اکرم دکان ته راننوت ، سلامي یې ووهله ، اکرم هم عجیب وخ سړی وو ، بس چې هرڅوک به یې ولیدل یوه شوخي یې ورسره حتماً کوله . دکان ته به هم چې هرکله راننوت بس لکه عسکر چې خپل افسر ته سلامي وهي هغه به هم سلامي ووهله .
دورځې به زیاتره په کار کې وو ، خو دجمعې په ورځ ېې بس زما دکان ځای وو ، بس ناست به وو ، او ټوکې به یې کولې . دکان ته مخامخ د یو منصب دار کور وو ، اکرم یوه ورځ ویل چې داد کرزي خوریۍ دی ماویل څرنګه هغه ویل چې دا هم لکه کرزی هسې دی په خوله خلک تیرباسي په دکان کې ناستو خلکو ټولو په یو وار وخندل .
تیره جمعه هغه هم په دکان کې ناست وو ، ټوکې یې کولې ، دکار کیسې یې کولې ،ویل یې هره ورځ په انجنیرانو یوه ملنډه وهم ، باور وکړی هغه به چې دکان ته راغی زما به نور داسې هغه دچا خبره طبیعت جوړ وو چې پوښتنه یې مه کوه ، په دکان کې ناست وو دمخامخ کور نه یوه جینۍ راووته لس کلنه دولس کلنه به وه خو ډیره هغه دچاخبره پرو وه پلار یې منصبدار وو او ښه تمن هم ، اکرم ویل چې که هغه جینۍ دلته راغله یوه ملنډه درته پرې وهم ، موږ هم ټولو خندل موږ ویل سمه ده .
جینۍ دکان ته راننوته ، اکرم بې درنګه پورته شو سلامي یې ورته ووهله . موږ ته یې وکتل .
جینۍ اوخوا وکتل اکرم ته یې بدبد کتل ، موږ ټولو خندل ریښتیاهم هغه ډیر مسخره سړی وو ، جینۍ ماته ویل چې یو قوطی شیدې راکړه . اکرم یې مخ ته راوګرځیده جینۍ ته یې وکتل .
په دکان کې ټولو خلکو خندل ، ما جینۍ ته شیدې ورکړې ، جینۍ پیسې په موټي کې نیولې وې . اکرم ته یې بد بد وکتل . له مانه یې په زور کې شیدې واخیستې ووتله ، اکرم ه شانه پسې غږ کړل .
بیامو هغه دچاخبره ښه په زوره وخندل ، اکرم بلا وه بلا . دومره ټوکي وو چې څه یې کوې بس چې وبه مې لیده خندا به مې نه تم کېدله .
یوه و ځ دکان ته راننوت ویل یې چې نن به ښه سات تیری کوو ، ځکه هغه نن رخصت وو راغی په چوکۍ کېناست او دخلکو پېښې یې کولې ، له کرزي یې پیل کړه تر خپل پلار پورې لومړی یې دکرزي پېښې وکړې :
بیایې نو چې څوک یادته ورتلل پېښې یې وکړې . څوک چې ماپېژندل څوک چې مې لیدلي وو ، حتی دخپل سپین ږيري پلار پېښې هم وکړې .
په دکان کې ټولو ناستو کسانو به ورته خندل ، هغه ویل چې یو دکان به پرانیزي او په هغه کې به خپلې ټوکې پلوري هره ټوکه په سل افغانۍ که چااخیسته د طلوع تلویزیون ته دي م هوري ولیږي ...
لږ وروسته دکان ته هماغه منصبدار راننوت سلام یې واچاوه ، سګرېټ یې وغوښتل ، ماهم سګرېټ ورته راواخیستل ، اکرم ته مې وکتل هغه له شانه پسې اشارې کولې او پټ پټ یې خندل دمنصبدار شاته یې اشاره وکړه ، منصبدار ډېر چاغ وو په درېشۍ کې به بد نه وو خوپه شخصي جامو کې به هغه دچاخبره له سره خوند نه کاوه ، ماته هم خندا راغله څه مې نه شو ویلی .
منصبدار شاته وروکتل ، له اکرم نه یې پوښتنه وکړه .
اکرم لدې خبرې سره ماته وکتل . ماته خندا اغله ، مابه هر وخت ورته ویل چې یواځې له هغه چاسره شوخي کولی شې چې ترې وېرېږې نه . خو هغه به ویل چې نه ... اوس یې نو دې منصبدار ته هم دروغ وویل ملنډې یې پرې وهلې . هغه په یو شرکت کې کار کاوه عادي کارګر وو .
په دکان کې ټولو ناستو کسانو ورته خندل ، منصبدار حیران شو ، اکرم شاوخوا وکتل په برېتونو یې لاس وواهه . منصبدار ورته ځیر شو سګرېټ یې په جیب کې واچول او ماته یې پیسې ونیولې .
لدې سره اکرم ماته وکتل چې ونه خاندم ځکه زموږپه کوڅه کې یو لېونۍ وو ، چې پوښتنه به دي ترې وکړه چې نوم دڅه دی ؟ هغه به ویل چې لوبیا او تل به یې یو سپن اږود واسکټ اچولی وو ځکه به نو اکرم ورته ډاکټر لوبیا ویلو او هره ورځ به چې هغه خوار کوڅې ته راووت نو اکرم به پرې ټوکې شروع کړې . منصبدار لکه چې له ځانه خجالت شوی چې پوښتنه یې ترې وکړه ، خوبیایې هم ترې پوښتنه وکړه .
ماله ځانه سره وویل چې څه بده بلاده هغه دی ځواب یې ورته پیدا کړ . خو لدې نه وم خبر چې ډیپلوماسي څ ه ته وايي . منصبدار ماته وکتل .
لدې سره مخ په بهر روان شو بیرته اکرم ته راوګرځېده ورته ودرېده .
لدې سره زه خندا واخیستم ، اکرم خوله ټوله راټوله کړه ماته یې وویل .
دې خبرې مې یې خندا یو په دوه کړه . خو منصبدار اکرم ته وکتل . بېرته راروان شو . شاوخوا یې وکتل . و غۍ دروازه یې بنده کړه زه حیران شوم څه کوي داکرم رنګ الوتۍ مالومیده . منصبدار راغۍ خندل یې . اکرم یې له چوکۍ پورته کړ . دوه ښې پخې پخې څپېړې یې وواهه . ماته یې ویل .
منصبدار ووت داکرم رنګ الوتۍ وو . سترګې یې ښکته اچولې وې . ماته یې وختینۍ خندا راپه یاد شوه . په وزارت خارجه کې کار کوم . . . بیا انتظار شوم چې څه به ووايي . خو څه یې ونه ویل او له دکانه ووت . بیا مې داډیره موده ندی یدلی خو تراوسه هم دشاوخوا کورونو خلک دهغې بلې کوڅې له دکانه سودا راوړي ځکه زماله دکانه ویریږي چې هغه به ناست وي .
تهران هفت تیر