د امو شيريخ
شيريخ خو په يخچال كي هم جوړيږي پدې چي نن ورځ په هر كور كي ريفريجر سته خو شيريخ
كه په ماشين كي جوړ سي ډېر به خوندور وي. د شيريخ جوړولو دپاره.
1- دوه كيلو شيدې 2- څلور كيلو يخى 3- نيم كيلو مالګه 4- نيم كيلو شوره كافي ده خو
د شيريخ ماشين چي هر څومره غټ وي هغومره يخى ډېر غواړي. د شيريخ جوړولو په مهال كي
پام كوى چي په هغه ډبه كي چي تاسي شيدې اچوىى بايد څلرمه برخه يې خالي وي. تش ماشين
لومړى پاك كړى بيا يې سر ور بند كړ او ميده سوى يخى او ښوره دباندي ځاي كي واچوى.
لومړى يخي بيا مالګه بيا شوره ور واچوى او سر يې ښه ور بند كړى او پنځلس دقيقې يې
دغسي پرېږدى وروسته تر پنځلس دقيقو يې په څو خولو شروع وكړي او پاوكم يو ساعت يې
وڅرخوى كله چي شيريخ پر جوړېدو سو او شيريخ كلك سو بيا نو د هغه څرخول سخت كيږي او
ډېر زور غواړي د دې وروسته هم بايد تاسي لږ نور يخى د يخي په ځاي كي ور واچوى او د
استعمال كولو تر مهاله بايد پدې كي يخى وي.
شيريخ په ريفريجر كي هم جوړيږي. د شيريخ د موادو تر جوړېدو وروسته په كوټوري يا
كاسه كي واچوى او د يخي په ځاي كي كښېږد. كله چي يو يا دوه ساعته تېر سول را وې
باسى د شلمبو په ماشين يا مكسر باندي يې ښه سره ووهى او بيرته يې كښېږدى تقريبا په
څلور ساعته كي شيريخ جوړيږي.
د پېروي نرم او خوندور شيريخ
لازم مواد :-
1- ميجيك ( ايس كريم پوډر ) 100 ګرامه 2- شيدې درې ليتره 3- بوره 500 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- د ايس كريم پوډر د يوه ليتر شيدو د څلرمي برخي سره په يوه لوښي كي
واچوى او نرمه حلوا ځيني جوړه كړ. بيا درې ليتره شيدې په دېګ كي واچوى او وې ايشوى
وروسته پنځه سوه ګرامه بوره او نرمه حلوا ور واچوى كله چي ښه پر اېشېدو راسي يو يا
دوه جوشه ور كړى تر څو تولي شيدې ګاټه سي. او د دې دپاره چي شيريخ غوړ وزمه او
خوندور سي يو څه بېروى يا وچي شيدې ور واچو بيا يې سړې كړى او په قالب كي يې واچو
او شيريخ ځيني جوړ كړى.
د امو شيريخ
لازم مواد :-
1- شيدې دوه كيلو 2- كسترډ پوډر څلور غټگـي كاچغي 3- بوره ( 750 ګرامه) 4- ښه غوښن
ام نيم كيلو 5-كوچي لږڅه 6- پېروى 125 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- دوه كيلو شيدې ښه و اېشوى چي يونيم كيلو پاته سي بيا بوره ور
واچوى. كسترډ پوډر په سړو شيدو كي حل كړى بيا يې ور واچوى. كله چي مو پوډر ور واچول
سمدلاسه به يې په كاچغه پكښي حل كړى او راكښته يې كړى. كښېږدى چي سړې سي. ام ټوټگـې
ټوټگـې كړى پوستكي او مندكي يې ځني بيل كړى بيا دغه نازك ميده سوي ام د شلمبو په
ماشين يا په مكسر كي حل كړى او تيار سوى كسترډ چي ساړه سول ور وايې چوى او نيم پاو
پېروى هم ور واچوى او ټوله ښه سره حل كړى او د شيريخو په ډبه كي شيريخ ځني جوړ كړى
يا يې په يخچال كي كښېږدى.
د قهوې شيريخ
لازم مواد :-
1- شيدې دوه كيلو 2- كوچي يا پېروى لږ څه 3- بوره 250 ګرامه 4- قهوه يوه كاچغه 5-
كسترډ پوډر 4 كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- شيدې پر اور كښېږدى دومره يې و اېگـشوى چي د دوو سېرو څخه يو سېر
پاته سي بيا بوره ور واچوى كسترډ پوډر ور واچوى او تيار يې كړى. قهوه په يوه پياله
كي واچوى او كريم ورسره ګډ كړى او ښه يې حل كړى كله چي حل سول او ځګ يې وكى بيا پدې
كي يوه پياله شيدې ور واچوى او دا قهوه د كسترډ په شيدو كي واچوى او سره ګډ يې كړى.
دغه شيريخ په يوه ساعت كي جوړيږي او د دغه څخه
ډېر خوندور شيريخ جوړيږي.
قــــلــــفــــي
لازم مواد :-
1- شيدې درې كيلو 2- كهويا 250 ګرامه 3- هېل لس دانې 4- د بادام مغز 250 ګرامه 5-
بوره 250 ګرامه 6- كيوړه څلور غټگـي كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- شيدې پر اور كښېږدى او دومره يې وچي كړى چي نيمى پاته سي بيا پدې
كي بوره واچوى او راكښته يې كړى. كله چي ساړه سول كهويه او هېل ميده كړى ور وايې
چوى. اوس نو كه مو د قلفي د يخي كېدو خيال وي نو پدې كي بادام ميده كړى ور وايې چوى
او پسته ميده كړى د قلفي پر سر يې و پاشى او د قلفي سر ور بند كړى بيا په يوه
خاورين منـګي يا بل غټ خاورين لوښي كي ډېر يخى مالګه او قلمي شوره ور واچوى او دغه
قلفيان پكښي كښېږدى او دغه منـګى يو يا يونيم ساعت دغسي ښوروى پدغه ډول قلفيان يخى
كيږي او جوړيږي. او كه تاسي دغه قلفي غواړى چي سره ونيول سي په شيدو كي يې كهويا
واچوى پسته بادام او هېل ور ميده كړى او ور وايې چوى او ورسره كيوړه ور واچوى او د
شيريخ په ډبه كې واچوى او يو ساعت يې وڅرخوى تاسي ته معلوميږي چي قلفي تيار دي دا
قلفي د مرواري سره ډېر ښه خوند كوي.
د نيلو فر شربت
لازم مواد :-
1- د نيلوفر ګل ( 50 ګرامه ) 2- اوبه يونيم كيلو 3- بوره يونيم كيلو
4- كيوړه يو كوچنى بوتل.
د پخېدو ترتيب :- د نيلوفر ګل ماښام په اوبو كي خيشت كړى. ډېر تر ډېره بايد ( 24 )
ساعته او لږ تر لږه ( 12 ) ساعته بايد خيشته سي بيا دا پر اور باندي كښېږدى او پنځه
دقيقې يې و اېشوى بيا نو دېګ راكښته كړى كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول صاف يې
كړى او په اوبو كي بوره واچوى و ېايشوى تر څو بوره تار وكړي او خټه شربت ځني جوړ سي
بيا يې كښېږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول كيوړه ور واچوى او بوتلان د ډكېدو د مخه
ښه وچ كړى كه بوتلانو كي څو څاڅكي اوبه وې شربت خرابيږي.
د سنـګترې شربت
لازم مواد :-
1- سنـګترې دولس دانې 2- ليمو دوې دانې 3- بوره يونيم كيلو 4- اوبه يو كيلو 5- ژړ
رنـګ ( رنـګ شيرين ) لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- بوره په اوبو كي واچوى او پر اور يې كښېږدى چي و ايشي كله چي شربت
خټه سول او تار يې وكړ بيا د ليمو او سنـګترې اوبه ور واچوى او يو وار يې نور و
اېشوى. وروسته لږ رنـګ ور واچوى او لږ يې و اېشوى بيا يې راكښته كړى او كښېږدى چي
ساړه سي. كله چي ساړه سول بيا نو بوتلان ځني ډك كړى.
د انـګورو شربت
لازم مواد :-
1- انـګور يو كيلو 2- بوره يونيم كيلو 3- اوبه يو كيلو.
د پخېدو ترتيب :- انـګور په يوه لوښي كي واچوى او اوبه يې وباسى بيا يې تر يوه
ټوكره صاف كړى بيا په بوره كي اوبه واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى. كله چي و
اېشېدل د انـګورو اوبه ور واچوى او وې اېشوى. كله چي شربت ښه خټه سول تار يې وكړ
راكښته يې كړى. كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول بوتلان په ډك كړى. دا شربت د
ګرمي په موسم كي ډېره فايده لري.
د الوبخارا شربت
1- الوبخارا يو كيلو 2- بوره يونيم كيلو 3- اوبه يو كيلو 4- د الوبخارا
اسينس يوه كاچغه.
د پخېدو ترتيب :- الوبخارا پرېمنځى او په اوبو كې واچوى او پر اور يې كښېږدى چي
پاخه سي درې څلور دقيقې چي و اېشېدل راكښته يې كړى پوستكي او مندكه يې ځني ليري كړى
بيا په دغه الوبخارا كي بوره واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي ښه و ايشي او شربت
يې خټه سي او تار وكړي وروسته اسينس ور واچوى كه مو خوښه وي لږ څه ژړ رنـګ ور واچوى
او راكښته يې كړى چي ساړه سي كله چي ساړه سول بوتلان وچ كړى او د شربتو څخه يې ډك
كړى.
د اوربشو او ليمو شربت
لازم مواد :-
1- د اوربشو اوړه 250 ګرامه 2- بوره 375 ګرامه 3- د ليمو اوبه 750ګرامه
4- ژړ رنـګ لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- د اوربشو په اوړو كي لږلږ اوبه واچوى او لكه د پكوړو اوړه داسې
نري كړى بيا په دغه اوړو كي يو كيلو اوبه واچوى او د لسو دقيقيو لپاره يې پاخه كړى.
دا بايد پر خام اور باندي پاخه سي او په كاچغه يې لړى بيا يې راكښته كړى او كښېږدى
چي ساړه سي كله چي ساړه سول يو وار يې تر نازك ټوكره صاف كړى او بيا يې تر پنډ
ټوكره صاف كړى بيا د ليمو اوبه را وباسى چي درې پاوه وي او تر ټوكره يې بيا صاف كړى
بيا د اوربشو اوبه د ليمو اوبه او بوره ښه سره حل كړى. دا شربت بايد يونيم كيلو وي
بيا يې پر اور باندي كښېږډى او پاخه يې كړى. كه چي تار وكړي او خټه شربت ځني جوړ
سول بيا لږ رنـګ ور واچوى او يو دوې دقيقې چي و اېشېدل راكښته يې كړى.
د مالټگگـې شربت
1- مالټگـې پنځوس دانې 2- بوره دوه كيلو 3- اوبه 250 ليټره 4- سايترك اسيد لږ څه 5-
پوتاشيم ميتابائي سلفائت دوه ګرامه 6- د مالټگـې رنـګ لږڅه.
د جوړېدو ترتيب :- د مالټگـې اوبه وباسى بيا يې تر يوه ټوكره صاف كړى او پام كوى چي
دا د مالټگـو اوبه بايد درې كيلو وي تر درې كيلو نه كم وي نه زيات بيا په يوه لوي
خولي دېګ بوره او د مالتې اوبه په يوه غټه كاچغه باندي ښه سره ولړى او حل يې كړى
دونه يې سره حل كړى چي بوره پكښي وركه سي. بيا پدې كي سايترك اسيد واچوى او بيا يې
ښه سره ګډ كړى. وروسته په يوه پاو اوبو كي رنـګ واچوى او تر ټوكره يې صاف كړى او
پدې كي پوتاشيم واچوى او ښه يې حل كړى او رنـګ هم ور واچوى بيا دغه په بوتلانو كي
واچوى. خو بوتلان د شربتو اچولو د مخه بايد په جوشو اوبو پرېمنځى. وروسته بيا په
يوه غټ دېګ كي د شربتو بوتلان كښېږدى او په دېګ كي دومره اوبه واچوى چي بوتلان نيمى
پوري وي. دغه دېګ پر اور باندي كښېږدى او پر خام اور باندي اوبه پخې كړى دونه يې و
اېشوى چي بوتلان ونه چوى بيا دېګ راكښته كړى او د بوتلانو پر سر باندي كاك كښېږدى
او ټگـينـګ يې وتړى كله چي اوبه سړې سوې. بوتلان ځني را وباسى. دغه شربت تر اوو
شپږو مياشتو پوري نه خرابيږي.
د شفتالو شربت
لازم مواد :-
1- ښه غټ غټ شفتالو يو كيلو 2- بوره يونيم كيلو 3- اوبه يو كيلو.
د پخېدو ترتيب :- شفتالو سپين كړى او د منځ مندكه يې وباسى. په بوره كي اوبه واچوى
او پر اور باندي يې كښېږدى چي و اېشي. كله چي و اېشېدل شفتالو ور واچوى درې څلور
دقيقې يې كښېږدى چي پاخه
سي كله چي خوړين سول راكښته يې كړى. د راكښته كېدو د مخه وګورى چي شربت خټه سوي دي
او تار كوي كله چي ښه خټه سوي وه بيا يې كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول بيا يې
تر يو
نازك ټوكره وباسى او بوتلان وچ كړى د دغه شربتو څخه يې ډك كړى. هغه پاته شفتالو چي
اوبه ځني نښتېدلي دي هغه په دېش كي واچوى پر سر يې كريم واچوى او وې خورى.
سـكـنـجـبـيـن
لازم مواد :-
1- بوره درې كيلو 2- سركه نيم ليتر 3- تازه نعناع يوه كوچنۍ ټوټه.
د پخېدو ترتيب :- بوره په شپږ ګيلاسه اوبو كي واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي و
اېشي او بيا يې تر صافي صاف كړى بيا نعناع پرېمنځى او په تار يې وتړى و دېګ ته يې
واچوى بيا شربت كښېږدى چي ښه و ايشي او خټه شربت ځني جوړ سي په پاي كي سركه و شربتو
ته واچوى او يو دوې دقيقې يې و ايشوى او بيا يې راكښته كړى او د وهم ځل لپاره يې
بيا صاف كړى كله چي ساړه سول بوتلان ځني ډك كړى او سرونه يې ښه ور بند كړى.
د ليمو شربت
لازم مواد :-
1- د ليمو اوبه دوه ګيلاسه 2- بوره دوه كيلو.
د پخېدو ترتيب :- بوره د پنځو ګيلاسو اوبو سره په يوه دېګ كي
واچوى او كښېږدى چي و ايشي او ښه خټه سي وروسته بيا د ليمو اوبه
ور واچوى او پرېږدى چي و ايشي كله چي و اېشېدل او شربت ښه
خټه سول راكښته يې كړى.
د مالټگـې شربت
لازم مواد :-
1د مالټگـې اوبه شپږ ګيلاسه 2- بوره درې كيلو 3- اوبه دوه ګيلاسه.
د پخېدو ترتيب :- د مالټگـې اوبه بوره او اوبه په يوه دېګ كي واچوى او پر اور باندې
كښېږدى تر څو و ايشي او بوره ويلي سي بيا شربت صاف كړى او په يو بل دېګ كې واچوى او
پر تند اور باندي كښېږدى تر څو شربت خټه سي. دا شربت به ډېر خوندور وي او لكه
مالټگـه داسي خوند كوي.
د انارو شربت
لازم مواد :-
1- د انارو اوبه يو كيلو 2- اوبه يا عرق ګلاب يو كيلو 3- بوره درې كيلو.
د پخېدو ترتيب :- اوبه يا عرق ګلاب بورې ته واچوى او پر اور باندي يې كښېږدى چي و
ايشي او شربت ښه خټه سي. وروسته بيا د انارو اوبه ور واچوى او لس دقيقې يې و ايشوى
چي ښه خټه سي بيا يې راكښته كړى كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول بوتلان ځني ډك
كړى.
دا شربت خوندور هم دي او ډېر ګټور هم دي.
د امو ملك شېك
دوه كيلو شيدې دومره و اېگـشوى چي يو سېر يې پاته سي او د پخېدو په مهال كي بوره ور
واچوى بيا پاسته ام چي زبېښل كيږي را واخلى اوبه يې وباسى شيدې سړې كړى او په ملك
شېك والا ماشين كي يې واچوى او د ام اوبه هم ورسره واچوى. كه چيري د ملك شېك ماشين
نه وي تاسي كولاي سى چي سړې شيدې ام او پېروى په يوه بوتل كي واچوى ښه يې سره و وهى
هغه شى ځني جوړيږي.
د بادامو ملك شيك
شيدې دومره و اېشوى چي د وو كيلو څخه يو كيلو پاته سي. كله چي شيدې پخې سوې بوره ور
واچوى. بيا ( 250 ګرامه ) بادام سپين كړى او ميده يې كړى ور وايې چوى او كښېږدى چي
سړې
سي وروسته يې په ملك شيك ماشين يا بوتل كي واچوى او ښه يې سره و وهى چي حل سي بيا
يې په ګيلاسو كي واچوى او پر سر يې دوې كاچغي شيريخ واچوى او هر ډول خوشبويي چي
ستاسي خوښه
وي ور وايې چوى او نوش جان يې كړى.
د ام مـربـاه
لازم مواد :-
اومه ام دوه كيلو 2- بوره يونيم كيلو 3- هېل دولس دانې 4- غوړي 250 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :- ام پرېمنځى او وچ يې كړى. بيا هغه سپين او څلور ټوټگـې كړى. او د
منځ مندكه يې وباسى. بيا نو په يوه دېګ كي غوړي سره كړى د هېلو دانې وباسى ور وايې
چوى. كله چي سره
سول دوه كيلو اوبه ور واچوى چي و اېگـشي بيا ميده سوي ام ور واچوى يو دوې دقيقې
وروسته بوره ور واچوى او كښېږدى چي پاخه سي. نيم ساعت وروسته يې وګورى كه ام پاخه
وه راكښته يې كړى او كله چي ساړه سول په مرتبانه كي يې واچوى.
د الوبخارا مـربـاه
لازم مواد :-
1- توره كلكه خوږه الوبخارا نيم كيلو 2- بوره 750 ګرامه 3- عرق ګلاب څلور غټگـي
كاچغي 4- تور مرچ لس دانې 5- هېل لس دانې.
د پخېدو ترتيب :- الوبخارا په سړو اوبو پرېمنځى او په يوه دېګ كي يې واچوى او پر
اور يې كښېږدى. كله چي الوبخارا خوړينه سول راكښته يې كړى پوست او دانې يې ځني ليري
كړى. وروسته په يو بل دېګ كي نيم كيلو بوره او يو پاو اوبه عرق ګلاب سره واچوى او
پر اور باندې كښېږدى تر هغه مهاله يې و اېشوى چي شربت تار وكړي بيا دې شربتو ته پخه
الوبخارا واچوى او ښه يې و اېشوى چي اوبه يې وچي سي لكه عسل داسي خټه سي بيا يې
راكښته كړى او كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول بيا نو هېل تور مرچ او كيوړه ور
واچوى او په ښيښيي مرتبانه كي يې واچوى او سر يې ور بند كړى تر څو هوا ور دننه نه
سي.
د الوچې مـربـاه
لازم مواد :-
1- الوچه نيم كيلو 2- بوره يو كيلو 3- هېل اته دانې.
د پخېدو ترتيب :- ښه غټه غټه الوچه دوې ټوټگـې كړى. مندكه يې وباسى بيا په يوه دېګ
كي لومړى بوره او بيا ټوټه سوې الوچه ور واچوى او ښه يې سره ګډ كړى او د دېګ سر ور
پټ كړى او 24 ساعته
يې كښېږدى وروسته تر 24 ساعته يې پر اور باندي كښېږدى او كرار يې ګرم كړى او څو
دقيقې وروسته يې سره ولړى چي الوچه اوبه ايله كړي كله چي اوبه ايله كړي اور يې ور
تېز كړى او و ايشوى تر څو يې
اوبه وچي سي او مربا پخه سي بيا هغه راكښته كړى او كښېږدى چي ساړه سي بيا يې په
مرتبانه كي واچوى.
د ګاجرو مربا
لازم مواد :-
1- ګاجري يو كيلو 2- بوره نيم كيلو 3- هېل لس دانې 4- كيوړه دوې كاچغي.
د پخېدو ترتيب :- ګاجري وتراشى او څلور ځايه يې كړى يا يې خلال كړى هر هر څنـګه چي
ستاسي خوښه وي كه د ګاجرو منځ كلك وي د تېرې چړې په څوكه يې ايسته كړى بيا ګاجري په
يونيم
كيلو اوبو كي و اېگـشوى د دوو دقيقو لپاره يې بيا يې صاف كړى او په
بل دېګ كي د بورې سره واچوى او سر يې ور پټ كړى يو څو
دقيقې وروسته يې وګورى چي اوبه يې كړي دي كه يې اوبه ايله كړي
وې بيا يې پر اور باندي كښېږدى او تر هغه مهاله يې پخې كړى
چي ګاجري خوړيني سي او شربت يې خټه سي بيا پدې كي كيوړه
او هېل واچوى او راكښته يې كړى او كښېږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول په يوه
مرتبانه كې واچوى او سر يې ښه ور بند كړى.
د كـډو مـربـاه
لازم مواد :-
1- كډو يو كيلو 2- بوره يو كيلو 3- عرق ګلاب څلور غټگـي كاچغي
4- هېل شپږ دانې.
د پخېدو ترتيب :- كډو سپين كړى او ميده ميده يې كړى بيا هغه په پنجه باندي و وهى چي
لږ سوري سوري سي بيا په يوه دېګ كي نيم كيلو اوبه واچوى او يو كيلو بوره ور واچوى
او ښه يې و اېگـشوى چي خټه سي وروسته بيا د كډو ټوټگـې ور واچوى او نيم ساعت يې
كښېږدى چي كډو ښه پوخ سي كله چي كډو پوخ سو عرق ګلاب او هېل ور واچوى او راكښته يې
كړى. كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول په مرتبانه كې واچوى او سر يې ښه ور بند
كړى.
د هندوانې د پوټكي مرباه
لازم مواد :-
1- د هنډوانې پوټكۍ يو كيلو 2- بوره يو كيلو 3- ميده سوي هېل نيمه د چايو كاچغه 4-
د ليمو اوبه نيم ګيلاس.
د پخېدو ترتيب :- دا مربا بايد د هندوانې د پنډ پوټكي څخه جوړه سي. لومړى د هنډوانې
پوټكۍ ښه پرېمنځى سور والى يې ځني ايسته كړى او شين پوست يې ځني وتراشى او كوچنۍ
كوچنۍ ټوټگـې يې كړى بيا
په يوه دېګ كي لږ اوبه واچوى بوره او د هندوانې پوټكۍ ور واچوى او
پر اور باندې كښېږدى تر څو و ايشي او د هندوانې پوټكۍ پوخ سي په
پاي كي د ليمو اوبه ور واچوى چي يو جوش يې وخوړى دېګ راكښته كړى او ميده سوي هېل ور
واچوى كله چي ساړه سول په مرتبانه كې واچوى او سر يې ور بند كړى.
يادونه :- كه د ليمو اوبه نه وي هم ښه راځي.
د املي ( تمل ) مرباه
لازم مواد :-
1- املي يو كيلو 2- بوره دوه كيلو 3- هېل لس دانې.
د پخېدو ترتيب :- املي په اوبو كي و اېگـشوى او لږ موده وروسته يې راكښته كړى او په
ټوكره يې وچ كړى بيا بوره و اېگـشوى او املي پكښي واچوى كله چي شربت ښه خټه سول
راكښته يې كړى هېل ور واچوى او كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول په مرتبانه كې
واچوى.
د سنـګترې مربا
لازم مواد :-
1- سنـګترې 36 دانې 2- بوره يو كيلو 3- ژړ رنـګ لږ څه.
د پخېدو ترتيب :- بوره په لږ اوبو كي واچوى او ښه يې و اېشوى. كله چي و اېشېدل او
تار يې وكړ راكښته يې كړى. بيا د سنـګترو اوبه وباسى بيا يې تر يو نازك ټوكره صاف
كړى او بيا يې په شربتو كي واچوى او د دوهم ځل لپاره يې بيا پر اور باندي كښېږدى او
يو درې دقيقې يې و اېشوى بيا يې راكښته كړى او هر څومره چي ستاسي خوښه وي رنـګ
شيرين يا ژړ رنـګ ور واچوى او كښېږدى چي ساړه سي. وروسته تر سړېدو يې په مرتبانه كي
واچوى او استعمال يې كړى.
د سيبو مرباه
لازم مواد :-
1- سېب يو كيلو 2- بوره نيم كيلو 3- هېل لس دانې.
د پخېدو ترتيب :- لومړى سېب سپين كړى او پر منځ يې نيمىكړى د منځ دانې يې راوباسى
اوكښېږدى بيا لږ بوره په دېګ كي واچوى چي سره سي كله چي سره سول بوره ور واچوى او
لږاوبه ور واچوى چي بوره وايشي بيا نو سېب ورواچوى اوتر هغه مهاله يې و ايشوى چي
سېب پخيږي كله چي پاخه سول شربتو تار وكړ ميده سوي هېل ور واچوى او راكښته يې كړى.
د لـيـمـو اچـار
لازم مواد :-
1- ښه غټ غټ ليمو 30 دانې 2- بوره نيم كيلو 3- تور مرچ ( 100 ګرامه ) 4- سره مرچ د
ضرورت په اندازه 5- د انـګورو سركه يو بوتل 6- شونډ ( 150 ګرامه ) 7- ميده مالګه
نيم كيلو .
د جوړېدو ترتيب :- ليمو په پاكو اوبو باندي پرېمنځى او دوې دوې ټوټې يې كړى. شونډ
ادرك سپين كړى او ميده يې كړى لكه پياز ټوټه سوي ليمو په يوه مرتبانه كي واچوى او
مالګه پر وپاشى او هغه درې
ورځي دغسي كښېږدى. اما په ورځ كي يوه پلا يې ښه په مرتبانه كي
سره و وهى چي مالګه او ليمو سره ګډ سي. درې ورځي وروسته د
مالګي اوبه ځني توى كړى او ليمو پر يوه پاك ټوكره باندي كښېږدى
او ورو ورو يې كښېكاږى چي لږ د مالګي اوبه پكښې پاته وي هغه هم
ځني ولاړي سي. وروسته بيا په يوه غټ لوښي كي سركه بوره تورمرچ
ميده سوي سره مرچ او ادرك ( شونډ ) ټگـوټگـې ور واچوى دا ټوله ښه
سره ګډ كړى چي سره يو ډول سي بيا نو ليمو په يوه مرتبانه كي واچوى
او پر سر يې دغه تيار سوي مواد ور واچوى او ښه يې سر ور بند كړى
تر يوې هفتې پوري يې كښېږدى صرف په ورځ كي يې يوه پلا سره
وښوروى په لسو ورځو كي اچار د خورك لپاره تياريږي.
دوهم ډول د ليمو اچار
لازم مواد :-
1- تازه غټ غټ ليمو دېش دانې 2- مالګه 125 ګرامه 3- زيره ( 100 ګراه ) 4- تور مرچ (
100 ګرامه ) 5- لونـګ او غټ هېل ( 100 ګرامه ) 6- خواږه ولني ( 100 ګرامه ) 7-
كوركومن يوه د چايو كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- ليمو په پاكو اوبو باندي پرېمنځى او وچ يې كړى. بيا ټوله ليمو
څلور څلور ځايه كړى او ټوله مساله ميده كړى او ليمو ته يې واچوى او پر سر يې لس
دانې ليمو اوبه كړى او ور وايې چوى او د
مرتباني سر ښه ور بند كړى. لس ورځي يې لمر ته كښېږدى په لس دولس ورځو كي اچار
جوړيږي.
دريم ډول د ليمو اچار
لازم مواد :-
1- ليمو پنځوس دانې 2- مالګه 125 ګرامه 3- سره مرچ ( 250 ګرامه )
4- ادرك ( شونډ ) 125 ګرامه 5- شنه مرچك 250 ګرامه.
د جوړېدو ترتيب :- ليمو پرېمنځى او پنځه ويشت دانې يې په يوه لوښي كي اوبه كړ او
پنځه ويشت دانې يې دوه دوه ځايه كړى او په دغه د ليمو په اوبو كي يې واچوى. مالګه
او ميده سره مرچ ور واچوى او لمر ته يې كښېږدى بيا ادرك دړي دړي كړى او شنه مرچك هم
ور واچوى كه يې د ليمو اوبه لږ وې او دغه شيان پكښي پټ نه سول لږ ايشولي اوبه ور
واچوى.
څلرم ډول د ليمو اچار
لازم مواد :-
1- ليمو دوه كيلو 2- مالګه 125 ګرامه.
د جوړېدو ترتيب :- ليمو پرېمنځى او دوه دوه ځايه يې كړى هره ټوټه په
مالګه و وهى او په مرتبانه كي واچوى كله چي مرتبانه ډكه سول نيم ګيلاس جوشي اوبه ور
واچوى او سر يې ور بند كړى او لس دولس ورځي يې لمر ته كښېږدى. اچار جوړيږي.
د ام اچــار
لازم مواد :-
1- غټ غټ اومه ام يو كيلو 2- سياه دانه ( 50 ګرامه ) 3- خواږه ولني
( 50 ګرامه ) 4- سره مرچ ( 250 ګرامه ) 5- مالګه د ضرورت په اندازه
6- د شړشمو ( سرسو ) غوړي نيم كيلو 7- كوركومن يوه د چايو كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- لومړى ام وتراشى او د هغه مندكه وباسى او يو ام
دوې ټوټگـې كړى بيا سياه دانه خواږه ولني سره مرچ او مالګه دا ټوله سره ګډ كړى او د
ام منځ ځني ډك كړى بيا يې په يوه مرتبانه كي واچوى او سر يې ور بند كړى او درې ورځي
وروسته د شړشمو ( سرسو ) غوړي او كوركومن ور واچوى غوړي يې بايد دومره وي چي ام
پكښي پټ وي او يو انچ ځني پورته وي بيا يې څو ورځي و لمر ته كښېږدى. كله چي اچار
ورسېدى د خوړو سره يې را واخلى.
ګډ كړى او د ام منځ ځني ډك كړى بيا يې په يوه مرتبانه كي واچوى او سر يې ور بند كړى
او درې ورځي وروسته د شړشمو ( سرسو ) غوړي او كوركومن ور واچوى غوړي يې بايد دومره
وي چي ام پكښي پټ وي او يو انچ ځني پورته وي بيا يې څو ورځي و لمر ته كښېږدى. كله
چي اچار ورسېدى د خوړو سره يې را واخلى.
د ادرك ( تازه شونډ ) اچار
لازم مواد :-
1- ادرك 250 ګرامه 2- سپېركۍ ( 50 ګرامه ) 3- سپينه زيره ( 50 ګرامه )
4- توره زيره ( 50 ګرامه ) 5- سره مرچ ( 100 ګرامه ) 6- مالګه د ضرورت په اندازه 7-
د ليمو اوبه 125 ګرامه.
د جوړېدو ترتيب :- ادرك ( شونډ ) سپين كړى او څرنـګه چي ستاسي خوښه وي هغسي ټوټگـې
كړى بيا د ليمو په اوبو كي مالګه توره زيره سپينه زيره سپېركۍ مرچ واچوى او شونډ ور
واچوى او د مرتبانې سر ټينـګ ور بند كړى په ورځ كي يو يا دوه واره بوتل سره وښوروى
تر څو ښه سره ګډ سي او پنځلس ورځي وروسته يې وګورى چي شونډ به پاسته سوي وي او اچار
به رسېدلى وي.
د ګاجرو اچار
لازم مواد :-
1- ګاجري دوه كيلو 2- اوري 125 ګرامه 3- سره مرچ ( 250 ګرامه ) 4- مالګه.
د جوړېدو ترتيب :- ګاجري وتراشى او څلور څلور ځايه يې كړى بيا په يو خاورينه
مرتبانه كي څلور كيلو اوبه واچوى او پدې كي اوري مرچ او مالګه ميده كړى او ور وايې
چوى او ورسره ټوټه سوي ګاجري واچوى او خوله يې په يوه ټوكره سره وتړى او هغه په يوه
داسي ځاي كي كښېږدى چي لمر نه وي. اوه ورځي وروسته يې سر ور خلاص كړى وې ګورى چي
زردكي به پستې سوي وي او رنـګ به يې سور سوى وي دا اچاربه ډېر خوندور وي.
د روميانو چكني
لازم مواد :-
1- روميان 125 ګرامه 2- اوږه دوې دانې 3- شنه مرچك درې دانې 4- سره مرچك او مالګه.
د جوړېدو ترتيب :- روميان پرېمنځى. وروسته اوږه، شنه مرچك، سره مرچ مالګه سره
وكوټگـى بيا روميان ټوټه كړى او تر ماشين يې وباسى او سره ګډ يې كړى يا ټوله تر
ماشين وباسى ډېر خوندور چكني ځني جوړيږي دا چكني د هر ډول خوړو سره ښه خوند كوي.
لازم مواد :-
1- روميان 125 ګرامه 2- پياز 125 ګرامه 3- ګشنيز يو څو تاره 4- شنه مرچك درې څلور
دانې 5- سركه دوې غټگـي كاچغي 6- ليمو يوه دانه 7- سره مرچ او مالګه د ضرورت په
اندازه.
د جوړېدو ترتيب :- پياز كوچني كوچني ميده كړى مالګه پر واچوى او بيايې پرېمنځى
وروسته بيا روميان او ګشنيز هم دغسي لكه پياز كوچني ميده كړى او وروايې چوى ، مالګه
او سره مرچك هم ور واچوى وروسته سركه ور واچوى او ليمو بيا بېل ورسره را واخلى او
كه مو چيري ډېر ترش خوښ وي د ليمو اوبه يې پر سر ور واچوى مګر كچومر دغسي بېله ليمو
اوبو ښه خوند كوي.
د انار دانې چكني
لازم مواد :-
1- اناد دانه ( 50 ګرامه ) 2- ګشنيز نيمه دسته 3- سره مرچ او مالګه د ضرورت په
اندازه 4- نعناع نيمه كوچنۍ دسته.
د جوړېدو ترتيب :- انار دانه پرېمنځى او پاكه يې كړى او ښه يې وكوټگـى كله چي ښه
ميده سول مرچ او مالګه ور واچوى او ښه يې ميده كړى بيا ګشنيز اونعناع ترماشين وباسى
يا يې دغسي وكوټگـى بياداټوله شيان سره ګډ كړى او لږاوبه ورواچوى چي لكه چكني داسي
سي را وايې خلى.
د املي ( تمل ) چكني
لازم مواد :-
1- املي ( تمل ) ( 150 ګرامه ) 2- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 3- كشمش يو څو
دانې 4- وچه نعناع يوه كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- تمل خيشته كړى او يو پنځلس دقيقې وروسته يې پاك كړى او د منځ
دانې يې وباسى مالګه نعناع او مرچ ور واچوى او سره وې موږى بيا كشمش ور واچوى او لږ
اوبه ور واچوى چي ستاسي خوښه وي نري يا خټه يې جوړ كړى.
د ام چكني
لازم مواد :-
1- ام يونيم كيلو 2- بوره يو كيلو 3- سركه 250 ګرامه 4- مالګه د ضروروت
په اندازه 5- سره مرچ ( 50 ګرامه ).
د جوړېدو ترتيب :- د ام د چكني لپاره داسي ام پكار دي چي نه بيخي اومه وي او نه
بيخي پاخه. دا ام پاك پرېمنځى وچ يې كړى بيا يې په يوه تېره چاړه باندي سپين كړى او
نازك نازك يې پرې كړى او مندكه يې ځني وباسى بيا پر دغه نازك نازك ورغ باندي مالګه
او بوره واچوى او د نيم ساعت لپاره يې كښېږدى. دا رنـګه ام اوبه كوي مالګه او بوره
په مغز اخلي وروسته بيا دغه پر خام اور باندي كښېږدى او ټوله مساله د خاصې په يوه
ټوكره كي واچوى او غوټه يې كړى او په ام كې واچوى تر څو د هغه خوند و ام ته ووزي (
مساله او مرچ هيڅ وخت و قوام ته مه اچوى پدې چي د چكني رنـګ خرابوي ) كله چي ام ښه
پاخه سول او شربت يې خواږه سول راكښته يې كړى او د مسالې غوټه ځيني وباسى او كښېږدى
چي ساړه سي كله چي ساړه سول په يوه ښگـيښگـيي بوتل كې واچوى.
د املي ( تمل ) دوهم ډول چكني
لازم مواد :-
1- بې دانې املي ( تمل ) نيم كيلو 2- اوږه او شونډ ( 100،100 ګرامه )
3- ميده سره مرچ ( 100 ګرامه ) 4- كشمش 125 ګرامه 5- بوره 250 ګرامه 6- مالګه ( 250
ګرامه ) 7- سركه نيم بوتل.
د جوړېدو ترتيب :- د املي دانې وباسى او پاك يې كړى. اوږه سپينه كړى. ادرك ( شونډ )
ميده كړى. كشمش پاك كړى وروسته بيا دغه ټوله شيان په يوه دېګ كي واچوى مالګه او مرچ
او سركه ور واچوى او يو ساعت يې كښېږدى بيا دغه پر اور كښېږدى او ښه يې پاخه كړى
نيم ساعت وروسته يې وګورى كي تمل خوړين سوي سوي وه او داسي سوي وه لكه چكني راكښته
يې كړى او كښېږدى چي ساړه سي كله چي ساړه سول په يوه مرتبانه كي يې واچوى.
د روميانو چكني
لازم مواد :-
1- روميان يو كيلو 2- بوره نيم كيلو 3- كشمش 250 ګرامه 4- سركه 250 ګرامه 5- اوبه
نيم كيو 6- سره مرچ ( 100 ګرامه ) 7- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- روميان پاك پرېمنځى او ميده يې كړى په اوبو كي واچوى او ښه يې و
اېشوى او راكښته يې كړى او د جالې تر ټوكره يې وباسى. پوست او دانې يې ځني ليري
كړى. وروسته بوره ور واچوى او د دوهم ځل لپاره يې و اېشوى تر څو اوبه يې وچي سي او
ښه خټه سي بيا
نو كشمش او سركه ور واچوى او راكښته يې كړى. كله چي ساړه سول په مرتبانه كي يې
واچوى او د ضرورت په مهال يې را واخلى.
د بانجڼگگـو چكني
لازم مواد :-
1- تور ګردي بانجڼ دوې دانې چي 375 ګرامه وي 2- اوږه شپږ دانې
3- شنه مرچك شپږ داني 4- ګشنيز اونعناع لږ لږ څه 5- د املي ( تمل ) دانې لس دانې 6-
مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- بانجڼ تر تر تبخي لاندي يا په تناره كي يا پر ګيس باندي كښېږدى چي
پاخه سي. نيم ساعت وروسته يې را واخلى په سړو اوبو كې واچوى په اوبو كي د بانجڼو
پوټكي ايسته كيږي. وروسته دغه بانجڼ ميده كړى او ا وږه، شنه مرچك، ګشنيز، نعناع،
تمل، او مالګه دا سره وكوټگـى بيا نو دغه ميده سوي بانجڼ هم ور واچوى او سره ګډ يې
كړى.
( دا بانجڼ د اور د بانجڼو په ډول دي خو هغه ته مستې ور اچوي
دې ته تمل )
د ليمو چكني
لازم مواد :-
1- كاغذي ليمو يو كيلو 2- كشمش 250 ګرامه 3- شونډ ( 100 ګرامه ) 4- مالګه د ضرورت
په اندازه 5- مرچك يوه د چايو كاچغه.
د جوړېدو ترتيب :- لومړى ليمو پرېمنځى او وچ يې كړى بيا هغه مات كړى او اوبه يې
وباسى او د پوستكو منځ يې د چړې په څوه باندي پاك كړى او پوستكي يې لكه پياز داسي
خلال كړى بيا دغه ميده سوي پوستكي په اوبو كي واچوى او لږ مالګه ور واچوى پاخه يې
كړى. كله چي پوستكي پاخه سول راكښته يې كړى او په صافي كي يې واچوى تر څو اوبه يې
وننيږي او اوبه يې وچي سي د دې وروسته د بورې خټه شربت جوړ كړى شربت بايد داسي خټه
وي چي تار وكړي بيا نو په دغه شربتو كي د ليمو اوبه او پوستكي ټوله واچوى لږ مالګه
او مرچ هم ور واچوى او ادرك ( شونډ ) ميده كړي ور وايې چوي په پاي كي كشمش پاك كړى
او ور وايې چوى. كله چي شربت ښه و اېشېدل يعني نيمى پاته سي راكښته يې كړى. ډېر
خوندور چكني جوړيږي.
د روميانو رُب
د پخېدو ترتيب :- روميان پرېمنځى او ميده يې كړى بيا يې په دېګ كي واچوى تفت ور كړى
تر څو روميان پاخه سي بيا يې په يوه بل غټ لوښي كي واچوى چي ساړه سي. كله چي ساړه
سول ړنې اوبه يې پر سر باندي راځي دغه ړنې اوبه يې ځني ليري كړى پاته روميان ښه
وموږى او بيا يې د جالې تر ټوكره وباسى چي رُب يې ووزي او پاته پوستكي او دانې يې
په ټوكره كي پاته سي بيا دغه رُب په يوه دېګ كي واچوى پر اور باندي يې كښېږدى چي
اوبه يې وچي سي بيا پر دوه كيلو روميانو باندي يوه د چايو كاچغه بوره ور واچوى او
لږ مالګه او مرچك هم ور واچوى. او بوتلان ځني ډك كړى.
د روميانو رُب په لمر هم پخيږي. كله چي مو رُب و ايستى پوست او دانې مو ځني ليري
كړې بيا نو رُب په غوري ګانو يا پتنوسانو كي واچوى و لمر ته يې كښېږدى لمر يې اوبه
وچوي كله چي اوبه وچي سوې په بوتلانو كي يې واچوى دا رُب تر ډېر وخته نه خرابيږي.
يادونه:- ( كله چي مو رُب په غوري ګانو كي واچوى لمر ته مو كښې ښول لږ مالګه پر
غوري ګانو باندي ودوړوى څو مچ پر كښې نني )
د نارنجو رُب
د پخېدو ترتيب :- د دې رُب د جوړېدو لپاره د نارنج اوبه وباسى صافي يې كړى او په
يوه دېګ كې واچوى تر څو تار وكړي لږ بوره هم ور واچوى كله چي ښه خټه سول راكښته يې
كړى.
د انـــارو رُب
د پخېدو ترتيب :- د انارو اوبه په يوه دېګ كي واچوى او
پر اور باندي يې كښېږدى. چي و اېشي يعني د درو كيلو څخه يو
كيلو پاته سي بيا يو څه بوره ور واچوى او ښه يې و اېشوى چي
خټه سو لكه عسل بيا يې راكښته كړى او كښې يې ږدى چي ساړه سي. كله چي ساړه سول
بوتلان ځني ډك كړى.
ماكاروني، آش او آشك
د ماكاروني د پخلى لپاره څو څرګندوني
ماكاروني د ايټگـالويانو د ښو خوړو څخه دي. لكه د افغانانو او ايرانيانو دا چي ورجي
دي د دوى دا ماكاروني دي چي روزمره يې په كورو كي پخوي.
څنـګه چي تاسي ورجي په ډېره سليقه او دقت سره پخوى د ماكاروني لپاره هم ښه دقت په
كار دى چي وروسته تر پخېدو كوچني رانه سي يا سرښنا كه نه وي ښه پاسته راسي.
لومړى په غټ دېګ كي اوبه واچوى او د هري كڅوړي ماكاروني لپاره دوې كوچنۍ كاچغي
مالګه و اوبو ته واچوى كله چي اوبه و اېشېدلې ماكاروني ور واچوى او يو دوې كاچغي
غوړي ور واچوى او پرېږدى چي ماكاروني پاسته او په مغز پاخه سي خو خوړين نه سي بيا
ماكاروني په صافي كي صاف كړي او لږ نيم ګرمه اوبه پر واچوى چي تريوالى يې ځني ولاړ
سي. كه چيري تاسي وغواړى چي ماكاروني د مخه پاخه كړى او كښېږدى. نو وروسته تر
اېشېدو يې په سړو اوبو كي واچوى په دغه ډول كه يو يا دوې ورځي پاته سي هم نه
خرابيږي.
ماكاروني د پوڅي سره
لازم مواد :-
1- ماكاروني يوه كڅوړه 2- پوڅه ( 150 ګرامه ) 3- كوچي ياغوړي ( 50 ګرامه ) 4- مالګه
او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماكاروني لكه مخكي چي مو ويلي وه هغسي يې پاخه كړى او صاف يې كړى
لږ مالګه او مرچ پر ودوړوى او په يوه دېګ كې واچوى كوچي ټوټه ټوټه كړى او پر سر يې
ور كښېږدى او دوې درې دقيقې يې پر خام اور باندي كښېږدى چي كوچي ويلي سي. (
ماكاروني بايد وروسته تر اېشېدلو ډېر پر اور باندي كښې نه ږدى پدې چي اوړه كيږي او
سره موښلي ) بيا ماكاروني په دېش كي واچوى او ميده سوې پوڅه ورسره ګډه كړى. را وايې
خلى.
ماكاروني او غوښي
لازم مواد :-
1- ماكاروني يوه كڅوړه 2- كوفته سوي غوښي نيم كيلو 3- د روميانو اوبه دوه ګيلاسه يا
يوه كاچغه رُب 4- پوڅه ( 100 ګرامه ) 5- سره كړي پياز دوې كاچغي 6- كوچي ( 50 ګرامه
) 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- ماكاروني و اېشوى او تيار يې كښېږدى. سره كړي پياز په يوه دېګ كي
واچوى او كوفته ورسره ګډه كړى او پر اور باندي يې كښېږدى. كوفته لږ سره كړى د
روميانو اوبه يا رُب په يوه ګيلاس اوبو كي حل كړى او كوفتې ته يې واچوى لږ مالګه او
مرچ ور واچوى او كښېږدى چي كوفته پخه سي اېشولي ماكاروني په يوه دېګ كي واچوى كوچي
يې پر سر ور كښېږدى او پر خام اور باندې كښېږدى چي كوچي يې ويلي سي. بيا ماكاروني
په يوه دېش كي واچوى ميده سوې پوڅه ورسره ګډه كړى او پر سر يې كوفته ور واچوى يا
ټوله شيان جلا جلا په دېشو كي را واخلى.