ليكواله: مېرمن پكي هادرېنګ لاو Paggy Harding Love
ژباړن: سيد حبيب وقار\\ ترينكوټ
د ليكوال ژوند ته لنډه كتنه
پكي هادرېنګ لاو، د شوخې خوسندرې ليكواله په كال 1920 د شيكاګو په ښار كې وزېږېده خپل د ماشومتوب كلونه يې په (مينياپوليس) كې تېر كړل، د پوهنځي دوره يې د (سورآت مور) په كالج كې پاى ته ورسوله، په همدې سيمه كې وه چې د پوهنځي له فارغينو ځوانانو څخه يې له يو سره واده وكړ.
نوموړې د خپل ژوند له پېښو څخه داسې ليكي: ( زه د امريكا په ډېرو ايالتو او ښارو كې اوسېدلې يم، خو همېشه مې پر شنو دښتو كې كليوال ژوند ته پر ښاري ژوند ترجيع وركړې...) نن ورځ هم ددې ليكوال د ژوند ډول همداسې دى نوموړې خپل عمر له خپل ګران خاوند سره په كليوالو سيمو او شنو كښتونو كې تېروي.
پكي لاو، له لومړني ښوونځي څخه ليكل پيل كړل لومړنۍ جايزه چې له كيسه ليكلو څخه يې تر لاسه كړه د پوهنځي په دوره كې وه، چې كيسه يې د (ستوري) مجلې لپاره ليكلې وه. وروسته د هغه كيسې په پرلپسې ډول خپرې شوې او ډېر شهرت يې پيداكړ، د (مادمازول) ډېرې خپرېدونكې مجلې ددې له آثارو څخه درې په زړه پورې اثار چاپ كړل چې شوخه خوسندر يوه له هغو كيسو څخه ده.
د مني دفصل په پيل كې، معمولاً غواوې د مڼو لېونتوب نيسي. د مني د مڼو مستوونكى بوى چې له باد سره يو ځاى د مڼو له باغه راولاړېږي، په غواوو كې يو ډول مستي او لېونتوب رامېنځ ته كوي. د اختيار او آرامۍ واك ورڅخه اخلي بې تابي او ناآرامي ورته پيداكوي.
شوخه خوسندر د مني په فصل كې تر ټولو ډېره د زحمت او ويجاړۍ عامل شوې وه. مخكې له ماسپښينه به چې له خپلې مور(ديزي) سره په څرودلو بوخته وه، كله به چې لمر د اسمان مېنځ ته راغى او د لمر وړانګو به له مڼو څخه ګنګس كوونكى بوى چاپېريال ته پورته كاوه، لېونۍ به شوه، منډې او لغتې وهل به يې پيل كړل د څرودلو د سيمې ساتونكى سيم چې په ډېر كړاو به يې تړلى ؤ ويجاړ كړ،
په لومړيو ورځو كې څوك نه پوهېدل چې ددې ورانيو او ويجاړيو لامل څه او څوك دي. تر دې چې يوه ورځ مازيګر، چې فويبي د پخلنځۍ په كړكۍ كې ولاړه وه اود بهر ننداره يې كوله د خوسندرې بې عقلو مستيو او لوبو ته يې پام شو.
ددې د لېونتوب كارونه چې شيطاني كارونه ؤ خوددې د معصوميت او خپلواكۍ ښكارندوى ؤ په خپلو سترګو وليدل پوه شوه چې هر څه ددې له لاسه دي په دې لوى څرود ځاى كې يې لكه آهو منډې وهلې او لكه وحشي آس چې هر څوك به په مخه ورغلل په لغته به يې پر ځمكه غوځار كړل. ديزي مور يې هم تر دې كمه نه وه خو دا چې هغې په خپله غولانځ كې ډېرې شيدې درلودې نو نه يې شواى كولاى د هغې په ډول په چټكى سره وزغلي او ويجاړي رامېنځ ته كړي.
هره ورځ به چې هوا تياره كېده اود ديزي د لوشلو وخت به رارسېده، فويبي او ددې مېړه جو به د دوى د راګرځولو لپاره د شپاله (غوجل) په لوري تلل، څرنګه چې يو به هم پر خپل ځاى نه ؤ نو ورپسې ګرځېدل به څو يې چېرته تر كومې ونې لاندې يا هم د څرودځاى په كومه لرې برخه كې پيداكړي، خو هېڅ وخت يې له دې كاره شكايت نه درلود، ددې خلاف به د دوى په څېرو كې د خوښۍ نښې ښكارېدې. كله به چې فويبي غواوو ته ورسېده او ددې په لور به يې د هغوى د تورو سترګو معصومانه كتل وليدل په خوښيو كې به ډوبه شوه، تر دې چې د دوى له تورو پوزو څخه به اوبه روانې وې او د مازيګر لمر ته به ځلېدې هم خوښولې. زړه به يې نه غوښتل چې دوى له آزادې او تازه هوا څخه د شپاله كوچني چاپېريال ته بوزي نو له دې امله به يې يوې او بلې خواته ګرځولې تر څو هوا ښه تياره شي، خو ددې خاوند جو نور كارونه هم درلودل څو ځله به يې دوى په لكۍ لكۍ ووهلې بيا به يې روانې كړې.
كوم وخت به چې غوابڼ ته لاره ومونده او له تويو شوو مڼو څخه به يې خېټې ډكې كړې، فويبي به هر وخت پر خپل خاون جو ټينګار كاوه، ويل به يې: هغوى آزادې پرېږده. خو جو به ويل: ګوره ګرانې! ته نه پوهېږې چې مڼې د حيوان شيدې لږوي. زر ځله مې ويلي چې دغه لعنتي سيم به تړم چې له څرودځاى څخه بڼ ته نه راځي...
فويبي به په ناچاره ډول وويل: يو دوه ورځې وروسته د مڼو دټولولو وخت دى. دا چې له ونې څخه د رژېدلو مڼو څخه كار نه اخلو نو ښه ده چې دوى يې وخوري...
د بېرته تلو په وخت كې به، دواړو هغو باغ او ځمكې ته چې تازه يې اخيستې وه او هيله يې درلوده چې يوه ورځ به يې آباده كړي او پراخي به وركړي په ډېره مينه او لېوالتيا كتل او وروسته به د يوې نړۍ خيالي خوبونو او هيلو سره خپل كوچني كور ته تلل.
د مني په وروستۍ مياشت كې به هر ډول چې ؤ ښځې او مېړه به د خپلو مڼو حاصلات راټول كړل او په څو لويو ډبو كې به يې واچول او بيا به يې تر ځمكې لاندې كوټوكې كېښودل، جو پر دې باور ؤ سره ددې چې مڼې تروې او كوچنۍ دي،خو دا چې ښې اوبه، ښه خوند او بوى لري د مني له ښو مڼو څخه دي، خو فويبي نه ورسره منله هغې ويل: كه چېرې ښې مڼې واى له مونږ څخه به سوداګرو اخيستې واى، نه داچې اړ شو پر ډبو كې يې واچوو او انبار يې كړو.
حقيقت داؤ چې ونې د خپلو څښتنو د نه پاملرنې له امله زړې شوې وې او حاصلاتو يې هم ورو ورو ښه والى له لاسه وركړى ؤ. ځينې يې ناروغۍ وهلې وې بيا رغونې يې يوې پراخه مبارزې ته اړتيا درلوده.
خو جو او ښځې يې دواړو ډېر په مينه ورته كتل او هيلې يې درلودې چې وكولاى شي پيسې ټولې كړي او خپل بڼ ته يوه ښكلا ور په برخه كړي، ددې له امله چې مېوو يې اخستونكى نه درلود. نو دواړه د بڼ په ټولو لوړو ژورو كې ګرځېدل څو ټولې مڼې كه څو ورځې وړاندې هم رالوېدلې وي راټولې كړي.
سبا ورځې ته به دواړه د مڼو د شرابو په جوړولو اخته ؤ، د كلي د شوارىٰ استازى د دوى ليدو ته ورغلى ؤ. لومړى خبره چې دوى ته يې وكړه داوه چې د مڼې ونې بايد ټولې غوڅې كړي ځكه چې ناروغې مڼې ښه حاصل نشي وركولاى او گټه نشي ورڅخه اخيستى.
جو چې يو لاس يې د پتلون د شا په جېب كې ؤ او په بل لاس كې يې نوې مجله چې تازه يې تر لاسه كړې وه نيولې وه، ټوله لار د هغه خبرو ته غوږ نيوه نوموړي ځوان به هر وخت مجله په لاس كې درلوده چې كله به يې وخت پيداكړ ويله به يې. فويبي هم غلې او چپ پر دوى پسې روانه وه د استازي رنځوونكي وړانديرونه يې اورېدل. د لوړو وېښتانو او ځړېدلو غوږونو والا سپى چې پاكس نومېده له دوى څخه يې د كړۍ په ډول يوې او بلې خواته منډې وهلې...
د كلي مامور پر لپسې خبرې كولې او امر يې كاوه: زما په نظر بايد ددې بڼ ونې ټولې غوڅې شي. اسونه مو هم بايد په تراكتور او نورو عصري وسايلو بدل كړئ، له كښت څخه نوى سيم تاو كړئ او ډېر چرګان او چرګانې وساتئ.
خو فويبي يې په خبرو كې ورولوېده، ويې ويل: نه ښاغليه، زه او خاوند مې دواړه له آس سره مينه لرو مونږ نشو كولاى هغه له لاسه وركړو، استازي كبرجنه موسكا وكړه، ويې ويل: زما دنده داده چې دكلي دشوراى لخوا تاسو دمسايلو سره بلد كړم البته مونږ به هغه وخت خوښ ؤ چې نوي راغلي كسان د خپل مسؤليت په كړۍ كې ووينو. ستاسو په څېر ځوان ښځه او خاوند چې هېڅ له كاره نه ستړي كېږي، ولې پرمختګ ونكړي. زه ډاډه يم چې په لږه پاملرنه او تاوان سره كولاى شئ له هغه پيسو څخه چې په دغه لاره كې مو په كار اچولې ډېره گټه پورته كړئ. يوه خبره هر وخت او مخكې له هر كار څخه بايد په ياد ولرئ چې كرنه خپله سوداګري ده.
جو چې تر يوې اندازې د هغه له خبرو ستړى شوى ؤ په نرمۍ وويل: خو مونږ تر اوسه كرنې ته د كليوال آرام ژوند په سترګه كتل..
څودقيقې چوپتيا خپره شوه. فويبي ددې لپاره چې ځان بوخت وښيي ټيټه شوه له پاكس سره يې مينه وكړه، جو خپلې خبرې اوږدې كړې: فكر كوم دا به ښه وي چې مونږ بزګران ونه ليكئ. مونږ ستا له لارښوونو څخه مننه كوو هڅه به وكړو چې هېرې يې نكړو، خو د مطلب حقيقت دادى چې مونږ دلته د معاملې او استفادې لپاره د راتلو هوډ نه درلود او نه مو فكر كړى چې كومه پانګه مو پر كار اچولې چې د هغې ګټه واخلو. مونږ راغلي يو چې پر كلي كې واوسېږو پر خپله يوه ټوټه ځمكه كې د خپلې غوا او آس سره چې لرو يې آرام ژوند وكړو. د جو پر غمګينه موسكا كې د بښنې اغېز ليدل كېده، خو غږ يې نيولى ؤ. كله يي چې د استازي هېښتيا وليده، ويې ويل: كېداى شي په خپل لړليك كې مونږ هغه بې كاره وليكئ چې د ښار له ډېرې ګڼې ګوڼې څخه راتښتېدلي او غواړي دلته په سوله او آرامۍ كې ژوند وكړي...
د شوراى استازى د خپل ګاډي په خوا روان ؤ، ويې ويل: نه زويه زه په خپل لړليك كې دوه عاشقان ليكم هيله لرم راتلونكي پسرلي ته بيا هم تاسو ووينم.
كله چې پر خپل زاړه ګاډي كې كښېناست او په دوړجن واټ كې روان شو، له كړكۍ څخه يې لاس راوويست او په يوې موسكا سره يې پورته كړ چې د يوه پلار په ډول مينه پكې نغښتې وه.
څو پورې چې د استازي ګاډي حركت نه ؤ كړى جو او فويبي په هماغه ځاى ولاړ ؤ. څو دقيقې يې د ماښام د شفق د سوروالي ننداره وكړه. د ځوانې ښځې لاسونه د مڼو د كار له امله سرېښ او ساړه شوي ؤ، نو ځكه يې د مازيګر بې رنګه لمر ته د تودېدو لپاره نيولي ؤ. په پاى كې يې چوپتيا ماته كړه او ويې ويل: لاړ به شو غواوې به غوجل ته بوځو.
په دې وختو كې بڼونه له مېوې خالي ؤ. نو ځكه غواوې د څرودځاى په لرې سيمو كې څرودلې. جو همغه ډول غلى ؤ او د استازي په خبرو يې سوچ كاوه، ته به وايې د هغې خبرو يې ذهن نيولى. له ښځې څخه يې په څو قدمۍ كې روان ؤ. ويې وويل: كېداى شي هغه حق ولري: څوك څه پوهېږي! مونږ به خپل عمر پر دې دښته كې بې ګټې تېروو.
ځوانې ښځې خپل مخ وروګرځاوه: نه، دا خبرې مكوه! زمونږ ژوند نو څه كمى لري؟ آيا دلته نېكمرغه نه يو؟ آرامه نه يو؟
جو اوږې پورته واچولې د انبار په لوري لاړ څو د مڼو وروستۍ ډبې ووينځي او د شرابو لپاره يې تيارې كړي. فويبي هم د تركاري د كښت له څنګه تېره شوه د څرود ځاى په لوري لاړه چې تښتېدونكې غواوې دكروندې په لوري راولي. د تركاري او شنو كښت چې د مني په رارسېدو سره يې پاڼې زېړې شوې وې دومره ګټورڅه لرل چې د دوى د ژوند اړتياوې پوره كړي لږ وړاندې پاكس په خپلو لوبو او منډو اخته ؤ د نورو د ژوند پر كږو وږو يې كار نه درلود. ځوانې ښځې څو ځله هغه ته چيغې كړې خو بې پروا سپى يې پر خپل حال وليد، مخ يې د ماښام د سره شفق په لوري واړاوه. ونې او كښتونه ټول د ماښام د تيارو په نازكو څنډو كې پټ شوي ؤ او د هسك لويې برخې د مسو رنګ اخيستى ؤ.
فويبي اسوېلى وكيښ او دردوونكې موسكا يې پر شونډو خوره شوه. هغې د طبيعت ټول ښكارندويان خوښول يو دقيقه يې هم نه غوښتل ورڅخه لرې وي.
***
له اتو مياشتو راهيسې چې دغې دوو مينانو پر دغې كښت پښې اېښې وې، ځوانه ښځه به ډېر وخت په خيالونو كې ډوبه شوه، د نړۍ په ساكښانو كې به يې ځان او خپل مېړه د ځمكې پر مخ له ډېرو نېك مرغه كسانو څخه ليدل. هېڅ يې له يواځېتوب څخه شكايت نه كاوه، تر دې چې مېړه به يې په ساعتو ساعتو د كښت لرې برخو ته د كرنې لپاره تلو، خو فويبي به ځان له خوسندرې، غوا او نورو حيواناتو سره بوختاوه. له هغوى سره به يې د ښو دوستانو په ډول خبرې كولې كه به يې كوم درد په زړه درلود له هغوى سره به يې شريكاوه. هغوى يې د دوستانو په ډول خپل ګڼل، او يوه دقيقه د هغوى له پالنې څخه نه بې پروا كېده. كه به يې يو ساعت هغوى ونه ليدل او له احواله به يې خبره نشوه په ډېره بيړه به ورغله. فويبي ته يې حيوانات له اولادونو هم ګران ؤ! نو ځكه يې هېڅ كله هم د هغوى خپګان او لرې والى نه مانه.
پر دې لرې دښته كې، د دومره مهربان مېړه تر څنګ او ددې مينه ناكو حيواناتو سره يې د نېكمرغۍ احساس كاوه، خو كله به يې هېڅ بې هېڅه زړه ونيول شو، يوه دروند بار به يې په زړه فشار راوړ او راتلونكي ته به په وېره كې شوه، ډېر وخت به ورنځېده تر څو ددې كړاو لامل ومومي خو په هېڅ به نه پوهېده او نه يې شوى كولاى لامل يې پيداكړي.
د دوى ژوند اوس له پخوا سره ډېر توپير درلود. څومره ترخې او د ستونزو ډكې ورځې وې چې دا به پر خاوند پسې له يوه نظامي غونډ څخه بل ته تله. مېړه يې پرلپسې له يوې سيمې څخه بلې ته تبدلېده ښځه به يې هم اړ وه ورپسې لاړه شي. هغه دنده چې جو په فوځ كې درلوده داسې يو مقام نه ؤ چې د دوى د ژوند ورځنۍ اړتياوې پوره كړي.د ټولي په پخلنځي كې يې په ډېرو لږو حقوقو سره د پخوونكي دنده درلوده. ښځې يې هم چې نوى واده ورسره كړى ؤ او ډېرې هيلې يې په زړه كې وې، هر ښار او ايالت ته به چې لاړو دې به هلته د پلورلو، يا هم په وړو ادارو كې د منشي په توګه دنده سرته رسوله چې په همدې ډول به يې له خپل خاوند سره مرسته كوله. يو دوه كوټې به يې كرايه كولې خو هغوى به هم د دوى د ژوند كافي وسايل نه درلودل.
ديكشنبې او د كال په نورو رخصتيو كې به د يو بل څنګ ته راتلل او د يو بل په درد او خوښۍ كې به سره شريكېدل. په دې ورځو كې د دوى د خوښيو څخه يو داؤ چې پخواني وختونه ياد كړي، هغه ورځې يادې كړي چې دواړو د نيوانګلېنډ په پوهنتون كې زده كړه كوله كله يې چې هلته يو بل وليدل، زړونه يې پر يو بل بايلول، د راتلونكي لپاره به ډېر په فكر كې ؤ او هيله يې درلوده چې يوه ورځ به داسې راشي چې د گډ ژوند هغه ريښتينې نېكمرغي يې په برخه وي.
له هغې ورځې چې دغې دوومينانو په ټولنيز ژوند پښه ايښې وه، د ژوند له تروې څېرې او رنځوونكو ناكاميو او دردونو پرته يې نور څه نه ؤ ليدلي.
د دوى له نظره مينه او معصوميت په ټوليز ډول د ځمكې له مخ څخه پاك شوى دى او نور پر ځمكه ژوند پرته له ستونزو او رنځونو څخه بل څه نه دى. له ژوند او ناجوړجاړيو څخه په ټوليز ډول ستړي ؤ هيله يې يواځې داوه چې د ځان لپاره يوه وسيله پيداكړي او د ټولنې له چاپېريال او په ځانګړي ډول له ښارونو څخه ځان لرې كړې.
خپله هم نه پوهېدل چې څنګه دومره لرې كښت ته راغلل او كليوال ژوند يې غوره كړ. د يوه كوچني كښت خاوندان شول. په فرقو او د ښارونو د كوچنيو كوټو د ستونزو له ډك ژوند څخه په امن شول.
خپله هم پوره پر دې حقيقت نه پوهېدل چې كومې پېښې دوى دغې كښت ته راوستل تر څو پسرلي او اوړي ټول وخت په خوښۍ عزت او خپلواكى سره ژوند وكړي. او هر څه ته چې اړتيا لري د خپل لاس له بركته يې لاسته راوړي. هغه ورځ، له دوى څخه هېڅ يو هم په كرنه او د حيواناتو په روزنه بلد نه ؤ. خو فويبي چې له ښار څخه د تېښتې په هيله او ډېر لرې يوې دښتې ته له پناه وړلو څخه سخته رنځېده، ژمنه كړې وه چې دغه كار به وكړاى شي. د ځمكې د اخيستلو په سبا، كتابتون ته لاړه، د مرغانو د ساتلو او كرنې يوه اندازه كتابونه يې واخيستل. او په مطالعه يې پيل وكړ.
د دوى كښت لږ تر لږه ۹۰ جرېبه ؤ چې له لويې لارې سره يې ۲۵۰ متره واټن درلود. او د نيوجرسي په ايالت پورې يې اړه درلوده. هغه وخت چې جو غوښتل دغه ځمكه واخلي، پيسې يې نه درلودې خود دولت د قرضې له قانون څخه چې د دولت له جګړه كوونكو عسكرو سره يې كوله ګټه واخيسته. قيمت يې نظر دې ته ورته ځمكو ته ډېر لږ ؤ، چې دې هم دليل درلود لومړى دا چې د اوسېدلو كوټې يې ډېرې زړې وې چې له ړنګېدو سره مخ شوې وې دويم داچې لاره يې ټوله خامه وه هر وخت به له دوړو او ګرد څخه ډكه وه په پسرلي او ژمي كې د خټو له لاسه تګ راتګ ورباندې ستونزمن ؤ. دريم دا چې غوجل او نور د حيواناتو د ساتلو ځايونه يې له كاره لوېدلي ؤ، خو پر هغې ورځ چې مېرمن او خاوند ددې ځاى د ليدو لپاره راغلي ؤ، كله يې چې پراخه چمن، نيلي اسمان، غلى چاپېريال، د توتو او مڼو ونې، او ځاى ځاى يې د چنار ونې وليدې، دومره اندازه تر اغېزې لاندې راغلل چې ځان ورڅخه ورك شو نو ځكه يې نورو څيزونو ته پاملرنه ونكړه.
همغه ورځ يې د ا شرط كېښود چې له خپل ټول همت او ځواك سره به هڅه كوي چې دغه كښت كه څه هم ويجاړۍ لري آبادوي.
جو او فويبي دغه ټوټه ځمكه په ژمي كې واخيسته، خو د پسرلي د لومړۍ مياشتې په وروستيو كې يې دغې ځمكې ته كډه راوكړه. جو باور درلود چې په كلي كې به پرته له وسايلو څخه د ژمي په موسم كې ژوند ستونزمن وي، هغه وخت به لازم ؤ چې د كار يوه اندازه وسايل برابر كړي او وروسته بيا د تل اوسېدو لپاره كروندې ته ولاړ شي. كله چې په كرونده كې مېشت شول جو يې پر خپله مېرمن ټينګار كاوه چې په كارونو كرنه او ساتنه كې ورسره مرسته وكړي، خو خپله فويبي د حيواناتو ساتلو په ځانګړي ډول د ديزي او د هغه د خوسندرې پالنه تر هر څه ډېر خوښېدل. له لومړۍ ورځې څخه يې دوۍ ته په ژوند كې د مساوي حق وركولو ژمنه وكړه او هڅه يې كوله چې دغه مساوات تل وساتي. دومره يې د دوى پالنه خوښېده او دوى ورته ګران ؤ چې ځينې وخت به پر دې فكر تللې وه او كړېدله به، چې خداى (ج) پر دوى ظلم كړى او هغوى يې حيوانات پيداكړي دي.
د پاكس وفا، د ديزي خدمتونه د شيدو وركولو په برخه كې او د شوخې خوسندرې پاك روح به يې ستايل.
ځوانه مېرمن به كله په حيوانات پالنه كې دومره وړاندې لاړه چې حشرات او زهر لرونكي خزندې به يې هم پاللې. يوه ورځ جو په ځمكه كې تور مار مړ كړ او جسد يې د فويبي د ليدلو لپاره يووړ. خوفويبي د مار په وژلو ډېره دردمنه شوه او هغه يې ملامت كړ چې ولې يې مار وژلى! ورته ويې ويل: ته نه پوهېږې چې تور ماران زهري نه دي او بل دا چې د كرنې لپاره ګټور دي؟ ولې دې هغه وواژه؟ دغه مار د دښتي موږكانو لوى دښمن دى!
خاوند يې د خبرو په مېنځ كې ورولوېد ويې ويل: او همدارنګه د چرګو د هګيو د چرګوړو او نورو څيزونو دښمن.
سره ددې، فويبي تر څو ساعتو پورې په زړه ډېر غم درلود.
***
په لرې سيمو كې ديزي او خوسندر څرودلې او ځان يې د لمر د پيكه رنګ په وروستيو وړانګو بوختاوه، آزاد چمنونه او نور واښه ټول د مني خزان زېړ كړي ؤ تر دې چې د ونو په نيمه بربنډو ښاخونو هم شنه پاڼه نه مالومېده. غواوو هڅه كوله تازه واښه ومومي، خو هېڅ نه ؤ كه ؤ هم د دوى كفايت نه پرې كېده.
كله چې فويبي دوى ته ورورسېده د هغوى په مينه ناكو سترګو كې يې ناآرامي وليده، ناآرامي ځكه وه چې د خوراك لپاره يې څه نه شواى پيداكولاى. د ځوانې مېرمنې زړه ونيول شو دوى ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: داسې دردمن او ګيله من ماته مه ګورئ، د ا زما ګناه نه ده چې دښته وچه د ه...
خوسندرې چې سترګو ته يې تورو او اوږدو باڼو ښكلا وركړې وه سترګې پورته كړې او فويبي ته يې وكتل. فويبي يې خواته لاړه څو د مينې لاس د هغه پر څېره او غاړه تېر كړي، خو خوسندر څوګامه بلې خواته ولاړه. فويبي خپل لاس د ديزي په غاړه كش كړ او ويې ويل: ديزي جانې راځه چې دواړه ځو.. خوسندر تر او سه ماشومه ده نه پوهېږي... له ما څخه تښتي.
غوا د فويبي په يوه اشاره د غوجل(شپاله) په لور روانه شوه، هر څو قدمه وروسته به يې سر پورته كاوه او ځوانې مېرمنې ته به يې كتل. د تللو په وخت كې به يې د پښو له منظمې نغمې سره خپله لكۍ پر خپله شا راګرځوله.
مخكې تر دې چې ډېره لار ووهي فويبي فكر وكړ چې خوسندر له شا ورپسې منډې وهي، د خوسندرې د قدمونو آواز چې پر ځمكه لګېدل ددې غوږ ته رسېده. ددې غږ له اورېدو سره د ښځې پر شونډو موسكا خوره شوه. سره ددې يې شاته نه كتل، مګر څو دقيقې نه وې وتلې چې دوهم ځل چوپتيا خوره شوه. دغه چوپتيا دومره اوږده شوه چې دفويبي په زړه كې وارخطايې پيداشوه. روح يې مړاوى شو د خپل حيوان لپاره يې د خطر احساس وكړ. څنګه چې ودرېده او مخ يې شاته واړاوه، خوسندر يې خپل ځان ته نژدې وليده په داسې ډول چې ښكر يې ددې له لمنې سره څو سانتي متره واټن نه درلود، ووېرېده او چيغې يې كړې: دا څه لوبه ده چې كوې يې؟ وړاندې لاړه شه زركوه!
په يوه ځواكمن ټكان سره يې خوسندر شاته وغورځوله، خو څو قدمه وړاندې نه وه تللې چې خوسندر ودرېده او په غوسه ناك ډول يې فويبي ته وكتل. فويبي په داسې ډول لكه چې كوم اولاد يې بد چلند ورسره كړى وي په مات زړه روانه شوه او ديزي يې د غوجل په لور روانه كړې وه. يو دوه ځله غوا مخ ورواړاوه او شاته يې وكتل، فويبي غوسه پرې وكړه هغه يې له درېدو راوګرځوله، كله چې غوجل ته ورسېدل فويبي يې خاوند ته شكايت پيل كړ: جو! نن ورځ خوسندرې ډېره وځورولم... ديزي هم په دې ډول وه، ته هغوى ته هېڅ نه وايې؟
جو په خندا پيل وكړ دده له پرلپسې خندا څخه د ښځې پر څېره موسكا خوره شوه. غوا يې نېغه غوجل ته بوتله د غاړې پړى يې د چت پر يو لرګي وتاړه. وروسته يې يوه اندازه واښه له پاسني پوړ څخه واخيستل د غوا مخې ته يې واچول. يوه دقيقه وروسته يې خوسندر هم غوجل ته ننويسته او دړه يې پسې بنده كړه، وروسته بېرته څرودځاى ته ولاړه د سلم ځل لپاره يې هغه سيم وتاړه چې خوسندرې ويجاړ كړى ؤ.
كله چې له څرودځاى څخه بېرته راتله، هوا تياره وه ځوانه مېرمن په يوه پشمي بلوز كې له ساړو څخه لړزېده. د غوجل له لرګينو زينو څخه پورته ولاړه. دومره ساړه يې شوى ؤ چې غاښونه يې رېږدېدل. جو هم په دې وخت كې د شراب جوړلو كار پاى ته رسولى ؤ، ډېرې طلايي رنګه ګډوې يې له ځان سره د غوجل خوا ته راوړې وې څو يې سهار وختي د خپل زاړه موټر په واسطه ښار ته ورسوي. د مڼو د ځځغولو يوه غټه كوټه د انبارخانې په كنج كې پرته وه، د هغه بدبوى چې د شپتلو بوى هم ورسره ملګرى ؤ د شپې د نري باد په واسطه يې د ودانۍ په لوري يرغل راوړ.
جوزېپ هم چې د ساړو احساس كاوه خپل چرمي جمپر راپورته كړ كله چې د انبارخانې په زينو كې پورته ولاړ او غوجل ته ننوت، خپلې مېرمنې ته چې د پورتني پوړ پر تختو ولاړه وه، وويل: كاشكې نن مو وختي شيدې لوشلې واى ځكه چې زه ډېر ستړى شوى يم اود كار كولو توان نلرم.
د غوجل په لوى چاپېريال كې خوسندر پرلپسې يوه او بله خوا تله كله به اسونو ته نژدې كېده او كله به هم د ديزي خواته تله. جو غوښتل چې هغه هم د چت په يوه لرګي وتړي، خو فويبي ترې منع كړ ويل يې: آزاده يې پرېږده... هغه پر چار كار نلري... څو دقيقې وروسته كېداى شي ويده شي.
يو ساعت وروسته چې ښځې او مېړه د شيدو لوښى اخيستى ؤ، دشپې په ژوره چوپتيا كې يې د ودانۍ په لوري يون كاوه. ودانۍ ته چې نژدې شول جو وپوښتل: نن ماښامنۍ ته څه خورو! كوم څه دې تيار كړي؟
فويبي چې ډېره ستړې وه ځواب وركړ: همدا اوس فكر كوم چې يو څه تيار كړم، د مڼې خوږه مربا تياره ده. كوچ اود مڼې كيك به هم درته راوړم.
***
نيمه شپه وه چې فويبي وېرېدلې له خوبه ويښه شوه. لكه كوم غږ يې چې تر غوږو شوى وي. زړه يې ټكان كاوه، ډېره ناآرامه وه پر تخت كښېناسته، غوږ يې ونيوه. هوكې سهوه يې نه وه كړې، له لرې سيمې څخه يوه وېروونكې چيغه راتله چې د مني د سړې شپې آرامي يې ورسره وړله. خاوند يې په څنګ كې په ژور خوب ويده ؤ په بيړه يې څو ځله ټكان وركړ ورته ويې ويل: جو! جو! پاڅه لكه چې كومه پېښه شوې...
جو په وېره سترګې پرانيستې د خوب په تياره كوټه كې په تخت كښېناست. له لرې يوه درناكه چيغه لكه كوم حيوان چې د مرګ په حالت كې وي اورېدل كېده.
ښځې په زوره چيغې كړې: اورې؟ اورې؟ داسې ده لكه په غوجل كې چې وي... كېداى شي د ديزي لپاره...
مېړه يې په آرامه خبرې غوڅې كړې: د خوسندرې غږ دى... مالومه نه ده چې څه ورباندې راغلي...
له تخت څخه ښكته شو، د كوټې تياره داسې وه چې څه نه ليدل كېدل. په ډېر كړاو يې خپلې جامې پيداكړې. فويبي پر لپسې ويل: بيړه وكړه! ته او خداى بېړه وكړه! كاشكې بده پېښه نه وي شوې.
او خپله يې په لوڅو پښو، په سړه ځمكه چې فرش يې هم نه درلود د خپلو جامو لټول پيل كړل. د جو آمرانه غږ واورېدل شو! لومړى ډېوه ولګوه! نه ګورې چې پردې تياره كې څه نه كېږي. لومړى ډېوه بله كړه بيا وروسته جامې واغونده!
دده خبرو د ښځې وارخطايي لږه كړه. لاس يې وړاندې كړ اورلګېت يې راواخيست. وروسته يې ډېوه بله كړه. جو چې په بيړه جامې اغوستې، سيورى يې په دېوال اوچت لوېدلى ؤ. دردناكې چيغې يې هره ثانيه غوږ ته رسېدلې چې د دوى ناآرامي نوره هم ورسره ډېرېده.
كله چې جو د جامو اغوستل پاى ته ورسول، څراغ يې واخيست په چټكۍ د پخلنځي په لور لاړ څو لوى لاسي څراغ چې په پخلنځي كې ځړېدلى ؤ راواخلي او د غوجل په لور منډه كړي. فويبي هم چې له سړو څخه لړزېدله خپلې جامې واغوستې. په دې مېنځ كې، پاكس هم د لېوني په ډول كله د جو په خوا او كله هم د فويبي په لوري منډې وهلې. لكه هغه چې هم په چاپېريال كې له كومې پېښې څخه خبروي.
له يوې دقيقې په لږ وخت كې جو د لاسي څراغ پړى پرانيست، او كوټې ته ننوت. نفتي څراغ يې پر مېز كېښود خپله په منډه غوجل ته لاړ، مېرمنې يې هم ورپسې منډې كړې، خو پاكس تر ټولو ډېر واخطا ؤ. په بهر سړه هوا كې پرته له نيلي آسمانه، سترګك وهونكو ستورو او تورې شپې څخه نور څه نه ليدل كېدل.
د حيوان غږ كله لوړ او كله ټيټ راتلو چې اوس ښه څرګند اورېدل كېده. جوپه چټكۍ غوجل ته ورسېد دړه يې پرانسته. وروسته يې د لاسي څراغ روښنايي يوې او بلې خواته وزغلوله. ديزي په يوه څنډه كې آرامه اوږده غزېدلې وه، خو خوسندر نه مالومېده. فويبي چې همدا اوس غوجل ته ننوته، دلرګي د تختو په خوا وځغاسته، آسونه غلي ولاړ ؤ، خو اوس خوسندر نه مالومېده. په همدې وخت د حيوان سپك غږ تر غوږه شو، پر چيغه پسې جو د انبار كوچنيو زينو پر خوار منډه كړه.
دلته ؤ چې دچيغو څرنګوالى څرګند شو.خوسندر په نرۍ لاره كې،په وېروونكي ډول بنده وه، دوه پښې يې پر پاسنيو تختو بندې وې نور ټول بدن يې لاندې ؤ، يوه اندازه په لرګينه پله او نوره په هوا كې لاندې پوړ خواته ځړېدلې وه.
جو په بېړه څراغ خپلې مېرمنې ته وركړ او خپله يې هڅه وكړه په يو ډول نه يو ډول حيوان را پورته كړي، خو د هغې نجات هېڅ امكان نه درلود. هغوى نشو كولاى د خوسندرې دروند بدن پورته كړي او د هغه پاسنۍ پښې له تختو څخه راوباسي...
فويبي چې غږ يې لړزېده اود ژړا اغېز پكې ښكارېده وويل: هغه لعنتي مڼې... كه هغه لعنتي مڼې لاندې نه واى خوسندرې هېڅ وخت د لاندې تلو هوس نه كاوه...
خو جو هېڅ د خپلې مېرمنې خبرو ته پام نه ؤ، هڅه يې كوله په هر ډول چې وي حيوان ته نجات وركړي، څرګنده وه چې د خوسندرې دواړې پښې په تختو كې بندې وې ځكه چې د كيڼې پښې هډوكى يې مات شوى او پوست يې پټ شوى دى. دڅراغ په مستقيمه روښنايي كې جو كولاى شول د هغه سرې سترګې وويني چې دځانكدن انتظار كوي، هر ځل يې چې آواز اورېدل كېده تر پخوا ټيټ ؤ د پاى ته رسېدو ښكارندويي يې كوله.
د فويبي نيولى ژړندوكى غږ پورته شو: جو، ته كولاى شې خپل ځان له تختو څخه لاندې ورسوې او يو كار ورته وكړې؟
ځوان ناهيلى راپورته شو، ويې ويل: نور ګټه نلري... هېڅ كار نشو كولاى... له تا غوښتنه كوم ودانۍ ته لاړه شه اوزما ټوپك راوړه.
د فويبي د ژړا غږ پورته شو د سترګو له كونجو څخه يې اوښكې روانې شوې.
نه... نه... جو... د خداى لپاره ... هغه مه وژنه! يو كار وكړه!
د جو د رنګ الوتې څېرې ستړيا نوره هم ډېره شوه: ګوره ګرانې ته نه وينې... چې هېڅ كار نه كېږي... كه يو دوه دقيقې صبر وكړو خپله به مړه شي.
د ځوانې مېرمنې له سينې څخه دردناكه او ژړندوكې چيغه پورته شوه چې د حيوان له چيغې سره وركه شوه. له اوښكو ډكه څېره يې واړوله زړه نازړه له غوجله ووته. خاوند يې يو ځل بيا چيغې كړې: فويبي! د پخلنځي لويه چاړه هم درسره راوړه...
د ښځې د ژړا غږ نور هم پورته كېده، چې له ژړا سره يې ويل: نه... نه... هېڅ به دې پرې نږدم چې هغه ووژنې... نه به هم چاړه يا ټوپك راوړم... يو ځل بيا د جوغوسه ناكې چيغې په غوجل كې انګازې جوړې كړې: ولې نه پوهېږې چې زه څه وايم؟ د خوسندرې ساتنه امكان نلري او همدا اوس مړه كېږي. يو كال كېږي چې مونږ پردې دښته كې غوښه په خوله نه ده اېښې، ته غواړې چې پر دې شرايطو كې د حيوان مړ شوى بدن لرې غوځار كړم؟
فويبي پرته له ځواب وركولو، په ستړي او مات زړه چې له سترګو څخه يې اوښكې هم روانې وې د ودانۍ په لوري منډه كړه، هر ځل يې په پرلپسې ډول تر شونډو لاندې ويل: بېچاره خوسندر... بېچاره خوسندر...
ساچمه يې ټوپك چې جو به د دښتي موږكانو د وژلو لپاره كاراوه د اوسېدا له كوټې څخه راواخيست او د پخلنځي په لوري ولاړه، د لوښو له مېنځ څخه يې لويه او تېره چاړه چې د شنو او ډوډۍ د ټوټې كولو لپاره يې كاروله تر لاسه كړه. پر دې دقيقه كې مرمۍ ور په ياد شوې بېرته كوټې ته راوګرځېده. دمرميو شاجور دمېز په سر اېښى ؤ، په ډېر خپګان او نالېوالتيا سره د غوجل په لوري ولاړه.
جو همالته د خوسندرې په څنګ كې ولاړ ؤ. يو قدم وړاندې، پاكس پر وښو د پاسه اوږد غزېدلى ؤ او لږ وړاندې ديزي غلې ولاړه وه په خپلو تورو او غټو سترګو يې د دوى په لور كتل. فويبي ورنژدې شوه پرته له خبرو يې ټوپك، چاړه او مرمۍ د هغه څنګ ته كېښودل، خپله يې بېرته مخ ترې واړاوه او بهر ووته.
هسك په همغه ډول صاف او روښانه ؤ دښتې او غرونه ټول دتيارو او چوپتيا تر پردو لاندې ؤ. همدا وخت فويبي د ختيځ خواته كتل، داسې ښكارېده چې سهار نژدې دى، ورته خوښه وه څو د سهار په ورو ورو راتلو سره دهغه دردوونكي ماښام تياره بېرته ورټوله شي.
داچې سهار ته لږ وخت پاته ؤ، په چټکۍ دغوجل په خوا ولاړه ديزې يې راووېسته او د دښتې په لوري يې مخه کړه تراوسه يې ډېره لاره نه وه وهلې چې دغوجل لخوا يې دمرمۍ غږ واورېد بې اختياره يې چيغه وکړه، ورو ورو د څرودځاى په نيمه تياره چاپېريال کې وړاندې ولاړه په داسې حال کې چې له سړوڅخه رېږدېدله له ډېره غمه يې لړزه احساسوله د جو غږ يې له غوجل څخه اورېد چې چيغې يې وهلې: فويبي، پاکس ته غږ وکړه!
هڅه يې وکړه چې په لوړ غږ پاکس ته چيغه وکړي خوستونى يې نيول شوى ؤ، اړشوه ديزي پرخپل ځاى پرېږدي خپله دغوجل په خوا ولاړه، د وښو پربستر د خوسندرې په وينو لړلى مړ بدن پروت ؤ هرې خواته پرزنځير، د لرګيو پرتختو او نورو څيزونو دوينو کرښې ليدل کېدې.
جوچې لويه چاړه يې په لاس کې وه او دحيوان په پوست کولوبوخت ؤ اوسپي چې مزاحمت ورته کاوه د پښې په واسطه يې له ځانه شاړه.
ځوانې ښځې څوځله پاکس ته نارې کړې څرنګه چې دهغه پاملرنه د خوسندرې خواته وه نو اړه شوه نږدې ورغله هغه يې په بغل کې ونيو وروسته په چټکۍ بهر ته ووته او د ودانۍ په لوري يې مخه کړه.
تقريباً نيم ساعت وروسته جو ستړى اوستومانه کورته ننوت کله چې دواړه د پخلنځي د مېز ترشا کښېناستل څو يوه پياله قهوه وڅښي جو وويل هرډول چې وي بايد ښاغلي (مايرز) پيداکړم ترڅود خوسندرې دپوست په ويستلو کې راسره مرسته وکړي.
مېرمنې يې ځواب ورنکړ، د راتلو له وخته تراوسه غلې اوچپ ناسته وه جو د هغې اندېښنې ته کتل ويې ويل: فويبي ولې دومره غمجنه يې زه تاته حق درکوم ځكه چې خوسندرې موږته ډېر ارزښت درلود، خوکارله کاره تېر ؤ، زموږ څه ګناه ده؟ ناچاره ؤ.
فويبي خپل سرد تاکيد اوافسوس په ډول وښوراوه او زياته يې كړه: دا زماګناه وه...
زه ددې بې ژبې حيوان دوژلو لامل شوم... که ته مې پرېښى واى چې هغه وتړې هېڅکله به دغه پېښه نه وه رامېنځ ته شوې غوښتل مې مينه ورسره وکړم دمړينې لامل يې شوم .
جوپاڅېد اولاس يې دهغه پراوږه کېښود وروسته يې خپل دسمال راواخيست دفويبي د سترګواوښکې يې ورپاکې کړې ورته ويې ويل: نه ګرانې، ستاګناه نه وه همداسې يوه پېښه وه بې ځايه غوسه مکوه، هرڅه چې ؤ تېرشول ...
څودقيقې وروسته دجوپه ټينګار دخوب کټ ته لاړل او ويده شول داچې ډېره ستړې او پرېشانه وه سترګوته يې خوب نه راتلو، خو كله چې وېده كېده د سهار روښنايي لږه پيداشوې وه، او كله چې ګنګس له خوبه پاڅېده تازه لمر راختلې ؤ.
هماغه ډول دپړموښۍ په حال کې په ستړو سترګواوله درده ډک بدن په کټ لوېدلې وه فکر يې ارام ؤ، خوپرزړه يې يوه درانه درد فشار راوړ، کله چې يې خپل خاوند ته فکر شو چې پرته له کوم فکره په ژورخوب ويده دى پر روح يې يوه ترخه او رنځونکې پرده وغوړېده فکر يې کاوه چې هغه څه ډول کولاى شي له دې پېښې څخه وروسته ساده اوارام خوب وکړې.
ايا دغې پېښې دهغه روحيې اوژوندته لوى ټکان نه دى ورکړى.
سريې پربالښت واړاوه د مېړه سوې اوتورې څېرې ته يې وکتل دا چې په ژور خوب ويده ؤ. بياهم داسې ؤ، لکه يوسخت درد يارنځونکى غم يې چې ځوروي، دڅرګند رنځ او ستونزو کرښې يې پرڅېره ښکارېدې دمېړه ددردمنې څېرې په ليدو يې دپښېمانۍاحساس وکړاوزړه يې دهغه مينې ته لېواله شوداسې وه، لکه چې دهغه پرقربانۍ اومهربانۍ يې زړه سوى وي اوله خپلو بې ځايه غوښتنو اوماشومانه چلند څخه شرمېدلې وي.
سره ددې يې له ځانه سره ويل څومره بې احساسي او سخت زړه غواړي چې انسان خپلې سترګې وتړي، خپل غوږونه ونيسي اوبيا پريوه حيوان چي ټول ورسره مينه لري ګولۍ اوروي او په خپلو وينوکې يې لمبوې؟ دڅه لپاره؟ درزق اوروزۍ لپاره ؟ ددې لپاره چې انسان يې په غوښو خپلې خېټې ډکې کړي؟
دڅودقيقو لپاره په همغه ډول پرتخت پرته وه اودسهارپه طلايي وړانګو کې يې خپلې کوټې ته کتل، دهيلو ډېوو يې زړه ته لاره وکړه اوله ځان سره يې وويل: په اوسني ساده ژوند کې تراوسه پورې ټول سخت کارونه جو كول.او ماپرته له کوچنېوکارونو څخه نوره مرسته نه ورسره کوله خوهغه زماپرخلاف له ستونزوڅخه ډېرنه ستړى کېده. خوزه به ډېره غوسه اوستړې کېدم او هغه ورځ چې زه داولادو مورشم کېداى شي وضع بدله شي... ايا په هغه وخت به زه دژوند له ستونزو څخه خلا صه شم دغه جمله فويبي څوځله تکرار کړه وروسته يې وويل معلومه نه ده چې دابه رښتيا وي چي اولادونه به موږ ته خوښي راکړي اوزموږ ارام اويو ډول ژوند ته به زېرى ورکړي. دمورقرباني، رنځونه اوستونزې داسې څه نه دي چې په اسانۍ هېرشي بيابه هم زه هغه مور وم چې رنځېږم اوله کوچنيو نااراميو څخه به لړزېږم. هغه وخت به مې له سترګو څخه اوښکې روانې وي.
په فكر كې ورغلل چې ډېرفکر به يې اعصاب ګډوډ کړي له ځايه ولټېده دپخلنځي په لور ولاړه څومنقل بل کړي پاکس پر چوکۍ ويده ؤ څنګه يې چې فويبي وليده خوله يې وازه کړه اوپه چټکۍ له ځايه پورته شو او ورپسې روان شو.
ځوانې مېرمنې لومړى په غوسه اونفرت ورته وکتل تېره شپه ورياده شوه، چې پاکس په يوه نړۍ اشتيا اولېونتوب دمعصوم حيوان له بدن څخه طواف کاوه، بديې ورڅخه راغلل اومخ يې ورڅخه واړاوه خوڅنګه چې هغه منقل لګولوته په پښو ټيټه شوه، پاکس ځان ورته راورساوه اودوه دخړو وېښتانو ډک لاسونه يې دهغه په زنګنو کېښودل خپلې ښايسته سترګې يې هم چې د زنې په وېښتو کې پټې وې ورته مخامخ کړې فويبي هغه ته په يوځل کتلو خپله غوسه هېره کړه. دهغه په شا يې لاس تېر کړ اوله ځان سره يې ووېل: په اسانه دحيوان روحيه نه پېژندل کېږي پاكس به د تېرې شپې په كار كې دخالت او اختيار نه درلود؟
دخاشاکودراوړلو لپاره بهرته ولاړه کله چې ديوې غېږې لرګوسره کورته بېرته راغله د ودانۍ زينې سره ودرېده دحيواناتوپه لوى څرودځاى يې سترګې وګنډلې دبلوت دزړې ونې ترڅنګ ديزي دلمروړانګوته پرمړاوو وښو باندې اوږده غزېدلې وه سريې پورته نيولى ؤ اوخپله غذايې ژووله دڅرودځاى دچاپېر سيمې يوه برخه اوس هم نړېدلې وه خوفويبي يې په کيسه کې نه وه، نورخوسندر نه وه چې پخپلولېونو کارونو يا هغه په غوسه کړي اويايې وخندوي.
دديزي له ځايه څخه پوهېده چې هغه هم دپاکس په ډول له حاله بې خبره ده دطبېعت بدلون، ښادي او رنځونه ټول ورته يو ډول دي.
په داسې حال کې چې دې خپله دتېرو ورځوپېښو ته په بل ډول کتل داسې چې، په هغه کې دغم اوافسوس پرده وه له ځان سره يې وويل آيادغه بې خبري او ناپوهي خپله ددوى دمعصوميت او بې ګناهۍ دليل نه دى؟ دغه آسونه،مرغان، چرګوړي اوحتىٰ موږکان اوماران له خپل ژوند څخه څه لاس ته راوړي؟ يواځې دااو خاوند يې و، چې دژوند ددردونو دروند باريې پراوږو پروت ؤ خوکه ددې او خاوند ترمنځ يې هم مقايسه راغلې واى، بيا هم دې ترخاوند ډېر دژوند ترخه اوستونزې حس کولې.
دخيال په نړۍ کې يې وليدل چې منى او ژمى تېرشو اوپسرلى راغلو دمڼو رژېدلې او لغړې ونې بېا په غوټيو ډکې شوې دکلي استازى بىاراڅرګند شو اوله خاوندسره يې په خبرو پيل وکړ ديزي بله خوسندره وزېږوله اوډېروچرګوړو سرونه له هګيو راويستي ؤ دښتې په چمن شنې شوې، ځمکې اواسمان بل ژوند پيداکړ خودوى خپله ېوازې ؤ په دې لرې دښته کې يې ديوه ښه ژوند په هيله کار کاوه ستونزې يې ليدلې، په غوسه کېدل، ساړه اسويلي يې ايستل، اوښکې يې تويولې اوانتظاريې کاوه! انتظار دڅه لپاره؟ انتظار دېوې اسوده اوښه تل پاتې ژوند لپاره دراتلونکي په هيله دکوم نامالوم راتلونکي لپاره ؟ ددې لپاره چې هغه انسان ؤ اودخداى (ج) دمخلوقاتو ديوې بلې ډلې سره يې اړه درلوده!
سريې پورته کړ اوله زينوڅخه پورته لاړه لاسونه يې دلرګواوخاشاکو په نيولو ستړي شوي ؤ ولاړه څودپخوا په څېر منقل روښانه کړي اوبيا هم خپل دهرې ورځې کارله سره پيل کړي.
پاى
د 1385 لمريز كال د د وږي د مياشتې ديارلسمه
د ترينكوټ ښار