بركلى په سيمه كې له نورو شاوخوا كليو نه لوې اوښارته نږدې هم و، دجمعې په ورځ به د نږدې كليو خلك د جمعې دلمانځه د اداء كولو لپاره د همدې كلي جامع جومات ته راتـلل ، ددې كلي جومات ته له ښارنه د برښنايومزى هم راتېرشوى و او يوازې دجمعې دلمانځه لپاره به يې دوه ساعته برښنا ور پريښودله ، دجومات امام ته ددې جومات امامتي له پلارنيكه نه پاتې وه ، نوم يې عبدالجبار و خو خلكو به ورته استاد صيب وايه ، استاد به هره جمعه د لمانځه نه وروسته هرومرو ښارته تـللو، هو ، نن هم دجمعې ورځ وه ، استاد منبر ته پورته شو ، ميكروفون يې په نوك ــ وټساوه او (( پوه )) يې كړ، د پوه سره پر صفونو ناست ټول مقتديان استاد ته متوجه شول ، استاد اعوذ بااله او بسم اله وويله او وعظ يې پيل كړ: (( وروڼو زما داسلام ، تيرو څوجمعو كي مې درته په پرله پسې توګه زموږ اوستاسې ددين مبارك او وطــن ددښمنانو په باب عرض وكړ ، نن بياهم درته زموږ اوستاسې ددين مبارك ددښمنانو په هلكه څو ټكي بيانوم . وروڼو زما داسلام ، له هرچانه لومړى زموږ ددين مبارك دښمنان انګرېزان ، امريكايان او روسان دي داچي ددين مبارك دښمنان دي زموږ اوستاسې د مسلمانې خاورې ، خلكو او اولاد دښمنان هم دي ، نو هوښيار اوسۍ او وساتۍ خپل ځانونه او اولاد له داسې دښمن نه . وروڼو زما داسلام ګو اه دى تاريخ چې روسانو، انګرېزانو اوامريكايانو تل داسلام دپراختيا مخه نيولې او په ډيرو پلمويې هڅه كړې چي زموږ دين مبارك ته زيان ورسوي ، له دوې نه ليرې اوسى او مه ټينګوۍ تعلقات له دوې سره ، كه په مخه مودرشي نو واړوۍ ترې مخونه لاس او كالي ترې لېرې وساتۍ او كه چيرې موورسره لاس ياجامې ولګېدې نو ژر يې ومينځۍ ، كه ستاسې نه په دې حصه كي غلطي شوي وي ، خداى ته توبې وباســـۍ ، خو وكړۍ نصيحت خپلو بچو ته چي هغوې هم له داسې مخلوق نه ځانونه په امان كړي )) په همدې توګه استاد كابو يو ساعت د روسانو ، امريكايانو او انګرېزانوپه ضد وعظ وكړ ، دلمانځه نه وروسته چي جومات له لمونځ كوونكو تش شو ، استاد د جومات يو ه څنګ كي خپلې خاصې كوټې ته وردننه شو ، پر پګړۍ يې ګوتې ووهلې ، سپين لوى دستمال يې پر اوږو راكش كړ ، د اوږده توركوټ ټولې دكمې يې وتړلې ، تسبح په لاس له جوماته ووت او دښار دبسونو د تمځي لار يې ونيوله. له جوماته تر تمځي پورې خو وړې كليوالې هټې مخې ته راتللې ، استاد به چې هرې يوې ته ور رسيده دهټۍ مخې ته ناست خلك به راپورته كيده ،هريوه به داستاد لاسونه مچې كول اودچاې او ډوډۍ ست به يې هم ورته كاوه ، خو استاد به هريوه ته ويل : اله دې عزت وكړه او په همدې همدې كي دښار دبسونو تمځي ته ورسيد ، تمځي كـې پنځه شپږ واګونونه ولاړ وو ، خو يو ترټولو مخكې دسماوارچي ددكان تر څپرګي لاندې ولاړاو كابو ډك و، كلينر چيغې وهلي (( هلۍ ژرشۍ ... دوه تنه دوه تنه ګا ډى روانيږي )) استادورغى ، دواګون دريور ژرله سماواره راووت اوده هم استادته توده ستړې مشې وويله ـــ استادصيب ښارته ځې؟ ـــ هو اراده مې كړې ده كه اله پكې بركت واچوي دواګون مخكې سيټ ډ ګ و خو دريور يوه څپرلۍ وروسته واړوله اواستاد يې په خپل څنګ كې كيناوه، دده دكيناستوسره سم واګون هم ډك او حركت يې وكړ، استاد په داسې حال كې چي مخامخ يې سړك ته كاته وويل: ـــ اوس خوښه دى ګاډي ژرډكيږي ـــ هوصيب په ښاركې خواري مزدوري پيداشوې، تګ راتګ ورزيات شوى په همدې خبرو خبرو كې استاد ورزياته كړه ، ښكلى زلمى يې ، ځواني دې نصيب شه خو كه ږيره پريږدې نوربه هم ښكلى شې، سنت به دې هم پرځاى شي او خداى (ج) به هم درنه خوشاله شي . دريورمسكى شو اويي ويل استادصيب ښه دې وويل خوموږ كله يو ځاى كله بل ځاى ، كله موشپه په لاره راشي ، كله ګاډى خراب شي په خاورو كې رغړو رارغړو ، ږيره خوساتل هم غواړي . ـــ خير داخو روزګارسره تړلي دي خو ږيره پريښودل ثواب لري او په ځوانۍ كې خودا ثواب له بل هروخت نه زيات وي دريور مسكى شو ... ښه استادصيب ګورو به ... ګاډى ښارته ورسيد ، استاد د خلكو په ګڼه ګوڼه ورګډ شو،لږه لار يې ووهله اوپه يو لوى دكان چې دښيښو لويې دراوازې يې درلودې اوددروازې پر سريې په لويه تخته د ـــــ (( زرموند شركت )) ليكلى و ، ورننوت ، په دكان كې دوه درې تنه نا ست ، داستاد عزت يې وكړاوشيبه وروسته استاد اودشركت خاوند يوازې پاتې شول . ـــ ښه زرموند خانه نورڅنګه يې ـــ ښه يو استاد ، ستاسې صحت شريف څنګه دى الحمدلله، د الله تعالى مرحمت دى ـــ شكردى ـــ ښه زرموندخانه دمالونو خبره كوه راورسيد ل كه نه ؟ ـــ هو صيب ، ټول راورسيد ل ـــ څنګه دې خيال دى څه به وكړي اونه ـــ انشااله له پخوانه ډيرې ګټي ـــ څنګه ، مالونه مو ارزانه اخيستي كه دلته نرخونه ختلي ـــ نه استاد ، نه مو ارزانه اخيستي او نه نرخونه ختلي ، خو لګـښت پرې لږ راځي ـــ دانوڅنګه ـــ استادصيب خلك وزګار دي په نيمه بيه يې رارسوي استاد په قهقه وخند ل او ويې ويل ، بيا نو (( ماموته بيا دې موته )) او دواړو په ګډه په لوړ اوازوخند ل . يوه شېبه وروسته ورته استاد وويل ، زما هغه بل كاردې څنګه كړ ـــ هغه مې بااكل خلاص كړى ، له المارۍ يې كاغذونه راواخيستل او استاد ته يې وركړل ـــ دپيسو خبره دې هم ورسره وكړه ـــ هو خلاصه مې كړه ، يوه روپۍ يې هم كمه نه كړه او ددوشنبې ورځ يې راوښوده ـــ استاد نورهم خوشاله شو اوويې ويل ، ددوشنبې ورځ خو ډيره نږدې ده ، زه به كورته لاړشم او ددې كار تابيا به وكړم. استاد دزرموند له شركته ووت په بيړه يې ځان كورته ورساوه خپل زلمى زوى يې بېلې كوټې ته وغوښت او ورته يې وويل : سبا ته ښارته لاړشه ، ږيره اوبرېتونه دې پاك وخېريه ، دسرويښتان دې داوسنيوهلكانو غوندې جوړكړه ، پنځه رنګه تصويرونه وكاږه ، پاسپورت دې تياردى، ددوشنبـــې په ورځ دې له خېره سره د مسكو له لارې لندن ته لېږم . پاى