د اختر ډالۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10073
ژباړن: سيد حبيب وقار
دخبریدو نیټه : 2006-11-11

ليكوال: اٌ هنري O Henry
 ژباړن: سيد حبيب وقار


 د ليكوال لنډه پېژندنه:
 ا هنري د ليكوال مستعار نوم دى چې پېژندل شوى دى او اصلي نوم يې (ويليام سيدني) پورتر دى. په ۱۸۶۲ م كال كې د شمالي امريكا د كاروليناى په ګرينز پورو ښار كې وزېږېد. په ځوانۍ كې پنځه كاله په خپل عمومي درملتون كې په كار بوخت ؤ. چې وروسته يې په ۱۸۸۲م كال كې تكزاس ته سفر وكړ او هلته يې د مطبوعاتو په برخه كې كار پيل كړ. دده ادبي آثار په دې كلونو كې ددې ښار په دوو لويو ورځپاڼو Daily Post  او Rolliod stone   كې ليدل كېږي.
 ا هنري وروسته د تكزاس په( آستين بانګ) كې د تحويلدار په دنده بوخت شو كم وخت نه ؤ تېر شوى چې بانګ اقتصادي ماتې وخوړه او ډېرې پيسې تاوان يې وكړ دا چې خبره ټوله ا هنري ته متوجه وه نو قاضي په اهن ي دعوا وكړه. خو اهنري له هغه ځايه وتښتېد څه وخت يې په نيوارليان ښار كې ژوند وكړ او وروسته د مركزي امريكا د هندوراس ښار ته لاړ. د اهنري ملګري او دده پلويان چې دده تذكره يې ليكلې ده نوموړى پر دې پېښه كې بې ګناه بولي. دده محكوميت په غوڅ ډول ردوي. اهنري د خپلې ښځې د ناروغۍ له امله بېرته خپل وطن ته راغلو چې سمدلاسه بنديخانې ته ولوېد اود اوهايو په بنديخانه كې درې كاله بندي ؤ.
 له بند تر خوشي كېدو وروسته يې پر كيسه ليكلو پيل وكړ، د نيويارك په لوړ تيراژه مجلو كې يې كيسې خپرې شوې چې ټولو خلكو وپېژانده له ۴۸ كلنۍ وروسته د سل دناروغۍ امله ومړ او څه له پاسه ۶۰۰ لنډې كيسې د يادښت په ډول ترې پاتې شوې.
 د اهنري كيسې له توطيو ډكې او زړه وړونكې دي د كيسې پاى د تصور پر خلاف په ناڅاپي ډول بدلون مومي چې ويونكى يې انتظار نلري. ادبي كره كتونكي، اهنري د لنډې كيسې يكلو د هنر يو مخكښ بولي او د نوموړي دې كارته په درنه سترګه ګوري.

لنډه کیسه :
 يو ډالر او اووه اتيا سنته، ټول همدغه ؤ، او شپېته سنته هم يو سنتي سكې وې، هغه سكې چې له ډېر وخت راهيسې يې يو سنت او دوه سنته له بكال، قصاب، تركاري پلورونكي او نورو سره د چنو وهلو له لارې پيداكړي ؤ، دا هغه سكې وې چې د خرڅوونكو له ډېرو پېغورونو او بدو خبرو سره سره يې لاسته راوړې وې، خو داهر څه يې پر ځان منلي ؤ تر څو د كال تر پايه پورې يوه اندازه پيسې غونډې كړاى شي.
 يو ځل بيايې په پوره پاملرنه پيسې وګڼلې، سهوه شوې نه وه همغه يو ډالر او اووه اويا سېنته ؤ ډېرې كمې پيسې چې نه يې شواى كولاى كوم ښكلى شى ورباندې واخلي، داسې يو شى چې د يوې ډالۍ ارزښت ولري ځكه چې سبا د كرېسمېس د اختر ورځ وه.
 ځوانې ښځې دلا په مات زړه او تښتېتدلي رنګ، سر پورته كړ څه وكړي؟ پرته له دې يې بله لاره نه درلوده. چې په تښتېدلي رنګ او مات زړه ځان وغورځوي، او وژاړي. په رښتيا چې ژوند پرته له اوښكو تويولو او ستونزو څخه بل څه نه دي، چې ډېره كمه خندا او خوښي وركې ليدل كېږي، كه خوښي هم وليدل شي عمر يې سهار له شبنم څ خه ډېر كم دي.
 دلا په خپل ويجاړ برخليك اوښكې تويولې، كور يې يوه كوچنۍ ودانۍ وه چې د هغه لپاره يې د اوونۍ آته ډالره اجاره وركوله، هر پل چابه چې د دوى كور وليده پوهېده چې دلته يوه غريبه كورنۍ اوسېږي، د كور له اسبابونو او وسايلو يې ښكارېده چې ډېره غريبي ورباندې حاكمه ده.
 لاندينى كوټه (كوچنى دهليز ) يې هغې ډاګخانې ته ورته ؤ چې هېڅ وخت كوم ليك نه ورته راځي، كور يې داسې يوه ودانۍ وه چې هېڅ وخت يې د دړې زنګ نه ؤ كښېكاږل شوى، د زنګ په څنګ كې كوچنۍ لوحه ښكارېده چې پرې ليكلي ؤ : ( جېمز ديلينګهام – يانګ).
 كلونه وړاندې ددې كور اوسېدونكي مېړه او ځوانه ښځه ؤ چې كله كله به لمر سلامي ورته كوله، په هغه وخت كې د كور خاوند په اوونۍ كې دېرش ډالره حقوق درلودل چې د غو پيسو تر يوې اندازې پورې د دوى لګښتونه پوره كول، وروسته داسې پېښې رامېنځ ته شوې چې حقوق يې په اوونۍ كې شلو ډالرو ته راښكته شول، له همدې امله د دوى په كورني انډول كې بدلون راغئ، نيستي ورته مخه كړه او خوښي ترې كډه وكړه، ت دې چې د دروازې لوحې يې د نېستۍ ګواهي وركوله.
 سره ددې به د كور خاوند د كور په انګړ كې قدم واهه، او ښځې به يې هم په ډېره خوښۍ ښه راغلاست ورته وايه. او خپل خاوند ته به يې جيم وايه، خپله مات زړه به يې په موسكا او هيلو وښاناوه.
 ښكلې او زړه ماتې ښځې اوښكې تويې كړې، پورته شوه او څو حيران قدمونه يې په كوټه كې واخيستل. خپله بې رنګه څېره يې په عادي پوډر باندې ښايسته كړه وروسته كړكۍ ته لاړه او په ډېر فكر سره يې خپل انګړ ته وكتل چې هلته خړه پيشو د انګړ په ډبرين غولي روانه وه.
 د سبا فكر يوه دقيقه نه پرېښوده. سبا د كرېسمېس اختر ؤ او دا بايد دخپل مېړه د خوښولو لپاره هغه ته ډالۍ واخلي كه هغه ډېره وړه اوكم ارزښته هم وي، په داسې حال كې چې ټولې غونډې شوې پيسې يې تر يو ډالر او اووه اويا سنتو څخه نه وې ډېرې شوې.
 ډېرې مياشتې كېدې چې د كور له لګښت څخه يې يو سنت او دوه سنته سپمولي ؤ. چې ټولې همدا پيسې ترې جوړې شوې وې. د اوونۍ شل ډالره حقوق او د ژوند د درانو لګښتونو له امله يې نشواى كولاى تر دې ډېره سپما وكړي. سره ددې يې اوس د كور لګښتونه نور هم لوړ شوي ؤ او اوس وروسته له يو كال تېرېد و بايد خپل خاوند ته د اختر ډالۍ وركړي، داسې يوه ډالۍ چې خاوند ته يې ددې د وفادارۍ يو ياددښت وي، دا د ډېرو اونيو راهيسې اختر ته په هيله وه او هره ورځ يې دا فكر كړى ؤ چې جېمز ته څه ډول د اختر ډالۍ واخلي، داسې ډالۍ چې د خاوند ياقت يې ولري، په داسې حال كې چې د مياشتو د كړاو حاصل يې له يوه ډالر او اووه اتيا سنتو څخه نه ؤ لوړ شو .
 ناڅاپه د دوو كړكيو تر مېنځ هندارې ته مخامخ ودرېده او ورته كتل يې ، يوه ښكلې او نازكه څېره يې وليده چې دوه ځلېدونكې سترګې په كې ځلېدې او د تورو څڼو دايره يې پرولو پرته وه، څو دقيقې يې هغه ته په فكر وكتل، په دې وخت كې يې لاس ورؤړ او د څڼو بند يې پرانيست، په يوه لحظه كې يې څڼې پر بدن خورې شوې.
 په دې نېستمنه كورنۍ او ددې كورنۍ كسانو ته يواځې دوه څيزونه ؤ چې خاوندانو يې ډېر غرور پرې كاوه: يو د جيم جيبي طلايي ساعت ؤ چې له پلار څخه ميراث ورته پاتې ؤ او د دوى د كورنۍ كوچنۍ پانګه وه، او بل هم د دلا اوږدې، ښكلې او زړه راښكونكې څڼې وې چې هر ليدونكي به يې بې اختياره ستاينه كوله. دغه زرين تارونه دومره نازك، نرم او ښكلي ؤ چې كه چېرې د سبا پخوانۍ ملكه د خپلې ټولې پانګې او شهرت سره هلته اوسېداى، دلا به هره ورځ ددې لپاره چې د ملكې د زېوراتو د ځلا ارزښت كم كړي خپلې څڼې له كړكۍ څخه بهر ځړولې او د سهار د خواږه نسيم په لاس به يې وركولې. له بلې خوا جېم هم پر خپله پانګه دومره وياړ كاوه چې كه چېرې حضرت سليمان له ټولې بې حسابه پانګې سره دده د كور په خوا كې اوسېداى، هره ورځ به يې د طلا ساعت د هغه سترګو ته وړاندې كاوه تر څو بډاى پاچا له ډېرې كينې او غوسې څخه لېونى كړي.
 ښايسته ښځه بې حركته د هندارې په مخ كې ولاړه وه او سترګې يې له هغه ځلېدونكي بحر څخه نه ليرې كولې. د څڼو تارونه يې دومره اوږده او مغروره ؤ چې تر ګونډو پورې يې رسېدل چې ددې موزون بدن ته يې يو نرم او خوږ پوښ وركړى ؤ.
 معلومه نه وه چې دغې حيرانتيا يې څومره وخت ونيو. ول ډول خيالونه فكر ته ورتلل او يو وېروونكي توپان يې روح لړزاوه. په پاى كې يو فكر ورته پيداشو، داسې فكر چې د يوې كمزورې روښنايۍ په ډول يې مخ ته وځلېد او د شاوخوا تياره نړۍ يې ورته روښانه كړه. خو ددې فكر وهلو له امله يې له ست ګو څخه دوه څاڅكي ګرمې او سوزوونكې اوښكې وبهېدې او د كوټې په واړه فرش تويې شوې. هغه فكر او هغه لنډه نظريه سره ددې چې ډېره ترخه او دردناكه هم وه خو ددې ستونزه يې اواروله او دايې خپلې وړې هيلې ته رسوله.
 نور نو يې صبر ښه ونه ګاڼه خپل زوړ كوټ يې واغوست او سپخېدلې خولۍ يې په سر كړه. په چټكۍ سره له زينو راښكته شوه او كوڅې ته ننوته. ډېره ګړندۍ وړاندې ولاړه، يوې مغازې ته ورسېده چې پر سر يې ليكلي ؤ: ( مادام سوفروني- د څڼو پلورنځى) په بيړه مغزې ته ننوته، د منځني سن يوه پنډه ښځه هلته ولاړه وه، يو دوه دقيقې يې په حيرانۍ هغې ته وكتل، بيايې په نيولي غږ پوښتنه وكړه: ښاغلې، زما وېښتان اخلې؟
 مادام په پوره پاملرنې دغې تورو څڼو ته وكتل، بيايې ځواب وركړ: زما كار د وېښتو پلورل او پېرودل دي خولۍ دې لرې كړه چې ښه يې ووينم.
 دلا په لړزېدونكي لاس خولۍ لرې كړه. اوږدې څڼې يې پر اوږو خورې شوې د پېرودونكي سترګې له ډېرې خوښۍ څخه وځلېدې. ورنژدې شوه څو ځله يې د هغه وېښتان وړاندې وروسته كړل او ويې ويل: په شل ډالره يې اخلم! دلا په چټكۍ سره وويل: هيله كوم پيسې يې زر راكړئ.
 يو دوه ساعته د چټك باد په ول تېر شول، دلا وروسته له ډېرو گرځېدو څخه د يوه پلورنځي مخې ته ولاړه وه چې وكولاى شي د خپلې خوښې وړ ډالۍ پكې واخلي. او هغه څه چې له ډېره وخته ورپسې ګرځېده او دخاوند لپاره يې تر دې ښكلې او په زړه پورې ډالۍ نه وه پيداكړې. پر ټولو لويو پلورنځيو ګرځېدلې وه په پاى كې يې پر دې پلورنځي كې پيداكړه دا يو ښكلى او ساده زنځير ؤ چې د يوه پوه استاد په لاس له پلاتين څخه جوړ شوى ؤ. او د خاوند له هغه ساعت سره چې ډېر ورته ګران ؤ ښه جوړېده. دومره نازك او ښكلى ؤ چې دلا پر يو ځل ليدلو پرې مينه شوه او پوه شوه چې تر دې ښه او ښكلې ډالۍ نشي پيداكولاى. د هغه نازكوالى او سادګي يې د خاوند له شخصيت سره جوړېده. له نېكه مرغه چې بيه يې هم ډېره لوړه نه وه، په همغه كچه وه چې دلا درلودې، يوويشت ډالره او اووه اتيا سنته هم ورته پاتې كېدل. كله چې يې تر لاسه كړه او د كور په خوا روانه شوه ټوله لار په دې سوچ كې وه چې بند به يې حتماً د خاوند خوښ شي.
 كور ته ننوته او په چتكۍ پورته ولاړه. ډېره خوښه او مسته وه، خو بيا يې هم احتياط له لاسه ورنكړ سوچ يې وكړ چې دابه ښه وي تر څو خپل لنډ وېښتان يو څه ښايسته كړي چې د خاوند تر سترګو يې ډېره غير عادي او بده ښكاره نشي ، اوسپنيز فريې پر اور كيښود كله چې ښه تود شو په ډېر كړاو يې خپل لن وېښتان فر وهل ، اوس ښكلي شوي ؤ خو يو څه د ښوونځي د هلكا نو په څېر ښكارېدل .
 كله يې چې هنداري ته وكتل ورويې تر ژبه لاندې وويل: خداى دې و كړي چې د جېم له راڅخه رانشي كه زما څېره ونه مني هغه وخت به زه څه كوم؟ او كه يې زه م لامته كړم چې ته د( كافي اېلېند) د ټاپو سندر غاړو ته ورته يې، بيا به څه ځواب وركو م؟
 بيا هم په فكر كي تللې وه د ملامتۍ اغيزه يې پر څېره ښكارېده. له ځان سره يې ويل نور مې نو څه په وس پوره ؤ؟ په يو ډالر او اووه اتيا سنتو خو هېڅ نشواى اخيستل كېداى
 ماښام شو او تيارې هره خوا ونيوه، دلا د خپل پخواني عادت سره سم لومړى قهوه جوړه كړه، وروسته يې كړايي په منقل كېښوده تر څو ماښامنۍ جوړه كړي. هره دقيقه يې انتظار ويست چې دړه پرانيستل شي او جيم راڅرګند شي. څو ځله يې بيا په وارخطايئ خپله څېره په هنداره كې وكتله. او وروسته يې نازك زنځير چې هم ورته خوښه وه او وېرېده راواخيست او ورته كتل يې.
 پر همدې وخت كې يې د بهر دړې غږ واورېد، جېم د پخوا په ډول په خپل وخت كور ته راغلى ؤ، له دلا سره د واده وروسته په ټول وخت كې يوه ورځ هم ناوخته كورته نه ؤ راغلى. كله يې چې په انګړ كې د پښو غږ واورېدل شو د دلا زړه په لړزېدو پيل وكړ. ښايسته ښځې عادت درلود چې هر وخت او په هر حال له خپل خداى سره راز او نياز وكړي او له هغه څخه په خپلو كارونو كې مرسته وغواړي. په دې وخت كې يې هم مخ پورته ونيواو تر شونډو لاندې يې ويل: (خدايه خپله مهرباني له مانه مه لرې كوه نه چې د جېم له ما څخه بد راشي، له ما سره مرسته وكړه چې بيا هم هغه ته ښكلې ښكاره شم.)
 د كوټې دړه پرانيستل شوه او جېم كوټې ته ننوت. د تل په څېر ستړى او ستومان ؤ ډنګرې او فكرمنې څېرې يې ښودله چې ډېر كار كوي. هر څوك په يوځل كتلو پوهېده چې جېم د ډېر عمر نه دى. كېداى شي عمر يې تر دوه ويشتو كلونو نه وي اوښتى يواځې د ژوند ستونزو او كړاوونو سپين ږيرى ورنه جوړ كړى. له سړو څخه په رېږدېدلو اسونو يې دړه بنده كړه او يو قدم وړاندې راغئ، خو ناڅاپه يې ټكان وخوړ او پر ځاى ودرېد. سترګې يې پر دلا كې خښې كړې وې كوم څه يې چې ليدل باور يې نه كاوه. آيا هغه يې ريښتيا هم ښځه ده چې څېره يې دا ډول اوښتې ده؟ ورته كتل يې او خبرې يې نكولې، دلا هم په نيولې او وارخطا څېره يې خپل خاوند ته كتل. ځوانې مېرمنې نشواى كولاى په څه پوهه شي، نه په هغه كې د خوښۍ اغېز ښكارېده، او نه هم د كړاو او ناهيلۍ، نه پردې پوهېده چې مېړه يې له دې كار څخه په غوسه دى او نه هم پوهېده چې هغه خوښ دى.
 دغه ثانيې او دقيقې دومره اوږدې شوې، چې دلا نوره حوصله نه درلوده. مېز يې پورې واهه او هغه ته نژدې ورغله. په لوړ غږ يې وويل: جېم، زما د زړه سره، ولې داسې حيران راته ګورې؟ ولې دومره تعجب كوې؟ كه وايې چې وېښتان مې لنډ كړي دليل لري. غوږ شه ګرانه! سبا د اختر ورځ ده او ما نشواى منلاى چې د اختر په سهار تاته ډالۍ د نكړم. ته هم پوهېږې چې مالي حالت مو هم ښه نه دئ. نو ځكه مې خپل وېښتان وپلورل چې وكولاى شم يو څه درته واخلم. اوس هيله لرم زما له لنډو وېښتانو دې بد رانشي، په لږ وخت كې لويئږي، ډېر زر ... زما وېښتان زر لوئيږي... مابله لاره نه درلوده، داچې نن د اختر شپه ده نو ماته اختر را مبارك كړه راځه چې خوښ و اوسو. ته نه پوهېږې چې ما څومره ښكلى شى د ته اخيستى؟
 ځوان سړي په همغې حيرانۍ ډول ورته كتل او دقيقه په دقيقه د ښځې خپګان ډېرېده. نورڅه نه ؤ پاتې پ ته له دې چې دلا په ژړا پيل وكړي. خو جيم سكوت مات كړ او په نيولي غږ چې خپګان او غم پكې ښكارېده وويل : څومره بدله شوې يې... خپل وېښتان دې لنډ كړل او ... دلا يې په خبرو كې ورولوېده: هو ګرانه، لنډمې كړل او ومې پلورل. اوس راته ووايه: ډېره بده ښكارم؟ په دې ډول راسره مينه نه لرې؟
 جېم له دې څخه سترګې واړولې او په كوټه كې يې يوه او بله خوا كتل.
 حيرانې ښځې بيا پوښتنه وكړه: چېرته ګورې؟ په څه پسې ګرځې؟ تاته مې وويل چې هغه مې وپلورل. څېره دې سمه كړه، لږ وخانده، داختر شپه ده په دې شپه له ما سره بد اخلاقي مكوه، ما خپل وېښتان ستا لپاره له لاسه وركړل، هېڅ خبره نه ده بيا هم لويئږي. كه هغه ډېر ښكلي ؤ او ستا ډېر خوښېدل، نو پردې هم پوه شه زه هم ستا سره ډېره مينه لرم او دا كار مې ستا لپاره وكړ. يو قدم نوره هم ورنژدې شوه او په موسكا يې وويل: ډېر ښه، او س دغه موضوع هېره كړه، راځه كښېنه چې ډوډۍ درته تياره كړم...
 جېم لږ بيدار شو، او پوه شو كه يوه دقيقه نور سكوت وكړي او خبرې ونكړي د مې منې له سترګو به يې اوښكې روانې شې. ورنژدې شو او هغه يې په خپله سينه پورې ونيوه. نور هر څه پاى ته رسېدلي ؤ غوسې او پښېمانۍ څه ګټه درلوده؟ طلايي خوب يې په وحشتناكه بيدارۍ سره پاى په ورسېد. هغه ډالۍ چې په ډېره مينه يې د خپلې ګ انې مېرمنې لپاره اخيستې وه او په ډېره مينه يې تر دې ځايه راوړې وه، په دې دردېدلي حالت كې څه ګټه درلوده؟ كه جيم د اوونۍ د شلو ډالرو پر ځاى يو لك ډالر اخيستى څه به يې كړي ؤ داسې يو كارؤ چې شوى ؤ اوس كوم منطق كولاى شول پردې وخت كې د دوى ټكان خوړلې اروا او كړېدلې زړو ته آرام وركړي؟
 جېم د اختر ډالۍ د خپل زاړه كوټ له جېبه راوويسته او پر بې پروايئ يې د مېز پر سر كېښوده او ويې ويل: ګوره دلا جانې، دغه بې ارزښته ډالۍ ده چې تاته مې اخيستې، خو افسوس كوم چې ستا په درد نه خوري، ويې ګوره او پوه شه چې ولې ستا د لنډو وېښتانو په ليدلو خپه شوم. فكر مكوه چې د وېښتانو په ليدلو سره به زه درسره مينه نلرم داسې نه ده علت يې يواځې دغه دى. دلا په لړزېدلو لاسونو د هغه بند پرانيست او د ننه يې ورته وكتل، له ډېرې مينې يې چيغه كړه خو ناڅاپه چپ شوه، په ښكاره ډول په دردېدلي حقيقت پوه شوه او د اوښكو سوځېدلي څاڅكي يې له سترګو روان شول، د كاغذ د بستې پر مېنځ كې يوه جوړه طلايي رنګه شانې وي، ډېرې نازكې چې د ا له ډېره وخته دا هيله لرله چې هغه د خپلو وېښتانو د ښكلا لپاره واخلي، خو دغې هيلي يې هېڅ د عمل جامه نه وه اغوستې. د ( برودي) پلورنځيو په هندارو كې يې ډېر ځله ليدلې وې. داچې ارزښت يې ډېر ؤ نو هېڅ وخت يې دا وړاندوينه نشواى كولاى چې يوه ورځ به يې څښتنه شي.
 خو اوس د الماسو دغه نازكې شانې ددې پر مخ كې پرتې وې. څو دقيقې يې په ډېرې حي انۍ، خپګان او افسوس هغه ته وكتل اوښكې يې تويې كړې، بيايې هغه پورته كړي او په سينه پورې يې ونيوې. كله يې چې د مېړه حيرانې سترګې وليدې، ويې ويل: جيم،ته نه پوهېږې چې زه څومره خوشاله يم، چې دغه ښكلې ډالۍ دې راته اخيستې... ډاډه يم چې وېښتان به مې زر لوى شي او هغه وخت به بيا خپل وېښتان پرې ښايسته كړم. اوس يې هم د مېړه په څېره د غم څېره ولاړه وه. چپ پاتې ؤ او خبرې يې نكولې. هغې تر اوسه هغه ډالۍ چې دلا ورته اخيستې وه نه وه ليدلې ځكه چې دلا تر دې مهاله وخت نه ؤ پيداكړى هغه ورته وښيي.
 وروسته تر دې چې څو لحظې په خپګان او ناآرامۍ كې تېرې شوې، دلا ورنژدې شوه او په موسكه څېره يې لاس ور وړاندې كړ، پردې وخت كې د ښځې څېره دومره پاكه اومعصومه وه او اروا يې داسې له مينې او محبت څخه ډكه وه، چې اخيستونكي ته كه ډېر بې ارزښته څيز هم واى سترګو ته به يې ډېر ارزښتمن او ځليدونكي ښكارېدل.
 ويې ويل: وګوره څومره ښايسته زنځير دى! كه پوه شې چې پر څومره پلورنځيو وګرځېدم تر څو چې دغه ښكلى بند مې ستا د ارزښتمنې ګړۍ لپاره پيداكړ! اوس دې ساعت ماته راكړه چې ويې ګورم په هغه كې جوړ دى كه نه؟
 جيم ددې پر ځاى چې د ښځې غوښتنه وم ني، له غمه ډكه خندا ورغلې وه، كله يې چې خپله مېرمن د انتظار پر حالت كې وليده، ويې ويل: دلاجانې! دابه ښه وي چې دغه د اختر ډالۍ اوس پر يوه مناسب ځاى كې كېږدو او ويې ساتو، ګوره ګرانې، زه له تاڅخه ډېره مننه كوم چې دغه ښكلى بند دې راته اخيستى. خو حقيقت دادى چې ما خپل ساعت وپلوره تر څو هغه شانې درته واخلم... اوس هېڅ ارزښت نلري دا به ښه وي ډوډۍ راوړې، ځكه چې زه ډېر وږى يم.
 زمونږ هوښيارانو او پخوانو ښه ويلي: چې د اختر د شپې ډالۍ ډېره د مينې ډكه او ارزښتمنه ده. همغو هوښيارانو او پخوانو چې له هغه وخته دغه دود خپل كړى دى، ډېر په زړه پورې خلك ؤ، همدوى ؤ چې ماشومانو ته به يې ډالۍ راوړلې او د هغوى زړونه به يې د اختر په شپه خوشالول، دوى د اختر ډالۍ دود كړه تر څو هغه كسان چې له يو بل سره مينه او درناوى لري. پر دې پاكو ورځو كې يو بل پرې ياد كړي.
 دلته مو د دوو پاكو م ينانو كيسه ولوسته چې خپل ډېر ارزښتمن څيزونه يې له لاسه وركړل ترڅو خپل دوست ته ډالۍ وركړي، كېداى شي تر دې دمه د اختر د شپې هېڅ ډآلۍ وركوونكى له دې ډول ستونزمنې شپې سره نه وي مخ شوى ځكه چې ډاليو يې پر زړونو پرته له غم او خپګان څخه بل څه پرې نه ښودل. ددې سره سره يې ډالۍ مناسبې او په زړه پورې وې، داسې ډالۍ چې د ډېرې لوړې وفا څرګندويې وې.


 پاى ارزګان د ترينكوټ ښار ۱۳۸۵\\ ۱\\۲۷