د ځوان ژورناليست،
شاعر او ليكوال نذير سهار د ((خبر څنګه وليكو؟)) اثر چاپ سو.
كتاب د افغانستان د ژورناليزم مخكښانو او ژورناليستانو ته ډالۍ سوى د
.
د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهيالي شفيق وردګ ورباندي
سريزه كښلې ده. د ښاغلي سهار زيار او هڅي يې ستايلي دي او د نوموړي دغه كتاب يې د افغان ژورناليستانو او د ژو
ناليزم د پوهنځيو محصلينو ته يو ارزښتناك اثر ګڼلى دى.
ښاغلي سهار تر دې دمخه د ((مركه څنګه وكړو؟)) په نوم يو بل ګټوراثر هم پښتو ژبي ته وړاندي كړى دى. او ((خبر څنګه وليكو؟)) يې دوهم ژورنالستيك اثر دى چي په ناروې كي د يوه افغان محصل ښاغلي پامير شانصب په مالي لګښت په كندهار كي د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپرېږي.
همدارنګه بېنوا فرهنګي ټولني د ښاغلي
سهار د كتاب ترڅنګ د ((ډېري تندي، تش جامونه)) په نوم يوه شعري ټولګه هم چاپ كړې ده.
((ډېري تندي، تش جامونه)) د كندهار د ځوان شاعر او د هيواد ادبي ټولني د م ر واصل حسنيار دوهمه شعري ټولګه ده، چي د هيواد او سيمي نوموتي پوهاند علامه رشاد (رح) سپېڅلي اروا ته يې ډالۍ كړى دى.