د آسمايې د غره د لوړي څوكي تر شا د غره له دي ډډي يوازي د لمر زيړه سترګه ښكاريده او بس .
لمر په ډوبيدا وو .
د اويستا پلار به هره ورځ د لمر له لويدو مخكي له كار كورته را ستنيده . هغه د پخواني حكومت تر ړنګيدو وروسته په كور ناست وو او ديپټي يې نلرله خو كله نا كله به يې د خپل معاش په سپميدلو روپو چي اتيا زره شوي وي د بازار څخه يو څه عمده اخيستل او په پرچون به يې په لږ ګټه بيرته خرڅول دومره چي دده ، ښځي او د لور چاره يې پري وشي نوري يې نه وي پكار .
د اويستا پلار د پخوانى دولت د پوځ ډګروال وو .
اوس چي يې پلار په كور ناست وو كله نا كله به يې ښځي ورته يوه نيمه كنايه او كتره هم وركوله .
سړيه ! خوړلي به دي وي ، ډيري به دي خوړلي وي ، اوس به مو هم كور درلود هم به مي دواړه لاسونه د سرو زرو له بنګړو ډك واي .
نن قضا مازديګر وو خو د اويستا پلار لا كورته نه وو راغلى .
په پخلنزى کي د ديګ او چمچي كړپ او كړوپ وو د اويستا مور د بيګا د ډوډي په پخولو اخته وه خوراكۍ نن شپه ګولپي باندي كړي وه .
كله نا كله خو به چي د اويستا مور د مرچو او مالګي دبلي ورك كړل نو خوله به يې په ګډو وډو ښيراوو خلاصه كړه
ړنده شي لوري ! له دي كور پرته د ښي ورځي څښتنه مشي !
د مالګي .......دبلى دي په څه بلا خوړلي .
د اويستا د مور خو ښيرا دستور وو او پري عادت شوي وه خوراكۍ د اطراف ښځه وه ګيله ترينه نشته په اطراف کي خو ښونځى نه وي چي ښځي ترينه څه زدكړي ...
د ماښام سوړ باد را الوتي وو ، د اويستا دوي له كور نه د ښار منځ د ايرغوي په شان صاف سوچه ښكاريده ، لوړي لوړي وداني خړ خړ كورونه ، شني وني د موټرو اوږدي ليكي ...
د موټرو څراغونه بل شوي وو سوكه سوكه شپه د ترخيدو په حال کي وه د غره په ډډه کي پرتو كورونو بريښنا هم نلره .
د اويستا دوي په پخوانى كور کي هم د اوبو نل وو هم يې بريښنا لرله او هر شپه به يې ټليزيون نه قضا كاوه
خو كله چي دوي نوي كور ته راغلل دلته خو بريښنا هم اوس نه وه .
ښار ته د مجاهدينو په راتګ بريښنا له دي ښار څخه كډه بار كړه وه .
اويستا به تل د پخوانيو شپو او ورځو په چورت کي وه
كابل ته د مجاهدينو له راتګ مخكې اويستا ، مور او پلار يې په زړو مكرويانو کي اوسيدل
حكومت يې پلار ته كور ور كړي وو خو كله چي مجاهدين په كابل بريالي شول نو په دوهمه ورځ د نظار شورا يو قوماندان دوی له خپل كور څخه وشړل او كور يې په خپله قبضه كړ.
نوي كور يې د پلار يو عسكر وركړي وو
نن صبا له دي ښار څخه د جګړو له امله ډير خلګ كوچيدلي وو خو د اويستا مور او پلار نه غوښتل له دي ښار څخه كډه وكړي ځكه بل چيرته يې ډډه نه لګيده ...
نن ماښام له نورو ماښامونو سره توپير درلود
تكه توره شپه را والوته ، د موټرو څراغونه ولګيدل په ښار کي چوپه چوپتيا د خوريدو په حال کي وه
د ښار واټونو د موټرو زيړو او زرغونو وړانګو روښانه كړي وو.
پورته دوه ستوري هم په آسمان را وختل .
اويستا آسمان ته كتل او د ستورو له ځليدا يې پوره خوند اخيست .
مور يې ورته ويلي وو دا دوه ستوري يو پر بل مين دي او له همدي دليله تر ټولو وختي را وځي او تر ټولو وختي پريوزي او هر كله چي دا دواړه سره يو ځاي شي نو هغه وخت به قيامت راسي
ښايي چي همدا نن ماښام به قيامت راغلي وو
نه ستوري خو په پخوانى واټن لري لري سره پراته وو
اويستا خداي خبر په څه چرت کي ډوبه وه چي مور يې په نشه کي خر ور ګوډ كړ .
لوري ته وګوره پلار دي نښكاري ؟
توبا ډير ناوخته ده ؟
نه موري را به شي دا ده زه ورګورم!
هغه دى يو سړى خو ښكاريږي !
زمونږ د كور په لور را روان ده
ګامونه يې د بابا په شان دي !
نه نه هغه نده
د برج برق د كوڅي په لور تاو سو
اويستا له ځان سره ګډه وه كله نا كله به يې د سندر بول غږ هم ناخبره له وړه جګ سو
مور يې په منډه منډه كړكۍ ته راغله او تر څنګ يې نيغه ودريده
د صبر كاسه يې نسكوره وه
په خپل سړى پيسي سخته پريشانه ښكاريدله
توره تياره وه ، شپه پخه شوي وه
اوس يوازي اويستا نه وو چي په كړكۍ کي يې د پلار لاره څارله
مور او لور دواړو اوس د دوي د كور خوا ته په راختلي كږي وږي لاري سترګي ټومبلي وي .
كله نا كله به يو نيم سړى په كوڅه کي را ښكاره شو خو بيرته به په ښكته كوڅه تاو شو .
دا ځل پينځه شپاږ كسان ښكاري چي د اويستا دوی د كور په لور په پيړو پيړو ګامو را راوان دي
مور جاني !
مور جانې!
ور وګوره هغه څوك دي ؟
زمونږ د كور په لور را روان دي !
لكه چي له بابا جان سره مي ميلمانه راغلل ؟
نه لوري ! د بابا دي هم سترګي ړندي ندي چي ميلمانه راولي خبر ده چي يوه كوټه لرو
په هغي کي به دى پريوزي او كه به مېلمانه ؟
سړي وار په وار د كور په لور را نژدي كيږي كله د يو كور او كله د بل كور د ديوالونو تر شاه پټ شي خو بيا را څرګند شي چي مخامخ را خيژي .
اويستا او مور يې ډيري بيريدلي وي ، اويستا په لړزيدلي غږ مور ته وويل : وګوره وګوره موري ګيلم جم دي موري اوس به څه كړو ؟!!!!
چوپه شه ړنده سي ګيلم جم نه دي مجاهدين دي !!!
خوله پټه كړه چي ناپړيتي دي له خولي و نه وزي غم به نه وي غم به جوړ كي !
ناڅاپه سړي د كوڅي دروازي ته رانژدي شول او دروازه يې وټكوله .
اويستا د كوچنۍ مرغۍ په شان د مور په تور ټيكري کي سر ننيستي وو
دوی نه غوښتل دروازه ورخلاصه كړي
سړو دروازه په زور ماته كړه او په كور ور ننوتل .
په هغه وخت كي همدا ډول سړو چي ګوپچي به يي په تن وي ، سرويس بوټونه به يې په پښو ول ، پكول په سر او برګه برګه ګانچه به يي په غاړه وه ځانونه زمريان بلل
مور او لور دواړه له ډار نه پوړيدي
د اويستا مور ترينه وپوښتل زامنو څوك غواړي ؟
هيڅ څوك نه غواړو موري ستا لور غواړو ؟
څنګه خوښه دي ده ؟
زوى مي جار شم څنګه ښايسته ښكاري ته خو هم خور او مور لري مونږ پښتانه يو ...
سړى په كړس كړس وخندل په ټول ژوند کي مي ته يوازني ښځه وليدلي چي ماته ښايسته وايي ...
زما كوم ځای ښايسته دی ؟ هه هه هه
د سړى خندا نه وه خلاصه شوي چي په خپلو ملګرو يې په پاړسي غږ وكړ :
چي سيل دارين بچا ؟
جدايشان كنين كه زود به پوسته ببريمش کي باز قوماندان صايب او شب ديګه واري قار ميشه کي شكاره ناوخته كار ندارم .
زود زود ...
كشش كو ...
بچا زود باشين
ښايي چي د اويستا د مور ښيرا به يې نن لور ته قبولي شوي وي
مجاهدينو د اويستا مور وتړله او لور يې ترينه په زور د ټلويزيون د غره د پوستي په لور له ځان سره روانه كړه
اويستا چيغي وهلي خو هيڅ څوك د ځان له ويري را ونه وتل چي هغه وژغوري
ښايي چي د اويستا او مور ژړا ګاني او زارۍ يې چا نه اوريدلي
لكه چي د كوڅي خلګ ټول نن شپه كاڼه شوي وو
خو نه !
د اويستا ژغورل هم اسان كار نه وو
د ټلويزون د پوستي مجاهدينو په بي رحمۍ کي نوم درلود
د هغوي دا لومړى څل نه وو
د پيغلو نجونو لوټول د هغوي د ژوند يوه برخه ګرځيدلي وه
د كوڅي اوسيدونكو خپلي پيغلي لوڼي له كومي ورځي چي پوسته بدله شوي وه د خپلو خپلوانو كره ساتلي پلن مخي او د چنګ چنګ خيرنو څڼو سړى چي ملګرو يي ورته قومندان قومندان ناري وهلي اويستا تر نازكو لاسونو نيولي وه او غره ته يې پورته كشوله او ملګري يې له شا د څوس كښو سپو په شان ډله ورپسي روان وو ...
په دې تر اوسه څوك نه پوهيږي چي په اويستا به په هغه شپه څه تير شوي وي .....
خو وروسته خلګو سره ويل چي د ټلويزيون د غره په پوسته کي په پيغلو نجونو قوماندان( م .ك )لوبي كوي او وروسته يې بيا وژني .
څو ورځي به تيري وي چي د اويستا مړى د څلورو نورو پيغلو له مړو سره يو ځاي د هغوي ګاونډيانو د پوستي تر څنګ وموند ....
اويستا يوازنۍ پيغله نه وه چي په هغه شپه مجاهدينو له ځان سره وړي وه
د قومندان ( م .ك ) سړو هره شپه درى څلور پيغلي نجوني په زور پوستي ته خېژولي او تر جنسي تيري وروسته به يې په بې رحمۍ وژلي
د كابل د حكومت تر سقوط وروسته د پيغلو نجونو تښتول د قوماندان ( م .ك ) د سړو د هري شپي معمولي دنده ګرځيدلي وه
خو د هغوي د عزت لوټول بيا پخپله د قوماندان ( م .ك ) دنده وه او بس .
ميرويس جلالزئ - کابل