لاندي مرکه د جرمني د شپيګل مجلې د 07.05.14 نيټې په شلمه ګڼه کي خپره سوې ده.
د ډاکتر عبدالباري ژباړه
” خلګ ما غواړي“
پخوانئ ولسمشر برهان الدين رباني د خپ ي نوې ـ پرانيستلي جبهې
د هدفونو په هکله
شپيګل : ښاغلئ پروفيسر، پوره پنځه کاله د طالبانو تر نسکورېدو وروسته لا ستاسي په هيواد کي امنيتي وضعه خړه پړه ده، د نشيي موادو سوداګري او اداري فساد هيڅکله دونه پر غوړېدو نه وه لکه نن. د 2001 کال راهيسي چي ستاسي شمالي ټلواله پر کابل را ماته سوه، کوم کار ناسم سوئ دئ ؟
رباني: د اردو په زور اوپه داسي حکومتي ډلی چي د بهر څخه راوستل سوې او د خلګو ملاتړ ورسره نه وي، طالبان نه ماتيږي. سره ددې، هغه کسان چي د شوروي اتحاد په وړاندي يې په برياليتوب س ه جګړه کوله او هم يې د طالبانو په وړاندي مقاومت کاوه_ يعني هغه ملي رهبران چي د ملت سره يې نږدې اړيکي در ودې، يو دم يې دخارج په خلګو عوض کړل.
شپيګل: تاسي د خپل ځاي ناستې حامد کرزي په هکله ګړېږئ، چي په متحده ايالاتو کي يې ډير ژوند کړی دئ ؟
رباني: زما مقصد تر هرڅه نه مخکې دده کابينه ده.
شپيګل: داسي ب يښي چي نړيواله ټولنه هم د خپل وس تر حده رسېدلې او اوس اکثره دطالبانو سره په جګړو اخته ده.
رباني: زموږ هيواد بايد پخپله د امن مسؤ يت پر غاړه واخلي.بهر بايد يوازي د بيا جوړوني په کارونو بوخت سي، دوي په دې ډول افغانان ډير ښه تشويقولاي سي.
شپيګل: داسي نه ښکاري چي دو ت دي نظم راوستلاي سي.....
رباني: دولت کمزورئ دئ، داځکه چي د نړيوالو قطعاتو تر شا ځان پټوي. يو مثال: په دې ورستيو ورځو کي طالبانو د کاپيسا په ولايت کي بريد وکړ، د بګرام هوايي ډګر ته بيخي نږدې. د ځايي امنيتي ځواکونو سره اخ وډوب يوه نيمه ورځ دوام در ود _ دلته په کابل کي چي بيخي نږدې ورته پروت دئ، هيچا سر په ونه ګرزاوه.
سياستوال رباني ” کمزورئ دولت “
شپيګل: نو له دې امله تاسي اوس يوه ” ملي جبهه “ جوړه کړې ده، چي مجاهدين او کمونيسټان سره يوکوي.نو دا خو هغه کسان دي چي دا لس کاله مخکي يې په کورنۍ جګړه کي خبره تر چړو رسېدلې وه. دا ناببره پخلاينه دکومي خوا سوه ؟
رباني : د شاهي کورنۍ غړي لا پکښې دي! خلګ د دولت نه م يوسه دي، دوي ( سياسي) ثبات غواړي. زموږ د مختلفو ځواکونو يو تړون دئ چي د ملي ګټو دپاره کار کوي.
شپيګل: د هغو کسانو تړون چي يو وخت يې يو بل د بګېلانو او خائنانو په وراشو سره سپکول ؟
رباني : خو خبره پر همدې ده، موږ اوس نو بايد خپل اختلافونه له منځه يوسو. ما د اروپا تاريخ لوست ئ دئ. نو فرانسَويان او جر منيان پخوا يو دبل سره په شخړه کي نه وه ؟ اوس بيا سره جوړ دي.
شپيګل: ستاسي پخوانۍ د شمال ټلواله په دې م شهوره ده چي دوستان به په لنډ وګنډ څو اونيو کي دښمنان سول او هم برعکس . ازبک جنرال دوستم چي اوس د کرزي د ا کان رئيس دئ، يو وخت ستاسي پر خوا وو او وروسته د بدنومي جنګسالار حکمتيار سره يوځاي ستاسي په وړاندي جنګېدئ .
رباني : دا سمه ده، مګر موږ و وسته د طالبانو پر ضد سره يو سوي وو.
شپيګل : تاسي غواړی چي دپارلماني نظام په ګټه رياستي نظام له منځه يوسئ. يعني اصلاً غواړئ چي ک زئ ليري کړئ . او هغه بيا هم د افغانستان په داسي نازکو او بحراني شرايطو کي.
رباني : موږ يو رئيس لرو، نو څه دي ؟ زموږ مشکلات سره ددې هم ورځ په ورځ ډيريږي. خلګ بايد پخپله نفوذ ولري، په ولايتونو کي هم. هلته خو جمهور رئيس هيڅ نفوذ نه لري .
شپيګل : تاسي په مشخصه توګه څه غواړئ ؟
رباني : موږ غواړو چي واليان د خلګو له خوا انتخاب سي، نه داچي په کابل کي وټاکل سي، ولايتي ځواکونه هم په همدې شان.
شپيګل : ستاسي زوم، احمد ضيأ مسعود چي د مشهور جنګ_ قوماندان مسعود ورور او د اولسمشر مرستيال دئ او سره ددې هم ستاسي سره مل دئ، نو دی بايد د خپل مشر په وړاندې کودتا وکړي ؟
رباني : په لويه جرګه کي اکثريت د اوله سره لا د رياستي نظام مخالف وو. دا بهرنيانو را دغاړي کړ. د دې مسئلې په هکله بايد يوه نوې لويه جرګه اوبلل سي، خبره پر ملي ګټو ده.
شپيګل : دا په دې معنا چي پخواني مجاهدين لا نور قدرت غواړي؟
رباني : موږ غواړو چي په بهتره توګه په حکومت کي برخه ولرو.
شپيګل : تاسي د خپل نظر په هکله په هيواد کي پوره پلويان لرئ ؟
رباني : م وږ ته د ټول هيواد څخه غوښتني راځي چي زموږ په جبهه کي شامل سي. د متنفذينو، سيمه يزو سياستوالو، کوچنيو ګوندونو. د جنوب د پښتنو څخه لا هم،د روزګان څخه، د خوست څخه. اما موږ بېړه نه کوو.
شپيګل : ځکه چي کيداي سي نوي نا آرامۍ را منځ ته کړي.....
رباني : دا د حکومت تور دئ چي وايي موږ ودې ته بډي را نغښتي دې چي هيواد بيا ووېشو، يعني بيا يې ټوټه ټوټه کړو.
شپيګل : تاسي د طالبانو سره څنګه ياست ؟
رباني : موږ پر ټولو ځواکونو ږغ کړی دئ،هم پر طالبانو او هم پر ګل البدين حکمتيار، چي وسله پر مځکه کښيږدي او زموږ په جبهه راګډ سي.
شپيګل : تاسي د ډيرو خلګو په نظر په کورنۍ جګړه کي د کابل د ويرانولو يو د اصلي مسؤلينو څخه ياست. ستاسي په واکمني کي يوازي په پلازمېنه کابل کي تر 50.000 ډير انسانان ووژل سول. په داسي سړي لکه رباني، خلګ تر اوسه لا باور نسي کولاي.
رباني : موږ هغه وخت دهغو په وړاندي جنګېدلو چي نن نړيواله ټولنه ورسره جنګيږي. منتها : لوېديځ هغه وخت موږ يوازي پرېښوولو.امريکايانو حتا طالبان حمايه کول. او اوس څه حال دئ ؟ امريکايان پر طالبانو اوربل کوي، بسته کلي ورسره ورانوي او همدارنګه افغانان وژني. سربېره پر دې : که چيري په درېيمه نړۍ کي يو د دولت رئيس خلع سي، نومعمولاً و بهر ته پناه يوسي. مګر زه دلته پاته سوم ــ دا ما ځکه کولاي سواي چي خلګ ما غواړي .ما په دې ورستيو کي جنوب ته سفر وکړ، و هلمند او کندهار ته ولاړم، يعني په اطرافو کي وم. هلته په لسو زرو کسانو زما ښه راغلئ وکړ، په ټول افغانستان کي زما د نښت کيږي .
شپيګل : دا اوازې لا هم خپرې دي ، چي ستاسي د جبهې سره بهرنئ ملاتړ سته.
رباني : زه په کابل کي د ډيرو سفارتونو سره رابطه لرم.
کرستيان نيف