محمدظریف عنایت زی تهران
دوړانګې مورچې کله سهاروختي په هغې دلمانځه لپاره غږ وکړاوله خوبه یې راپاڅیدوله نو وړانګې په ژړاپیل وکړ موریې ترې وپوښتل :لورې څه درباندې شوي ولې ژاړې ؟
خوب مې لیده چې څوک راته وایي خدازده چې بیادې له زلمي سره دیدن وشي .
خوبونه ټول ریښتیانه وي لورکۍ په خداي به یې سپارو،رابه شي په ژړاڅه نه کېږي ،پاڅیږه چې پلاردې له هغې بلې کوټې نارې وهي چاي غواړي، پاڅه لورې .
خووړانګه له مور سره بلې کوټې نه ولاړه پړمخې پریوته اوبیا یې په ژړاپیل وکړ .هغه ورځ یې کرۍورځ وژړل .
کیسه خوداسې وه چې دوړانګې کورنۍډیره ناچاره اوبې وزله وه پلاریې بازمیراکا بوډاواودکارکولووس یې نه درلود اولوریې هم درې کاله مخکې چې ایله لس یوولس کلنه وه دسختې تنګسې په خاطردبرکلي دمامورګل جان زوي زلمي ته ورکړه .مامورګل جان هم په هغه وخت کې یوڅه پیسې ورکړې چې خپلې اړتیاوې یې تریوه حده پرې پوره کړې. اوخپل زوي زلمی یې هم دولوردپیسودګټلولپاره بهرملک ته ولیږه .شپې ورځې اومیاشتې یوپر بل پسې تیریدې وړانګه هم کرارکرارپه ښه اوبدوپوهیده اوپه خپل خاوندپسې یې ناکراري ډیریدله .
اوس چې دهغه نژدې درې کاله پوره کیدل شپې ورځې اوشیبې یې شمېرلې اوددیدن تنده یې زیاتیدله کله کله خوبه داسې غریوورغی چې که دپښتونولۍشرم نه واي په خپله به یې زلمي ته حال ولیږلی وچې له هرڅه تیرشي اوخپل وطن ته ستون شي . یوه میاشت مخکې ددوي یوکلیوال چې له زلمي سره مساپرۍته تللی وکلي ته راستون شواوددیدن لپاره یې دوړانګې هیله زیاته کړه ،احوال یې راوړ چې زلمی هم یوه دوې میاشتې وروسته وطن ته راځي ، ددې خبرپه اوریدوسره وړانګه په جامو کې نه ځاییده اوس نوترپخوازیات هره شیبه ورته یوکال اوږده شوې وه هرڅه ورته مینه ناک ښکاریدل اوپه زړه کې یې مینې څپې وهلې اودیار ددیدن لپاره یې لارې څارلې .خوپه دې ورځ چې له خوبه پاڅیده په زړه کې یې دتیروورځوخوښي اوولوله نه وه اودشپې یې چې خوب لیدلی وهره شیبه وریادیده هرڅومره یې چې ځان ته ډاډورکاوه زړه یې نه ورسره منله اویوعجیب شان ته غم سیوری پرغوړیدلی و. نه پوهیدله چې څه وکړي ځمکې ځاي نه ورکاوه اوټوله ورځ یې په سرواوښکوتیره کړه .
مازدیګر مهال یې خپلې مورته وویل : مورې اجازه راکوي چې دخړۍ پوښتې شینکي زیارت ته له نورونجونوسره ولاړه شم که مې زړه لږ آرام شي ؟موریې چې ټوله ورځ دخپلې لورخفګان ډیره اندیښمنه کړې وه دهغې غوښتنه ومنله اوورته یې وویل : لورې ولاړه شه خوګوره زر به راځې که دې پلار له جوماته راغی اوته نه وې راغلې بیابه په غوسه شي .
وړانګه له کوره ووتله اودکلي دوې درې نورې نجونې هم ورسره ملګرې شوې زیارت ته لاړه اودزلمي دروغتیااوله هغه سره ددیدن ډیرسوالونه یې وکړل .له زیارت څخه دبیرته ستنیدوپرلاره نورونجونوبیابیاترې پوښتل :وړانګې ولې نن ډیره پریشانه یې موږ هم خبرې کړه خوهغې یوازې دومره ورته ویل :نه پوهیږم خوسهارراهیسې هرڅه راته تورتم ښکاري اوهره شیبه مې پریشاني زیاتیږي .لنډه داچې لمر په لویدووچې کلې ته راورسیدې خوکله چې له برجورې کلاراواوښتې اوپر جومات یې سترګې ولګیدې له یوې خوایې دکلیوالوګڼه ګوڼه اوله بله پلوه یې دښځودژړاغږتر غوږشو.هکې پکې شوې اوهرې یوې په یوه شیبه کې ډول ډول اټکلونه وکړل چا به یوڅه ویل اوچابل څه په همدې وخت کې یوماشوم مخې ته رامنډه کړه په داسې حال کې چې ساه یې بنده بنده کیدله وړانګې ته مخامخ ودریده اوورته وې ویل نه یې خبره زلمی کاکایې راوړ . په همدې سره وړانګه پرځمکه راوغورځیده .
د۱۳۸۵کال دسلواغې څلورمه