د مرګي انتظار
ميرويس جلالزى
زه هم د ځينو هغو انسانانو له ډلي يو وم چې هيڅ كله به يوازي نه وم حتى په يوازيتوب كي هم . . .
څنګه كېداى شي چي زه به تنها يم په داسي حال كي چې زه تر اوسه خپل وجود ته ډېر نژدې موجود هم نه پېژنم.
په اصل كې تر اوسه ما په خپل ژوند كي دومره فرصت نه دى موندلى چې له هغې سره كښېنم، دا ما او زه هغه وپېژنم.
همدا وجه وه چې ما له هغې سره د ليدو قول وكړ.
ما غوښتل هغه ووينم
له هغې سره خبري وكړم
سترګو ته يې وګورم
لاس يې ونيسم
وې نازوم
او ويې پېژنم
دا هغه څوک ده چې له كلونو راهيسي له ما سره ده، خو تر اوسه مي هغه نه ده ليدلې.
او نه يې پېژنم.
نو د دې ليدني لپاره زما زړه ډېر ناقراره وو.
له تنهايي ستړى شوى وم
دا هغه وخت و چي له يو چاه سره دوستي پيل كړم
بايد داسي يو كس ومومم چې زما داستان ته غوږ ونيسي
هغې راته ويلي وو سرې ښايسته جامې اغوندم
په وېښتانو كي به مي سور ګل ووهم
شونډان به هم سره كړم
راته ويلي ووچې هغه بوټان مي پر پښو دې چې پرون مي له بازاره را نيولي وو
هغه بوټونه چې پوزه نه لري او رنګ كړي نوكان مي ترېنه ښكاري
هغه په دې پوهېده چې زما د ګلاب عطر خوښ دي
نو په ډېره لېوالتيا د دې ملاقات په لوري وخوځېدم
ما له هغې سره د ليدو نېټه ټاكلې وه......................
ايا د هغې له ليدو به زه خوند واخلم؟
ايا هغه به زما د خبرو د اورېدو توان ولري؟
ايا هغه به زما د داستان د اورېدو څخه خوند واخلي؟
نه پوهېږم!!!!
خو صبر به كوم چي له هغې سره ووينم.
د دېوال تاخچې ته اوږده هينداره ولاړه وه.
د هنداري مخامخ مي يوه بخملي څوكۍ كښېښوده.............
د هنداري څنګ ته د كوچني ښيښه يي مېز په سر مي څو توټې خوږه او له قهوې يوه ډكه چاينكه ايښې وه
نرمه نغمه هم تر غوږو كېده.
دقيقاً داسي فكر مي وكړ لكه چې دا كوټه خداى په ازل كي يوازي د دوو كسانو د ملاقات لپاره جوړه كړي...؟؟؟؟
..........نه پوهېږم . . . چې همداسي به وو كه څنګه؟
څومره خوشاله وم
له هغې سره مي د ملاقات نېټه ټاكلې وه
د ملاقات دقيق وخت د لمر لوېدو سره سم د ماښام اووه بجې وې.
هغې ته مي ويلي وو: له ماشومتوب نه درته په انتظار كي وم
نور نه غواړم غروب ووينم
زه هغه نه پېژنم
كشكي په دې ليدنه كي هغه لږ وپېژنم
هغې راته ويلي وو: كله چي درځم زرغون جګ كميس اغوندم
ويښتان به په سپينه چيره پورته وتړم او شنې پني په پښو كوم.
په ځان كي مي د دې ملاقات په نسبت يو عجيب احساس را پيدا شوى وو خو دا احساس له جنسي غريزې ډېر ليري وو. . . .
اې خدايه!
كشكي چي زه او دا ټولي خبري بې پردې سره شريكي كړو
كاشكي چې دواړه خولي خلاصي كړو او ووايو او لكه د زمانې شاعران داسي هر څه ووايو چي په خوله كي مو سم راځي
او دې ته يې ونه ګورو چې وزن او قافيه لري او كه څنګه
او ټولي هغه خبري چې مو ذهن ته راځي سره و يې كړو.
غوښتل مي چې په دې ملاقات كي خپل زړه تش كړم
تش . . . . . بيخي تش. . . . .. . .....
ساعتګرد د اووبجو په لور ډېر نيژدې شوى وو
د كوټې د ټولو څراغو ځاى هغو څو خوش بويه ډېوو نيولى وو چې د كوټې په كونج كي سوځېدې.
ډېر خوشاله وم
په ځان نه پوهېدم
آئينې ته مي كتل او بس
كوټه خالي وه.
له كړكۍ نه مي هغه غرونه ليدل چي د آسمان په لور ور نيژدې كېږي او هغه سمندر چې د غروب په لمنو كي ډوبېده.
په كوټه كي له نرم موزيك پرته هيڅ غږ نه وو
په ډېره بې صبري مي د هغې د انتظار شېبي شمېرلې
خو ريښتيا ولي دومره ناوخته شوه . . . .!...؟؟؟؟؟
زړه ته مي شكونو لار وموندله
په تمه وم
خپلو ښكلو او زړه ښكونكو جامو ته مي كتل
نن ډېر ښكلى شوى وم
خو هغه ولي تر اوسه رانغله .؟؟
چيرته به وي؟
ولي ناوخته شوه؟
رښتيا زړه يې د دې دنيا په كوم ځاى كي مړېږي؟
خداى خبر چې فكر به يې چيرته ګير وي.
قهوه مي په پياله كي راتوى كړه او په مزه مزه مي په څښلو پيل وكړ.............................
تر څنګ مي د كتابونو دېوالي المارۍ ولاړه وه
د پنډو پنډو په سلګونو كتابونو له ډلي مي يو را كش كړ
په پوښ يې په انګرېزي ژبه ليكل شوي وو
ناكامه مينه
اوف چې انتظار څومره سخت دى
ما له هغې سره ملاقات ايښي دى هغه ولي نه راځي؟
هغه ولي وركه شوې ده ؟
هغه ولي په خوب كي ډوبه ده؟
زما په مخامخ هينداره كي زما له څېري به غير هيڅ نه تر سترګو كېږي
تعجب مي وكړ دا هينداره لكه چې يوازي ما ويني ..
نه داسي نه ده
كه دلته له ما پرته بل څوك هم واى نو په هنداره كي به ښكاره شوى واى.
ولي دا هنداره نشي كولاى چې د هغې تصوير را وښيي؟
ولي د چوكۍ تصوير هنداره ښكاروي او د هغې نه ښكاروي؟
كه ريښتيا هغه دباندي وي نو هينداره خو د غرونو كم رنګه تصوير ښكاروي نو د هغې ولي نه ښكاروي؟
ناكراه شوى وم، له كلونو راهيسي د دې ليدني په تمه وم
(زما او د هغې ليدنه)
سترګي مي سره وموښلې، عينكي مي راپورته كړې دا عينكي مي تازه پېرلي وې خو كه څه هم ډېري دقيقي وې خو بيا هم په مخامخ هنداره كي له ما، غرونو او څوكۍ پرته هيڅ نه ښكاري
له ځان سره مي وويل: ايا ما كومه غلطي كړې؟
ايا زه پرې ګران نه يم ..؟ نو ولي د هغې پته تر اوسه نه ولګېده؟
شايد چې هنداري به راسره سر ټمبه ګي كړې وي او ځيني عكسونه به سانسورول غواړي.
شايد د هغې تصوير د هنداري لپاره په زړه پوري نه وي ؟
شايد يوازي زما تصوير به د هنداري له پاره جوړ شوى وي؟
شايد د هغې تصوير د تل لپاره محوه شوى وي ؟
نن شپه څومره ښكلى شوى يم .!
نه پوهېږم
نن شپه څومره خوشاله وم، غوښتل مي چې هغه ووينم او له هغې سره نور هم آشنا شم.
شايد چې زه به بيده يم او د ملاقات وخت به نه وي را رسېدلى.
شايد چي له هغې سره به مي صبا د ملاقات نېټه ټاكلې وي او ما با غلطي كړې وي.
نه داسي نه ده.
همدا نن ورځ زما او د هغې د ملاقات ده داسي ښكاري چې هغه ماته په خوار نظر ګوري
ما نه پېژني.
او فكر كوي چې زه به يې هم نه پېژنم
هغه ولي په هنداره كي نه ښكاري؟
هنداره ړنده ده او كه زما سترګي هيڅ نه ويني؟
يو ځل بيا هنداري ته ځير شوم
دا ځل مي په هنداره كي د صداقت نښه نښانه وليده
دا ځل مي ډېر لوى توپير تر سترګو شو
هنداره ملامته نه وه
د يوې پېغلي سپينه اوږده لمنه مي وليده چي له مځكي سره څكېده
خو په خپله پېغله ورسره نه ښكاري
داسي يو تصوير چي سر او تنه نه لري
يوازي يوه اوږده سپينه لمنه چي ته به وايې د سهار نسيم روح وركوي
هغه نسيم چي له مخامخ كړكۍ كوټې ته راننوت
غوښتل مي چي موزيك خپ كړم، ځكه ما خيال وكړ همدا موزيك به د دې سبب شوى وي چې د هغې د بوټونو ټك ټک نه اورم
اوس په كوټه كي بشپړ سكوت خپور وو، خو د ډېوو د سوځېدا ټپ_ټپ ډېر لږ تر غوږ كېده
ما مي حتى د سا اخيستلو غږ هم نه اورېد، زړه مي له حركته لوېدلى وو
نا څاپه مي په هنداره كي د دوو وېرېدلو سترګو تصوير وليد.
دا سترګي عجيبي دي!
ډارېدلي، حيراني، ناباوره، يوازي او بېوزله .
دې سترګو ته ښه ځير شوم مخكي له دې چې ورسره خبري پيل كړم له وختي ګونګى شوى وم
غوښتل مي چي ورسره د پخوانيو ياداښتونو يادونه وكړم
بېرېدلې وم
له هغې او له ځان څخه،
له دواړو بېرېدلې وم.
خو په دې خوشاله وم چې د هغې دوې سترګي مي نېغي د خپلو دوو سترګو په وړاندي وليدې. ؛
دوه ملګري،
دوه دوستان،
دوه زړونه ............................
دا سترګي څومره راته آشنا ښكاري
دا سترګي ما كلونه مخكي يوازي په يوه توره شپه كي د پټو رازونو تر څنګ يو ځل ليدلي وې.
ورته مي وويل: مننه كوم چې راغلي!
ته هغه يې؟
سم وايم ؟
وروسته مي ورته وويل چې ستا سپين كميس مي ډېر خوښ شو!
ولي دي دومره وځورولم ؟
ولي ناوخته شوې؟
...........
............
...............
له يوې لنډي چوپتيا وروسته يې موسكا په شونډو خپره شوه او راته يې وويل:
زه هغه نه يم چي ته يې د ليدو په تمه يې!
بيا هڅه ونكړې چي له ما څه وغواړي
زه راغلې يم چي ستا روح واخلم