غـــــــټ غل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 12497
عظمت غرنی، لواړګی پښتونخوا
دخبریدو نیټه : 2007-06-13

لنډه کيسه
د کوېت په ابو حليفه سيمه کې اباسين د يوې ودانۍ په دويم پوړ کې د خپلې کوټې کړکۍ ته مخامخ په چوکۍ ناست وو.
لاندې ورته برېښنايي انګيټۍ بلېده، چې يې اسونو او ګوتو ته ټکور په ورکاوه.
دېسمبر سړه مياشت وه‎، سږکال ورښتونه هم ډېر شوي وو.اوس هم ورښت په شېبو ېبو ورېدو،چې له امله يې ډېر ساړه وو.هسې هم د عربي دښتو ساړه ډېروچ او ستوغ وي،او ګرمي يې هم ډېره ستونزمنه او سخته وي.
خو په اباسين نن دا ساړه ډېر ښه لګېدل،ځکه چې يو خو وزګاره وو او بل يې ورښت ډېرخوښېده.

له کړکۍ نه ورته هغه بڼ ښکارېده چې دځايي اوسېدونکو د سېل لپاره جوړ شوی وو.  ساړه موسم، ورښت اود بڼ نندا ې په ده ډېر اغېز وکړ،او خپل خړ هېواد ور په ياد شو. په زړه کې يې تېرشول، چې ارمان اوس په خپل هېواد کې وی او خپلو يارانو سره مې د خېبر په لواړګي بازار کې د وریتې (کباب) غرمنی کړی وی،او يا د ننګرهار ګړدي ته تللي وی او هلته م و په سيند کې د تازه کبانو ښکار کړی وی.
اباسين لا په دې شننو کې وو چې په وره  ورته چا ټالۍ ووهله، ټول پام يې د کور وره ته وګرزېدو او دا ټالۍ ورباندې داسې ولګېده لکه د اسرافيل شپېلۍ او دا کس لګه د مر ګ فرښته.
نن  یې غوښتل چې يوازې وي، په نه زړه وره ته ور پاڅېدو.
د  وره  له خلاصېدو سره سم، مخامخ د شرکت مدير عارف چود ي  ولاړ وو.
عارف چودري د لاهور ښاراوسېدونکی پنجاپی وو اود کوېت د رغونې په یو شرکت کې يې د مدير په توګه کار کاوه، او د چودري په نوم یادېدو.
اباسین د چودري تر لاس لاندې د یو فورمېن په توګه خپله دنده تر سره کوله. په دې شرکت کې ډېری مزدوران پښتانه وو، چې اباسين یې مشر او ژباړن وو.
چودري او اباسین په يوه ودانۍ کې سره اوسېدل.چودري له اباسین نه بښنه وغوښتله او ويې ويل چې زما ټېلیفون کار نه کوي غواړم چې ستا له ټېليفون نه یو ځای ته وغږېږم.
اباسین هر کلی و کړ او مخامخ په  چوکۍ یې ورته د کېناستو اشاره وکړه. چودري شمېره ووهله اوله لږ ځنډ وروسته په خبرو بوخت شو، اباسین پوه شو چې چودري له وسیم کوکني سر ه خبرې کوي. وسیم کوکني د هندوستان د بمبي ښار اوسیدونکی وو. هغه  د شرکت په اداري څانګه کې کار کاوه، او د اباسین ډیر خوږ ملګری وو. چودري به هغه هر وخت رټلو، اباسین نه پوهیدو چې چودری څنګه وسیم بې ځایه رټي؟ نن هم چودري هغه ته سپکې سپورې وویلې، چې تاسو هندوستانیان ډیر تمبل یاست او هر وخت له کار نه ځان پټوﺉ .
د اباسین په زړه کې تیر شو چې نن خو د جمعې رخصتۍ ورځ ده، نو بیا څنګه وسیم تمبل شو؟ اباسین لا په دې سوچ کې وو چې چودري ټېلیفون په شړک کیښود او اباسین ته ځیر شو، یا ه دا هندوستانیان هم ډیر تمبل او چټل خلک دي، هیڅ کار نه کوي، ډیر سپین سترګي دي.
خو الحمدالله مونږ پنجاپیانو نه ډیر ویریږي، پنجاپی خو پریږده د پنجاپي کالو ( لباس) نه هم ویریږي، چیرته چې یوه جوړه پنجاپي کا ي زوړند وی نو هلته په هندي سړی رپ ناست وي . د دې سره چودري کړس کړس په خندا شو.
خو په اباسین دا خندا لکه ټوپک ګولۍ داسې ولیګده، نا کراره شو، خو ځان یې سم کړو، او چودري ته یی په سرو ستروګو وکتل ويې ویل . چودري صېب زه غواړم چې ستا نه یوه پوښتنه وکړم .
چودري!  زر پوښتنې خو وکړه.
اباسین! که مشاعره کې یو کس را پاڅي او څو عرونه زمزمه  کړي او بیا مشاعرې ته اعلان وکړي چې دا زما کلام وو، خو دا کلام په مشاعره کې د ناست یو بل شاعر وي ،نو په دې ناست شاعر به دا څنګه ولګیږي؟ او دا دروغژن شاعر ته به څه وایی؟
چودري په دا عجیبه پوښتنه حیران شو مګر ځواب يې ورکړ، ناست شاعر لپاره خو دا اعلان د اور ګولۍ ده او د دروغژن سړي ته به ...... زه دغټ غل نوم ورکړم. مګر دا عجیبه پوښتنه دې څنګه وکړه؟
بس پریږده یې، په دی پوښتنه کې څه پټ دي نه غواړم چې څرګند یې کړم ،کیدای شي ته پرې خپه شې .
چودري! نه نه اوس خو ماته شک راولوېد اوس به یې ضرور را ته وایې.
اباسین هم غوښتل چې خبره څ ګنده کړي، نو چودري ته یې وویل.
تاسو پنجاپیانو به ړومبی لنګ د پاسه  بی لمنو کمیس اغوست، په کراره کراره مو د كميس لمنې اوږدې کړې او لنګ مو بیا په پرتوګ بدل کړ. ورپسې مو د پښو پڼۍ لرې کړې او زموږ څپلۍ مو خپلې کړې او دغسې خولۍ، څادر او واسکټ مو هم رواج کړ او نن تاسو دومره زړه ور شوئ چې خپل نوم مو هم ورکړی دی،. د پښتون یانې افغان کلتور په پنجاپي نوم بدلول غواړئ دا خو ډیره غټه غلا ده او د کلتورغلا کوونکی خو غټ غل دی .تا په کوم د یل دې ته پنجاپی کالي وويل؟
دا مخامخ ورځپاڼه وګوره ، د هندوستان اردو ژبې انقلاب ورځپاڼه ده، په دې کې یو تجارتی اعلان خپور شوی دی، زموږ څخه هر ډول نارینه او ښځینه پټاني کالي تر لاسه کولای شئ.
دا وګوره ټوله نړۍ اوس هم ورته پټاني ( پښتني) کالي وایي.
نو ته ورته څنګه پنجاپي کالي وایې؟
دی خبرې نه وروسته چودري رنګ تک زېړ شو او ويې ویل ډیره بښنه غواړم اباسینه! ته خو ډیر احساساتي شوې، ښه زه اوس ځم د خدای په امان.
چودري له تګ نه پس اباسین سوړ اسویلی ویوست او یخ زړه کیناست. سبا چې کار ځای ته لاړ نوهغه ته یو لیک په دفتر کې پروت وو.
په کې لیکل شوي وو، چې لس ورځوکې دننه دې د ځان لپاره بل  ځای کار وګوري.

څه موده وروسته اباسین په بازار کې ددې شرکت یو پښتون مزدور ولید جوړ تکړه نه پس یی د نورو ملګرو پوښتنه وکړه، هغه ورته په ځواب کې ووې ! چې زه هیڅ خبر نه یم، ستا نه وروسته مونږ ټول پښتانه مزدوران یو بل پسې د هغه شرکت نه وویستل شو.