ليكواله : فرشته جلالزۍ
مکۍ دڅراغ پیلته ټيټه کړه ،ترپلولاندې یې ونیو ،جاینمازیې په كورجي کې چخ کړ ، سوکه دالانه ته ووته .
زړه نازړه وه چې چای دم کړي که ورته وګوري.
له تناره یې برغولی لېرې کړ،ترمورۍ د سرې له اوره ډك و،تود توښم یې په مخ ولګېد،د دورخ له اوره وډاره شوه ،ابۍ ادې له کتابه كيسه ورته کړې وه چې د دوزخ اوریې اویا وارې د رحمت په ابو ولی بیایې ځمکې ته رالیږلی .
خوله یې اسمان ته ونیوه توبې یې وکړې .
له ځان سره یې وویل د ما خوستن جمع به دریدلې وي ؟
د خونې وریې سوکه ورخلاص کړ،ابۍ ادې ویده وه . دا یې دمیړه مشره تېندار وه ، هرمنی چې به یې میړه د بزازۍ په مال پسې دیرې ته ولاړ،ابۍ ادې به ماخوستن ورته راتله چې ونه ډاره شي .
دشپې ترډیروبه سره ناستې وې د سقاوۍ په وخت یې د کلي په کچارۍ د کفارودحملې نکل څووارې له ابۍ ادې اوریدلی و.
یوه نیمه شپه به مکۍنفلونه کول ، لکه دانن ابۍ ادې ته به یې وختي ځاى ور واچاوه ،اوبه او توکدان به یې تر سر پورې ورته کیښودل . ابۍ ادې لکه سیل چې راوړې وي کراره پرته وه ،ور یې ورپورې کړ ،سوکه بام ته وخته .
تر زنګانۀ واوره اوریدلې وه ،ټول کلی لکه سرچې یې تر سپینې بړستنې لاندې کړی وي غلی وو.
ملاصاحب ذکر خلاص کړی و ،د جومات له درڅې د څراغ تته رڼا لیدل کیده .
شاوخوا یې وکتل زړه یې وو بیرته کښته شي، د کلا شاته د پښوڅرپاشوه غوږونه یې څك کړل ،دکنډوبرج شاته څوك ول . زړه یې وو ورږغ کړي ، له ځان سره يي وویل : ( بل څوك نه یي،ساراګشت ته نه وي تیر شوي ،لویه بدنامي به جوړه شي ...)
په ناستودبرج خواته په څکیدو شوه ،بیرته یې پښه ونیوه ، دادوه کاله چاد دې برج واوره نه وه توره کړې ، سږيې په اوله واوره لا د کلا ښځوور ته ویلي وو چې ساراګشت ته دې ،برج ته نه تیریږي . په برج باندې د لمدې واورې لنګر له لېرې لا معلومېده .
ټوله شپه خویې په یخ کې په بام نه شوای ورته تیرولای د هغه خبره یې راپه زړه شوه ،د واورې یو سُست مرګوری یې د برج خواته ورواچاوه ، درب شو ،ټول بام ولړزید مکۍپه منډه له دالانه کښته شوه ، سوکه یې د خونې ور خلاص کړ،ابۍ ادې لاویده وه . مکۍ لا سمه په خپل ځاى نه وه ننوتې چې ترهغه اول بل لوی درب شو . له درب سره ابۍ ادې په ځاى کې شکه بکه راکښینسته ،تاریکه وه کلمې یې یوپه بل پسې تیرولې د څراغ پیلته یې پورته کړه ،دمکۍ په لور او زوی یې لاسونه وتپول ، دمکۍ له مخه بړستن لېرې کړه ، سترګې یې پټې وې .
مکي په زړه کې کلمه تیره کړه چې په وخت خپل ځاى ته راغلې وه ،ابۍ ادې بیرته څراغ تت کړ.. د مکۍ سترګې ترسهاره سر ورنغلې.
سهارسپیدې لانه وې چاودیدلې چې ور وټکید، د مکۍ لېورځي ږغ کړل.
... ادي د ملک کاکا په زوی کنډو برج را ړنګ شوی
ابۍ ادې په دالانه کې اودس کاوه ،وووي ي ي یې کړل (( موریې بوره کړې مړدی که ژوندى؟))
هلک وویل ( زوندی دی ) ابۍ ادې ديوآله ته شا ولګوله ،دشهادت کلمه يي وويله ، دمسح لاس يي په سر تير کړل ،له ځان سره وغومیده ((د ښادۍ د ملک کاکا زوی دي شي ، نیمه شپه یې تر کندو برج لاندې څه کول ؟؟؟ ))
د ٢٠٠٦ کال د ډيسمبر د ځلورمي په سړه ؛ سپيره شپه
پراگ ، د چک جمهوریت