مساپره کوچۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11675
ميرويس جلالزئ
دخبریدو نیټه : 2007-04-04

ليكوال :ميرويس جلالزی -  كابل  شهر نو  1385/12/22

 توري مستي ليونۍ سترګي يې زما زړه كاږي ، ورنژدي كيږم نه خطا مي نه ده كړي ، نښتي توري ګڼي وريځي ، پلن  باڼو ګان لري.
نرۍ جګه پزه ، سپين ګرد مخ ، د هيلۍ په شان هسكه غاړه ، سري  چاودي چاودي شونډي، او خورمايي اوږدو كوڅيو يي د سپيني بربنډي غاړي ترڅنګ نادره  منظره جوړه كړي وه ، د ګل بخمل كميس ګريوان يي شكيدلی دی او زما نظر لا پسي تر خپل كميس لاندي پټو ښكلاوو ته وركاږي.
په داسي حال كې چي موسكا يې پر خوله خپره ده خو بيا يې هم زه د شونډو د پاسه يوه قهرجنه ترخه خندا وينم.
شاته يې يوه څيري څيري ، پينه ، پينه په رمه كې  پټه خيرنه كيږدۍ ښكاري چې اوښان او د سپي په ګډون ډول ډول څاروي تري چاپير ښكاري .
يوه بوډۍ هم ښكاري چې د كيږدي تر څنګ په شنه لوخړه كې ګير پاتي ده .
د بوډۍ تر څنګ يو خډر كوچيانئ سپئ هم ښكاري چې سم نيت نه لري .
هو دا جلالزۍ كوچۍ ده .
افغانه كوچۍ ، وطنواله كوچۍ او هغه پيغله كوچۍ چې د لرګي په چوكاټ كې يې زړه تنګ شوي وي .
بيا هم رډ رډ راته ګوري ته به وايې چې سپين ګريوان ته يې زما د لاس اچولو ست غواړي .
ورته وايم  را ووزه ! زما هم په پرديسۍ كې زړه ترك چولى ، د دي انګريزانو په ژبه نه پوهيږم او ستا يو پرديس وطنوال يم چې په دې ښار كې له پوليسو څخه پټ ګرځم.
را نه پوښتنه كوي : ته دلته څه بلا غواړي ؟

ځواب وركوم: نه پوهيږم ! قسمت به مي همدلته شوی وی، د خدای دنيا ده زه هم ستا په شان لالهانده ګرځم !
بيا هم چوپه خوله هك او پك حيرانه راته ګوري  ، ښايې چې ډاريږي به ؟ يا خو شرميږي چې را ووزي اخر پښتنه خو ده !
ښايې له ګڼه ګوڼي څخه ويريږي او  ډيسكوتيك تودوخه ، د سګرټو لوخړي او د ناپيليون شرابو تند بوی ، د نجونو او هلكانو له خولو سره د عطرونو د ګډو شويو ډډوزو احساس ورته ګران دى او مزاج يې ورخرابوي .
د ډيسكوتيك د سرو او شنو څراغونو متحركي رڼاوي سترګي ور بريښوي ، هره خوا د پيغلو نجونو د قيمتي جامو لمني چې د هر وار تاو را تاو او ناز او نخرو سره د شهوتو جام تر خولي ډكوي .
د دغو اروپايي نجونو په سترګو كې د اقناع شوو هوسونو او شهواتو نښي نښاني له ورايه ښكاري .
هر  وار چې د شرابو له پيكونو څخه غړپونه پورته كړي نو خپلي په تورو كرښو كې پيچلي سري له شهواتو ډكي شونډي په ډير ناز او نخرو په سپينو كاغذي دسمالونو پاكې كړي .
د اروپايي نجونو مستي ...... به په ټوله نړۍ كې نه وي  ، غاړه غړۍ له ځوانو هلكانو سره تاويږي را تاويږي ټول بدن داسي رپوي لكه د چنار د وني هسكه پاڼه چې د مني باد پوړوي .
كله نا كله خو په نڅا كې متقابل لوري په ډيري بي شرمۍ شونډي هم سره وجنګوي
دا كارونه دلته موډ دي
او زه د كوچۍ لالهانده سترګي وينم چې په تلوسه هغه كاغذي پاسته دوسمالونه څاري چې نجوني يې د خپلو شونډو تر پاكولو وروسته په پلاستيكي جاليو كي غورځوي .
زه همغسي ولاړ يم د كوچۍ سترګو ته ګورم ، دلته زه او هغه يوازي د يو بل خپل يو او  بس نور نو ټول ميلمانه عيسوي مذهبه انګريزان دي .
ورو ورو له كوچۍ پوښتنه كوم:
نوم د څه دى ؟
په ناز او شرم سره ځواب را كوي .
نازو
په ډيسكو كې ناست او ولاړ ميلمانه ښځي او نارينه ، ځوانان او پيغلي سره په خپلو منځو كې خبري كوي .
يو ځوان ګورم چې د يوي سپيني طلايي ويښتاني پيغلي په غاړه كې يې لاسونه اچولي او ورسره سوكه سوكه څه وايي  او كله نا كله يې په اننګونو باندي ښكل كړي .
له ځان سره وايم خدايه ورحميږي !
كاشكي دغه صحنه نازو نه وای ليدلې خو بيا دستي وينم چې د نازو په تندي باندي د شرم او حيا خوله ځليږي .
بله خوا يو زلمی وينم چې د يوي پيغلي په لنډو خرمايي څڼو كې په ناز ناز ګوتي وږي او ورو ورو يې شونډي زبيښي.
د نازو سرو حيرانو سترګو ته ګورم  او لكه له ځان سره چې سوچ موچ كوي .
فكر كوم چې په نازو پسي منډي وهم ، وينم چې د نازو شونډي ريږدي او لكه چي له خوبه پاڅيدلي وي ژر ژر خپلي سترګي رپوي ، د دې اوږده سوچ مزه مې په ډيسكو كې د يوي انګريزي پيغلي كټ كټ او سندريزي خندا ماته كړه  خدای چې د كوم ځوان په خندنۍ خبرو باندي به داسي بي اختياره خاندي .
نازو دا ځل ماته ګوري لكه چې پوښتنه كوي
څه كيسه ده ؟
زه هم نه پوهيږم  .
بې ځوابه ورته پاتي شم  ، يو ځل بيا يې له اوږده سكوت وروسته مستۍ ته را بولم 
را ووزه كنه ؟
دا ځل لكه چې زړه وره شوي وي په شرم او ناز سره ورو ورو را نژدي سي خپل چاودلي چاودلي تور لاسونه تر پلو لاندي پټ كړي ، چې هر خوا وګوري ويني چې د ټولو پيغلو او ځوانانو لاسونه تك تك سپين رڼه بريښي ، پاك او عطرين بوي ترينه پورته كيږي خو د نازو ........ بوی ځي.
له خپلو بلا والو خيرنو لاسونو څخه سخته شرميږي او تكه سره شي 
هره خوا چې ګوري د هر چا په لاسونو كې  د شرابو جامونه دي .
ورو راته وايې : دلته به څوك يو ګيلاس اوبه را نه كړي ، تږې شوې يم ؟
اوبه ورته راوړم  ويې څښي او له شكر ښكلو وروسته په خيرن ړستوني خوله وچه كړي.
بيا را نه پوښتنه وكړي دا څوك دي؟
شا او خوا وګورم چې د چا را پام نسي
ځواب وركړم:  دا خارجيان دي ...
حق هم لري چې و نه پوهيږي ، دا ځكه چې د زابل په ډاګونو كې له مور نه پيدا شوې دا نجلۍ په څه خبره ده ، دې خو له اوښانو او كيږديو پرته هيڅ هم ندي ليدي.
هر چا ته بګاو بګاو ګوري .
تري پوښتم : بهر ته نه ځې ؟
ژر مې خبر ومني  : دلته مې سا بنده بنده كيږي !
خير يوسي ځه چې ځو !
د ډسكوتيك له شپږم پوړ څخه په برقي ليفت كې را ښكته كيږو كله چې د لفت په خونه ننوزو نو سمدستي يې د بدګماني نښي په سترګو كې وينم ،ورته وايم :په دي ماشين كې ژر ژر مځكې ته كوزيږو.
پوښتنه كوي: دا ليفت يې څه ته وايې ؟
ورته وايم په بريښنا چليږي !
په څو شيبو كې له ليفت نه را ووزو او په بازار ور ګډ شو
د اليزابت په روډ موټر لكه د ميږيو په شان شا په شا سريښ كتار روان دي 
د واټ څنډو ته دنګي د خيښي ستري ماڼي ولاړي دي.
د مغازو لوحې سترګك وهي ، هڅه كوم هره لوحه ولولم ، پلار به مې راته ويل چې  كه سواد زده كوي نو لوحي به خامخا لولي
پينځه ستورى رستورانت ، د مبايلونو ستري ستري كمپنۍ ، د عيش سمندر ....
نازو تر  مړوند ټينګ نيولي يم هڅه كوي چې ورك مې نكړي
د دوكانونو د هيندارو تر شا په ولاړو نيمه بربنډو د انسان په قيافه جوړو شويو ناوکيو( نانځكو) د نازو سترګي سريښي شوې ، نازو سوكه سترګي له شرمه دي بلي خوا ته را واړولي ، بلي خوا ته د سكس دکانونه او . . .
د لوڅو او بربنډو شهواني تورو او سپين رنګو طلايي ويښتانو نجونو تصويرونه او د ميني دلالان هڅه كوم چې نازو يې و نه ويني .
خو بيا يې هم ويني او په ډير شرم مخ ترينه بله خوا اړوي او ماته هم څه نه وايې
ښي لاس ته يوه تنګه تياره كوڅه ده 
وينم چې تر نيمايي پوري لوڅي ښځي ناستي دي ، عشقي كچه خنداګاني او اكټونه كوي او له لارويانو نه هر ډول غوښتني كوي .
دا ځل نازو بي طاقته شي او پوښتي مي : دوي دلته څه بلا غواړي ؟ څه كوي ؟
نه پوهيږم څه ورته ووايم  خدايه خو دروغ هم نشم ورته ويلای
په لنډيز سره ځواب وركړم  : دا بدي ښځي دي ...
په كلي كي ورته رنډۍ وايې ...
چوپه شي .
خدايه شكر چې له غمه يې خلاص شوم .
لمر د  ډوبيدا په حال كې ده
ورځ پاي ته ورسيده  او د شيلټر په لور چې دلته پكې بي كار او روزګاره د ما په شان كسان اوس را روان شوو.
د لندن طبيعت خدای د جمعې په ورځ په خورا فرصت سره جوړ كړي دى ، همدا چې د ښار څخه د شيلټر په لور روانيږو همدا يوه په ځنګله كې كږه وږه مارپيچه لار تللي ده او بس.
نازو تر  لاس ټينګ نيولي يم
اوچت اوچت ګامونه اخلي كله خو ځان په خپل تور ټيكري كې ونغاړي بيا وايې ساړه مي كيږي...
د لاري په اوږدو كې هغه له ما نه پوښتنه كوي.
دلته هم نجوني په زور وديږي ؟
يعني څه ؟ زه هك حيران ترينه پوښتم ځواب را كوي
زمونږ كوچيان په وړكتوب كې خپلي نجوني ځوانانو ته ور په نامه كړي او يا هم چې پيغلي شي په بدو كې يې وركړي .
ولي تا ته د خپل ملك دود او دستور نه دی معلوم ؟ بې خبره؟
زه په بيړه موافقه ورسره كوم
همداسي ده ،خدای خبر چې زما  سونيا به څنګه په بي صبرۍ راته منتظره وي .
نازو راته وايې :
زه مي هم پلار په وركتوب كې ور كړې يم .
ښايي په لنډو ورځو كې زما واده وي .
د نازو دي خبرو په سوچ كې ډوب كړم
سړى دي ښكلي دى ؟
تندی يې تريو كړ
داسي ښكلى لكه د يوسف او ذوليخا د نكل په شان
نازو مې د سترګو تر كونج څاري لكه چې زما له بخيلتوب نه خوند اخلي ،  خپلو خبرو ته دوام وركوي .
جګه ونه ، غټي شني شني سترګي ، خيالي بشر  ، كاږه بريتونه ...
او نوم يې هم بنګښ دى .
زه سم دستي دغه تصوير خپل ذهن ته سپارم
بنګښ ،جګه ونه ، د يوسف په شان ...
ناڅاپه وينم چې همدا بنګښ زمونږ خوا ته په بيړه را روان دى
توپك په نښه كړي
نه پوهيږم څه چل وشو
چې ګورم نازو زما لاس پريږدي  او د بنګښ په لور منډه كړي
په همدي وخت كې د ټوپك ډز شي
د توپك آواز مي له خيالي نړۍ نه را ويښ كړي
چې مخ مې د ډيسكو له شنو لوخړو ډك صالون ته را واړوم
ګورم چې د نازو څيره د عكس په چوكاټ كې د بت په شان هك حيران د پخوا په شان راته ګوري
د ننه په صالون كې د هلكانو او نجونو شور اوس له حد نه وتلى هان دا چې ...
يوه ښځينه ګارسونه په منډه منډه زما څنګ ته را نژدي شي او د شرابو د نوي خلاص شوي بوتل له غاړي "ګوټ "ګوټ" شراب زما په پيك كې را توی كړي .