نيويارک ټايمز: موسی کلا ولسوالي کي دسولي تړون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 10534
نيويارک ټايمز
دخبریدو نیټه : 2006-12-03

دنيويارک ټايمز څخه ژباړه

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې دې ته په اشارې سره چې د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره د سولې د تړون يوه مياشت واوښته ، د دې تړون مختلفو اړخونو ته اشاره کړې ده .

نيويارک ټايمز ليکي ،دا موافقه چې د هلمند د والي په منځګړتوب وشوه ، د سيمې د خلکو او بريتانيايي عسکرو لپاره چې هلته ورباندې بيا بيا حملې کېدې ، په دې خاطر ښه زېرى ؤ چې نور په کرار شول . خو افغاني کړۍ د دې تړون په اړه رازراز او متضاد نظرونه لري .

هغوى چې د موافقې مخالف دي ، دا تړون په يوډول وسله والو طالبانو ته تسليمېدو په معنا ګڼي او وايي چې دا د امريکا له هغې پاليسۍ سره سر نه خوري چې وايي په افغانستان کې د يوۀ پياوړي مرکزي حکومت غوښتنونکې ده .

دوى دغه راز وايي چې دا تړون هغوسيمه ييزوقومي مشرانو ته چې موافقه يې په نوښت شوې ده ،زيات واک او اختيار په لاس ورکوي .

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د دې مطلب په دوام کې د موافقې په جزئياتو رڼا اچولې ده او ليکلي يې دي ، له تړون سره سم د موسى کلا ولسوالۍ اوسېدونکي پخپله خوښه د ولسوالۍ مامورين او د امنيت لپاره پوليس ټاکي . نيويارک ټايمز په همدې ارتباط د افغانستان د ملي شورا د يوۀ غړي له خولې ليکلي چې وايي داسې موافقه د نورو لپاره ناسم مثال کېږي او ښايي نورې ولسوالۍ هم يو په بل پسې داډول امتيازونه وغواړي .

ورځپاڼه د افغانستان د ملي اردو د يوه افسر خبره رااخيستې ده چې وايي د موسى کلا د تړون له امله رامنځته شوى ارامښت تر توپان مخکې ارام دى .

نيويارک ټايز د دې مقالې په دوام کې له ازادۍ راديو سره د افغانستان د ولسشمر حامد کرزي دمرکې ځينې برخې رااخيستې  او ليکلي يې دي چې ښاغلى کرزى هم د موسى کلا د موافقې پر نتيجو زيات ډاډه نه دى . نيويارک ټايمز له ازادۍ راديو سره د ولسمشر کرزي د مرکې دا برخه ياده کړې چې ويلي يې دي ،دى د موسى کلا د مشرانو او سپين ږيرو پر خبرو باور لري خو يو دوه مسئلې دۀ ته پوښتنې پيدا کوي او بايد څېړنه يې وشي .

نيويارک ټايمز د دې ليکنې په دوام کې کښلي دي چې بهرني ديپلوماتان او پوځي مامورين د موسى کلا د موافقې په هکله په احتياط خوشبيني څرګندوي . هغوى وايي چې د دې تړون لاسليک د دا ډول موافقو او د هغو د احتمالي  ګټو په اړه لږترلږه د بحث زمينه برابره کړې ده .

نيويارک ټايمز د موسى کلا ولسوالۍ د نوي امنيه قومندان حاجي ملنګ  خبرې هم رااخيستې دي . هغه ويلي دي چې د موسى کلا ولسوالۍ ځينې برخې زموږ په لاس کې دي خو ځينې يې د طالبانو په کنټرول کې دي او موږ د يو بل په سيمې کار نه لرو.