شته ، نه کورونه
مړ احساس دی ، مړې مړې سترکې
مړې جذبې ، مړه ضمیرونه
هر سړی دی کفن کښونکی
ځکه ژوند په کې ساه اخلي
هم په هر ګام دي ولاړي
فرښتې دَ مرګ خارمړي
ــــــــــــــ
نظم ۵۰ ـــ ّ خیالي تړون ّ
اې دَ اشنا په باب دَ ویښې خوبه!
کله خو ته هم شه رښتیا په هېره
چې زه هم وَ وینم دَ سترګو وړاندې
دَ خپل خیالي یار نالیدلې سترګې
چې مې زړګی تخنوي
چې مې اروا موسَوي
هوکه ، هغه چې تهمتي یم باندې
له ننه نه ، زما له ژونده راهسې
خو، بیا هم نه شوې ټولې
ګڼې تیارې دَ هجران
او نه سهار شو کله
زما په دې شپه غوندې ژوند
ــــــــــــــ
نظم ۵۱ ـــ ّ مینه ّ
مینه جذبه ده ـ ـ ـ منم
مینه کڼه ده ـ ـ ـ منم
مینه ړنده ده ـ ـ ـ منم
مینه کتاب دی دَ ژوند
مینه نصاب دی دَ ژوند
هر څه هر څه ، خو انقلاب ده مینه
پښتني هوډه ، مست سېلاب ده مینه
غرونه دَ وخت دي ورته لُوټې لُوټې
دَ روایاتو پړي پرې دي ورته
مرګی هم ځان په ګوتو نه ورکوي
ځکه خو هر مئین زړګی وي یاغي
او دَ یاغي جذبو له اوره امان
چې ... په سره تاؤ کوي خوله په کاڼو
هوکه ، په هغه کاڼو
چې دَ ږلۍ غوندې ورېږي په دوئ
ــــــــــــــ
نظم ۵۲ ـــ ّ دَ ګل په نامه ّ
ویاړمه ـ ـ ـ ـ زه په ازغي ځان هر کله
ځکه چې اې ناپوهه ښکلې ګله!
ّّ پاي له ژونده دَ فنا قدرونه
پاي له خاورو دَ بقا قدرونه
پاي له کاڼو دَ دُنیا قدرونه
پاي له شپې دَ سپین سبا قدرونه
پاي له خیرو دَ ښکلا قدرونه ّ
نو، ته هم پوهی شه که دانا یې ګله
ګله! که ګل یې ، نو له ما یې ګله
ــــــــــــــ
نظم ۵۳ ـــ ّ پټ پُټاڼې ّ
ځینې سترګې دي
چې ما دَ ورکو غواړي
ځینې سترګې دي
چې زه یې لیدل غواړم
خو
نه لاره دَ طلب رسي وَ سر ته
او
نه دغه پټ پُټاڼې زموږ تر منځه
درَوي دَ صبر جګ جګ دېوالونه
ــــــــــــــ