سرحدي عملیات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11101
عبدالله الهام جمالزئ
دخبریدو نیټه : 2007-01-08

پولیسي داستان (د عبدالله الهام جمالزي ليکنه)

  اکبر سترګې پاکې کړې ، نه ماولاکه ستادازارولو قصددرلود مایوازې هڅه کوله له تاسې س ه مرسته وکړم ، زما ورته زړه وسوځیده ریښتیاهم نو خوار دپیسو ګټلو لپاره کار کوي نو ددې خوار څه په وس پوره وو اوس یې په دومره لوی تور ونیسم او هتکړۍ ور واچوم بیا که زموږ مرکز ته هم په لاس ورغی نو خدای ښه پوهیږي چې پدې بدن به تر یوې میاشتې بند ژوندی راووزي او کنه . هغه سر په مېز تکیه کړ اوښکې یې پاکې کړې ، سلګۍ ېې وکړه : نوته به خدای ته څه ځواب وایې ؟ زمابچیان به اوس تاته ښېرا کوي چې زه اوس کورته ورنه غللم ... خوماد خپل عادت له مخې یو ځل بیا ښه کلکه څپړه وواهه او له کوټې یې راووتلم ، بېرون مې جنرال پکتین ته وویل چې هرڅومره ژر وي دشرکت رییس هم ونیسی او دلته یې راولی . ساعت ته مې وکتل یوولسو ته پنځلس پاتې وې له والي سره مو جلسه درلوده ... دفتر ته راغلم کتابچې مې راواخیستې او یوعسکر ته مې وویل چې دنوي تورن کوټې ته هیڅوک هم بې غیر له عادي عسکرو پری نږدي چې ورسره خبرې وکړي . بېرون راووتلم موټر تیار وو دولایت لوري ته روان شولم مخابره ډېره تیزه چالانه شوه :

ویل مې :

نیم ساعت وشو .

دمخابرې غږ کرار شو ، جنرال داودزي ته مې وویل چې هررنګ کیږي هلته دمرستې لیږلو بندوبست وکړي ، هغه هم له سلامۍ وروسته روان شو . زه دولایت مخ ته راورسیدلم داسې مالومیده که چې والي هم همدااوس رارسیدلی وي امنیتي تدابیر کلک وو . زه هم په چټکۍ ورننوتلم . والي غوسه مالومیدلو خو م اته یې څه نه ویل ځان یې هغه خوا دېخوا بوختاوه :

هغه وخندل سر یې وخوځاوه ، له قلمدانۍ څخه یې قلم راوایستلو او په دواړو لاسو کې یې کلک کلک وموښلو:

ماته غوسه راغله ، تل یې دهغه بل ځل عملیات راته پیغور کړي دي ، خپله خو داسې پرښته یې چې توبه . . . په موټر کې موټروان رادیو نېولې وه .

... خو نوم وړي په ځانګړې توګه دچانوم یاد نه کړ یواځې دومره یې وویل چې په پرمختللو وسلو سمبال دي ، تراوسه پدې اړه ددې و ایت د استخباراتو رییس او امنیتي چارواکو څه ندي ویلي .

مارادیو بنده کړه .

دفترته له ننوتلو سره راته سکرتر وویل چې دکراچۍ ش کت رییس درته څلور پیغامه پری ایښي دي .

ماژرخپل کوټ په چوکۍ واچاوه تمانچه مې په میز کېښوده او دټلفون غږ مې جګ کړ  . سلام ، وبخښۍ وروره چې مزاحم مو یم ، زموږ په شرکت هم ترهګرو برید کړی دی . موږ هم مرستې ته اړتیالرو ، که قوماندانۍ ته درسره خبر ورکړی بل داچې زموږ همکار اکبر ستاسې نفروبېګا زما په خیال  سهواً نیولی دی هیله ده تاسې ورته جدي پاملرنه وکړی او نن یې تربېګا پورې راخوشی کړی . مننه .

سکرتر دچایو پیاله په لاس کې وه او پزه یې کشوله لکه چې زکام وو ، ورته ومې ویل :

هغه وخندل او په کتابچه یې زما د ښځې تصویرته اشاره وکړه او سر یې وخوځاوه .

ورته ومې ویل چې ورک شه نور دټوکو وخت ندی غمي ته ووایه چې ژر په شرکت خپل ورسپارل شوی عملیات شروع کړي چې ددې ریس پته خو ولګیږي چې څه بلاده له پیغامه خو ډېر عاجز مالومیده .

دچایو پیاله مې راسره واخیسته د اکبر کوټې ته ورغلم . دهغه په لاسو کې هتګړۍ وې خو داسې مالومیده لکه چې ورسره عادت وي دکورتۍ ځنځیر ېې له هتګړیو سره ډېر په آسانۍ سره پرانیست . سرمې دسلام په اشاره و ته وخوځاوه :

رنګ یې تغیر شو خو په زیات فشار یې ځان کنټرول کړ رنګ یې هم ژیړشو لاړې یې په خوله کې ونښتې خو ځان یې ډېر آرام ښودلو .

څه یې ونه ویل خو لکه چې زما خبرې ورته کوم اهمیت نه وي درلودلی موسکند شو .

ویې خندل شونډې یې په غاښو کې ونیولې .

ویې خندل خو لږ څه بل شانته . ژریې ماته سترګې ونیولې او ځیر شو .

ایله اوس ډاډه شوم چې خپله هم ښه ستره بلاده .

لاندې یې وکتل تندی یې ګونځې کړ لاړې یې تیرې کړې او ماته یې وکتل :

له ځانه سره یې وخندل په هتکړیو کې بند لاسونه یې راپورته کړل خولې یې وچې کړې . په لوی جمپر کې یې ځان وخوځاوه .

سریې تاو اتاو کړ اسویلۍ یې وکړ .

مایې په مخ کې دبدلون تمه کوله خو هیڅ یې رنګ تغیر ونه کړ نه یې زمالورته راوکتل :

رنګ یې تور شو سترګې یې تتې کړې :

مخ یې رانه وګرځاوه . م ابیابیا پرې ټینګار وکړ په هره لاره چې مې تاو راتاو کړ څه مې ترې ترلاسه نکړل . چې راپورته کېدلم د جنرال داودزي خبره رایاده شوه چې ویل یې شاید ددې ولایت ټولو ترهګرو ته همدا یوشرکت وسله ورکړي اوبس . بیرته راوګرځیدلم . آ ام مې ورته وویل :

هغه سترګې تتې کړې او دکمیس تڼیو ته مې ځیر شو .

ښه په زوره یې وخندل او دبیرون وتلو اشاره یې راته وکړه .زه سخت له ځانه سره خجالت شوم ... ولې یې راباندې ملنډې ووهلې ... چې بېرون ته راووتلم نو ډاکټر نجیب راغلی وو هغه مې ډیر تکړه مامور وو هغه په سرحد کې کار کاوه خو نه پوهیږم  داسې یو په یو له کومه شو .

په دفتر کې کېناستلو په بکس اخته شو کاغذونه یې راوایستل اوموسکند شو :

کاغذونه مې اواخیستل ټول تصویرونه او دګوتو او لاسلیکو نو ډک وو . ډاکټر ته مې وکتل :

هغه وخندل سریې ګراوه  . شونډې یې بوڅې کړې .

داکبر په زوره خندا رایاده شوه ...

له ډاکټره مې ژر ځان راخلاص کړ هغه مې واستاوه چې پدې اړه خپل رپوټ بشپړ کړي زه نیغ راغلم د اکبر په کوټه ورننوتلم .

څه یې ونه ویل خو حیران حیران یې دپوښتنې په ع امه یې راته وکتل .

ویې خندل .

تهران هفتم تیر

۱۳۸۵ دمرغومي ۱۶ مه