نن دهلمنديوشمېرفرهنګيانو بېړنۍ غونډه جوړه کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11931
بېنوا - هلمند
دخبریدو نیټه : 2007-04-22

بست فرهنګي ټولنه - هلمند

نن د شنبې ورځ چي د ۱۳۸۶ لېږديز لمريز كال د غوايې د مياشتي لومړۍ نيټې سره برابره ده په هلمند كي د بست فرهنګي ټولني د غړيو لخوا يوه بېړنۍ غونډه وسوه .

پدې غونډه كي د لوی څارنوال عبدالجبار ثابت او طلوع تلوېزيون تر منځ پيښي ستونزي و جاجول سوې او يو پرېكړه ليك په لاندي موادو مشتمل سو.

۱- ښه به وه چي د لوئ څارنوال صاحب او طلوع تلوېزيون د مشر تر منځ ستونزه په خبرو هواره سوي .

۲- د طلوع تلوېزيون رهبري غړي بايد پخپله تګلاره كي د سره غور وكړي .

۳- موږ تر هر څه دمخه د اسلامي اصولو او فرهنګي حدودود ساتلو ته ژمن يو

۴- موږ د فساد په وركولو كي د لوئ څارنوال سره همږغي يو ترڅو اسلامي او فرهنګي عزت مو پر ځاى وى .

       په درنښت

      د بګړۍ مجلې او بست فرهنګي ټولني اداره