ماهي خوړونكى ډينګ White Heron

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10402
ژباړن: سيد حبيب وقار
دخبریدو نیټه : 2006-11-27

 ليكوال: سارا اورن جيوت Sara Orne Jewett
 ژباړن: سيد ح بيب وقار\\ ترينكوټ


 د ليكوال ژوند ته لنډه كتنه
 سارا اورن جيوت Sara Orne Jewett له 1849 څ خه تر 1909پورې دنولسمې پېړۍ د امريكا له پياوړو ليكوالو څخه ګڼل كېږي چې آثار يې په نړۍ كې بې شمېره مينه وال ل ي.
 نوموړي د ( ويلاكارتر) په مشوره چې نړيوال كيسه ليكوال ؤ غوښتل د خپلو ليكنو لپاره يوه مشخصه موخه غو ه كړي او بيا پر همغه لاره ليكنه وكړي چې د سارا د ليكنو له ښو ستاينو څخه دي.
 هغه د نيو انګلېنډ د اوسېدونكو څخه ؤ، د مېن د ايالت د( سوت برويك) په ښار كې زېږېدلى ؤ. د خپل ژوند ډېر عمر يې د هغه ښار په ګلونو، باغچو، او سېندونو كې تېر كړ. ټول نيكونه يې روڼ اندي ؤ چې د فرهنګي خدمت كوونكو په ډله كې راتلل.
 سارا له ما ومتوبه د نيو انګلېنډ د كليوالو خلكو په بې تكليفه او ساده ژوند او د هغه ځاى په ښكلو منظرو باندې مين ؤ. هر څه به يې چې هلته ليدل او كتل هغه به يې په ښكلي ډول د كاغذ په مخ ليكل، د هغه ليكنې هغو لويو لوحو ته ورته وې چې له وستونكي سره به يې خبرې كولې، همدغه اثار ؤ چې وروسته د امريكا ډېرو ليكوالو ته يو الهام شو.
 دده لومړنى كتاب ( ژور پناه ځاى) په 1887 م كال كې خپور شو. د غه كتاب د نظر د خاوندانو د نظر له مخې د نيو انګلېنډ د خلكو بهت ينه ( اتو بيوګرافي) ده چې د هغې سيمې د خلكو عادات، دودونه او چلند په ښه ډول ښيي. وروسته تر دې د هغه اثار يو پر بل پسې خپاره شول، چې ورو ورو د هغه ځاى د خلكو په زړه كې يې ښه ځاى وموند. د (ماهي خوړونكي ډينګ) لنډه كيسه دده د پېژندل شوو لنډو كيسو څخه ده.



 د اوړي د لومړۍ مياشتې لمر د لوى ځنګل له ونو څخه په آرامۍ پناه كېده. د شپې تيارې ورو ورو خپل سيورى پر ناپايه ځنګل خوراوه. د لمر وروستۍ وړانګې د اسمان له سرو څنډو څخه تېرېدې او هغې نرۍ لارې ته يې چې د ځنګل په مېنځ كې غزېدلې وه روښنايي وركوله.
 وړې نجلۍ په ډېرې ستړيا او خوارځواكۍ سره ځواكمنه غوا چې په ورو ورو يې قدم اخيست پر نرۍ لاره روانه كړې وه. دواړه په لاره روان ؤ خو ډېر خسته او ستړي ؤ، خپلې نرۍ لارې ته يې دومره پام نه ؤ، داسې يې انګېرله چې دغه تياره، نرۍ لاره او دغه ستړيا دوى ته طبيعي امر ؤ او و ځنى كار يې ګڼل كېده.
 د پسرلي په پيل كې چۍ پوښتې، ځنګلونو او غرونه شنه شول، ډېرې لږې داسې شپې به وې چې تښتېدونكې غوا به وروسته له څرولو څخه په ټول ځنګل نه ګرځېده، يا داچې مينه يې درلوده د ځنګل زړه ته لاړه شي او ځان د ډېرو ګلبڼونو پر مېنځ كې پټ كړي. او ناهيلې نجلۍ به چې ټول ځنګل ورپسې قدم كاوه ډېره په غوسه كوله. ددې لپاره چې و كه نشي په غاړه يې ګړونګى ورتړلى ؤ خو غوا پوهېده كه چېرې بې حركته ولاړه وي يا پرته وي بيا يې پيداكول ناشوني دي، او څوك به يې مالومه نكړاى شي چې اوس چېرته ده؟
 ډېر ځله به سيلۍ په ساعتو ساعتو ددغه لوى ځنګل شاوخوا په غوا پسې ګرځېده. په خپل ماشومانه غږ به يې تښتېدونكې غوا پسې چيغې وهلې كه به يې د حيوان ډېر كوچنى غږ هم تر غوږ شو ورته ځير به وه. ځينې وخت به دغه لوبه دومره اوږده شوه چې نور به د نجلۍ صبر تمام شو او سوګند به يې وكړ چې كه يې پيداكړه څو ډانګه به يې وهي، خو چې كله به يې غوا پيداكړه او د هغې دمينې ډكو سترګو ته به يې وكتل، له خپل هوډ څخه به اوښته او هغه به يې بښله.
 كه چېرې غوا شودې وركوونكى حيوان نه واى د خپلو مالكانو په وړاندې به يې دا ډول درناوى نه درلود. ځكه چې د غوا ډېرو شيدو دوى خوښ ساتلي ؤ. نو ځكه سيلۍ اړ وه د مالك د خوښۍ لپاره ښه چلند ورسره وكړي. سربېره پردې، كه غوا پرته له شيدو بل كار كولاى دومره ارزښت به يې نه درلود. لوبې، د ښو منظرو ليدل، دغوا پلټل او د مرغانو د خوږو نغمو اورېدل د دوى لپاره پر دې چاپېريال كې يوه ښه لوبه او ساعتېري وه.
 يوه ورځ دغې نامهربانه ملګرې( غوا) سيلۍ ډېره ځورولې وه، هر څومره يې چې وپلټله او خپله وړه حنجره يې په كار واچوله پيدايې نكړه، وروسته تر څو ساعتو ګرځېدلو يې د اوبو د يوه ډنډ تر څنګ وليده چې آرامه ولاړه ده او په خپلو معصومو سترګو سيلۍ ته ګوري، مخكې تر دې چې سيلۍ خپله غوسه او غضب پرې واوروي غوا پر خپله لاره روانه شوه غولانځ يې درنه شوې وه او لوشلو ته تياره وه نو پرته له دې چې كومې خواته وګوري آرام او يو ډول پر خپله لاره روانه شوه.
 سيلۍ چې هم غه ډول ستړې او بې حاله قدمونه پورته كول، دا فكر يې كاوه چې نيا به يې د دومره اوږده وركوالي له امله څه فكر كوي او څه به ورته وايي. د ماسپښين له پنځو بجو څخه وروسته د غوا د راوستو لپاره له كوره وتلې وه او اوس نژدې آته بجې وې.ټول پوهېدل چې د غوا پيداكول آسانه نه دي، خپله مېرمن تيلي چې د اوړي شپې به تر ډېر ناوخته پورې ورپسې ګرځېده خو اوس ډېره خوښه او رضا وه چې سيلۍ ورسره وه تر څو دغوا پيداكولو دغه درنه دنده سرته ورسوي.
 سره ددې، چې د سيلۍ دنده درنه وه خو بيا هم پر غواپسې تر تلو مخكې به يې يو څه وخت په لوبو او تفريح تېراوه، ددې لپاره چې دغه نجلۍ، يودوه كاله مخكې چې دلته نه وه راغلې، پوره آته كاله عمر يې پر يوه ګڼ او صنعتي ښار كې تېر كړى ؤ. ټول نژدې او لرې م لګري يې پوهېدل چې سيلۍ تر هغې چې دغې كرنيزې اوسنۍ سيمې ته نه وه راغلې ځان يې ژوندى نه باله. د ښار له ګڼې ګوڼې او نرم ژوند څخه يې كركه كېده. كله به د يوې ښكلې منظرې د ليدو دومره مينه ورسره وه چې ډېر وخت به د ګاونډي د كور په كوڅه كې درېده او د كور له كړكۍ به يې د ګلونو ننداره كوله.
 هغه ورځ چې مېرمن تيلي ښار ته د لور كور ته لاړه د بېرته راتلو په وخت كې يې هوډ درلود د خپلې لور له ماشومانو څخه يو له ځان سره راولي، لور يې ورته ويلي ؤ سيلۍ درسره بوزه ځكه چې دغه بې عقله نجلۍ له خلكو څخه وېرېږي! تل يوازې وي اوله نورو څخه ځان څنګ ته كوي. هغه بوزه چې په كلي كې ږ انسان شي.
  كله چې يې دوى خپلې كروندې ته ننوتې، خپل زاړه او پخواني كورته ورسېدې، سيلۍ د خپلې نيا خړه پيشكه وليده او كور يې د ښكار له غوښو څخه ډك وليده چې د تېرېدو ځاى وركې نشته بې اختياره يې وويل: دا څومره ښه ځاى دى زه نور له دې ځايه نه ځم.
 ***
 دواړو، د ځنګل نرى، لوړه او ټيټه لاره په آرامۍ وهله،يو به چې ګړندى وبل به هم كوښښ كاوه چې ځان ورپسې ورسوي. د اوبو د ويالې تر څنګ، حيوان ودرېد او اوبو پر څښلو يې پيل وكړ. پر دې وخت كې ددې لپاره چې سيلۍ خپلې پښې لږ سړې كړي، په اوبو كې يې كښته كړې او خپله په تيږه كښېناسته. وړې غوماشې يې پر مخ كښېناستې اړ وه خپل كوچنى لاس د هغوى د وركولو لپاره وښوروي. كله چې غوا ورو ورو روانه شوه، سيلۍ هم ورسره روانه شوه په تلو تلو كې يې د ونو په ښاخونو كې د چيغې وهونكو مرغانو زړه وړونكي غږونه اورېدل چې پر پاسنيو ښاخونو كې يې ټوپونه وهل، د دوى زړه وړونكو نغمو يې په روح كې د خوښۍ توپان رامېنځ ته كاوه.
 په ټوله لاره كې د مرغانو د م نډو او الوتلو غږونه او سندرې اورېدل كېدې. تردې چې چوپتيا او تيارې ټول ځايونه نيول، داسې څرګندېده چې ددې لوى ځنګل ټول ځناور او الوتونكي بيدار ؤ. البته دوى به دشپې د راتلو له امله يو بل ته شپه په خير ويل او خداى په اماني به يې كوله. په همغه وخت كې چې سيلۍ د دوى له نغمو څخه خوند اخيست. داسې يې انګېرله چې زړه يې غواړي د هغو خپلواكو م غانو په ډول وكولاى شي د ونې سرته وخېژي او د ونې پر شنو ښاخونو باندې آرام وكړي.
 د ځنګل پاى ته رسېدو ته لږه لاره پاتې وه له دې امله خوښه وه چې مخكې تر ډېرې تيارې به خپل ځاى ته ورسېږي. د ونو تيارو سيوريو او دځنګل وا خطاكوونكي ځوږ يې چې كوچنى زړه په لړزه راووست. او دا ورته يادېدل چې تېر كال په همغه لومړيو اونيو كې چې كله كلي ته راغلې وه، يوه ورځ يې د ماښام پر وخت د كور لاره وركه كړه هېښ پاتې وه چې څه وكړي يوه بې تربيې هلك ورباندې ملنډې وهلې وې او ډېره يې وېرولې وه.
 پر همغې وخت كې چې هڅه يې كوله د ځنګل لاره په چټكۍ پاى ته ورسوي، ناڅاپه يې له ډېر نژدې واټن څخه د اسوېلي غږ تر غوږو شو، دغه د اسوېلي غږ د مرغانو په ډول نه ؤ چې نرمي او خوږوالى پكې وي بلكې دغه اسوېلى په پوره ډول د انسان اسوېلي ته ورته ؤ. چې د يرغل او تجاوز بوى ترې څرګندېده.
 په څو ځايونو كې يې هوډ ونيو چې غوا خوشې كړي او خپله د ونو او بوټو تر مېنځ ځان پټ كړي، خو ددغه هوډ د عملي كولو لپاره ډېره ناوخته وه. دښمن يې ناڅاپه په مخ كې ښكاره شو، خو د انتظار خلاف يې په خوږه او مهربانه ژبه په خبرو پيل وكړ. په له مينې ډكې م سكا يې نجلۍ ته وويل: سلام كوچنۍ نجلۍ، كولاى شې ماته ووايې چې تر جادې پورې څومره لارده؟
 سيلۍ چې لومړى ډېره وېرېدلې وه، لږ بيداره او آرامه شوه جرئت يې پيداكړ ورته ويې ويل: ښاغليه دومره ډېره نه ده!
 وروسته يې د هغه سترګو ته وكتل، د لوړ قد ځوان ؤ چې يو ټوپك يې په اوږه اړولى ؤ. سيلۍ په چټكو ګامونو پر خپله غوا پسې ځان ورساوه، خو ناپېژندل شوي ځوان ځان ورپسې رساوه او يو ځاى ورسره روان شو ويې ويل: ما دلته ښكار كاوه، پر يوه مرغه پسې ګرځېدم لاره مې وركه كړه. څومره ښه شوه چې ته مې وليدې كه نه ددې ځنګل پر مېنځ كې يوازې پاتې شوى وم...
 ځوان چې وليدل چې م اشومه نجلۍ يو څه ناآرامه ده او له ده څخه وېرېږي په مينه يې ورته وويل: هېڅ مه وېرېږه. زه له تا سره هېڅ كار نه لرم. ستاسو تر كوره ځم چې لاره پيداكړم. كه مو په كور كې ځاى درلود، شپه ستاسو پركور كې تېروم او سهار بېرته ځنګل ته اځم...
 سيلۍ نوره هم ناآرامه شوه كه دغه ځوان تر كوره ورسره ځي، نيا به يې څه وايي؟ خو ددې ګناه څه ده دغه پېښه ناڅاپه مخې ته ورته راغلې وه هغه پر دې كار كې ګناهګاره نه ده.
 د مات ښاخ په ډول يې سر د سينې لوري ته كوږ نيولى ؤ او په لاره روانه وه. خو كله چې ناآشا ملګري ترې وپوښتل نوم دې څه دى، په ډېرې ناآرامۍ او زحمت يې ورته وويل: سيلۍ.
 مېرمن تيلي د كور تر څنګ ولاړه وه اوله لرې يې ددې درې تنو ورنژدې كېدل ليدل.څنګه چې غوا څو قدمه ورته نژدې وه، بوغه يې وكړه. مېرمن تيلي په غوسې سره غوا ته وويل: پخپله ووايه چې په كوم دوزخ كې پټه شوې وې. سيلۍ جانې پوهېږم چې نن يې بيا ډېره ځورولې يې، ډېره به ورپسې ګرځېدلې وې دغه بد شكله چېرته تښتېدلې وه؟
 داسې څرګندېده چې د ماشوم پر روح سرپټى اېښودل شوى وي، پوره نه پوهېده چې خبرې وكړي او كه يې كولاى شواى هم ډېره ستړې وه.او ددې انتظار يې هم درلود چې نيا به يې د غوسې تر باران لاندې ونيسي او ورڅخه به وپوښتي چې دغه ځوان څو ك دى؟ او ولې دې پر ځان پسې روان كړى دى؟
 ځوان زړې ښځې ته وكتل او سر يې د سلام په ډول وښوراوه. وروسته يې درنه كورتۍ او ټوپك له ځانه لرې كړل او ويې ويل: د مرغانو د ښكار لپاره دې ځنګل ته راغلى وم په ځنكل كې مې لاره وركه كړه. كه دغه ماشومه نجلۍ نه واى شپه به هم په ځنګل كې سرګردانه ګرځېدم. له دې سيمې سره بلد هم نه يم، كولاى شم غوښتنه وكړم كه چېرې د شپې ځاى لرئ ستاسې په كور كې شپه تېره كړم او سهار بېرته د خپل كار په لور ولاړ شم؟
 مېرمن تيلي په مينه وويل: ستونزه نشته.
 ځوان بيا په خبرو راغى: زما لپاره توپير نلري چې د خوب ځاى مې څه ډول وي، زه نه غواړم ستاسو م زاحم شم خو حقيقت دادى چې ډېر وږى يم، كه مو په كور كې كومه مختصره غذا پيداكېږي ...كه شيدې وي يا بل څه... كوربه په موسكا د هغه خبره ونيوه: زمونږ په كور كې خوراك ډېر پيداكېږي. كورته ولاړ شه آرام وكړه تر څو زه چټكه غوا ولوشم او ستاسو سره كښېناستو ته وزګاره شم...
 مونږ دلته هم د بڼكو توشكې لرو او هم د غنمو د پوستكو نور ستاسې خوښه او كه تر دې هم آرامي غواړى كولاى شى مسافرخانې ته ولاړ شې چې له دې ځايه يو ميل واټن لري خو زمونږ د كور دروازه ستاسې پر مخ پرانيستې ده د ننه لاړ شى او خپله ستړيا لرې كړى...
 او خوبوړې نجلۍ ته يې مخ واړاوه: سيلۍ، ښاغلى كورته بوزه تر څو زه بېرته راشم.
 سيلۍ په بېړه ننوته، داسې وه چې له مېلمه سره ښه چلند خوند وركړى ؤ او خوښه وه. نوي راغلي چې هر قدم په كور كې اخيست له پاكۍ او نظم څخه هېښ كېده. ددې لويې دښتې او پراخه ځنګل په څنګ كې ددې ډول كور شتون ډېر عجيبه ؤ، بيا مساپر په ځانګړي ډول د كليوال ژوند له ډول سره پوره بلد نه ؤ، جالبه داوه چې ددې كوچني او وروسته پاتې كور نظم د غرنيو سيمو د خلكو له عبادت ځاى سره ډېر ورته والى درلود.
 مېلمه يوې خواته كښېناست يو څه يې ستړيا لرې شوه. د كور د څښتن غږ يې اورېده چې غوا لوشي او غږېږي كله هم سندره وايي. د سيلۍ له مينې ډكو كتلو او ددې ډنګر بدن او تښتېدلي رنګ ته يې كتل، كله چې ماښامنۍ تياره شوه او درې واړه ګردي مېز ته كښېناستل، مېلمه وويل: په دې څو اونيو كې مې نن ډېر په زړه پورې خواړه وخوړل. ځكه يې ويل چې د ژوند پاكوالي او ښه نظم نوموړى تر سختې اغېزې لاندې راوستى ؤ.
 وروسته تر ماښامنۍ درې واړه بهر ووتل د كور پر برنډه كښېناستل تر څو د مياشتې د اختلو ننداره وكړي. داسې څرګندېده چې پر دې ټول شته چاپېريال يې د نقرې ګرد شنلى دى. ځوان چې د خيال په عالم كې ډوب ؤ هغې په زړه پورې منظرو ته يې كتل چې زړې ښځې د خبرو دړه پرانيسته، د خپل ژوند كيسې يې كولې او د سيلۍ چې د دوى د عمده محصولاتو توت ټولولو مرغانو ته دانه وركولو او غوا څرولو په برخه كې پوره مرسته كوي كيسې كولې. او زياته يې كړه چې څلور زامن يې په دې وروستيو اوونيو كې د بېلابېلو ناروغيو له امله وفات شوي دي، څرنګه چې پر دې لويه دښته كې يواځې پاتې شوه نو اړ شوه، له خپلې لور څخه چې په ښار كې اوسېږي سيلۍ چې يوه غلې نجلۍ وه راولي. وروسته يې د ښكار م وضوع رامخې ته كړه او په نيولي غږ يې وويل: هغه زوى مې چې كاليفورنيا ته ولاړ او زه يې پرېښودم يو ښه غيشى وي تونكى ؤ. زما يو ښه مرستيال ؤ تر هغې پورې چې دلته ؤ زمونږ په كور كې تل زركان او هوسۍ ډېرې وې. پر همدې ډول به مو د موشخرما او ګيدړې له پوستونو څخه ډېره ګټه اخيسته. دلته په دې ژوند كې ستړى شو نو ځكه يې لويديځ ته مخه كړه. ډېر وخت كېږي چې ماته يې ليك هم نه دى رالېږلى اوس نه پوهېږم چې هغه مړ دى كه ژوندى. زه له هغه څخه نور هېڅ هيله نلرم يواځې چې دومره پوهه شم چې هغه مړ دى كه ژوندى نور مې نه دى په كار...
 څو لحظې په ټولو چوپتيا خوره و. زړې ښځې له سره اسوېلى وكېښ او په خبرو يې پيل وكړ ددې سيمې يوه لوېشت خاوره نشته چې سيلۍ هلته نه وي بلده. دغه غوا زمونږ د ژوند يوازينۍ پانګه ده، خو مونږ ډېر كړوي، دا يې خوښېږي چې سيلۍ وځوروي په غوسه يې كړي. هره ورځ وروسته له څرولو څ خه ځان په كوم كونج كې پټوي سيلۍ بېچاره بايد دغه ټوله سيمه ورپسې وګوري او چيغې پسې وهي.
 سيلۍ د شاوخوا له ټولو الوتونكو سره ملګرې شوې ده، ډېروته په خپل لاس غذا وركوي. موشخرماوې او زركان يې څنګ ته راځي اولوبې ورسره كوي خو سيلۍ هېڅكله نه ورڅخه وېرېږي. په دې شاوخوا كې څو شين طوطيان دي چې له سيلۍ سره سهارنۍ خوري كه زه يې منع نكړم، دا به خپله ټوله ډوډۍ الوتونكو ته وركړي، البته زما خپله الوتونكي خوښېږي، يواځې كيشكره ده چې زما بد و څخه راځي غواړم سيورى يې په غشي وولم.
 دلته يې سوړ اسوېلى وويست.
 ... سره ددې چې زوى مې ډان كيشكرې هم وزلې او تر ډېره وخته چې هغه تللى هم ؤ دلته به راتلې او خپله بده نغمه به يې راته اوروله...
 نوي راغلي د هغه كيسې اورېدې او سترګې يې په لوړ آسمان كې ګنډلې وې، فكر وړى ؤ. كله چې غږېدونكې ښځه غلې شوه، سيلۍ ته يې مخ ورواړاوه چې پر دې وخت كې يې په مينه دده په لور كتل ويې ويل: پس سيلۍ ټول مرغان پېژني څومره ښه... اوس كولاى شي له ما سره مرسته وكړي. زما كار د مرغانو ټولول دي. له ماشومتوبه مې له دې كار سره مينه درلوده. داچې دلته راغلم هم علت يې دادى. دوه درې ډوله مرغان ډېر لږ پيداكېږي، خو پر دې سيمه كې پيداكېداى شي او زه پنځه كاله كېږي چې ورپسې ګرځم خو په ښكار كولويې نه بريالى كېږم.
 مېرمن تيلي په هېښتيا اومينه ورته كتل او پوښتنه يې وكړه: هغه بيا څه كوې؟ په غيشي يې وژنې يا يې هم په قفس كې ساتې؟
 مرغان پېژندونكي په غرور وويل: نه هغوى وچوم بيا يې په خېټو كې واښه اچوم. په س ګونو ډوله مرغان لرم چې ټول مې يا ژوندي نيولي او يا مې هم په غيشي ويشتلي. تېره شنبې مې ددې ځاى په څو ميلۍ كې ماهي خوړونكى ډينګ وليدچې الوت. پر هغې پسې دې خواته راغلم خو تر اوسه مې پيدانكړ. په دې سيمه كې ډېر بلد نه يم او دا ومړى ځل دى چې دې خواته راځم...
 بيا يې سيلۍ ته سترګې ورواړولې چې د خپلو خبرو اغېزه پر هغه وويني او پوه شي چې دې پر دې سيمه كې دا ډول مرغه ليدلى كه نه، خو سيلۍ پر دې وخت كې پر خپلو خوبوړو سترګو چنګاښ ته كتل چې ورو ورو د دوى پر خوا راتله.
 مېلمه خپلې خبرې اوږدوې كړې: كه ته ماهى خوړونكى ډينګ ووينې خا مخا يې پېژنې، هغه دوې نرۍ او ډېرې لوړې پښې لرې بڼكې يې سپينې او نرمې دي. له ډېرو خواؤ څخه زاڼې ته ورته دى. خپله ځاله د باز په ډول د لوړو ونو په څوكو كې د لرګو له وړو ټوټو څخه جوړوي تر څو د انسانانو له لاسونوڅخه ساتل شوې وي...
 د سيلۍ زړه ناببره په ړزه شو. هغې دغه ډول سپين مرغه ليدلى ؤ او يو ځل خپله د اوبو د ډنډ په خوا كې ورته پټه وه چې ډينګ نور مرغان څه ول ښكار كوي. د دوى له كور څخه ډېر واټن وړاندې د ځنګل لويديځ لوري ته، لويه او پراخه دښته وه چې لمر پرې په زړه وړونكي ډول په ونو، ويالو او چمنونو د طلا ګرد پاشي. ددې دښتې يوه برخه چې د لنډو غرونو اوبه ورته رالوېږي د نى په بوټو پټه شوې وه. زړې ښځې تل سيلۍ وېرولې وه چې ددې ډند څنګ ته ورنشي. نه چې ډېر نرم وي او سيلۍ د اوبو مېنځ ته يوسي. لږ وړاندې د شنو ونو شاته، يو لوى او ناپايه اقيانوس دى او سيلۍ كولاى شول په ګرځېدو سره ددې سيمې د طبيعت او ويي ښه ننداره وكړي. ځينې وخت به چې هوا توپاني شوه، سيلۍ كولاى شول د ډنډ په څنګ كې د اقيانوس ځوږ او جوش چې په پوره ځواك سره د څنډو په تيږو لګېده واوري.
 دښكلې څېرې ځوان، همغه ډول چې په زرغون آسمان كې يې د سپوږمۍد يون ننداره كوله، خپلې خبرې اوږدې كړې: كېداى شي باور ونكړى، خو زما په ژوند كې لويه هيله داده چې يوه ورځ ددې مرغه ځا ه پيداكړم. هغه څوك چې ددې مرغه ځاله له لرې هم راوښيي حاضر يم لس ډالره جايزه وركړم. كه ټول عمر ددې مرغه په پيداكولو تېر كړم بيا به هم ستړى نشم. سږ كال پنځم اوړى دى چې زه پردې مرغه پسې ګرځم، د تعجب خبره داده چې يو ځل مې دغه مرغه ستاسو د كور په څو ميله كې ليدلى، خو تر اوسه نه يم توانېدلى هغه پيداكړم. يا به نورو مرغانو دې خواته پسې اخيستى وي او يا به يې هم دلته نژدې چېرې ځاله وي...
 مېرمن تيلي په پوره پاملرنه او مينه د ځوان خبرو ته غوږ وه، خو سيلۍ همغسې چنګاښ ته كتل چې ځاله يې د كور تر زينو لاندې وه. په پاى كې كله چې د خوب وخت راغلو، ټول خپلو بسترو ته لاړل، خو د ځينو په فكر كې د لسو ډالرو هيلو نڅا كو ه.
                              & nbsp;                              &nbs p;       ***
 سبا سهار، ځوان د ډينګ په نيولو پسې بيا د ځنګل لاره ونيوه، او سيلۍ هم ورپسې وانه شوه. اوس پرونۍ وېرې نه وه اخيستې، ځكه چې ځوان ورښوولې وه چې ډېر مينه ناك اومهربانه شخص دى. په لارو يې سيلۍ ته د ډېرو مرغانو د ژوند د دود د ډول كيسې وكړې. او خپل كوچنى چاقو يې د يادګار په توګه ماشومې نجلۍ ته وركړ، او پاك زړې نجلۍ چې چاقو ته ډېره خوښه وه د يوې بې بېلګې پانګې په توګه يې وساته. ټوله ورځ چې دواړو په چمن كې قدم واهه، سيلۍ د نوي ځوان په موجوديت كې هېڅ د ناآرامۍ احساس ونكړ، خو كله چې به ښكاري خپل ټوپك په نښه برابر كړ او ډېر م غان به يې پر خپلو وينو ولړل سيلۍ به ناآرامه او خپه كېده او هيله به يې كوله چې كاشكې دغې ښايسته ځوان له ځان سره وژونكې آله نه درلوداى.
 سره ددې كله چې ورځ پاى په ورسېده سيلۍ داسې انګېرله چې له نوي دوست سره ډېره خوښه ده. دده له خبرو، خندا، كتلو، چلند او هر څه څخه يې خوند اخيست. داسې چې پردې واړه او لږ عمر بدن كې ډېر لوى او د هيلو ډك زړه پروت دى. او له دې لږې او لنډې ملګرۍ او ژوند له امله په ځوږ راغلى ؤ.
 سيلۍ هم لږ او ډېره پردې حالت پوهېده. پر همغه ډول يې چې د طبيعت له نوې منظرې څخه خوند اخيست، همغه ډول چې د مرغانو له زړه وړونكو نغمو څخه د فكر په ټالو كې ډوبېده، په همدې ډول يې ددغه ځوان له ليدو او چلند څخه زړه په ځوږ كېده او د آرامۍ احساس يې كاوه. زړه يې غوښتل چې ماښام ناوخته راشي، هيله يې درلوده چې هېڅ كله دغه نوى مساپر ورنه لاړ نشي، په ژوند كې يې لومړى ځل د خپلواكۍ، مينې او شخصيت احساس كړى ؤ.
 ځوان په غټو قدمونو د كور په خوا روان ؤ او سيلۍ منډې ورپسې وهلې. د دښتې په رسېدو سره پاك زړې نجلۍ د غوا په راوستلو پسې لاړه.غوا يې پر همغه نرۍ لاره روانه كړې وه چې هره ورځ به وباندې ت ل او خپله هم ورپسې روانه وه. كله چې نري لښتي ته ورسېده همغه ځاى چې تېره ورځ يې اسوېلى اورېدلى ؤ، بې اختياره مسكه شوه او د خوښۍ احساس يې وكړ. نن ورځ د تېرې ورځې پر خلاف نه دا چې له نوي ځوان څخه وېرېده بلكې له هغه څخه خوښه وه.
 ۲
 لږ تر لږه نيم ميل له كوره لرې، د ځنګل په څنګ كې او د يوې پراخه پوښتې په څنډه د صنوبر يوه ډېره زړه ونه وه چې ډېر كاله پخوا يې خپل ښاخونه د آسمان په لور غوړولي ؤ. دلته يواځې دغه د صنوبر ونه وه چې دومره ډېر عمر پاتې شوې وه او ددې لرغونې پوښتې پر سر ليدل كېده. ددې ځاى ټولې ونې جګړه غوښتونكو او ګټه پالو مهاجرو، چې څو كاله وړاندې يې پر دغه سيمه واكمني پيداكړې وه، غوڅې كړې او له منځه يې وړې وې، خو يواځې همدغه ونه له دې تجاوزګرو څ خه پاتې وه، كېداى شي د دوو سيمو يا كليو د بېلوالي لپاره به پاتې شوې وه. ددې ونې په ډول ونې ټولې له مېنځه تللې وې. تر دې چې ځنګلي ونې لكه د بلوط او نورې هم له مېنځه تللې وې او پر ځاى يې نور نوي نالان ايښي ؤ، خو دغه ونه، د پولادو د برج په ډول ثابته پرځاى پاتې وه او حركت يې نه كاوه، يواځې د هغه شنې پاڼې وې چې ډېرې لوړې به د بحر د اوبو شمال ښو ولې.
 سيلۍ دغه ونه ډېره ښه پېژنده. ډېر ځله ترې لاندې ولاړه وه اوپورته به يې كتل تر څو د ونې بې شمېره او تياره پاڼې چې تل له شمال سر ه لړزېږي ننداره وكړي. پوهېده كه څوك دومره دلاوري ولري چې د ونې د لويې تنې سرته وخېژي او ځان د لوړو څوكو ګڼو پاڼو ته ورسوي كولاى شي په ميلو وړاندې د اقيانوس څپې وويني.
 اوس چې نوى مساپر د دغې م غه د پيداكولو له امله رنځ ووړ او هرې خواته يې چې فكر كاوه نه يې شواى پيداكولاى، سيلۍ ناڅاپه د هغې زړې ونې په فكر كې شوه. كه چېرې كوم څوك سهار وختي پردې ونه پورته خېژي او ځان لوړو څوكو ته رسوي وبه نشي كولاى چې له څلورو خواوو چاپېر سيمې ته وګوري څو د مرغه ځاله او تګ لورى پيداكړي.
 څومره پلټونكى روح او څومره ځواكمنه هيله! كه پر دغې عجيبه راز پوهېداى شواى خپل نوي ملګري ته به يې ورښوولى واى نو له خوښۍ به پر جامو كې نه ځايېده. نور به يې كوچنى زړګى له خوښيو ډكېده ځكه چې خپل مېلمه به ترې خوښ ؤ.
 ټوله شپه پر دې كوچني كور كې پرته وه او له خپل زړه سره بوږنېده.نوى ځوان يوې خواته او زړه ښځه بلې خواته د فكرونو پر عالم كې ډوب ؤ، يوازې سيلۍ وه چې پر خپله بستره ناسته وه او پر خپل هوډ يې فكر كاوه. د اوړي كوچنۍ شپه د ژمي د اوږدې شپې په شان پاى ته نه رسېده كله چې د مرغانو چيغې غلې شوې او د آسمان تياره لږ وركه شوه، له ځايه پورته شوه تر څو مخكې تر رڼا كېدو ځان همغې ونې ته و سوي.
 د شپې تياره تر اوسه پر ځمكه غوړېدلې وه، د دښتې او ځنګله تر څنګه تېرېدل دومره آسانه نه ؤ. يوازې د سپوږ مۍ ملايمه روښنايي وه چې پر ځمكې يې د وريښمينو فرش او نقرې رنګ غوړولى ؤ، له دې امله سيلۍ د سهار پرخوښي بښونكې هوا كې،د آرامۍ او خوښۍ احساس كاوه. د مرغانو ځوږ پرخپلو ځالو كې په حركت راغلى ؤ، ځينو بې صبره او ناكرارو چڼچڼكو خپل چڼچڼ پيل كړى ؤ. نوموړي په پوره مينه او علاقه پر خپلې موخې پسې روانه وه، د شپې له تيارې او د لارې د خرابوا ي له امله يې هېڅ وېره نه درلوده. د سيلۍ ټول بدن يوې ډېرې ځواكمنې مينې او سركښه شغلې ډك او ګرم كړى ؤ.
  پرته له دې چې پوه شي څه وكړي، دوې لوڅې پښې يې د صنوبر پر بدرنګه ونه كېښودې او د دوو كوچنيو لاسونو په واسطه يې پورته تلل پيل كړل. لاره څو ځله تردې چې فكر كېده ستونزمنه وه. كوچنيو او اغزنو ښاخو د ارې او مېخونو په ډول ددې بدن سو اوه او وينې ترې بهېدې، خو هېڅ څيز لكه سړه هوا، د سهار باد، دشبنم څاڅكو، دلارې سختوالي، د بدن سولېدل او نه هم ناڅاپه له پښو درېدل او له حركت پاتې كېدلو ددې د بدن په اور كومه اغېزه نكوله.
 داسې وه لكه چې ونې د اسمان خېټه څېرلې وي او ښاخونويې پر ورېځو كې خپله لاره ايستلې وي. هر څومره چې پورته تله بيا يې هم څوكې ته نه رسېده. نور يې جرئت نه درلود چې لاندې وګوري.دومره لوړه تللې وه چې پر شنو پټه پوښته داسې ښكارېده لكه شين بخمل دې چې ور اغوستى وي.
 كه چا پر دې وخت كې دغې لوړې ونې ته كتلاى. چې دغې وړې ماشومې په ډېره سختى خپله لاره پورته وهله، ديوې وړې ګونډخې په ډول به ورته ښكاره واى چې پر ونه سرېښ ښكاري او پورته په ډېر زور او ستونزو روانه وي. مغروره ونه پرخپل ځاى باندې ولاړه وه هېڅ ټكان يې نه كاوه كله به هم سيلۍ كوم كوچنى ښاخ وموند دآرامۍ لپاره به يې تكيه پ ې وكړه، كېداى شي ددې ونې زړه ورباندې سوى وي او پر ټولو مرغانو، الوتونكو، ګونډخو او ټولو هغو چې پر دې ونه يې ځالې درلودې ګرانه وه. لكه ددې د كوچني زړه لړزه چې دوى ټول اوري او ددې ګرېدلو او په وينو ككړو لاسونو ته ګوري، خو بيا هم ونې حركت نه كاوه او ددې ځواكمنو او سركښه هيلو ته يې ځواب نه وايه.
 له لرې د ختيځ لخوا د سهار سپينوالي څپې وهلې چې هوا ته يې روښنايي وركوله. كه پر دې ملايمه روښنايي كې څوك ترونه لاندې درېدل او پورته يې كتلاى، د سيلۍ څېره به يې د يوه بې رنګه ستوري په ډول ليده چې د صنوبر پر تياره او ګڼو ښاخونو ښكارېده. نور نو و وستي پوړ ته لږ واټن پاتې ؤ. خپل وروستى كوښښ يې په كار واچاوه يو ښاخ يې پر خپلو نازكو لاسونو ونيو. وروسته يې په ډېرو ستونزو خپل ځان ورباندې له پاسه كړ او ستړې ستومانه يې ورباندې تكيه وكړه.
 شاوخوا نړۍ له پاسه څومره لويي درلوده. يوې خواته بې پايه اقيانوس ټوله سيمه نيولې وه او څپې يې د سهار په روښنايۍ كې د ويلو شوو زرو په ډول ځلېدې بلې خواته لوى نيلي رنګه ځنګل پر ټوله سيمه غوړيدلي ؤ او په سريې دوه تېزو الوتونكيو په مغرور ډول نڅا كو ه. د ونې له پاسه هر څه كوچني ښكارېدل تر دې چې باز هم چې د آسمان په نيلي رنګه څنډه كې ګرځېد كوچنى ښكارېده.
 څومره هيلې يې درلودې چې د الوتونكو په ډول والوزي او د مغرورو بازانو په ډول د اسمان پر سينه وزرونه وغوړوي، د ونو، بحرونو او غرونو له سره تېر شي او د هغو كورونو پر سر چې د كښتونو پر مېنځ كې ځاى ځاى ښكارېږي وا وزي .
 غلې او حيرانه ولاړه وه د شاوخوا خيالي نړۍ ته يې كتل، په دې وخت كې د مرغانو چيغې، ځوږ او نغمې په زړه ښې اورېدل كېدې. لمر پر خپلو زرينو وړانګو ټول ځايونه پوښلي ؤ د خوب او تيارو پرده يې ټوله كړې وه. د شاوخوا چاپې يال منظرې دومره روښانه وې چې سيلۍ كولاى شول بادي كښتۍ چې په اوبو كې ګرځي په اسانۍ سره وويني. دې به چې هرې خواته وكتل بيايې هم نشواى كولاى هغه څه وويني چې زړه او هيلو يې د هغه پيداكول غوښتل نو دغه ماهي خوړونكى ډينګ چېرې ؤ او ځاله يې ددې چاپېريال په كومه خوا كې وه؟ زړه يې په سينه كې په سختى ټكان كاوه چې له سيلۍ څخه يې كرار او توان اخيست، آيا ددې دلته راتلل يواځې د خاطرو، ګنګس كېدو او دې لپاره ؤ چې د طبيعت ښايست وويني؟
 اوه سيلۍ، هغې خواته وګوره! ولې انتظار كوې؟ هغې خواته چې شنې ولاړې اوبه د وچو ونو او بېكاره بوټو پر مېنځ كې څپې وهي وګوره! هم ته دې چې يو ځل ډينګ وليده بيا به يې هم هملته وويني. وګوره! وګوره!
 داسې وه لكه چې دغه غږ د ملكو له عالم څخه ورته راغلى وي.
 سيلۍ هغې خواته كتل چې سپين مرغه يې وليد او د ونو له مېنځ څخه راووت او په ډېر غرور او كبر ددې خواته ورغى. راغلو راغلو چې د سيلۍ څو مترۍ ته راورسېد بيا د صنوبر د ونو پر سر الوت. سيلۍ! سيلۍ! مه ښورېږه! خپ ه څېره تښتېدونكي مرغه ته مه ورښيه! نه وينې چې هغه ستا تر څنګ د يوه ځاى آرام كولو خيال لري؟ كوچنۍ نجلۍ! هغې ته وګوره هغه له ځانه مه لرې كوه هغه خوښوي چې هره ورځ له خپلې جوړې سره د صنوبر پر لوړه څوكه څو ساعته كښېني او د اوخوا ننداره وكړي.
 سيلۍ غلې او بې حركته وه تر څو لوړ الوتونكى مرغه په لوړ ښاخ كښېناست. اوس يې ښه كولاى واى هغه وويني. لوړې پښې، لوړه غاړه، ګردې سترګې، او سپينې بڼكې يې په خپله دوه مترى كې لېدلې. نور ټوله نړۍ او د وخت تېرېدل ورڅخه هېر ؤ يواځې يې هغې زړه وړونكي مرغه ته كتل.
 يو وخت بيداره شوه چې د الوتونكو يوه لويه ډله ه بوټو څخه له خپل ځوږ او شور سره راپورته شوه او د ونې په لوري راغله د ونې غلى او آرام چاپېريال يې ګډوډ كړ. آ ام غوښتونكي مرغه خپل وزر راټول كړل د هسك په لور لرې برخو ته والوت. له هغې خوا څخه بېرته د ګڼو ونو په خوا تلو په خپله ځاله كې يې له خپلو بچو سره آرام كاوه.
 نور هلته پر لوړو برخو كې د هغه پاتې كېدلو څه ګټه درلوده؟ اوس يې كولاى شول په برياليتوب او خوښۍ سره كورته ستنه شي.
 لاندې يې هغې لارې ته وكتل چې غوښتل يې ورباندې ښكته شي له وېرې يې خپلې سترګې پټې كړې. تر اوسه د لاسونو، پښو او بدن د زخمونو درد نه ؤ په كرار شوى چې اوس يې بيا ه سره په زخمي كېدو پيل وكړ، چاره څه وه؟ په ډېر احتياط يې خپل كوچني لاسونه له ونې څخه تاو كړل او خپل ځان يې پر ونه پورې ټينګ كړ. وروسته ورو ورو، چې ښاخونو يې نازك بدن سولاوه او وينې ترې روانېدې لاندې راغ ه.
 ***
 سيلۍ! سيلۍ! سيلۍ!
 دغه نوم ؤ چې نيا يې په پرلپسې ډول د كور پر چاپېريال اوشاوخوا سيمه كې له خپلې ستړې سينې څخه را ايستلى ؤ خو كوم ځواب يې نه ؤ اورېدلى. پر همغه وخت كې چې له بسترې څخه پورته شوه او د سيلۍ تخت يې خالي وليده، تر دې وخته پورې چې د لمر طلايي روښنايئ ټولو ځايونو ته د روښنايئ ځواك وركړى ؤ، په سيلۍ پسې ګرځېدلې وه او هره خوا يې چيغې ورپسې كړې وې. ځوان مېلمه هم سهار وخته راپورته شوى ؤ، كالي يې اغوستي ؤ تر څو د خپلې موخې پر لوري لاړ شي.
 له لومړى ورځې څخه يې چې نجلۍ د خپل داستان په اړه لېواله ليدلې وه، فكر يې كاوه چې هغه له دې راز څخه خبره ده، او يا هم لږ تر لږه هغې دغه مرغه ليدلى هغه كولاى شي لارښوونه ورته وكړي. له همدې امله كله يې چې سهارنۍ وخوړه، بيا هم پر خپلې موخې پسې نه ؤ تللى تر څو سيلۍ راشي، فكر يې كاوه چې د كوم كار لپاره بهر تللې ده.
 په پاى كې د انتظار او وارخطايۍ كړۍ پاى وموند، وركه شوې نجلۍ ښكاره شوه. رنګ يې د معمول په څېر تښتېدلى ؤ، اسونه، پښې او بدن يې ټول سولېدلى او ټپي ؤ. ځوان ورمنډه كړه او تر لاس يې ونيوه: سيلۍ چېرته وې؟ ولې دومره زخمي شوې يې؟
 نيا يې هم په وارخطايۍ او وېره ورته كتل او پوښتنه يې وكړه: ژبه دې نه درلوده چې يوه كلمه دې ويلې واى چې چېرته ځې؟
 سيلۍ ستړې او بې حاله وه. ځكه چې په مينه او خوښۍ يې ډېره لاره وهلې وه. اوهوډ يې درلود كور ته په رسېد و سره سم خپل مېلمه ته د مرغه ځاله وښيي، خو غلې وه. هر څومره چې يې له سيلۍ څخه وپوښتل چې چېرې وې؟ هېڅ يې نه وي .
 نه د ځوان مهربانه كتلو او نه هم د نيا غوسې هېڅ يو ونكولاى شول د ا په خبرو راولي. له دې ټولو پرته د لسو الرو جايزې خبره هم وه. دغې پيسو ډېر ارزښت درلود دوى كولاى شول پر دې پيسو خپل ژوند برابر كړي. يوه بله غوا او ېر چرګان ورباندې واخلي، خو سيلۍ چوپ وه او له خبرو كولو يې شونډې وګنډلې.
 څه شى ددې د چوپتيا لامل ؟
 هېڅوك پر دغې راز پوه نشول، خو كه چا پر دې وخت كې ددې له مينې ډك زړه ته لاره پيداكولاى شواى او ددې د پاك زړه چيغو ته يې غوږ نيولى شواى. پوهېده چې بل هېڅ شى، پرته له دې مينې، محبت او غمخوارۍ څخه چې د الوتونكو له ژوند سره يې درلود نه ؤ، دې خپل ځان ددې سيمې يو بچى او د ځمكې پر سر يو كمزورى روح لرونكى پېژانده. ځكه چې تر اوسه نهه ك نه وه خو د ژوند او ژوندي پاتې كېدو په ارزښت پوهېده. ددې سيمې له ټولو وړو او لويو الوتونكو او حيواناتو سره يې مينه او دوستي وه. تر اوسه يې په غوږونو كې د صنوبر د ونې نغمې او ځوږ انعكاس كاوه او د ماهي خوړونكي ډينګ د مغرو و الوتلو منظرې مخامخ ورته ښكارېدې. ايا دا به بې انډولي نه وي چې دغسې يو آزاد مرغه پخپلو وينو كې ولړي تر څو د يوه وينې څښونكي انسان د مرغانو ټولګه پوره شي؟
 ***
 راغلي مېلمه په سبا ورځ هغه سيمه پرېښوده او ولاړ، په داسې حال كې چې تر وروستۍ سلګۍ پورې يې ډاډ درلود چې سيلۍ ددې مرغه له ځالې څخه خبره ده.
 دده خپه او رنځورې څې ې، د ماشومې نجلۍ مهربانه زړه سخت ځوراوه. ځكه چې دې داسې انګېرله چې له دغه نوي ملګري سره مينه لري، بيا يې هم ددې از په څرګندولو نه وه خوښه. وروسته تر دې، به ځينې وخت دا د خيال په نړى كې د ډينګ په پيداكولو پسې سرګردانه ګ ځېده او ځيني ورځې به يې د كوچنۍ ويالۍ په څنګ كې د هغه د اسويلي غږ اورېده چې دې ته چيغې وهي. هغه وخت او پر هغه دقيقه كې، يې د مرميو غږ په فكر كې راغلو چې د هرې ماشې په نښه كولو سره ډېرى مرغان سرې سينې پر خپلو وينو كې لمبېدل او له وړو څوكو څخه به ځمكې ته رالوېدل، آوازونه به يې په ستوني كې وركېدل او كمزوري وزرونه به يې له تنې څخه بېلېد .
 آيا دغه بې آزاره او ښكلي مرغان، له هغه څيروونكي ښكاري څخه وفادار او مهربانه نه دي؟
 تاسو اې د طبيعت ښكارندويانو، او تاسو اې خوښ او خوشاله مرغانو،. اې زړه وړونكو پسرليو او خوښوونكو اوړيو، ددې پاك زړې اومهربانه دوست څخه مو ښه ساتنه وكړئ. كه هغې ستاسې لپاره له انساني مينې څخه سترګې پټې كړې او خپل ماشوم زړه يې ټپي كړ او له هغې ډالۍ څخه چې ددې په ژوند كې يې ډېر ارزښت درلود، ستاسو په لپاره تېره شوه، نوتاسې هم د هغې درناوى وكړئ، هغې ته زړه وړونكې سندرې ووايئ اوخپلې آسماني ډالۍ ورته وړاندې كړئ، ځكه چې هغې ستاسو په دوستۍ زړه بايلل ........


 پاى
 د 1385 لمريز كال د وږي د مياشتې آتمه د ترينكوټ ښار